(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د طالب او روس اړیکې ناروا

[31.Dec.2016 - 21:23]

د طالب او روس اړیکې ناروا، د امریکا سره اړیکې روا
 لیک: نظرمحمد مطمئن 
د طالب او روس اړیکې نارواه دي، خو د امریکا او کابل اړیکې په هر کتاب رواه دي؟؟؟ د طالب سره د امریکا اړیکې ځکه نارواه دي چې د امریکا په زیان دي، خو له همدې روسانو سره بیا د نورو اسلامي هیوادونو اړیکې رواه دي؟؟؟ کله چې له روسانو سره جهاد وو،علماوو ویل چې په افغان نر او ښځې جهاد فرض او د نړۍ په مسلمانو فرض کفایې دی، مګر کله چې له امریکا سره طالب او افغان ولس جګړه کوي، بیا نو افغانان ترهګر دي؟؟؟ ځینې لویدیځپاله افغانان دلیل راوړي چې امریکا په سعودي کې هم پوځي اډې لري، نو که په افغانستان کې یې ولري هم ګناه نشته، مګر دا بیا نه وایې چې سعودي عربستان له روسیې سره ښې اړیکې جوړول ګناه ده، بلکې وایې چې يو ښه قدم دی، د ترکیې له روسیې سره اړیکې جوړول ښه قدم ګڼي، موږ هم له روسیې سره د مسلمانو هیوادو ښې اړیکې غواړو، مګر که خپله روسیه په سېمه کې د امریکا د پوځي شتون له ویري انديښنه لري او له طالبانو سره اړیکې جوړول غواړي دا بیا د دوی په آند ګناه ده؟؟؟ که غني ته روسیه لس زره کلاشینکوفونه د افغانانو د وژلو لپاره ورکوي، دا ښه کار ګڼي،خو که روسیه د طالب په اړه وایې چې له طالب څخه ویره نه لري او طالبان په سیمه کې یو منل شوی سیاسي او پوځي ځواک دی ، دا بیا د لویدیځپاله او امریکا پلوه افغانان په آند ګناه ده. که اشرف غني له هند څخه پوځي چورلکي غواړي، دا رواه ده،خو که طالب له روسیې سره اړیکې ولري،دا بیا نارواه ده که غنی له نامسلماني ښځې سره واده کوي، اولادونه یې هم ویل کیږي چې مذهبي نه دي، او د امریکا په زور په افغان ولس تپل کیږي، هیڅ ډول ستونزه نه شته، خو که طالب له غیر مسلمان سره سیاسي او ډيپلوماټیکه رابطه ولري، دا بیا نارواه ده ځینې وایې چې له روسانو سره موږ جهاد وکړ اوس هم زموږ دښمنان دي او باید طالبان ورسره سیاسي اړیکې ونه لري زموږ او ستاسي نیکونو په ګډه له انګریزانو سره هم جهاد کړی وو،هغوی یې له افغانستانه په زور ایستليوو، انګریزانو هم د روسانو په ډول زموږ پر خاوره یرغل کړی وو، مګر همهغه انګریزان د امریکایانو سره یوځای په ۲۰۰۱ کې افغانستان ته بیا هم لویدیځ او امریکا پلوه افغانانو راوستل، آیا دا هیڅ خبره نه وه؟ آیاد دوی زموږ دښمانان نه وو؟ دوستي خو پريږده چې ورسر غاړه غړۍ شوئ، بلکې د افغانستان د نیولو لپاره مو دلته اډې ورکړي، آیا دا ګناه او نارواه نه ده؟؟؟ مګر روسانو چې خپله ماتې منلياو وایې چې بیا به کله هم تیروتنه ونه کړي او افغانستان ته به پوځیان ونه لیږي، له دوی سره د طالب سیاسياړیکې بیا تر سوال لانديراځي؟؟؟ که همدا امریکایې پوځیان کال وروسته زموږ له هیواده ووځي، آیا په کار ده چې موږ شل او یا پنځوس کلونه نور هم له دوی سره اړیکې وشکوو، له امریکایې ولس سره دښمني ته دوام ورکړو، ځکه چې له دوی سره افغان ولس جګړه کړي؟؟؟ آیا دا ممکن ده؟؟؟ موږ افغانان غواړو چې له جګړې او بهرني شتون څخه تر خلاصیدو وروسته له هر هیواد سره ښې اړیکې ولرو،او له هیوادونو سره ښې اړیکې زموږ په ګټه دي. موږ د امریکا د بهرنيشتون له ختم وروسته له دوی سره هم ښه سیاسياو ډیپلوماټیکو اړیکو ته اړتیا لرو،موږ له فرانسې، بریتانیې، چین سره هم اړیکو ته اړتیا لرو، موږ له اروپایې اتحادې سره ښو اړیکو ته ضرورت لرو او موږ له روسانو سره هم ښو اړیکو ته اوس مهال تر نورو زیاته اړتیا لرو. تیرو ۱۵ کلونو کې د افغانستان اړوند پریکړې یواځي د امریکا په خوښه کیدی، او نړۍ یوه قطبې وه، امریکا یکه تازه وه، اوس چې په ماسکو کې د چین په ملګرتیا د افغانستان کشالې اړوند غونډه کیږي، د امریکا یکتازې ننګوي،او نړۍ بیرته دوه قطبې لورته روانه ده. د افغانستان او په ټوله کې د اسلامي نړۍ لپاره د امریکا یکه تازې په ګټه نه ده، که نړۍ دوه قطبې وي، زموږ پکې ګټه ده. اسلام له غیرمحارب غیر مسلم سره د مسلمانانو اړیکې د اسلامي، مذهبي او کلتوري ارزښتونو په نظر کې نیولو سره ناجایز نه ګڼي. په زړه پوري داده چې اوسمهال کې له محارب نامسلمان سره اړیکې لویدیځ او امریکا پلوه افغانان رواه ګڼي او له غیر محارب روس سره بیا د طالب اړیکې نارواه او ناجایز ګڼي، هغه هم په داسي حال کې چې روسان همدې اړیکو ته زیاته اړتیا لري. موږ ډیر پخوا هم ځینو لویدیځوالو ډیپلوماټانو ته ویلي وو چې که خپل پوځي شتون ته په افغانستان کې دوام ورکوي نو یوه ورځ به داسي هم راځي چې روسان به د افغانانو سره د هواء ضد راکټونو مرسته کوي، او بیا به امریکا په سېمه کې لا زیاتې ستونزې لري. کیدای شي همداسي حالتو ته په سیمه کې د امریکا ناسمې تګلارې زمینه مساعده کړي. هغه روسیه چې طالب یې خپل دښمن ګاڼه، هغه روسیه چې شمال ټلوالې ته یې د طالب په ضد وسلې ورکولي، هغه روسیه چې ۱۵ کاله وړاندي یې د امریکا په واک کې په منځنۍ اسیا کې هوایې ډګرونه ورکړل، هغه روسیه چې افغان حکومت یې مشروع حکومت ګاڼه، نن همهغه روسیه ۱۸۰ درجې بدلون کوي، طالب خپل دښمن نه ګڼي، شمال ټلواله د امریکا د ګټو لپاره ډله ګڼي، د افغان حکومت مشروعیت تر سوال لانديراولي، امریکا ته په منځنۍ اسیا کې اډې نه ورکوي،او امریکا ننګوي چې په افغانستان کې یې پوځي شتون نشي زغملای. زه په سېمه کې وروستي پرمختګونه د افغان ولس سیاسي لاسته راوړڼه ګڼم،ولي په کار ده چې امریکا نور له درانه خوبه راويښه شي، او بې ځايه په افغانستان کې د جګړې او دلته د پوځي اډو شتون ته دوام ورنه کړي.

 

-
بېرته شاته