(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سيد بهاوالدين

[17.Dec.2016 - 10:57]

دپښتو ژبې نامتو  شاعراو صوفي  سيد بهاوالدين بهايي چې په بهایی جان سره یې شهرت درلود
لیک: ‌ډاکتر لطیف یاد
نوموړی یو صوفی شاعر و چې اصلي نوم یې بهاء الدین او تخلص یې بهایی و .دی دارواښاد سید محمد یار آتش نفس زوی و او په ۱۲۷۲ لمریز کال دزابل ولایت دشینکۍ په ولسوالۍ کې یې   دې نړۍ ته سترګې پرانیستلې وې .دی  دپښتو اودري ژبو دواړو شاعرو.دی او دده پلار دنقشبندیه دطریقې پیروان وواو د ی په خټه  سیدو.
 
سيد بهايي جان په شپږ کلنۍ کي دزابل ولايت دشینکۍ ولسوالۍ دغنډانو په خانقا کي په زده کړو پيل وکړاو  دسیمې له مشهور عالم حاجي ملاعبدالحميد نه يې ليک لوست زده کړل ، دفارسي مروج کتابونه فقه او صرف يې ولوستل  او تر اتلس کلنۍ پوري يې فقه ، صرف نحو، ميراث اصول ، عقايد اونور فنون دخپلو مشرانو وروڼو سيدمحمد موسىٰ او د طريقت له لارښود شيخ مولانا ميانورمحمد آغوجاني صاحب نه  زده کړل او له اتلس کلنۍنه وروسته کندهارته لاړاو هلته يې دتفسير او قرائت علوم له مولوی شرف الدين او د سيد محمد عمرجان کندهاري نه  ، چي دده نسبي ورورهم وتر لاسه  کړل . نور علوم يې په غزني کي دواغظ ولسوالۍ دچهارده له ملا صیب ملا محمدعلی اودغزني دارزو دکلی له ملاحاجي قربان نه ولوستل او وروسته دلوړو زدکړو له پاره دکابل دميزان التحقيق په  مدرسه کې  شامل شو چي نوموړى مدرسه  د هغه وخت دشرعاتو دپوهنتون حيثيت درلود.
تصوف اوعرفان
حضرت سيد بهايي جان دمعرفت او معنويت په آسمان کي لکه لمر وځليد او ټولوته د  فيض بښونکى شواو دژوندستره برخه يې دخپل نفس سره دمجاهد ت اوله خلق الله سره مرستې ته وقف کړې وه،اکثره وخت به يې په خلوت کي دخداى (ج) په ذکر ، ليک او لوست تېراوه . دبېلکي په توگه دده دلسگونو خلوتونو نه  ديوې ناستې يادونه کوو هغه داچي : د۷ اوو کالو اودري مياشتو په اوږدو کي د ۱۳۳۵ نه تر ۱۳۴۲ کاله پوري دغزني دروضې په خانقا کي په خلوت او عبادت بوخت ؤ،دده یوه خانقاء دلوګر دڅرخ په ولسوالۍ په شش قلعه کې هم وه . دی به  دخلوت په دوران کي روژه واو خوراک به یی يوازي داوربشو يو ټوک ډوډۍ وه چي په دا د ده دهوډمن او ځواکمن رياضت یوه بیلگه وه .
باید زیاته  کړم چې سید بهایی جان آغا  زما ددې کرښو دلیکوال  د پلار سره دلیکنو مراودې درلودلې ،دده ځینې لیکونه چې ده پخپل لاس لیکلي وو زما سره وواو دغه لیکونه د  ۱۳۴۷ او ۱۳۴۸ لمریز کلونو لیکونه وو ، خو بیا مو چې کله کور دکابل په جګړو کې چور او تالا شو هغه لیکونه هم زما دنوروکتابونو سره یوځای  له مینځه لاړل . دده هغه لیکونه په ښکلي نستعلیق خط لیکل شوي وو.
دسید بهایی جان آغا ډیر پښتو شعرونه دپښتو سندرغاړو له خوا هم  زمزمه شوي دي چې په دغو سندرغاړوکې دارواښاد استاد دری لوګری ، سلام  لوګری او ارواښاد استاد بیلتون نومونه اخیستلی شو.
د بهایی جان اثار او لیکنی :

