(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دروسیی ۳۰ځانګړتیاوې

[23.Jan.2017 - 21:14]

دروسیی د فیدراتیف  هیواد «۳۰»دیرش ځانګړتیاوی !

ژباړه: عزیزاحمد خوارمل [دانټرنیټ   فارسی سرچینه مهر]

      دنړی دنړیوالومسایلو دیوی  څیړنی  پربڼسټ  دروسیی دفیدراتیف  هیواد  د«۳۰» دیرشو ځانګړتیاوی  خاونددی او دغه ځانګړتیاوی په لاندی ډول سره څرګنده او په ګوته سوی دی  :
۱ – دروسیی فیدراتیف هیواد «۱۷٬۰۷۵٬۴۰۰ » کیلومتر مربع دخاوری  دبشپړتیا درلودونکی اودنړی د خورا پراخه هیواد په توګه پيژندل کیږی  همدارنګه  د روسیه دمځکی او دخاوری بشپړتیا  د پلوتون دستوری دپراختیا سره مساوی دی . 
۲ - دروسیی  په فیدراتیف هیواد کې «۱۶۰» یوسلو شپته قومی ډلی ژوند کوی  او اوه دیرش «۳۷» ر سمی ژبی  د دی هیواد په خود مختاره  جمهوریتونو او خود مختاره سیمو کښی  رسمیت او شته والی لری .
۳ -دروسیی فیدراتیف دیوی پيچلی دمځکی دبشپړتیا  دویش سره مخامخ دی په دی هیواد کې درو اتیا «۸۳» فیدرال جمهوریتونه او ددغه جملی څخه یودیرش «۳۱» يې خودګردانه جمهوریتونه دی .
۴ – د روسیی هیواد «۱۲۵۰» کاله پخوانی فرهنګی پيښلیک لری او نامتو لیکونکی يې لکه :  «لئوتولستوی» ، «فئودور داستایوفسکی»، «آنتوان چخوف»، »مندلیوف» اونور نامتو کسان دی ... چې  د نړی  په کچه د دوي  ادبی اوعلمی نوښتونه ،اثار اولیکنۍ نړیوال شهرت لری اوپه نړی کې خورا ډېر لوړ  ادبی اوعلمی اثار او لاسته راوړنی بلل کیږی . 
 ۵ – د روسیی هیواد د ملګرو ملتونو د امنیت دشورا  دپینځه «۵»دایمی غړو دجملی څخه  ،د اروپایی شورا غړی ، دنړیوال تجارت اوسوداګر ی غړی،دشانګهای دسازمان غړی او همدارنګه  دهم ګټی هیوادونو  داتحادی غړی دی .
۶-  دروسیی فیدراتیف هیواد دنړی دوهم  غښتلی ځواکمن نظامی واک په خپل لاس کې لري .
۷ – دروسیی هیواد دنړی لمړی اټومی واکمن هیواد دی  چې د مخربو او ویجاړونکو ځواکمن  اټومی راکیټونودرلودونکی ګڼل کیږی  .
 ۸  -  د روسیی هیواد ډېر و کالونو را په دی خوا  دنړی  دځواکمنو هیوادونو د ډلی څخه شمیرل کیږی د تزاری امپراتوری څخه  نیولی بیا  تر «۱۹۹۱»  زیږدیز کال د شوروی دسوسیالیسټی جمهوریتونو داتحاد د رانسکوره کیدو پوری  دنړی په کچه ځواکمن هیواد وو .
۹- دروسیی فیدراتیف هیواد په نړی کې  دګازو لوی تولیده ونکی هیواد دی  او داروپا د وچی (قاره ی) 
نیمی«نیمایی» مصرفی ګاز ور تامینوی  او دغه  هیواد دنړی  په کچه دتیلو د یومهم او لوی تولید کوونکی  هیواد په توګه پیژندل کیږی .
