(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

رحیم غمزده د پښتو موسیقۍ

[12.Jan.2017 - 23:22]

خدای بخښلی رحیم غمزده د پښتو موسیقۍ خوږ ژبې، تکړه اوپیژندل شوی هنرمند
لیک: انجینر عبدالقادر مسعود
ارواښاد استاد رحیم غمزده هغه ویاړلې او برمیاله څیره وه، چې د ده تل پاتی غږ او هنرد اوریدونکو او لیدونکو په ‌ذهن او زړونو کې منګولې شخوي او خپل ځانته یې راکاږي. دی د موسیقې په آسمان کې ځلانده ستوری وو، او په کلونو کلونود بزمونو مشال وو.
خدای بخښلی استاد رحیم غمزده د (ننګرهار) ولایت د(خوګیانیو) په ولسوالی کې زیږیدلی دی.
ده له کوچینوالي څخه د موسیقۍ له هنر سره ځانګړې مینه لرله او په شپاړلس کلنې کې یې د موسیقۍ دهنر په زده کړو پیل وکړ، او دمحلي موسیقي سره یې زیاته مینه درلوده.
ارواښاد رحیم غمزده صاحب په رادیو او تلویزون کې د یوسلوپنځه شپیته(۱۶۵) په شاووخوا کې آهنګونه ثبت کړې دي، چې د زیاترو آهنګونو کمپوزونه ده خپل جوړکړې دي. دی دکنسرتونوپه اجرا کولو کې د مقاماتو له خوا نمانځل شوی وو، او ډیرزیات سوغاتونه یې ترلاسه کړي وو. ده دخپل ژوند شپیته (۶۰) کاله عمر د افغاني موسیقۍ په خدمت کې تیر کړې دي. دی نه یوازی، چې دموسیقۍ دهنر یو تکړه هنرمند وو، خو ښه شاعرهم وو.
ده خپل  او د بیلابیلو شاعرانو شعرونه د موسیقۍ په پردو کې  په خپل خوږ غږ کې خپلو مینه والو ته وړاندې کړې دي.
خدای بخښلي رحیم غمزده د ارواښاد غني خان یو ښکلی او په زړه پورې شعر  چې د شعر عنوان یې (سترګو د جانان کې زما ښکلي جهانونه دي) دی، په ډیر عالي او ظریفانه بڼه په خپل زړه وړونکي آواز کې ویلی او کمپوز کړې دی.
په ډیر درنښت: انجنیرعبدالقادر مسعود

 

-
بېرته شاته