(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوبونه پهـ ورغوی

[06.Dec.2016 - 19:18]

ننګيالی چې يؤ ځل مخ کړه پهـ يؤ لوری

 پهـ پښتنو کښې داسې شاعران دَ شمېر نه وتلی دی چې نهـ دَ شاعرۍ دَ قواعدو نه خبر دی اؤ نهـ ترې ځان خبرول ضروری ګڼی اؤ هر تن لګيا دے غزل ليکی اؤ ښهـ ډېر ئې ليکی ځکه چې هره مياشت درې څلور نوی کتابونه مارکيټ ته را وهـ ځی۔ دَ فېس بُـک دَ شاعرانو خو به هډو څهـ وايم نهـ ځکه چې هلته دا قسمه شاعران ډېر زيات دی۔

 دَ شاعر اديب دپاره لهـ ټولو نه اول دېو خبرې ته پام کول ضروری دی چې زما معاشره څهـ غواړی؟ دَ دې وخت تقاضی څهـ دی؟  کوم انداز خپلول پکار دی؟ دَ غزل کوم انداز چې دَ خوشحال بابا دَ وخت نه راروان دے نو هغه به اوس مفيد وی اؤ کهـ نهـ؟  ځان له يؤ خپل اُسلوب جوړول ضروری دی کهـ نهـ؟  اٰيا پښتو ژبې ته پهـ شعر کښې نوی عِلمونه راوړل پکار دی کهـ نهـ؟ دَ نورو ژبو شاعرۍ  پښتو ته را اړول ضروری دی کهـ نهـ؟ خو بدبختانه دې خبرو ته ډېرو لږو کسانو پام کړے دے چې شمېر ئې پهـ اوړو کښې دَ مالګې برابر دے۔
پښتو ژبې ته نور علمونه راوړل يؤ ګران کار دے اؤ زمونږ پښتنو يوه لويه خامی دا ده چې مونږ ډېر تن اسانه يو۔ زما پهـ دېو خبرو دې څوک خاطر نهـ درنوی خو مونږ سره دا وخت نثر ليکونکی دَ نظم ليکونکيو نه ډېر زيات کم دی ځکه چې نثر ليکل ګران کار دے اؤ زمونږ نوی زلمی دې ګران کار له اوږه ورکول نهـ غواړی۔ بيا پهـ نثر کښې تنقيد اؤ تحقيق خو دَ نِشت برابر دے ځکه چې پهـ کروړونو پښتنو کښې دَ شمېر نقادان اؤ محققين دا وخت موجود دی۔ دغسې دَ نورو ژبو نه علمونه پښتو ژبې ته را اړول هم دَ هر چا دَ وس کار نهـ دے، خواری، علم اؤ  پوهه غواړی اؤ پهـ دې مېدان کښې هم مونږ ډېر وروستو پاتې يو۔ 

اوس اوس دَ ښاغلی خيام يوسفزی کتاب ’’خوبونه پهـ ورغوی‘‘ مارکيټ ته راغلے دے۔ خيام يوسفزے زهـ پېژنم چې دَ وطن نه بهر مزدوری کوی خو دَ پښتو ژبې کوم خدمت چې هغوی تر اوسه کړے دے نو دَ هغې نه سترګې پټول صرف اؤ صرف يؤ حاسِد انسان کولے شی۔ پښتو ډاټ نېټ باندې چې هغوی کومه خواری کوی اؤ کوم دَ پښتو کتابونه ئې پهـ پی ډی اېف کښې پهـ دې پاڼه خوارهـ کړی دی نو هغه يؤ داسې کار دے چې دَ تعريف دپاره ئې ما سره الفاظ نشته خو صرف دعا ورته کولے شم چې الله دې ورله نور ژوند ورکړی چې دَ پښتو ژبې دا خدمت دغسې جاری وهـ ساتی.

’’خوبونه پهـ ورغوی‘‘ دَ خيام يوسفزی هغه کوشش دے چې دَ دوی نه وړاندې ورته هډو دَ چا خيال شوے نهـ وهـ عنی تعبير الرؤيا پښتو ژبې ته رامنتقل کول اؤ هغه هم پهـ نظم کښې۔ پهـ دې کتاب کښې هغوی  دَ خوبونو تعبيرونه دَ شعر پهـ ژبه بيان کړی دی اؤ دا هغه تعبيرونه دی چې زمونږ دَ علم التعبير الرؤيا لويو لويو امامانو کړی دی۔

دَ خوبونو تعبيرونه يؤ مُشکل اؤ ګران کار دے اؤ بيا هغې له دَ شعر جامې ورکول دَ هغې نه هم ګران وی خو زهـ ښاغلی خيام يوسفزی له مبارکی ورکوم چې پهـ دې کوشش کښې هغه کامياب شوے دے۔

