(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پلار له ويرې !

[14.Nov.2016 - 20:29]


 
                 
لنډه كيسه      د پلار له ويرې !
لیک: انجنیر ستانه میر زهیر
د اختر دريمه ورځ وه ، مور خپل دولس کلن زوي  انار ګل ته په لوړ  غږ وويل :
_ اناره  زويه ، چابکه راشه!  چې غوا درته خلاصه کم ...
انار ګل په بيړه رانږدې شو او  په خپله ماشومانه لهجه يې ، مورته  وويل :
_خير دی مورې ، اختر ﻻ نه دی خلاص ،  نن   هم ورته  په کور کې واښه واچوه ، سبا به يې له وخته بوځم ،  ښه مورې !؟
مور يې په داسې حال کې چې غوايې له موږي نه خلاصوله يو څه ټکنۍ شوه او بيا يې ورته وويل  :
_ زويه ! څه درته ووايم ،  که پلار دې خبر شي چې نن دې بيا  هم  غوا سارا ته نه ده بيولې ، ژوندی به دې پرې نه ږدي .
انار ګل په عذر ورته وويل  :  
_خير دی مورې ،چې  ته ورته ووايې ، هغه بيا څه نه وايي ...
مور يې زړه ورباندې وسو، زړه نا زړه يې  وويل:
_  ښه ده زويه ! چې ته وايې نن دې هم په کور ولاړه وي  خو پام دې وي چې سبا ګوره  بيا دابانې ونه کړې .  
انارګل  چې د مور دا خبره واوريده بې اختياره  يې  له خولې نه د خوشالۍ  يوه کړيکه ووتله ، غوښتل يې چې په بيړه له کوره ووځي او خپلو همځولو ته ځان ورسوي .څو قدمه چې مخکې لاړ ، نا څاپه يې په خپل پلار سترګې ولګيدې چې د کلا په لويه دروازه را ننوت .
انارګل له ويرې لکه وچ لرګی په ځای ودريده  . پلار يې د تل په شان انارګل ته  له غوسې نه په ډکه لهجه وويل : 
 _ د ځناور بچيه ! غوا تراوسه په کور کې ولاړه ده ، او ته خوشې  په خوشې ګرځې ...؟ 
 انار ګل له ډيرې  ويرې  هيڅ  ونه ويل ، يوازې  يې د مو ر په لور په دې تمه ژيړ ژيړ کتل چې هغه  يې ځواب ووايي . 
موريې چې د انارګل زيړ او تښتيدلي رنګ ته پام شو په بيړه   يې د هغه په پلوۍ وويل : 
 _ خيرد ی سړيه ! ماشوم دی  ، د اختر ورځې دي ، ټول همځولي يې په کلي کې لوبې  کوي ، پريږده چې دی هم ورشي ، ماته يې ډيرې زارۍ وکړی ، پام دې وي چې څه ورته ونه وايې  .....
 پلار يې چې دا خبره واوريده نو په ډيره غوسه يې خپلې ښځې ته  وويل 
_ دا  هلک   ستا له لاسه وران شوی، ستا له لاسه  !  پخوانيو ويلي دي :  ( چېرته چې ډب نه وي ، هلته ادب نه وي )
 او ددې خبرې سره سم يې  د انارګل په مخ يوه داسې څپيړه حواله کړه چې د چا خبره غږ به يې په  لسم  کلي هم اوريدل شوي وي 
 .انار ګل خوارکي له  ډيره درده يوه سخته کړيکه وکړه خو د پلار  له ويرې  بيرته غلی شو ،   ژر ژر يې  له سره  لويدلې خولۍ  له ځمکې راپورته او او له خاورو وڅنډ له ، په بيړه ورغى غوا يى له اخور نه خلاصه او په داسې حال کې يې له کوره وويستله چې  له سترګو يې مړې مړې اوښکې روانې وې.
  انارګل په ژړا ژړا کې غوا د وښوڅخه د ډک غره لمنې ته ورسوله . غوا څريدله او خپل واښه يې خوړل . خو دانارګل د زړه نه يوازې خدای خبر و . يوې غټې  تيږې ته يې ډډه ولګوله ، دخپلو ماشومانه فکرونو په لوي سمندر کې لاهو شو، کله به ورته په کلي کې د خپلو همځولو لوبې سترګو ته ودريدې او  کله به ورته هم د خپل  پلار څپيړه... ، په همدې  چرتونو کې ډوب و  چې  خو ب  پرې خپلې وزرې وغوړولې . ورو يې يوه وړه  تيږه سرته کيښوده اوپه کراره کراره  په درانه خوب ويده شو 
