(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دېوال سره خبرې

[06.Dec.2016 - 19:28]

د شاهین بونیري دېوال سره خبرې
لیک: زرلښته خان
د انسان د نورو انسانانو او خپل چاپېرچل سره د يو اغېزمن او مثبت تړون لرلو د پاره د خپل ځان پېژندګلو د ټولو نه مهم او ړومبې ضرورت دی.
 بنيادي خبره د خپلو (Roots) زېلو پېژندل دي، د خپل تاريخ، کلتور، ژبې او دود دستور نه باخبري (Sense of Belonging) د اړوند د احساس د پاره ضروري دي.
 دغه پېژند ګلو هر اړخيزه پکار وي، چې پکښې د خپل تاريخ، او قام د هرې ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډې خبردارې شامل دی که هغه ښه وي او که بد،  مثبت وي او که  منفي، غرض دا چې يوازې خوبيانې نه بلکې خاميانې او کمزوريانې به يې هم منل وي.کوم چې د اصلاح کولو او مخ په وړاندې تګ لپاره يو ضروري عمل دی.
ځکه خو د ځان پېژندګلو د ټولو نه وړاندې ده، چې ځان وپېژنې نو د جهان پېژندل اسان شي.
 که چرې دغه پېژند ګلو ونه کړی شي نو  (Identity crises) د هويت د بحران خطره راپېښېدې شي.
د ځان پېژندلو مطلب دا هېڅکله نه دی چې ګنې انسان دې د قام پرستۍ هغه افراطي او تنګ نظره فلسفه خپله کړي چې د نورو انسانانو او قامونو په ضد وي او يا په هغو ځان په څه نه څه شکل کښې د بر يا ښه ګڼلو او سپک نظرۍ سبب جوړېدی شي.
 بلکې دا پېژندګلو دې د بل انسان سره د مينې، خلوص، تحمل، برداشت اوصبر سبب وګرځي.  بيا د داسې قام پرست وينه په هر ظلم، ناروا او زياتي جوش وهي څوک چه خپل اواز يوازې د خپل ولس د پاره  نه بلکه د نړۍ د هر مظلوم انسان د حق د پاره پورته کوي.
د شاهين بونېري شمېر هم په هغه پښتنو کښې کېږي کوم چه په صحي توګه ځان پېژني، د خپل وطن د تاريخ، کلتور، ادب، جغرافيئ او سياست په اړه پاخه معلومات لري.
 که د خپل ولس سره په روان ظلم او بې انصافۍ ويرژن دې . نو ورسره  هغه خلکو له هم اواز پورته کوي کوم چه پښتانه خو نه دي  ولې د دې خاورې بچي دي او د صديانو راسې په دې زمکه ژوند کوي، هغه که د پښتون سره کېدونکې ظلم ژاړي نو د کېلاش، کوهستاني او چترالي د کلتور، ژبې، رواياتو او تاريخ ( Dards/Dardic) د ژوندي ساتلو د پاره غږ پورته کول هم په ځان فرض ګنړي. دا هغه مهمه خبره ده کومه چه د يو سوچه قام پرست/ بشر پرست او تنګ نظره تر مينځ بريد جوړوي.
شاهين بونېری په سينه کښې د صوفي زړه لري، د انسان غم ژاړي ، او پيغام ې د مينې، رورولۍ او مساواتو دې. په خپل ولس او وطن مئېن دې، ورته د راپېښو ستونزو او شخړو نه باخبره دې او د دغو راپېښو مصيبتونو د حل او د خلاصي ارمان هم لري.
ځکه خو که د امريکې په فراخه سينه ګشت وي او که د اروپا په ښائستونو ‌‌‌‌‌‌کښې اوږدې مزلې، ولې د هغه زړه د خپل وطن سندرې وايي.او د پښتونخوا د غرو لمنې، يخې چينې او چنارونه ابشارونه ې د خيال په پردو سوري خوروي. لکه د احمد شاه بابا نه به چې د پښتونخوا د غرونو سرونو د دهلي تخت هېروو، دغسې شاهين بونېري هم د سوات، دير، چترال او بونېر ښکلاګانې د چېک، بون، کېليفورنيا او روم او استنبول په نظارو نه بدلويۍ.
او چې کله د نورو هېوادونو قلارې، معاشي، اقتصادي خوشحالي او پرمختګ ويني نو خپل په وينو لمبېدلې وران ويجاړ وطن ې نوره هم ناقلاري زياته کړي.
او بيا په زرګونو ميله لرې ناست دا غم چڼي چې د کپل وستو (Kapilavastu) هغه خوبرو شهزاده چې دې خاورې ته د سولې، مينې او رورولۍ ‌‌‌‌پېغام راوړی وو، نن د وحشت په کاڼو ولې لګي؟
که يو اړخ ته یې د تخت بهائي په کنډرونو کښې د ژوبل جاپانې زلمې د ځان سره په ستنه وړونکې قيصه خوږوي نو بلې غاړې ته د چيک د شين سترګې پېغلې سره د خپلې مورنۍ ژبې د زوال غم ژاړي.
او بيا د رحمان او باچا خان په خاوره د روان وحشت او بربريت سلسلې ورباندې غونې راپاروي.
که يو اړخ ته یې د قدرت وربښلې شوو بېش بها خزانو په دې زمکه د پښتون په ګېډه نهر او په تن بربنډ بچې ژړوي نو بلې غاړې ته یې د پښتنو پېغلو سره کېدونکې ناروا د زړه دړد راپاروي.
“د دېوال سره خبرې “د خپل ځان سره خبرې دي، په کوم کښې چې شاهين خپل احساس ته ژبه ورکړې ده.  خپل زړه ته یې سر ورښکته کړی دی او د خپل ځان، خپل ولس او خپل وطن د درد قيصه یې په سوچه، سپېڅلو او
اسانو تورو کښې شريکه کړې ده.
که دېوالونه ځواب نه ورکوي خو غوږونه لري. د کتاب په پاڼو ليک دا داستان به مخ په وړاندې مزل کوي ، او د لوستونکي په شعوري بېدارۍ کښې به خپل کردار لوبوي.
ليک یې په ساده او اسانه ژبه کښې کړی دې. يو عام وګړي له پرې پوهېدل هېڅ ګران نه دي، او دغه د يو ښه ليکوال نښه
ده چې خپل غږ تر ‌‌‌‌‌‌ډېرو رسولو لپاره د ليک ژبه اسانه او ساده وساتي.
د پښتو ژبې ځولۍ له د يوې بېش قيمته ملغلرې وربښلو لپاره زه په ذاتي توګه د شاهين بونېري يو جهان مننه کوم.او بل کتاب ته یې سترګې په لار يم.

 

-
بېرته شاته