(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بابا په کور کې

[15.Nov.2016 - 11:15]

د بابا په کور کې گل خان 
لیک: ډاکټر فیض محمد ځلاند

د ای ایس ای په مټ جوړ شوی، د پنجابي تلویزون چې د ویاړلي (خېبر) نوم یې پرې بدرنگ کړی، تل یې د لوی افغانستان په خلاف دسیسو، پروپاگند او سپکو، سپورو ته کار ویلی دی. په دې وروستیو کې  د اسفندیار ولي خان له ځوی ایمل اسفندیار سره مرکه کړي چې دې (ماشوم گل خان) په کې د پښتون بابا (فخر افغان) او خپل نېکه ولي خان د نظریې، تگلارې او اند په خلاف داسې اوتې بوتې ویشتلي چې د گڼو ځوانانو، د لوی افغانستان د مبارزو حوصلې یې را تنگي کړي دي.

خېبر تلویزون د اگست په څوارلسمه د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې جشن په لوی لاس په پښتنو منلو ته لار هواره کړې، گڼ پښتانه هنرمندان یې په کې په دې نامه کینولي چې گواکي پښتو ژبې، کلتور او فرهنگ ته به گډ کار کوو، حال دا چې دوی غواړي پښتنو د پاکستان د چوکیدار په توگه نړۍ او سیمې ته وړاندې کړي.

د خېبر تلویزون د پښتونخوا له گل خانیانو ډک دی، گل خان د پښتونخواه هغه کرکټر دی چې د پنجاب چوکیدارۍ او مزدورۍ ته یې د ژوند تر ټولو ستر رسالت او کار ویلی دی. گل خان د پنجاب د هر امر تابعدار دی، گل خان د خپل د پلار کور افغانستان دښمن پښتون دی چې د پاکستان په استخباراتو، پوځ او حکومت کې د پاک سرزمین ترانې ته لاس په نامه ولاړ وي، گل هغه پښتون دی چې بریتونه غټ کړي، نو ځان ورته نر ښکاري او بیا د لاهور په هیرا منډه‌يي کې لکه سخوندر شخوند وهي. گل خان هغه تعلیم یافته پښتون دی چې د اسلامیه کالج، پیښور پوهنتون او د پاکستان په حکومت کې د پنجاب هر سرکوزي ته یس سر، یس سر ناره په خوله راوړي، په اردو ویلو ځان ورته متمدن او په پښتو ویلو ورته ځان سپک ښکاري، گل د پښتونخوا د خپلواکۍ، د لوی افغانستان د مسوولیت او د ازاد پښتون دښمن دی. گل خان د پنجاب پیداور دی چې ورځ تر بلې ځان په یو نوم او بل نوم شرموي.

گل خان یواځي په پښتونخواه کې ژوند نه کوي، گڼ گل خانیان نن سبا په کابل، ننگرهار، خوست، کندهار، هلمند، کندوز او د افغانستان په گڼو سیمو کې ژوند کوي، دا گل خان د پښتونخواه د گل خان په پرتله ډیر مضر او خطرناک دي، ځکه دا گل خان د پښتنو د اصلي ټاټوبي افغانستان په زړه کې د لوی افغانستان له داعیې او مبارزې سره دښمنې کوي، دا گل خان د پښتونخواه پښتون ته د پاکستاني په سترگه گوري، د لوی افغانستان دعوه ورته بابېزه او بیځایه ښکاري، پاکستان ورته له تورخمه پیلیږي، دا گل خان د پیښور افغان ورور پردی گڼي، دا گل د پاکستان سره د ښو اړیکو په پلمه غواړي د ډیورند کرښه په رسمیت وپیژني، د دې گل خان کار په کابل کې د سیاسي مصلحت تر نامه لاندې ملي خیانت ته زړه ښه کول دي، دا گل خان د مضر احتیاط تر نامه لاندې د پښتو قدرمنې ژبې په ستونې پښه ږدي، دا گل خان دري ـ فارسي ویل ورته ویاړ او پښتو ویل، لیکل او پالل ورته تعصب او سپک کار ښکاري، دا گل خان ډیر خطرناک دی، ډیر مضر، ورځچاری، ځانچاری، مړغوږی او ټټر دربی دی.

خو زه راځم نیغ په نیغه د اسفندیار ولي خان او په لویه کې د عوامي نشنل گوند باندې غږ کوم چې له تاسو څخه دا تمه نه کیده چې په دې غټه قواره دې  گل خان په کور کې را لوی کړي، د پښتون په ټبر کې د دې داسې اضافه وکړي چې پښتون ولس پرې وشرمیږي، دا تمه ترې هم نه کیده چې د ایمل خان په جامه کې به گل خان افغان ولس ته وړاندې کوي، داسې کورنۍ چې په کابل، ننگرهار، پکتیا، خوست او کندوز کې د فخرافغان (باچا خان) په فکر او اند سر ورکوي، هره ورځ یې په نوم ټولنې، بهیرونه، ښوونځي او حتی پوهنتونونه جوړوي، د فخر افغان په  کورنۍ کې د داسې خام، ساده او گل خان را پیدا کیدل په ریښتینې توگه د بابا له فکر، زیار او جد وجهد سره ظلم او په پښتون ملتپالو پورې خندا ده.

اسفندیار ولي خان او دارنگه د عوامي نشنل پارټۍ (گوند) مشرانو او کشرانو ته په کار دي چې د ایمل خان د دې ستغو سپورو (ښکنځلو) بښنه له ټولو پښتنو ملتپالو وغواړي، او سر له ننه دا گل خان پرینږدي چې په کومه غونډه، کانفرانس او یا هم مرکې کې گډون وکړي، مخکې له دې چې دا  گل خان د بیا ځلې د پاره له کوره را بهر شي، باید ښه وروزل شي، د با چا خان کتاب (زما ژوند او جد و جهد) د ولي خان کتاب (ریښتیا، ریښتیا) دې پرې حفظ کړي او بیا دې د سیاست ډگر کې خاپوړي وکړي، که دا کار نه کیږي، نو اسفندیار ولي دې خپله پارټي تر چارسدې  محدوده کړي، که نه له چارسدې بهر به یې پښتانه داسې میلمستیا وکړي چې انگریزان او پنجابیان به یې هیر شي.

قدرمنو پښتنو مبارزو ځوانانو!

د گل خانیانو رسوا کول، سپکول او چغه کول زموږ ملي دنده او مسوولیت دی، دوی چې په هر کور، ټبر او کهول کې را پیدا کیږي باید له افغانې ټولنې لرې وساتلی شي، د دوی له دسیسو پرده پورته کړو، د سپکو سپورو ځواب یې باید ووایو او د دوی په وړاندې په ډگر مبارزه وکړو، د لوی افغانستان رامنځته کول، زموږ د ټولو د ژوند موخه او د جد و جهد وروستی پړاو دی، موږ به دا اغزن مزل په گډه تر مرگه وهو!!

اې جنونه د شرابو اې بابا د لېونو
دا مغروره سر مې ټيټ کړو بې‌غېرته پښتنو

یا رب توفیق!

-
بېرته شاته