(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قاتله زه او مقتوله هم زه

[24.Nov.2016 - 14:20]

قاتله هم زه او مقتوله هم زه. لنډه کيسه
لیکواله: نسيمه باري

نيمه شپه وه، د کور ټول غړي په خواږه خوب ويده ول، خو وږمې ته خوب نه ورته، له خپلي خوني راووته او د کور په غولي کي يوازي کښېناسته. په کور کي چوپه چوپتيا خپره وه، يوازي د چورچورکي اواز اورېدل کېده چي د وږمې له اسويلي سره به ګډ سو او يوه بې سوره نغمه به ځني جوړه سوه.  وږمې سترګي د اسمان خوا ته ونيولې، لکه غواړي چي له څوارلسمي سپوږمۍ سره د زړه خواله وکړي، خو سپوږمۍ غوږ نه ورته نيوه، بس يوازي يې د دې پر باړخوګانو د اوښکو ملغلري وځلولې.  وږمې پرله پسې اسمان ته کتله، کله چي يې سترګي وچي سوې، نو سر يې پر زنګنو کښېښود او له ځان سره يې وويل: مشرانو ښه ويلي دي چي ((څه کرې هغه به رېبې)).  ما خپله د ځان لپاره دا يوازيوالی غوره کړ، اوس د ګيلې حق نه لرم. د ژوند کولو حق هم نه لرم. بيا به يې اسمان ته وکتل، لکه له يو چا سره چي خبري کوي:  ګرانه ما کله غوښتل چې داسي دي وسي. کشکي خو داسي نه وای سوي، که زه لومړی پوهېدلې وای، نو داسي به نه پېښدل.

وږمې  له يوه کال راهيسي په دفتر  کي کار کاوه، په شعبه کي د اسد په نوم يو همکار هم ورسره و.  اسد له وږمې سره ډېر ښه چلند کاوه، نه يوازي دا چي خپل کارونه يې په ښه ډول کول، بلکي د وږمې په کارونو کي يې هم مرسته ورسره کوله.  اسد ډېري  لږ خبري کولې، که چا پوښتنه نه وای ځني کړې، نو ده چندان څه نه ويل، د همدې خوی له امله هغه ډېر دروند ښکارېده.  د دفتر ډېرو همکارانو غوښتل د اسد خبري واوري، خو اسد يوازي له وږمې سره خبري کولې او هغه هم چي په دفتر کي به نور څوک نه وه، پر رسمي خبرو سربېره يې د خپل شخصي ژوند په اړه هم د زړه خواله ورسره کوله. وږمې د دفتر له ټولو همکارانو سره په خندا او ورین تندي خبري کولې، خو اسد له دې چلند څخه ډېر خوشاله و، کله چي به يې د وږمې خوله له خندا ډکه وليده، نو زړه به يې باغ باغ سو.

 یوه ورځ اسد دفتر ته رانغۍ، کله چي په سبا راغی، نو وږمې د پخوا په ډول په خندا او مهربانۍ د هغه د نه راتلو علت وپوښت.  اسد اوږده ساواخيسته،  ويل تر اوسه مي په دفتر کي چا ته نه دي ويلي، زه يو ډول خطرناکه ناروغي لرم، حملې راباندي راځي او بې سده کېږم. کله چې يوه حمله راباندي راسي، نو څو ورځي مي سر درد کوي او سربداله  (ګنګس)  يم.  وږمې  چې دا خبري واورېدې، نو له  اسد سره يې خواخوږي پيدا سوه، تر دې وروسته به يې هغه ته د زړه ډاډ ورکاوه، هڅه به يې کوله چي خوشاله يې وساتي او لږ تر لږه د دې له خوا و نه ځورول سي. که څه هم دا ډول همدردي له اسد سره د کور غړو هم کوله، خو د وږمې همدردي د اسد پر زړه داسي لګېده لکه مرهم.

پخوا به اسد له وږمې سره د دفتر په کارونو کي مرسته کوله، خو اوس برعکس وږمې هڅه کوله چي د اسد د کارونو بار پر خپلو اوږو واخلي او هغه ته هيڅ ډول تکليف و نه رسېږي.  د وږمې دې ډول چلند د اسد پر صحي وضعيت خورا ښه اغېز وکړ، ورځ په ورځ يې ناروغي ښه کېده، يو وخت داسې هم راغی چي اسد بيخي روغ رمټ سو، د هيڅ ډول تکليف احساس يې نه کاوه. که څه هم څوک نه پوهېدل چي اسد به په کور کي څنګه وي، خو په دفتر کي به روغ جوړ و، په تېره بيا کله چي به يې وږمه وليده، نو سترګي به يې وځلېدې او  له خوشاليه به په کاليو کي نه ځايېده.

