(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شیخ ملي يوسفزی

[17.Dec.2016 - 10:51]

شیخ ملي يوسفزی دیو سفزیو پښتنو مشر او دده دفتر
لیک: ډاکټر لطیف یاد
په سوات کې دي دوه څیزه که جلي دې که خفي
مخزن د درویزه دی یا دفتر دشیخ ملي


شیخ ملي یوسفزی د یو سفزیو پښتنو یو مشهور مشر او لارښود تیر شوی دی .دپښتنو په ډیرو مشهورو تاریخي کتابونوکې لکه داخون درویزه په تذکرة الابرا ر والاشرار،دافضل خان خټک په تاریخ مرصع ،دمحمد هوتک په پټې خزانې ، دمحمد حیات خان په حیات افغاني ، د پیر معظم شاه په تواریخ حافظ رحمت خاني او ځینو نوروتاریخو نو کې هم دشیخ ملي یو سفزي یادونه شوې ده. دده اصلي نوم آدم و چې په شیخ ملي سره یې شهرت درلود .پلار یې یوسف او د نیکه نوم یې مند وچې دنسب ونه (شجره ) یې خر شبون او بیا سړبن نیکه ته رسیږي. نوموړی دیو سفزیو د مندړو دقبیلې داتمانزي دښاخ داکازي دڅانګې نه و.
کله چې په څوارلسمې زیږدیزې پیړۍ کې يو سفزي دکندهار دغوړې مرغۍ نه دکابل پر خوا ولیږدیدل ، لومړی غزني اوبیا له هغه ځایه کابل ته راغلل اوپه کابل کې مغولی واکمن الغ بیګ په ۱۴۸۶ کال کې دیو سفزیو (۸۰۰) تنه مشران له تیغه تیر کړل نو دوی دجلال آباد په لورې وخو ځیدل . څه موده هلته تم شول او بیا وروسته دخیبر دتاریخي درې له لار ې دپيښور ختیزو برخو ته لاړل او په دوآبه او اشنغر کې میشته شول او بیا په کراره کراره یې دسوات سیمه په خپله ولکه کې راوستله .
شیخ ملي بابا دیو سفزیو د یو منلي مشرپه توګه :

شیخ ملی بابا په یو سفزوکې نامتو شخصیت تیرشوی دی . دی یو عادل ، په زهد او تقوا او دیندارۍ کې مشهور او دتورې ،پوهې اوعلم خاوند واو دیو سفزیو خلکو او ولس ورته ددرناوي او احترام په ستر ګه کتل. شیخ دیو سفزیو دقبیلې په اصلاح او سمولو کې دقدر وړ خدمتونه کړي دی او هم یې په دوی کې دځمکویو داسې عادلانه ویش او تقسیم وکړ چې ساری یې نه درلود .
آخوند درویزه دخپل کتاب تذ‌کرةالابرار والاشرار په ۹۱ مخ کې لیکي کله چې یو سفزیو دسوات سیمه ونیوله ،نو شیخ ملي چې ددوی مشر وهسې مصلحت یې وکړ چې دټول ولس واړه ،غټ ،ښځې او نر وشمیري اوپه دغه ډول دسوات سیمه یې پر خلکو وویشله) .
دشیخ ملي دفتراو شیخ ملي دیوه ټولنیز

