(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ددين لۀ خاطره

[31.Dec.2016 - 22:02]

ددين لۀ خاطره سختۍ تيرؤل تکليفونه اؤ مشقتونه زغمل

ليک :مولانامحمدزکريا
نبي اکرم (ص) اؤ اصحابو کرامو(رض) ددين په خورؤلو کښې چې څومره تکليفونه اؤ مشقتونه تير کړى دى د هغو تيرؤل خو يؤ خوا، د هغو اراده کؤل هم زمونږ پشان نالائقو ته ګرانه ده. د تاريخ کتابونه ددې واقعاتو نه ډک دى. په هغې عمل کؤل خو جدا خبره ده، مونږ د هغې د معلومؤلو تکليف هم نۀ کوو. په دې باب کښې څو قيصې د نمونې په طور ذکر کؤل دى. په دې کښې د ټولو نه ړومبے په خپله د نبى اکرم(ص) د يوې قيصې نه شروع کؤم ځکه چې د نبى(ص) ذکر د برکت ذريعه ده
(١) د نبى اکرم(ص) د طائف د سفر قيصه

نبوت ملاويدو نه پس نهه کاله نبى اکرم (ص) مکه مکرمه کښې تبليغ کؤلو اؤ د قوم د هدايت اؤ اصلاح کوشش ئې کؤلو. خو د لږې غوندې ډلې نه سيوا چې مسلمانان شوى وو اؤ لږ غوندې داسې خلق چې مسلمانان نۀ وو خو د نبى عليه السلام امداد به ئې کؤلو، اکثر د مکې مکرمې کافرانو نبى عليه السلام اؤ د دوئ اصحابو کرامو(رض) ته هر قسمه تکليفونه رسؤل، ټوقې به ئې ورپورې کؤلې اؤ څۀ چې به ترې کيدے شول ايله ئې پرې نۀ کؤله. د نبى عليه السلام ترۀ ابو طالب هم هغو نيک دله خلقو کښې ؤ چې مسلمان نۀ ؤ، خو د نبى عليه السلام به ئې هرقسمه امداد کؤلو. د نبوت په لسم کال چې ابو طالب هم وفات شو نو کافرانو ته نوره هم د هرقسمه په ازادۍ د اسلام نه د منعې کؤلو اؤ مسلمانانو ته د تکليف رسؤلو موقعه په لاس ورغله.
نبى اکرم(ص) په دې خيال طائف ته تشريف يوړۀ چې هلته د ثقيف قبيله لويه ډله ده. کۀ چرې دغه قبيله مسلمانه شى نو مسلمانانو ته به ددې تکليفونو نه خلاصے اؤ د دين د خوريدو بنياد به قائم شى. هلته رسيدلو نه پس د قبيلې درې سردارانو سره چې د لويې درجې ګڼلے شول، ئې خبرې اترې وکړې اؤ د الله د دين طرفته ئې راوبلل اؤ د الله رسول يعنې خپل مدد ته ئې متوجه کړل. خو دغو خلقو په ځائ ددې چې د دين خبره ئې قبوله کړې وے، يا لږترلږه د عربو د مشهورې ميلمستيا په لحاظ د يؤ نوى راغلى ميلمه ئې خاطر مدار کړے وے، صفا جواب