۱۰ -  دروسیی فیدراتیف هیوادپه سپورت ،تسلیحاتو او دوسلو په تنکنالوژی کې ډېر پرمخ تللی هیواد دی اوخورا ډېر کلونه کیږی چې  دامریکا دهیواد سره  د فضایی علومو او فضایی تخنیک په هکله سیالی لری  او په دغه برخه  کې خپله هره پوه اونوښت يې دنړیوالو ومخته بربنډه او ښکاره کړیدی ،دروسیی هیواد لمړنی هیواد وو  چې دمځکی  دوکړو څخه لمړی انسان يې  «یوری گاگارین» يې  فضا ته ولیږل .
۱۱ – دروسیی فیدراتیف هیواد دمطالعی دکبله اوه «۷» ساعته او شپږ «۶» دقیقی  په نړی کې اووم «۷» مقام لری .
۱۲ - دروسیی فیدراتیف هیواد دبل هر هیواد څخه یوولس )۱۱» سمیزی  زمانی سیمی لری  .
۱۳ - دروسیی فیدراتیف هیواد  دنړی دخورا زیاد بیره ونکی  لارو درلودونکی  دی  سیکای بریدجی «SkyBridge»  دهغو  لارو او ګذزګاهو څخه دی چې   څلور سوه نهه دیرش ( ۴۳۹) متره لوړوالی لری  . 
۱۴- دروسیی فیدراتیف هیواد  دنړی  او دمځکی  د کری  سوړ ترینه  «یخ ترینه » برخه د «Oymyakon» داومیاکون په سیمه کې شته والی  لری او د۱۹۳۳ زیزدیږکال  دفوریه پر شپږمه «۶مه» نيټه باندی دیخنی  درجه  دسانتی ګیراډ د«۶۷.۷»  اوه شپته اعشاریه  اوه منفی او ترصفر لاندی درجی  ته ورسیدی چې ددغی سیمی  دهوا پيژندنی  داشتیشین  او دستګاه دخوا رسمآ اعلان سو .
۱۵  - دروسیی فیدراتیف هیواد  کې په سلو کې ۱۰۰ تر نهوی ۹۰ سلنی ډېری  ښخۍ  دکور دباندی  کار کوی  او په سلو کې  ۱۰۰ ترپینځه اویا ۷۵  ډېر تره ښځۍ په هیواد کې په روغتیایی او داکتری چارو کې   بوخت دی  او مصروفیت لري  .
 دروسیی فیدراتیف هیواد  دیرش  ځانګړتیاوی  چې دنورو هیوادونو سره ټوپیر لری : 
۱۶  - دروسیی په فیدراتیف هیوادکې  ،  ټول لوی او کوچنی «واړه» ښارونه  دزیږیدنی  د ورځې جشنونه  لري  او دهر ښار خلک  او وکړی  په کال کې یوه ورځ د ښار دجشن  دورځې په نامه لمانځۍ  اوتجلیلوی  . 
۱۷ - دروسیی  په فیدراتیف   هیواد کې لمړنی کتاب دننه څخه  یوزرو سل «۱۱۰۰» کال پخوا دهیواد اساسی قانون  په توګه جوړ او رامنځته سو . 
۱۸  - دروسیی  د فیدراتیف  د هیواد  دشلو«۲۰» لویو شتنمو «سرمایدارانو » شتمنی (سرمایه )  دوه سوه اوه ویشت  «۲۲۷»   میلیارډه ډالره دی  چې دپاکستان دټولو  کورنۍ ،داخلی تولیداتو څخه ډېر دی   . 
 ۱۹  - د روسیی دفیدراتیف هیواد   دانرژی  نل لیکی  کولای سی  شپږ واره «۶» ځلی دمځکی  دکری پرشا اوخوا را وګرځې  .  
۲۰ - دروسیی فیدراتیف هیواد   په نړی  کې د بډایه  سوی یورانیوم   د  درلودونکی لویه  سر چینه ده .
۲۱  -دروسیی فیدراتیف هیواد  اوه ایتا «۸۷» میلیونه  دنفتو دشبکو تایید سوی راغونډ سوی ذخایر لری .