ریفارمر ( اصلاح غوښتونکي ) په توګه :
شیخ ملي برسیره پردې چې دیوسفزیو دقبیلې ستر مشر ودیو سفزو تاریخ او دپيښور او سوات په سیمه کې يې ددغې قبیلې تاریخې پيښې هم بیا ن کړي دی.ده یو کتاب درلود چې دفتر نو میږي چې نه یوازې دیوسفزیو دقبیلې تاریخي حالات پکې بیان شوي وو ،بلکې د ځمکو دویش کوم قوانین چې شیخ ملي وضعه کړی وو،هم پکې بیان شوي دی.دشیخ ملی دفتر په یو سفزیوکې ډیر مشهور و اودافغانستان دستر مورخ علامه عبدالحی حبیبي کندهاري دوینا له مخې تریوولسمې زیږدیزې پیړۍ پورې دا کتاب هلته مو جود واو خوشال بابا هم چې کله سوات ته سفر کړی و دغه دفتر یې لیدلی و . دناروي دهیواد مشهور ختیز پوه مارګنسټرن وایې چې مشهور انګریزي پو هاند راورټي ویلي دي چې شیخ ملي خپل دفتر په ۱۴۱۷ زیږدیز کا ل لیکلی و چې د ۸۲۰لیږدیز کال سره سمون خوري او ده موندلی او لیدلی و .
دشیخ ملي بابا دفتر په نثر لیکل شوی واو په دفتر کې دځمکو دویش اصول او قوانین وو او ددې قانون له مخې شیخ ملي په یوسفزیوځمکې داسې وویشلې چې اول قوم او بیا تپه او بیا دفتر و بیا برخه (بخره) اوتربرخې لاندې پټی و او دپټي خاوندانو ته به یې برخه خواره (بخره خواره) ویل یوه برخه (بخره ) به دخلکو او کورنیو دشمیر په اندازه په څلورمه ، پنځمه او یا شپږمه ویشله کیدله او ددوی په اصطلاح میراثي جایداد (دفتر)واو دهر سړي ونډه معلومه وه . که به دچا اولاد ډیر واو دخپل پلاره به لږه ځمکه ورته پاتې شوې وه او ګوزاره به یې نه پرې کیدله، نو دکلی جرګې به دکلي دڅړ ځای ( ورشو) نه هم هغه ته برخه ورکوله .
دځمکې ویش به دکلي دجرګې کار و.دوی به پړواو رسیو سره ځمکه ونډه ونډه او ویشله او دعامه ګټو لپاره به د ( سیرۍ ) په نامه یوه ټوټه ځمکه جلا کیدله او دابه دعمومي ګټو او منافعو لپاره وقف وه او دجومات ملا او طالب العلمانو به په وظیفو او دځمکو په سیرۍ خپله ګوزاره کوله . او بیا به دپچې ( قرعې) له مخې به دخلکو لپاره ونډې وټاکلې شوې او داویش به هر لس کلونه وروسته بیا نوی نوی کیده او کله به چې دیوې کورنۍ ماشومان بالغ شول نو هغو ته به بیا زیاتې برخې ( بخرې ) ورکول کیدلې چې دغه ویش ته بیا (پګړۍ ونډه ) ویل کیدله او دهر سړي برخه (بخره ) به چې په نوی ویش کې ټاکل کیدله هغه یې مټي بلله.
دخلکو داستوګنې ځایونه هم همداسې ویشل کیدل چې هرې محلې ته به یې چم یا کندي ویل کیده او هر چم بیا په کنډرو ویشل کیده او هر کنډر کوټه او غولی درلوده.دهر چم یو جومات او یو برج اویوه حجره به سره ګډ او مشترک ول،. هرې کورنۍ یو کنډر درلوداو دا کنډر به يې دخپلې برخې ( بخرې ) ځمکې سره په تصرف کې واوکه به چا خپله ځمکه په بل چا خرڅوله نو دغه کنډر به هم په اتو ماتیکه توګه دځمکې سره یوځای خرڅیده .
همداراز د شیخ ملی بابا ددفتراو کرنیزو قوانینو له مخې شیخ ملي بابا لومړی ځل ټولې ځمکې په شپږو تپو وویشلې په دې شرحه :
دیو سفزیو تپه
دمحمد زیو تپه
دګکیاڼيو تپه
دداودزیو تپه
دخلیلو تپه
دمو مندو تپه
په همدې ډول هرکلی په کنډر او هر کنډر پرټل ویشل کیده . دشیخ ملی تر ویش نه وروسته چې کومې نورې نوې ځمکې آبادې شوې هغه ته بانډه ویله کیدلّه.
لنډه داچې شیخ ملي بابا د ځمکو ویش یو داسې عادلانه نظام په یو سفزیو پښتنو کې را مینځ ته کړ چې هر سړی به خوشاله و او هر څو ک به دځمکو څښتنان وو.
کله چې په ۱۸۶۹ زیږدیز کال کې په پښتونخوا کې پیرنګیانو واک وموند نو دشیخ ملي بابا دځمکو ویش دغه عادلانه نظام هم په کراره کراره له مینځه لاړ.
که څه هم دشیخ ملي بابا دمړینې نیټه په دقیقه توګه معلومه نه ده خو ښایې د۱۴۲۰ او ۱۴۳۰زیږدیزو کلونو تر مینځ وفات شوی وي .دده مزار په سوات کې دملک احمد مزار ته نږدې په غوربندۍ کې دی چې خلک دده زیارت ته ورځي او دده سپیڅلي روح ته دعاګانې کوي . دشیخ ملي بابا اروادی ښاده او جنت دې ځای وي !
ددې مقالې په لیکلو کې مې له لاندنیو کتابونو نه ګټه اخیستلې ده :
تاریخ حیات افغاني ،لیکوال محمد حیات خان ،له اردو نه پښتو ته ژباړونکی ډاکټر لطیف یاد، دپیښور چاپ، ۲۰۰۷ زیږدیز کال .
۲۱۵--۲۱۷-۲۱۶ - ۲۱۸- -۲۱۹-۲۱۸- ۲۱۹او ۲۲۰ مخونه .
تذکرة الابرار والا شرار ، داخون درویزه لیکنه، ۹۱ مخ.
تواریخ حافظ رحمت خاني ، دپیر معظم شاه لیکنه،پيښور پښتو اکیډیمي ،د۱۹۷۱ کال چاپ .
دپښتو ادبیاتو تاریخ ، لومړی او دویم ټوک ، دعلامه استاد عبدالحی حبیبي تالیف ، ۶۲۷-۶۳۶ مخونه ،د۲۰۰۵ کال چاپ .

-
بېرته شاته