(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دشهریار د پوسټ

[15.Nov.2016 - 11:19]

ارباب حمدالله
د کوزې پښتونخوا یو ملګري شهریار صیب ته مې د هغه د یو پوسټ په اړه داسې جواب لیکلی دی تاسو ورته دعوت کومه چې په سړه سینه یې ولولئ، 
ښه زما ګله روره، اول خو درته سار په خیر وایم. هیله ده چې کور کلي ته به مو قلاري وي. را به شم ستاسو دغه خبرې ته چې غواړئ د ایمل په دفاع کې مو د خپلې وینې د قربانۍ خبره کړې ده، نو زما ګرانه قرباني خو پښتون قام دا څو  پیړۍ کیږي چې ورکوي یې 
خو 
توجارت پې تش په نامه پښتنو او د پښتون قام دښمانو وکړو. زه په دې خبره کې هڅ شک نه وینم چې تاسو او ستاسو په څیر په زرونو ژمن په قام او وطن (افغانستان) مین پښتانه دغلته ژوند کوي او هره ورځ د خپل ولس د فکري رغونې لپاره د هرې مثبتې لارې کوشش کوي. خو دا هم باید تاسو راسره ومنئ چې ګلخانان هم پکې ډیر دي چې یو مثال یې د ایمل دی، د هغه دغه شعوري ویډیو چې د فخر افغان باچا خان بابا رح ښکاره سپکاوی یې پکې کړی دی، د افغانانو سپکاوی یې پکې کړی دی، ته او خدای چې دا انصاف دی چې ایمل خان او ورته نور تش په نامه پښتانه به ډاګه وایی چې که افغانستان راشي نو مونږ د پاکستان دفاع کوو؟! چیرته دي د دوئ هغه د مشرانو خبرې چې لر او بر یو افغان او مونږ افغانان یو او مونږ سره ظلم روان دی او زمونږ صوبه محکومه ده او زمونږ په وسایلو بنجاب خیټه اچولې ده؟! چیرته دي هغه د جلسو چغې او کوکارې چې د ایمل مشرانو به لر بر ته وهلې،هن؟! د ایمل په دغه ویډیو د ډیرو پښتنو زړونه دردیلي دي او د قامپرسته ګوند نه یې نور هم زړه تور شو چې دوئ ولې دغه رنګ کارونو ته مخه ورکوي. یا خو دې سپینه خبره وکړي چې قامپاله ګوند د پنجاب د خوشالۍ په خاطر او د راتلونکې صوبايي حکومت د خپلولو په خاطر دا رنګه اظهارات کوي ترڅو ځانونه پاکستانیت ته ژمن ښکاره کړي او که داسې نه وي نو بیا دې مهرباني وکړي خپل د کلونو کړی سیاست دې په دغه رنګ خبرو په بِګ سکرینونو نه خرابوي. نو تاسو چې په سوشل میډیا کې د لر بر پښتون کوم غبرګون ویني دا یو حقیقت دی او باید د دغه رنګ خبرو نه په راتلونکې کې په کلکه مخنیوی وشي. 
دویمه خبره چې ده هغه دا ده چې مونږ بلکل تاسو ټولو لر پښتنو ته تر ډیره حده ملامته یو، ځکه که ورانه ده نو د ابا نه ده. که لر پښتون چې د افغان د فکري وجود یوه لویه برخه ده، د فرنګي په وخت کې په څو برخو کې غوڅه شوه نو دا هم زمونږ د بر پښتون د لاسه، مونږ دغه رنګ یو غلط کار ته هڅ دلیل نه لرو او نه یې ورته لټوو. دویم د ډیورنډ د کرښې راښکلو نه روسته څو څو ځلې دا فرصت افغان حکومتونو ته په لاس ورغلو چې د یو ازاد پښتونستان خوب رښتیا کړي خو بیا هم مونږ ناغیړي وکړله او لر پښتون مو یواځي پریښود. مونږ دا هم منو چې فخر افغان بابا رح او د هغه بلا شی نورو ملګرو د لر بر د فکري یو والي او په ټوله کې د پښتون قام د فکر نه د تشدد د کلتور د ختمولو لپاره او د یو اوږدمهال سیاسي مهم لپاره کار شرو کړی و خو نه یواځې دا چې لر پښتون او په ځانګړې توګه قامپرستو په ځی د دې چې د بابا رح فکر ته سیاست وکړي بلکې برعکس یې د هغه په فکر یې سیاست وکړو او نن یې حال زمونږ د ټولو په وړاندې دی. په دغه برخه کې بیا هم بر پښتون غلی پاتې شو او د بابا رح د فکر خپرولو لپاره یې هڅ هم وه نه کړل، او د ملامتئ احساس کوو. 
په ډغه ټول جیریان کې، هم په لر او هم په بر، ګل خانان را وټوکیدل چې ځینې یې لا هم په غیر شعوري توګه لګیا دي او ځینې یې د یو او بل له لورې ګمارل شوي د ي چې نفرتونه خواره کړي او زمونږ په خاوره او په نوي نسل کې د تشدد خپرولو ته لمن او وهي. 