۱-دوه دفتر دېوان بهايي جان _ ناچاپ
۲- گلدسته :گلچين اشعار پښتو ، فارسي _ ناچاپ
۳- ساقي نامه نظم نثر فارسي . دچاپ کال ۱۳۹۶
۴-آسمان حُسن نظم ، نثر فارسي . د چاپ کال ۱۳۹۶
۵-مصطلحات صوفيه : چاپ کال ۱۳۹۶
۶- سمنگاني نظم ، نثر پښتو فارسي قلمي دليکنې تاريخ ۱۳۵۰ ش
۷-رساله اخلاق زنانه پښتو قلمي ناچاپ
-۸رساله انسان کامل فارسي قلمي ناچاپ
۹-چلتارمدينه دليکنې تاريخ ۱۳۳۶ش چاپ شوی
۱۰-ابرارمدينه پښتو،فارسي چاپ
۱۱- اسرارمدينه پښتو، فارسي ، ناچاپ
۱۲-انوار مدينه فارسي .ناچاپ-
۱۳-برگ بهاري دليکنې تاريخ ۱۳۳۷ش چاپ
۱۴-دولسم دفتر پښتو ، فارسي نظم دلکنې تاريخ ۱۳۳۶ش ناچاپ
۱۵-روضةالشعرا : دليکنې تاريخ ۱۳۳۷ چاپ
۱۶-روضة العرفا: چاپ ۱۳۳۷ ش
۱۷-غزلباغ دليکنې تاريخ ش ۱۳۳۷ ناچاپ
۱۸-رودبارنى ۱۳۵۳ش چاپ
۱۹-نارنور داتش نفس خوارق دچاپ کال ۱۳۴۲ش
۲۰-بحرالانوار، رساله معرفي کرامات حضرت نانا صاحب دچاپ کال ۱۳۴۲
۲۱-جزيات قديمي قلمي ناچاپ
۲۲-کليات اول دفتر دليکنې تاريخ سال ۱۳۳۵ش چاپ
۲۳-کليات دويم دفتر ناچاپ
۲۴-چلتار بهايي فارسي ناچاپ
۲۵-چلتارمدينه قديمي دليکنې تاريخ ۱۳۴۱ش ناچاپ
۲۶-فرخاري قديم قلمي دليکنې تاريخ ۱۳۳۹ ش ناچاپ
۲۷-فرخاري جديد دليکنې تاريخ ۱۳۴۷ ش ناچاپ
۲۸-دغزني مناره قلمي ۱۳۳۸ ش ناچاپ
۲۹-نقلُ پتاسه قلمي ناچاپ
۳۰-چراغ المريدين دچاپ کال ۱۳۰۹ش
۳۱-مراسلات افغاني دليکنې تاريخ ۱۳۳۸ ش ناچاپ
۳۲-چهارده معصوم چاپ
۳۳-جزيات چاپ
۳۴-درة العاشقين چاپ
۳۵-رسائل سراپاٰى معشوق ناچاپ
۳۶-نکات واشارات ابرار مدينه چاپ
۳۷-وړه رساله دهرات دسفر واقعې او شرح ناچاپ
۳۸- ارغوان قلمي ناچاپ
۳۹-دسيدبهاي ي جان اواستاد خليل الله خليلي مناظره او مشاعره چاپ
۴۰-دسيدبهايي جان او تېجه سنگه مشاعره چاپ

ارواښاد  بهایی جان صاحبزاده   د ۱۳۵۱ لمريز کال دلړم دمياشتي په ۳۰د۷۹ کلونو په عمر  وفات او په غزنی کی دسلطان محمود غزنوي زیارت ته څیرمه دروضه په کلی کی خارو ته وسپارل شو. اروا دې یې ښاده وي !
۱- ویکیپیډیا ( زما لطیف یاد دزیا تونو سره )
۲- http://logar.be/index.p50

-
بېرته شاته