(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د جهاني توبه!

[18.Nov.2016 - 07:15]

لیک:ډاکټر ځلاند
عبدالباري جهاني صیب د افغانستان هغه ادبي سټه ده چې ډیر کم افغانان به وي چې له  (غږ) او (شعري) ذوق سره یې بلد نه وي.  جهاني صیب نیمه پیړۍ (پنځوس کاله) د پښتو ادب چوپړ کړی، چې په دې برخه کې یواځې د شعر برخه نه ده بډایه کړې، بلکې نظم، نثر، ژباړې او د نړیوال ادب پیژندگلو یې پښتون ـ افغان ځوان ته کړي. جهاني صیب د اوسني پېر د ادب د ستوري ویاړ لري، له دې امله هم له جهاني صیب ډیره گیله کیدی شي، ځکه چې د دومره وړتیا، کار او زیار تر څنگ څنگه جهاني صیب دومره وخت پیدا کړ چې د سرکار (د ملي وحدت د حکومت) په دربار کې لاس په نامه ودریږي.

د درېیمې نړۍ سرکار تل په خوشباش، چاپړوسۍ، بوټپاکۍ، فساد، قاچاق او تربگنیو ولاړ جوړښت وي، چیرته چې د بهرنیانو نظامي شتون، د هغوی مالي او اقتصادي پانگونه غوښنه وي، هلته ملي مشرتابه، ملي گټې، ملي هویت، ملي غرور او برم خوار وي، هلته ملت د غلو، فاسدو، مافیایي کړیو په لومه کې گیر وي، جهاني صیب له دې حقیقتونو څخه بې خبره کس نه دی، د جهاني صیب سیاسي لیکنې له دوزره یو کال څخه زه څارم، ډیرې په حقیقت ولاړي او د روان سیاسي، ټولنیز او حتی اقتصادي حالت څخه ښه ارزونه لري، حتی په وروستیو شعري ټولگو کې یې هم که شعري پنځونې، فکر، خیال مطالعه شي د همداسې کړاو او کرب څخه ډک دی، خو دا چې ولې له ډاکتر غني سره کار ته زړه ښه کړ؟ څه وشول چې جهاني صیب وهڅیده چې له یو ملي شخصیت څخه  ځان تر وزارته محدود کړي؟ کیدی شي په نژدې راتلونکې کي جهاني صیب په اړه سپیناوی وړاندې کړي، د استعفا د لایل په څرگندونو کې گڼو ترخو حقیقتونو ته اشاره کړي ده، چې دلته یې زه یو دوه ترخې بیلگې را وړم:

جهاني صیب لیکي: «کله چي یو څوک یا ورسپارل سوې وظیفه سرته ونه رسولای سي او یا د خپلو پلانونو د عملي کولو په لاره کي خنډونه لیري نه کړای سي. د داسي یوه شخص لپاره، چي زما غوندي په ناروا د جېبونو د ډکولو او پیسو ذخیره کولو نیت ونه لري او اولس او ټولني ته هم د خیر رسولو صلاحیت ورڅخه اخیستل سوی وي نو استعفا لازمه او شرافتمندانه لاره ده.»

په پورته برخه کې جهاني صیب د حکومت مشین، د ارگ اوسنی جوړښت په ډيرو روښانه ټکو په فساد کې ښکیل، اداري او مالي فساد په کې د کلتور او ورځنۍ چارې په توگه را پیژني، د جیبونو د ډکولو او پیسو ذخیره کول د ارگ میشتو په اړه د حاکم فکر او کلتور په توگه راپیژني، چې دا بدمرغه حقیقت ورځ تر بلې په افغان حیثیت ملنډې وهي، ورځ تر بلې د افغان میړني ولس معاصر سیاسي تاریخ او کلتور سپکوي. په اخر کې د «شرافتمندانه لار» کلیمه ډیر څه لیږدوي، په دې مانا چې که څوک د خپل شرافت، عزت النفس، درنښت په لټه کې وي، ښه لار ورته د ملي وحدت له حکومت څخه د وتلو ده، کنه خدای مه که سپینه جامه په کې داغداره کیږي.

په بل ځای کې قدرمن جهاني صیب لیکي: «زما لپاره په وزارت کي د کار د پرمخ بېولو لپاره د یوه کاري ټیم د جوړولو اړتیا وه، خو د معینانو، کلتوري آتشو او رییسانو د ټاکلو یا تبدیلولو په برخه کي مي اکثره پېشنهادونه ونه منل سول او د وزارت په څه باندي یو نیم کال کي د جمهور رییس سره د خصوصي ملاقات کولو او هغه ته د خپلو مشکلاتو ویلو او پېشنهادونو کولو لپاره ایله څلور ځله د نیم نیم ساعت لپاره وخت راکړه سو؛ په داسي حال کي چي د هر ځل لیدلو لپاره مي درې تر څلورو میاشتو پوري انتظار وایستی.»
په پورته برخه کې قدرمن جهاني صیب د ډاکتر صیب غني د مدیریت د ډول په اړه بیخې نادره، له فساده ډک حقیقت ته نغوته کوي، په دې مانا چې د ډاکتر صیب غني په دفتر کې طرحې، پلان، ریښتینولۍ، کار، زیار او نوښت ته څوک په درنښت نه گوري، بلکې یو څو چاپړوسانو، بدرنگو او دوه رنگو کسانو خبیثه حلقه (Vicious Cycle) ته ورته چاپیریال په ارگ حاکم کړی، چې که کوم ژمن افغان د گران وطن د اوسنیو ستونزو د حل کوښښ کوي، نو دا حلقه یې لار تړي، غني ورته پام نه کوي، او کاري اغیزمنتوب تر سوال لاندې راځي.