يوه ورځ وږمې د خپلي خواخوږۍ په لړ کي  اسد ته وويل چي ته بايد د درملني لپاره هندوستان ته ولاړ سې، وايي چي هلته ډېره ښه او ارزانه درملنه کېږي. په دې وخت کي د اسد مخ تک سور واوښت، لومړی يې په شعبه کي شاوخوا وکتله او بيا يې کښته وکتل، په رېږدېدلي اواز يې وويل: وږمې جاني زه به ولي هندوستان ته ځم؟ زما هندوستان او ډاکټر خو ته يې، کله چي ته دې شعبې ته راغلې يې، نو زما ناروغي يو مخ ورکه سوې ده.  وږمه د دې خبري په اورېدو له حيا څخه تکه سره واوښته، مخ يې بلي خوا ته واړاوه  او ځان يې په کاغذونو بوخت کړ، په شعبه کي چوپتيا خپره سوه، يوازي د دېوالي ساعت ټک ټک اورېدل کېده.

کله چي اسد کور ته ولاړ، نو ډېر نارامه و، له ځان سره يې هوډ وکړ چي سبا به وږمې ته خامخا وايي چي مينه درسره لرم او غواړم واده درسره وکړم. د اسد خبره سپينه وه، خو د نارامۍ علت دا و چي وږمه به څه ځواب ورکوي؟  که د  (نه )ځواب ورکړي دی به څه کوي؟  تر سهاره يې په زړه کي کرل او رېبل چي دفتر ته د تګ وخت راورسېد.  نن اسد تر پخوا ډېر خوشاله و، نن يې د پخوا په پرتله په ځان هم ګوته وهلې وه، نوې دريشي، عطر  او له خوشاليه ډک ورين تندی يې هغه څه وه چي د هر چا پام يې ځان ته وراړاوه.  بس د خوشالۍ کار و، له اسد څخه د رسمياتو وخت هم هېر سوی او نن دفتر ته يو ساعت وختي ولاړ، هغه ته يو ساعت لکه کال دومره اوږد سو، دوې سترګي يې د شعبې د دروازې پر لور څلور سوې، څو واره له شعبې راووت او بيا به بيرته ننووت، که د اسد دا حرکات هر چا ليدلی وای، نو فکر يې کاوه چي نن خامخا څه نوې خبره سته. د انتظار شېبې پای ته ورسېدې او وږمه  شعبې ته راننوته. اسد چي مخکي لا د وږمې په درناوي کي پر خپل ځای ولاړ و، تر ستړې مسي وروسته کښته وکتل او وږمې ته يې کرار وويل: وږمې جاني نن يوه نوې خبره درته کوم. وږمې  فکر وکړ لکه چي بيا د پخوا په شان د خپلي ناروغۍ په اړه يو څه راته وايي، نو په خندا يې ورغبرګه کړه: هو اسدجانه مهرباني وکړه، نن ډېر خوشاله ښکارې، څه خبره ده؟  اسد لومړی شاوخوا وکتل، بيا د وږمې خوا ته څو ګامه وروړاندي سو، د هغې لاسونه يې په خپلو لاسونو کي ونيول او په بنده بنده ژبه يې وويل: زه ناروغ وم، له ژوند څخه مي تمه ختلې وه، خو ستا ميني زه جوړ کړم، تا ماته له سره نوی ژوند راکړ، زه اوس داسي فکر کوم چي بې له تا ژوند نه سم کولای، اوس تا ته دومره ځان نژدې احساسوم لکه زه چي وجود او ته مي روح يې، ايا زما سره واده کوې؟

وږمې ژر  له اسد څخه خپل لاسونه کش کړل او په درد يې وويل: ما ستا سره يوازي انساني خواخوږي کوله بس، خو ته داسي فکر کوې چي زه ستا سره مينه لرم ها؟ تا ته خو ځان درمعلوم دی چي څومره بده ناروغي لرې، خدای خبر چي ته به يو کال ژوندی يې که نه، زه دومره ساده درته ښکاره سوم چي له يو ناروغ او مړخوږک سره به واده کوم او خپل ژوند به په لوی لاس تباه کوم؟ اسده ته خطاوتلی يې، لږ له ځان سره فکر وکړه، پوه سوې؟  له دې سره سم وږمې  دسکول غاړي ته واچاوه او په چټکو ګامونو له شعبې څخه ووته

