(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

حاجي ولي محمد

[23.Jan.2017 - 21:25]

ملي او علمي شخصیتونه 

لیک: ډاکټر لطیف یاد
داځل  یوداسې  علمي شخصیت درپيژنم چې خپلې زده کړې یې   دماسترۍ ترکچې پورې MSc Botany د نباتاتو په څانګه کې  ترسره کړي دي  ، خو دخپل مسلک ترڅنګ  نن یوتاریخپوه ،ادیب ، لیکوال ،ژورنالیست ،  طنز لیکونکی ،  سیاسي شنونکی او دافغانستان او دسیمي دروانو حالاتو یوښه تحلیل کوونکی دی چې په دې برخه کې یې ډیر کتابونه او مقالې هم خپرې شوي دي .دغه علمي شخصیت ښاغلی حاجی ولي محمد صیب  دی چې په خټه اڅکزی پښتون دی او د۱۹۶۲ زیږدیز/میلادي کال دفبرورۍ دمیاشتې په ۱۱ مه نېټه دکندهار ولایت دسپین بولدک ولسوالۍ په تنګۍ نومي څای کې زیږیدلی دی او دهمدې ولسوالۍ دریګ دسیمې دحاجي داروخان دکلي اوسیدونکی دی. ښاغلی حاجي ولي محمد وایي چې زموږ داڅکزوددوبي ټاټوبی توبه او دژمي ټاټوبی مو ریګ  و چې دډیورنډ کرغیړن تړون توبه اوریګ سره بیل کړل.دی زیاتوي چې ددوی دقبیلې دعوایدو سرچینه مالداري او کروندګري وه او دډیورنډ دکرښې دواړو خواووته به مو تګ او راتګ کاوه.
کله چې په افغانستان کې دانګریزي ښکیلاکګروپه وړاندې مبارزه روانه وه دده نیکه حاجي زقوم خان پکې په مستقیمه  توګه ونډه درلودله او دخپل مړینې تروخته هغوسیموته رانه غی چې انګریزي یرغلګرو  پرې ولکه درلودله . همدارازدده نیکه حاجي زقوم خان په ۱۹۲۹ زیږدیز کال کې دافغانستان دخپلواکي داتل اعلیحضرت امان الله خان په پلوۍ  دسقوي  غلوپه وړاندې په میړانه وجنګید اودپښ تر کندې پورې یې سقا وي غله پر شا وتمبول.
ښاغلي حاجي ولي محمد په ۱۹۶۳ زیږدیز/میلادي کال کې دځینو کورنیو عواملو پر بنسټ جنوبي پښتونخوا ته لاړ اوپه هغه سیمه کې میشته شو چې د اڅکزیو دقبیلې په واک کې وه .
لکه چې دمخه وویل شول حاجي ولي محمد دبلوچستان دپوهنتون دنباتاتوپه څانګه کې خپله ماستري کړې ده او دافغانستان په اړوندیې ډیر کتابونه کښلي دي چې یوډیرمهم یې (دافغانستان پیښلیک) دی  چې ۶۰۰۰ مخونه لري . 

چاپ شوي کتابونه :

۱-دافغانستان پېښليک(لومړی ټوک،۱۹۷۸ــ ۱۹۸۹)
۲- د افغانستان پېښليک (دويم ټوک،۱۹۸۹ــ ۱۹۹۲)
۳-د افغانستان پېښليک (دريم ټوک،۱۹۹۲ــ ۲۰۰۰)
۴-دافغانستان پېښليک(څلورم ټوک،۲۰۰۰ــ ۲۰۱۱.....
۵-  دمرغلروامېل (د متلونوکيسې)
۶-دسبا غازي (د لنډو کيسو مجموعه)
۷-روسي پراختياغوښتنه او افغانستان

ناچاپه آثار:

۱-د افغانستان اوسنی تاريخ
(1978 __ 2001)
۲-افغان ژواک
۳-کندهاربيا کندهار
(يونليک)
۴-سپېڅلی يون
(د حج يونليک)
۵-اڅکزي
۶- حمزه بابا
۷-پښتونولي
(قضايي سسټم)
۸-ستړی ژوندون

مقالې :

۱- افغانان په سیاسی ډګر کې
۲- دافغانستان دلانجې سیاسي حل اوپاکستان
۳- افغانستان او دګاونډیو هیوادونو ذمه واري 
۴- سیاسي حل او ملګري ملتونه 
۵- په افغانستان کې د ناټو ستونزې 
۶- په افغانستان کې دامریکې ستره تیروتنه 
۷- دافغانستان ځانګړې ډیموکراسي 
۸- دافغانستان او امریکي تر مینځ دفاعي تړون
۹-  د افغانستان غميزه او ګاونډي هيوادونه
۱۰-د افغانستان غميزه  د ايران  و پاکستان د اړيکو په رڼا کي

ادبي ليکنې
۱-مولوي عبدالغقاربريالی د پښتوحافظ شېراز ي
۲-کرکي او کږ ني
۳-دمعاصري پښتو لنډي کيسې و تخنيکي اړخ ته  لنډه کتنه
۴- د پښتوژبي برخليک په يوويشتمه پېړۍ کي
۵- انګۍ د نيمي نړۍ فرياد
لنډي کيسې
۱-دننګ غونډۍ
۲-خپل سرونه  پردي فکرونه
۳-سپېڅلی کور
۴-مخګرځلاو
۵-وران کورونه
۶- دارالسلام
۷- د کاڼو زړونه
۸-ژړ ګلونه مات لاسونه
۹- غمونه او مرګونه
۱۰-هسکي شملې
۱۱-د مرګ سوداګر
طنزومزاح
۱-روژه، هندوانه که ليلا؟
۲-راځه چي پهلوان سې
خوږکۍ
۱-د طالب ناروغي
۲- دهلمندسيند چرسي سو
۳- لږخواړه ډېر مېلمانه
۴-ژبوري مېرمني ډارن مېړونه
۵-عالم ته د پاچا سلام
۶-لومړۍ تراويح

دځینو سیاسی شخصیتونو سره دده 
ځانګړي مرکې :

ډاکټرمحمدنبي پکتين
ډاکټر رياض محمد خان
ډاکټرسيف الدين سيهون
عمراخان مسعودي
کرنیل امام
ډاکټرعبدالباقي حصارک
جنرال شهنواز تڼی
انجينيرغلام محی الدين زرموال
سلېمان لايق
ډاکټر يعقوبي
محمد حسين فخري
سيد مخدوم رهين

باید زیاته کړم چې ښاغلی حاجي ولي محمد صیب دپنځو کلونو راهیسې زما دفیسبوک ملګری دی. دی یو رښتیني او مخلص  انسان  اوپه هیواد او افغانانو  مین پښتون دی.  زه دده پر ملګرتوب ویاړم او ده ته دعلمي هلوځلواوڅیړنو  په برخه کې دلا زیاتو بریاوو هیله کوم .

-
بېرته شاته