.غرمه مهال چې  له خوبه راپورته شو . په بيړه يې د خپلې غوا په لور وکتل ، خو  له بده بخته د غوا درک نه و. د ليوني غوندې يې کله يوې
خوا او کله بلې خوا منډې ووهلې  خو بيا  يې هم درک ونه لګيده .
 ډير وارخطا شو ، حيران و چې څه وکړي د غره نه سمې ته راښکته شو  په لويه لار کې ودريده ، ديوه او بل نه يې يوازې همدومره پوښتل :   
_ ماما زما غوا دې نه ده ليدلې ؟
خو هر چا به ورته  بس همدا خبره کوله :
_  نه وراره ګله ، نه مې ده ليدلی .غله ډير دي چا به درنه پټه کړي وي 
انار ګل له ډيرو پوښتنو او ګيګنو وروسته په دې باوري شو چې غوا يې په رښتيا هم چا پټه کړې ده ، اوس نو په دې چرتونو کې لاړ چې کورته لاړ شي که نه ؟ 
که لاړ شي او  پلار يې خبر شي چې انارګل نه غوا ورکه شوي   څه به ورته وايي ؟،
په   همدې  کشمکش کې را ګير و او ځانته يې د حل لاره لټوله .
د بلې خوا  يې مور په کور کې ډيره نارامه وه ځکه  د لمر سترګه په ډوبيدو وه او د انارګل در ک نه و ، په وار خطايې له کوره راووتله ، مخامخ يې هغې لارې ته وکتل ، په کومه به چې هره ورځ انارګل  د خپلې سرې غوا سره يو ځای د کو ر په لور رروان و . 
په انتظا ر  انتظار کې  د ماښام تياره را خوره شوه او د انارګل پلار هم په جومات کې  د ماښام د لمانځه  نه وروسته  خپل کور ته راستون شو . د کلا په لويه دروازه کې  ښځې په   وار خطايې او د د ژړا نه په ډک  غږ ورته وويل : 
 _ سړيه انارګل زوي مې نه راغلی ، خدای دې خير کي ،   څه به ورباندې شوي  نه وي ؟ 
د انارګل پلار په حيرانۍ وويل : 
 _ ښځې دا څه وايې ، غوا هم نه شته او انارګل هم ؟ 
ښځې يې په داسې حال کې چې خپلې اوښکې يې د زړوکي په پيڅکه پاکولې ، د هو ځواب ورکړ او زياته يې کړه   : 
 _  هله ژرکوه سړيه ! د ځمکې نه وي که د اسمان نه ، زوي  مې  را پيدا کړه ! 
د انارګل پلار په بيړه د ځان سره لګيدلی لاټين واخيست او له کوره ووت ، د څو تنو ګاونډيانو په مرسته يې لومړی د غره لمنې تيږه په تيږه او ناو په ناو  وکتلې ، بيا يې  په کلي کې ديوه او بل د کور دروازې وټکولې خو هيچا  د انارګل درک ورنه کړ .
 نيمه شپه  په خواشينۍکورته راستون شو ، خوب يې له سترګو الوتی و  تر سهاره يې شپه په ويښه تيره کړه . د غم  شپه چې سهار شوه ښځې د ژړا نه په ډک  غږ وويل : 
 _ سړيه !  رڼا ځمکې ته رالويدلې ده  ، نور نو په کور کې د کيناستو وخت نه دی ، چابکه لاړ شه ، د زوي مړی ژوندی مې پيدا کړه 
د انارګل پلار په داسې حال کې چې تګ ته يې ځان جوړاوه  وويل :  
 _   په تګ به لاړ شم خو ځمکه او اسمان مې دواړه  لټولي،  نور نه پوهيږم څه وکړم  او چيرته لاړ شم  ؟
د همدې خبرې سره سم له کوره ووت . ټوله ورځ  يې بيا هم په ګرځيدو ګرځيدو تيره کړه خو د انارګل هيڅ پته ونه لګيده . 
د ورځې په اوږدو کې  د کلي ښځې ، ماشومان ، سپين ږيري او ځوانان ټول د انار ګل له ورکيدو نه خبر شول ، چا به ويل 
_ کيدای شي خوارکی  په غره کې  ليوانو خوړلی وي  
چا به ويل :
_ کيدای شي له کوم کمره نه لويدلی وي او په غره کې مړ پروت وي 