ئې ورکړو اؤ ډير په بې رُخۍ اؤ بداخلاقۍ سره ورسره پيش راغلل. هغوئ دا هم خوښه نۀ کړه چې نبى عليه السلام دلته پاتې شى. کوم خلق ئې چې سرداران ګڼلى وو اؤ ورسره ئې خبرې کړې وې چې دوئ به شريفان وى اؤ په ادب به خبرې وکړى، په هغوئ کښې يؤ ووے چې اوهو! بس تۀ الله نبى جوړ کړے اؤ راليږلې ئې؟
دويم ووے چې الله ستانه سيوا نور څوک نۀ موندل چې هغه ئې رسول راليږلے وے؟ دريم ووے چې زۀ تا سره خبرې کؤل نۀ غواړم ځکه چې کۀ چرې تۀ واقعى نبى ئې څنګه چې ستا دعوى ده نو ستا خبرې نه انکار کؤل د مصيبت نه خالى نۀ دى اؤ کۀ چرې دروغ وى نو زۀ داسې سړى سره خبرې کؤل نۀ غواړم. دې نه پس دغو خلقو نه نااميده کيدو سره نبى اکرم(ص) نورو خلقو سره د خبرو اراده وکړه ځکه چې دوئ خو د همت اؤ استقلال غر وو، خو هيچا قبوله نۀ کړه بلکې په ځائ د قبلؤلو ئې نبى عليه السلام ته ووے:" زمونږ د ښار نه زر ووځه اؤ چرته چې ستا د خوښې ځائ وى هلته لاړ شه". هرکله چې نبى اکرم(ص) د هغوئ نه نااميده شو اؤ واپس کيدو نو هغو خلقو د ښار هلکان ورپسې کړل چې ټوقې ورپورې وکړى، لاسونه ورپسې اوپړقوى، په کاڼو ئې وولى، تردې چې د نبى عليه السلام دواړه پڼې د وينې په وتلو رنګ بنګ شوې. نبى اکرم(ص) هم په دې حالت کښې واپس شو. کله چې په لار کښې يؤ ځائ ددې شريرانو نه په امن شو نو نبى عليه السلام دا دعا اوغوښتله
ترجمه: اے الله تعالى! تاته شکايت کؤمه زۀ د خپلې کمزورۍ اؤ بې وسۍ اؤ په خلقو کښې د ذلت اؤ رسوايۍ. اے ارحم الراحمين! تۀ د ضعيفانو رب ئې اؤ تۀ زما پروردګار ئې. تۀ ما چاته حواله کوې. چا اجنبى پردى ته چې ما ووينى تندے تريو کړى، يا دشمن ته چې هغۀ ته تا په ما قابو ورکړۀ. اے الله تعالى کۀ چرې تۀ مانه ناراضه نۀ ئې نو ماته د هيچا پرواه نشته. ستا حفاضت ماله بس دے. زۀ ستا د مخ د هغې رڼا په طفيل په کومې سره چې ټولې تيارې روښانه شوې اؤ په کومې سره چې د دنيا اؤ اخرت ټول کارونه سميږى، ددې خبرې نه پناه غواړم چې په ماباندې ستا غصه وى يا تۀ مانه ناراضه ئې. ستا ناراضتيا ترهغه وخته پورې لرې کؤل ضرورى دى ترڅو چې تۀ راضى شوے نۀ ئې. ستا نه سيوا نۀ څۀ طاقت شته نۀ قوت.