۲۲  - دروسیی فیدراتیف هیواد  په پلازمینه مسکوکې دورځې  یعنی هره ورځ  «نهه» «۹» میلیون کسان  دمترو څخه ګټه اخلی  چې دلندن او دنیویارک دمسافرو څخه پوره نیمایی زیات او ډېر دی  .  
 ۲۳  - دروسیی فیدراتیف هیواد  دبایکال سیند دروسیی ډېر پخوانی او ډېر ژور سیند بلل کیږی  او په نړی کې  دخوږو اوبود سیند  دجملی څځه ګڼل کیږی او دنړی یو پرپینځمه ۵/۱برخه دخوږو اوبو سیند  جوړه وي اوخواږه اوبه يې په ځان کې ځای کړیدی  .
۲۴  - د روسیی دفیدراتیف هیواد کې دنړی اوږد ترینه د اوسپنی لار لیکه  شته والی  لري  دغه داوسپنی لار لیکه  دسیبری  داوسپنی لار لیکه ده  چې نهه زره دوه سوه «۹۲۰۰» کیلومتره اوږد والی لری اودسیبری دغه  داوسپنی لارلیکه يې په نړی کې سیبری ځانته ځانګړی کړیده  .
۲۵  - دروسیی په فیدراتیف هیوادکې داوبو ډېر  ابشارونه  او ښکلی دری شته والی لری او خورا ډېر په زړه پوری داوبو آبشارونه او دری  د روسیی دختیځ د «کامچاتکا»     دشبی ‌جزیری څخه عبارت دی او دغه سیمه  داور اسیا په سیمو کښی لمړنی  داوبو آبشار یوه بیدیا او ځانګړی دره ده چې د (موتنوفسکی داوبو دآبشاری بیدیا تر څنګ واقع سویدی ) او دنړی دوهم لوی داوبو ابشارستان بلل کیږی . 
۲۶  - دروسیی دفیدراتیف دهیواد وکړی اواولسونه د یورزو  سلو «۱۱۰۰»  کالونو را په  دی خوا  دیو سیاسی نظام درلودونکی  دي   .
۲۷  - دروسیی په فیدراتیف هیواد کې دنړی یو پر دریمی برخه  ۳/۱  ځنګلونه په دی هیوادکې  شته والی لری   .
۲۸  -دروسیی په فیدراتیف هیواد کې یو ډېر شمیر زنځیروی  رستورانتونه شته والی  چې په هغه کې خوراک او څښاک يې بی قیمته بی بعیه او مفت دی یوازی دخپل وخت دتیره ولو اوپه رستورانت کې  دزمان دخپل وخت دتیریدو یولږ پیسی ورکولی سی او بس ،د دغه ډول رستورانتونو یوه شعبه  تیر کال دانګلیستان په پلازمینی لندن  کې هم د انګلیس د دولت خوا پرانستل سو  . 
۲۹ - دروسیی په فیدراتیف هیواد کې سبوتنیک «Subbotnik »وهغی ورځې ته وایی چې په دغه ورځ کې دهیواد ټول وګړی دهیوادټولو ځایونو واټونو،سرکانو او پارکونو ....  او دنورو سیمو پاکول په داوطلبانه توګه سره  تر سره کوی  او د څټلی څخه يې پاکوی اوسپيڅلی کوی او دغه کار او کړنه د سوسیالیسټی انقلاب  را وروسته تر دا اوسه پوری  ادامه او پایښت لری    .
۳۰  - دروسیی په فیدراتیف هیواد کې دوکړو عمر او ژوند  دپینځه شپتو۶۵ تر ۸۷ اوه اتیاکالونو پوری  اټکل سویدی  او د اروپا یی هیوادونو په منځ  کې په سلو کښې  ډېر تره د لوړو زده کړو  زده کوونکی او فارغ التحصیلان لري .

-
بېرته شاته