(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دا ستا په سترګو کې

[14.Nov.2016 - 13:23]

دا ستا په سترګو کې پیریان دي! 
لیک: شاهین بونیری

پخوا به پیریان دیوان یادیدل ـــــــ کیسې به يي کیدلې ـــــــ د شپې به پرې میندو خپل ماشومان ویرول او اوده کول ـــــــــــ څه پیریان ښه وو ـــــــ نو مسلمانان پیریان به يي ورته ویل خو چې کوم پیریان به بد وو نو هغه به بیا کافران وو ــــــــــ د ښه او بد تر مینځ تفریق ددې نه نور نه شو اسانیدې !

کله کله به د محبوب سترګې هم دومره جادوګرې شوی چې د پیریانو او دیوانو کارونه به يي شروع کړل او عاشق به د خپل جنون او بیوسۍ چیغه وویسته

دا ستا په سترګو کې پیریان دي 
چې په تا راشي غوټې ماله راکوینه

دغه پیریان چا لیدلي نه وو ــــــــــ خو ټولو داسې باور کاوه چې ګني واړه ورسره لوي شوي دي ــــــــــ پیري او ښاپیري یا د ملا په تعویزونو کې وو او یا د وهم زده اولس په ذهنونو کې ـــــــ کله کله به يي د یو رومانس شکل هم اختیار کړو ـــــ د کلي مشرانو به کیسې کولې چې د پلانکي کلي تور ماما به د پیریانو سره ټپې ویلې او سپین ماما به ورته ډولکې غږولو ـــــــــــــــــ ــــــــــ ددې کیسو نه زمونږ قامي نفسیات جوړیدل ـــــــــــ زمونږ عادتونو تر ې شکل مونده ــــــ زمونږ ویرې زمونږ سره لویدلې ــــــــــ

وخت بدل شو ــــــــــ او داسې بدل شو چې مونږ د ماضي په غیږه کې اوده وو ـــــــــــ د خپل لار نیکه د عظمت په کیسو مو خپل دروغ رښتیا کول ـــــــــــ خپل مخ مو وینځلې نه شو نو ټولې آینې ، ټولې هیندارې مو ماتې کړی ــــــــــ او بیا زمونږ نه ځان هم هیر شو ــــــــــ

هغه پیریان ، هغه دیوان چې زمونږ د زړه او ذهن په تهخانو کې دیره وو اوده وو ـــــــــــ راببر شو ـــــــــ راپاسیدل ـــــــ رالوي شول ــــــ د زړه او ذهن دنیا خو يي نیولې وه ـــــــــــ کور کلي ، لارې کوڅې يي رانه هم اونیولې ـــــــــ مشران يي راله د ښار په څلور لارو کې رازوړند کړل ، ماشومان يي راله د اور لمبو ته واچول ــــــــــــــ حجره او جمات يي راله د خاورو سره خاورې کړل ـــــــــــــــ سندرې يي راله مړې کړې ـــــــــ ربابونه يي راله مات کړل ـــــــــ او بیا يي  تور غټ غټ میخونه راوړل په سینه يي راته ټک وهل
اوس مونږ پوره ساه هم نه شو اخستېی 

-
بېرته شاته