د اسد پر سترګو توره تياره راغله، ځای پر ځای کښېناست، سر يې په لاسونو کي ونيو، د وږمې دا جمله يې په ذهن کي پرله پسې تکرارېدله:  (( خدای خبر چي ته به يو کال ژوندی يې که نه، زه دومره ساده درته ښکاره سوم چي له يو ناروغ او مړخوږک سره به واده کوم او خپل ژوند به په لوی لاس تباه کوم؟)) اسد له ځان سره وويل: ما هغې ته رښتيا وويل چي زه او ته ډېر سره نژدې يو، دومره سره نژدې يو لکه روح او جسد، خو نن چي زه وږمې رد کړم، زما روح ووتله، زه نور مړ يم، سر له اوس څخه مړ يم.

اسد تر دې وروسته بيا دفتر ته رانغی. وږمه يو څو ورځي پر خپل توند چلند ډېره پښېمانه وه، خو وروسته يې ځان ته داسي ډاډ ورکړ:  که داسي مي نه وای ورته ويلي، نو څه مي ورته ويلي وای؟ ما خو له هغه سره مينه نه، بلکي يوازي انساني خواخوږي درلوده، توبه خدايه! په دې نړۍ کي عجيبه خلک سته، ته به له زړه سوي او خواخوږيه مرسته ورسره کوې، خو دوی به يې مينه ګڼي، ښه سو چي هر څه مي سپين ورته وويل، همدغه يې ځواب و.

څو مياشتي وروسته وږمې استعفا ورکړه او په يو بل دفتر کي يې کار پيل کړ. يو کال وروسته يې په يوه سيمينار کي  د خالد په نوم خپل يو پخواني همکار وليد، په خبرو خبرو کي خالد وويل: وږمې ستا زموږ همکار اسد په ياد دی؟
– هو یاد مي دی، دا پوښتنه دي څنګه وکړه؟
– هغه بېچاره خو مړ س
– څه شی مړ سو!  څنګه مړ سو؟

–  نور نه يم خبر، په فاتحه کي يې ورور ويل چي ډېره خطرناکه ناروغي يې درلوده، د چا زړه ته نه لوېده چي ژوندی دي پاته سي، خو د ژوند په وروستيو مياشتو کي سوکه سوکه ښه کېده، اخير بيخي روغ جوړ سو، ان دا چي ډاکټران حيران وه چي دومره خطرناکه ناجوړي څنګه خپله جوړېدای سي، ډاکټرانو ويل چي دا بيخي يوه معجزه ده، خو ناڅاپه بيرته ناروغه سو، له ځان سره به يې ژړل، خو چا ته يې څه نه ويل، ډاکټرانو ويل چي پخوانۍ ناروغي يې ښه سوې او بله ناروغي ورته پيدا سوې ده، په زړه کي يو پټ غم لري لکه مين سوی چي وي، تر څو معلومه نه سي چي پر چا مين سوی او معشوقه يې چېري اوسېږي او څه وايي، د دې ناروغۍ علاج امکان نه لري. ډاکټرانو او د اسد خپلوانو چي به اسد هر څومره وپوښت، هغه څه نه ويل، هغه و چي يوه ورځ يې مور سهار د خوب کوټې ته ورغلې وه، ګوري چي اسد مړ  پروت دی.

وږمې چي دا خبره واورېده، نو بڼه يې والوته، رنګ يې لکه زعفران  ژيړ واوښت، داسي يې وانګېرل لکه اسد چي يې په خپل لاس وژلی وي، د داسي درد احساس يې کاوه لکه خپل ځان چي په زړه کي په چاړه وهي، په زړه کي يې وويل: زه ډېره بدمرغه نجلۍ يمه، قاتله هم زه او مقتوله هم زه.

د اسد له مرګ څخه شل کاله تېر سوي دي، خو وږمه داسي فکر کوي لکه اسد چي نن مړ سوی وي، وږمه ببر سر ګرځي، ځان ته هيڅ پام نه کوي، اکثره وخت پټه خوله وي، خو کله کله بيا لکه لېونۍ له ځان سره خبري کوي، په لومړيو وختونو کي ډېري مرکې ورته راغلې، خو دې و نه منلې، هغه هره ورځ وايي چي قاتله هم زه او مقتوله هم زه. دا خبره که څه هم اوس د کوڅې د ماشومانو په خوله کي لوېدلې ده، خو کورنۍ يې اوس هم نه پوهېږي دا خبره څه مانا؟

-
بېرته شاته