هسې هم دَ ښاغلی خيام يوسفزی دَ نورې شاعرۍ  رنګ اؤ اُسلوب هم دَ کلاسيکی شاعرۍ  دے اؤ پهـ دې کتاب کښې چې دَ مثنوی پهـ هېئت کښې ليکلے شوے دے هم هغوی دَ کلاسيکی شاعرانو لمن ټينګه نيولې ده۔ زهـ دَ هغوی دا اُسلوب خوښوم خو دومره عرض کول ضروری ګڼم چې کهـ دَ مُشکل پسندۍ نه لږه ډډه وهـ کړی نو ښه به وی ځکه چې يؤ خو زمونږ دَ پښتو لُستونکی هسې هم ډېر کم دی اؤ بيا چې شاعرۍ کښې مُشکل پسندی هم راشی نو لُستونکی ئې نور هم کم شی ځکه چې پښتانهـ  سهل پسند اؤ تن اسانه دی۔ ښاغلی خيام يوسفزی ځينې ځينې ګرانو ټکيو ته لاندې پهـ حاشيه معنې هم ليکلی دی خو بيا هم داسې ډېر ټکی شته چې دَ هغو معنی هغوی نهـ دی ليکلی ځکه چې خيام صاحب ته به هغه ټکی ګران نهـ ښکارېدل خو دَ خپلو لُستونکيو دَ ذهنی سطحې نه لکه چې پوره خبر نهـ وی۔ زهـ يؤ ډېر کم عِلمه بنيادم يم  اؤ هر کله مې چې څهـ هم ليکلی دی نو دَ خپلې کم علمۍ اعتراف مې پهـ جار کړے دے۔ ’’خوبونه پهـ ورغوی‘‘ دا وړومبـــے جلد خو چاپ شوے دے اؤ ان شاء الله دَ دې نور جلدونه به هم چاپ کېږی خو دَ هغو جلدونو چاپ کېدو نه اول زهـ خيام يوسفزی صاحب ته دومره وئيل غواړم چې کوشش دې وهـ کړی چې ژبه اسانه کړی، پهـ دې کښې به هغهـ ته مُشکل ضرور وی خو هغه دَ رحمٰن بابا شعر دے:

ننګيالی چې يؤ ځل مخ کا پهـ يؤ لوری
 نور هېڅ نهـ وينی کوهے وی کهـ ګړنګ

 زهـ ښاغلے خيام ننګيالے ګڼم اؤ متوقِع يم چې هغوی به دَ دې کار نه پهـ شا کېږی نهـ اؤ دَ لوئی الله نه دَ هغوی دپاره اوږد عمر اؤ دَ دې کار دَ کولو توفيق غواړم۔ 

 دويمه خبره ورته دا کول غواړم چې دا تعبيرونه ډېر زيات دی ځکه چې صرف (الف) برخه هغوی پهـ  ۲۰۰ صفحو کښې راغُنډه کړی ده اؤ نور ټول حروف تهجی لا پاتې دی نو کهـ داسې دَ هر يؤ حرف نه يؤ يؤ جلد جوړ شی نو دا به اتويشت جلده شی چې مالی لګښت به پرې هم ډېر زيات راځی اؤ خيام صاحب ته به ئې ترجمه کول هم ګران پرېوځی۔ دَ دې وړومبی جلد دَ لُستلو نه پس ما محسوس کړه چې خيام صاحب دَ ځينې ځينې څيزونو طبی فوائد هم بيان کړی دی چې هغه دَ طب نامې برخه کېدے شی خو دَ تعبير رؤيا نهـ نو هغوی ته التماس کوم چې نورو جلدونو کښې دې دَ اضافی بحث نه ګرېز وهـ کړی اؤ صرف تعبير دې بيانوی نو داسې به دا ټول تعبيرونه پهـ يؤ څو جلدو کښې راشی۔

  کومو ښاغلو پښتنو چې دَ ترجمې کار کړے وی دَ دې اندازه هغوی ته لګېدے شی چې دَ نورو ژبو نه علوم پښتو ژبې ته پهـ شعر کښې را اړول څومره زړهـ چاؤدونکے کار دے۔ دا هنر هم غواړی، علم هم غواړی، لويه سينه هم غواړی، صبر هم غواړی، تحقيق اؤ تدبر هم غواړی۔ خو زما يقين دے چې ښاغلے خيام يوسفزے چې دَ قراٰن کريم اؤ احاديثو مبارکو عِلم هم لری  اؤ دغه بر ذکر شوی صفتونه هم پهـ کښې شته نو زما اميد دے چې الله به هغوی پهـ دې ګران اؤ مُشکل کار کښې سُرخرو کوی اؤ دَ پښتو جولۍ  ته به دَ خوبونو تعبيرونه ډالۍ کوی۔
مشتاق مجروح یوسفزے

-
بېرته شاته