خه نو په داسې یو بهراني حالت کې څه کول پکار دي؟! وس په دا شته افغانستان کې مونږ د غربت، سیاسي جنجالونو، پښتون، تاجک، ازبک او نورو اقوامو په سر د ځینو سیاسي ټیکه دارانو له لاسه د تعصب په نوم په یوه ډیره ناولي لانجه کې را ګیر یو. ترڅنګ یې هره ورځ افغانان او په ځانګړې توګه د پښتون پچي وژل کیږي. څوک ورته کولیټرل ډیمج وايي، څوک ورته د پنجابي مزدور وايي او څوک ورته د امریکي غلامان. خو د ورځ په اخره کې زما او ستا ورور وژل کیږي او دغه روانې وژنې ته مونږ د پښتون قام د نسل وژنې یا ختمولو پروګرام ویلی شو. 
زمونږ د افغان حکومت تر دې دمه هڅ داسې کوم سیاسي دریځ واضح نه شو چې دوئ په اصل کې څه غواړي؟! ایا دا نعره کافي ده چې لر بر یو افغان دی، او د ډیورنډ کرښه نه منو؟! بلې خوا ته افغان حکومت په خپله همدغه خاوره چې دعوه یې لري، کې خپل سیاسي حضور لري، لکه د پېښور او کوټې قونسلګریانې، دویمه دا چې افغان حکومت د ډیورنډ په کرښه سرحدي امنیتي ځواکونه ګمارلي دي، چې دا هم په خپل ذات کې دا تسلیمول دي چې ډیورنډ زمونږ پوله ده. زمونږ ستونزه په بر افغانستان کې دا ده چې اول مونږ دا خپل شته تش په نامه سیاسیون په دې خبره پوه کړو او ترڅنګ عامه ذهنیت هم راجوړ کړو چې که د لر بر او لویې افغانستان خبره کول وي په لومړې قدم کې باید په پېښور او کوټه کې سیاسي نماینده ګیاني وتړي، دویم دا چې په ډیورنډ پرتو افغان ځواکونو ته د سرحدي په ځی بل کوم ولسي نوم ورکړي. له هغې وروسته باید افغان حکومت په پارلمان کې د محکومې پښتونخوا لپاره خالي چوکئ پریږدي ترڅو لر پښتون ته دا پېغام ورسیږي چې منږ محکوم یو او په خپل پلرني وطن کې خپل سیټونه لرو. بله مهمه خبره لر پښتون ته د افغان تذکرو ویش دی چې دا هم ډیره خواري غواړي ځکه دلته په بر وطن کې د دې شته نورو قورمونو ټیکه داران زمونږ سره افغان نه مني نو کوزنو ته تذکره ورکلو خو لا لرې خبره ده. خو کوشش به کول وي او دا کار زمونږ د ژغورولو یواځینئ لار ده. 
نو مونږ به خپل کوشش جاري ساتو او د دغه پورته ذکر شویو خبرو په اړه به د هر پرامنه لارې خپل غږ پورته کوو. 
له تاسو نه یوه هیله لرو چې بلکل په خپل جب کې پاکستانی شناختي کارډ وګرځوۍ ځکه دا وس یومجبوریت، بلکل پاکستاني سیاسي چوکاټ له مخې انتخابات وکړئ او دغلته چې د پاکستان حکومت ستاسو لپاره کوم قوانین وضع کړي دي د هغې سره خپل مزل وکړۍ. 
خو
دا هم په یاد ولرۍ چې تاسو د پښتون قام او په  ټوله کې افغانان یاست او کله هم چې ولس ته د جلسو او میډیا کې خبرې کوئ نو دا خبره وکړئ چې مونږ پښتانه افغانان یو او زمونږ پلرنی کور افغانستان دی. باقي مونږ ستاسو په ستونزو ښه پوهیږي او درک کولی شو. دا چې یو نیم برني ګل خانان یا خکتني ګل خانان د نفرتونو ډکې خبرې کوي په هغې به خپل عکس العمل ښکاره کوو او مخه به یې نیسو. 
اخيري وړانديز مې لر او بر پښتون ته دا دی چې راځۍ په هر شکل چې کیږي په ولسي کچه خپل تګ راتګ که هغه په شناختي کارډ وي که په پاسپورټ او که په ماجر کاډ، جاري وساتو د یو بل مړي ژوندي له ورشو، د یو بل سره د علما کرامو، شاعرانو، سندرغاړو، کولالانو، انځورګرانو مړه ویم چې د ژوند هره شعبه وي، سره د تګ راتګ اړیکه ټینګه کړو او کله چې هم خپلو لویو اهدافو ته لاره برابره شي نو بیا به مونږ په نړیواله کچه دا غږ پورته کړو چې کوزه پښتونخوا زمونږ د وجود برخه ده او مونږ یې غوښته کوو. تر هغې تاسو دغلته فکرونه ورغوۍ او نفرت خورولو نه تیر شي او دلته به مونږ خپل کوشش جاري ساتو. 
په دې به یې درته خلاصه کړم چې ای زما پښتونه روره/خورې
مینه په تلو راتلو زیاتیږي
کله راځه کله به زه درځم مینه 
مننه 
حمدالله ارباب
بره پښتونخوا، افغانستان

 

-
بېرته شاته