 لنډه دا چې هر چا به له خپله انده بيلابيلې تبصرې کولې خو هيڅوک  په رښتينې توګه نه پوهيدل چې  په انارګل به څه راغلي وي . 
 دوه درې ورځې تيرې شوې خو بيا هم د انارګل درک ونه لګيده .  د هرې ورځې په تيريدو د هغه د مړينې خبره له اوازو څخه د حقيقت په لور نږدې کيده . له همدې امله  به ډلې ډلې کليوال   د غمرازۍ له پاره راتلل او د انارګل  پلارته  به يې ، د تسليت او ډاډ ګيرنې په څنک کې فاتحه هم ورکوله  .
يوه ورځ د کليوالو په منځ کې يوه تن  د خبرو اترو په ترځ کې دانارګل پلار ته وويل : 
 _ماما ! نا اميده کيږه مه  ، که زما منې لاړشه يو ځل يې د ښار په روغتونونو هم وګرځه ، خدای مه کړه که څه ورباندې شوي وي او کوم خيرخوا بنيادم هلته رسولی وي .
د انارګل پلار چې دا خبره واوريده يو څه په فکر کې ډوب شو کله چې د راغلو ميلمنو نه وزګارشو نو اوکور ته ننوت نو د خپلې ميرمنې  سره يې دا خبره  شريکه کړه . ميرمنې ورته په ژړغونې غږ وويل :
_  د انارګل پلاره  ته لکه چې سودايي شوې يې، ښار چيرته او انارګل چيرته ،  په انارګل چې هره ټکه راغلې په همدې کلي کې ده ، لاړ شه ، بيا يې ولټوه بيا يې ولټوه ، هرو مرو يې مړی  ياژوندی  پيدا کيږي ...  
دانارګل  پلار  په دې پوره باوري و چې نور يې نو زوي په کلي کې نه شته ، له کوره يې رخصت واخيست او  نيغ د  ښار په لور  وخوځيده ، ماسپښين مهال ښار ته ورسيده، لومړی يې د ښار پهعيدګاه جومات کې لمونځ اوبياد ښار  لوي روغتون ته ورغی .
د روغتون په دروازه کې يې ، د روغتون د يوه کارکونکي نه ، د لا وارثه مړي ،  ژوندي پوښتنه  وکړه  ،  هغه لاس  نيولی د ځان سره بوتللو او د يو  ماشوم کټ  ته  يې ودرولو .د روغتون کارکونکي  ورو ورو دماشوم له مخ نه څادر پورته کړ : 
د انار ګل پلار  چې  ما شوم وليد ،  سمدلاسه  يې په زوره چغه کړه :
 _  اخ ! دا خو زما زوي انارګل دی  ...
د روغتون کارکونکي د ډاډګيرنې وروسته ورته  وويل  : 
_ کاکا ښه دی چې راغلې ، ستاسو ماشوم لا پرون په حق رسيدلی خو داچې وارث يې نه  و معلوم موږ د تر ننه پورې ساتلی دی  ، تاسو کولی شی اوس  دخپل ماشوم زوي  ځنازه يوسی. الله دې وبخښي  ! او تاسو ته دې الله د زړه صبر درکړي 
د انارګل پلار په ژړا ، ژړا سورې او نارې پيل کړې  :
_   نه نه ، تر هغو يې ځنازه نه وړم ،  څو مې د خپل زوي قاتل نه وي پيدا کړی ، هله ژرکوی ، ووايې ، ووايې ! زما زوي چا ژوندی  په اور کې سيزلی ..... زه به دخپل زوي قاتل  ژوندی پرې نه ږدم ...
دروغتون کارکونکي په ډيره ارامه لهجه ورته  وويل : 
 _ کاکا ستاسو زوي  په لومړی ورځ خبرې کولې شوې  . موږ ورنه  دسوزيدو د علت  پوښتنه وکړه : هغه راته په ځواب کې  داسې وويل : 
_  غوا مې د غره لمنې ته د څر له پاره بيولې وه ، هغه رانه  هلته چا پټه کړه  د پلار له ويرې کور ته نه شوم تللی ، بله  چاره مې نه لرله ، له مجبورۍ ورځې مې ځان ته اور واچاوه چې ناڅاپه  يو کس راغی ، له مانه يې اور مړ کړ او زه يې په خپل موټر کې نيم سوی د ښار دې روغتون ته  راورسولم
انجنير ستانه مير زهير
نوټ : له دى كيسى نه كندهار ملي تلويزون كى تلويزوني ډرامه هم جوړه شوى وه

 

-
بېرته شاته