د مالک الملک شانِ قهارى ته په دې بانې جوش راتلل وو چې حضرت جبريل عليه السلام راغے. د سلام نه پس ئې عرض وکړو چې الله تعالى ستا د قوم هغه خبرې چې تا سره وشوې، واؤرېدې اؤ د هغوئ جوابونه ئې هم واؤريدل اؤ يوه فرشته چې د هغې متعلق د غرونو خدمت دے، تاسو ته ئې راليږلې ده چې تاسو څنګه غواړئ نو دې ته حکم ورکړئ. دې نه پس هغې فرشتې سلام وکړو اؤ عرض ئې وکړو چې څۀ تاسو ارشاد فرمايئ زۀ به د هغې تعميل اوکړم. کۀ چرې ارشاد وى نو د دواړو طرفونو غرونه به يؤ ځائ کړم چې په هغې به دا ټول په مينځ کښې چخڼى شى. اؤ کۀ نوره څه سزا تاسو تجويز کوئ نو هم اوفرمايئ. د نبى اکرم (ص) رحيم اؤ کريم ذات جواب ورکړو چې زۀ د الله تعالى نه ددې اميد لرم چې کۀ چرې دوئ مسلمانان نۀ شول نو د دوئ په اولاد کښې به داسې خلق پيدا شى چې د الله تعالى بندګى اؤ عبادت به کوى
فائده:دادى اخلاق د هغه کريم ذات چې د چا مونږ خلق نوم اخلو. مونږ په لږ غوندې تکليف يا د چا معمولى غوندې کنځل کؤلو سره داسې د اور پشان لمبه شو چې بيا ټول عمر د هغې بدله نۀ خلاصيږى. ظلم دپاسه ظلم په هغۀ باندې کوو اؤ دعوى کوو د خپل محمدى کيدو اؤ د نبى د تابعدارۍ. نبى کريم(ص) سره د دې دومره سخت تکليف اؤ مشقت نۀ ښيرې کوى اؤ نۀ څۀ بدله اخلى
(٢) دحضرت انس بن نضر(رض) د شهادت قيصه
حضرت انس بن نضر(رض) يؤ صحابى ؤ چې د بدر په جنګ کښې شريک شوے نۀ ؤ. هغۀ ته ددې څيز سخت غم اؤ دړد ؤ. په دې به ئې خپل نفس ملامته کؤلو چې د اسلام وړومبے عظيم الشان جنګ ؤ اؤ تۀ پکښې شريک نۀ شوې. دا ئې ارزو وه چې کۀ چرته بل جنګ شو نو ارمان به پوره کړم. اتفاقاً د اُحد جنګ پيښ شوچې په هغې کښې دے په لويه بهادرۍ اؤ زړه ورتيا سره شريک شو. د اُحد په جنګ کښې اول اول خو مسلمانانو ته فتح وشوه خو اخر کښې د يوې غلطۍ په وجه مسلمانانو ته شکست اوشو. هغه غلطى دا وه چې نبى اکرم(ص) څۀ کسان په يؤ خاص ځائ مقرر کړى وو چې تاسو به ددې ځائ نه ترڅو چې ما درته وئيلى نۀ وى، نۀ خوزئ چې لۀ دغې طرفه د دشمن د حملې ويره وه. هرکله چې مسلمانانو ته په شروع کښې فتح وشوه اؤ کافران ئې په تيښته اوليدل نو دوئ خپل ځائ په دې خيال پريښودو چې اوس جنګ ختم شو، تښتيدونکو کافرانو پسې تلل پکار دى چې د غنيمت مال حاصل کړے شى.
ددې ټولګى سردار منع هم کړل چې د نبى عليه السلام ممانعت دے چې تاسو ددې ځائ نه مۀ خوزئ خو دغو خلقو دا خيال وکړو چې د نبى عليه السلام ارشاد صرف د جنګ د وخت دپاره ؤ. نو دغه ځائ نه لرې شول اؤ ميدان ته راورسيدل. تښتيدونکو کافرانو چې دا ځائ خالى وليدو نو لۀ دغه طرفه راغلل اؤ حمله ئې وکړه. مسلمانان بې فکره وو، دې ناګهانه د بې خبرۍ حملې سره بائيلونکى شول اؤ لۀ دواړو طرفو د کافرانو په مينځ کښې راغلل. په دې وجه اخوا ديخوا پريشانه تښتيدل. حضرت انس وليدل چې مخامخ يؤ بل صحابى حضرت سعدبن معاذ(رض) راروان دے. هغۀ ته ئې ووئيل: اے سعده! چرته ځې؟ په الله تعالى مې دې قسم وى د جنت خوشبوئى د اُحد د غر نه راځى. دا ئې ووے اؤ توره خو ئې په لاس کښې وه، د کافرانو په ګڼه کښې ورننوتو،ترڅو چې شهيد نۀ شو، واپس نۀ شو. د شهادت نه پس چې د هغۀ بدن وکتلے شو نو غلبيل شوے ؤ. د غشو اؤ تورې د اتياؤ نه زيات زخمونه ئې په بدن باندې وو. خور دے د ګُتو د بندونو نه اوپيژندو
فائده: کوم خلق چې په اخلاص اؤ ريښتنى طلب سره د الله تعالى په کار کښې ولګى، هغوئ ته په دنيا کښې د جنت مزه راځى. دې حضرت انس په ژوند د جنت خوشبوئى بويوله. کۀ چرې اخلاص په سړى کښې راشى نو په دنيا کښې ورته د جنت مزې راځى. ما د يؤ معتبر سړى نه چې د حضرت مولانا شاه عبدالرحيم رائپورى رحمت الله عليه مخلص خادم ؤ، د حضرت مقوله يعنې وينا اوريدلې ده چې " دجنت مزه راځى". په فضائل رمضان کښې مې دا قيصه ليکلې ده

-
بېرته شاته