اطلاعات او کلتور وزارت د افغانستان د معاصر سیاسي او ټولنیز جوړښت د رغونې په برخه کې ډیر کلیدي رول لري، افغانستان دا وخت د نوي استعمار له ډیرې خطرناکي بڼې سره مخ دی، د ایران کلتوري یرغل، د لودیځ د ترهې، ویرې او لودیځ کلتور د عامولو د دسیسو بریالی پرمختگ یواځي او یواځي د کلتور وزارت د غښتلي او پیاوړي مدیریت په پایله کې بې اغېزه کیدلی شي، خو کله چې له دې وزارت سره سطحي برخورد کیږي، په سپکه ورته کتلی کیږي، لکه جهاني صیب چې لیکي:

«جمهور رییس یا په لوی لاس او یا ښايي د خپلو غوړه مالو سلاکارانو په مشوره، چي ده د خپل جمهوري ریاست په سر کي له هغوی څخه د ژغورل کېدلو خواستونه کول، په ارگ کي دننه، د اطلاعاتو او کلتور د وزارت سره موازي ادارې جوړي کړي دي چي د وزارت ورځني کارونه یې نه یوازي څو چنده گران کړي بلکه وزارت یې عملاً فلج کړی او بې صلاحیته کړی دی. تر هغه ځایه چي زه معلومات لرم، د نورو اکثرو وزیرانو همدغه حال دی.»
د پورته حقیقت په لوستو باید په دې پوه شو چې ارگ په لوی لاس د پردیو دسیسو بریالیتوب ته لار اواروي، په لوی لاس له افغان کلتور او فرهنگ سره خیانت ته لار اواریږي او په لوی لاس د افغان معاصر سیاسي تاریخ د پردیو لمن ته اچول کیږي.

زما څخه شخصا په وار، وار غوښتنه شوي چې د ملي وحدت حکومت په چوکاټ کې دنده ترسره کړم، په دې اړه ما خپل سپناوی وړاندې کړی، په وروستیو کې را څخه د کلتور وزارت د فرهنگي مرستیال وزیر دندې د اجرا غوښتنه هم شوي، خو هر ځل چې راڅخه په حکومت کې دندې د ترسره کولو غوښتنه شوي، وجدان اجازه نه ده راکړي، ځان راته خاین او سپک معلوم شوی، جهاني صیب همداسې یو حقیقت ته د دوکلنې تجربې په توگه اشاره کوي:
«زما غوندي یوه وزیر لپاره، چي په ټول ژوند کي یې د یوې ذرې خیانت او اختلاس کولو خوب هم نه وي لیدلی، په دې شرایطو کي کار ته دوام ورکول چنداني ممکنه نه وه. که په وزارت کي لازم کارونه نه وي سوي، چي زه یقین لرم نه به وي سوي، نو اصلي او یوازینی علت یې دا وو چي زما لاسونه په مطلق ډول تړلي ول او د اجرآتو، او د تغییر او تبدیل په برخه کي تقریباً ټول صلاحیتونه یا ارگ او یا د اداري اصلاحاتو فاسدي ادارې راڅخه سلب کړي وه.»
د جهاني صیب د پورته سپیناوي مانا دا ده چې که یو څوک خاین په اختلاس او غلا کې ښکیل وي، کولی شي د غني په کابینه کې کار ته ادامه ورکړي او کنه دا امکان نلري چې پاک پاتې شي او وزیر یا د حکومت لوړپوړی چارواکی دې هم وي.

د پورته ټولو سپینو خبرو، حقیقت ویلو وروسته هم د جهاني صیب د توبې د منلو او ردولو واک او اختیار له افغان مظلوم ولس سره دی، که جهاني صیب په ریښتیا د ملي وحدت د حکومت د چور، تالان او بډو له حکومت څخه په تنگ شوی وي، د ولس په زړه کې خپل پخوانی عزت ساتل او بیرته را ټوکول غواړي، هیله ده چې ولس سره ټول حقایق شریک کړي، ولس تر څنگ ودریږي چې دا غله او داړه‌ماران رسوا شي او د گران وطن سیاسي معاصر تاریخ له چور، تالان او پردیپالنې وساتلی شي.

د جهاني صیب توبه، نورو هغو چارواکو ته درس او عبرت دی چې فکر کوي تاریخ به یې ونه بخښي، که د غلا، چور او تالان دندو ته یې ادامه ورکړه.
یا رب توفیق! 

-
بېرته شاته