(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د هند دروغجنه دوستي

[01.Feb.2017 - 11:01]

د هند دروغجنه دوستي
لیک: نور رحمان لېوال

هند چې له افغانستان سره د دوستۍ ټټر کله هم وهلى پايلې يې د افغانانو او هندوستانيانو په ګټه نه وې، ځکه دوى د عدالت پرځاى دلته د ځبرځواک ملګرتيا کوي، د شوروي اتحاد د يرغل پر وخت دوى د هغو ملاتړ کاوه او پايلې يې دېرش کلنه جګړه شوه. اوس د متحده ايالاتو د يرغل ملګرتيا  کوي او په افغانستان کې د هغوى ناوړه ملګرو سره ژوره همکاري لري چې پايلې يې د افغانستان، هندوستان او سيمې لپاره ترهغه کړکېچنې دي.

د دوى دوستي هم داسې ده چې مه يې ترې غواړه او مه يې ورسره کوه، وامې ورېدل "هند ادعا کوي چې پاکستاني ترهګر په افغان پاسپورټونو د هند خاورې ته ننوځي"، هسې د خندا خبره خو داده چې هند او پاکستان ٣٣٢٣ کيلوميټره شريکه پوله لري، د خلکو ژبې، رنګ، کلتور او ډېرې ناولتياوې يې سره ورته دي، چې هغه له افغانانو سره هيڅ اړخ نه لګوي، نو پاکستانيان څه اړتيا لري چې افغان پاسپورټ وکاروي؟ وايي چې دروند به دې دروند سپک به دې سپک کړي، خو دوى په دغو پلمو غواړي هغه يو نيم افغان چې د اړتيا پر بنسټ هند ته سفر کول غواړي له ستونزو سره لاس او ګريوان کړي او په ويزې ترې رشوت واخلي. ماته دا د هند په سفارت کې د رشوت لپاره ډنډوره ښکاري، هندي چارواکي بايد د سفارت عمله بدله کړي ځکه دوى په دوستي او دښمني نه پوهېږي.

يو کس راته ويل چې د هند سفارت په کابل کې ټليفون او برېښناليک ته هيڅ ځواب نه وايي. له سفير څخه چا پوښتنه کړې وه چې په افغانستان کې سل نامتو کاروباري کمپنۍ پېژني، هغه ورته د جنګسالارنو نومونه اخيستي و.

نژدې وخت کې يو کس ډېر مهم سوداګريز کانفرانس ته سفر درلود، دوى ورڅخه ډېر رسمي اسناد او ٦٠ ورځې د چاڼولو وخت وغوښتو چې له هندوستانه به راځي. بل يو ناروغ چې ډېر ځلې هندوستان ته د درملنې لپاره تللى و او يو خپلوان يې په سفارت کې دنده ترسره کوله ورڅخه په رډه رشوت غوښت چې ويزه ورکړي کنه د وېزې تورليسټ ته يې اچوي. د هند دوستي که موږ سره د بلچا په دښمنۍ ولاړه وي نو دا دروغجنه دوستي ده، خوار شئ په دې دوستي.

يادونه: روږدو مريانو ته چې د خپلواکۍ لارې ښيې دوى يې د ځان او بادار توهين ګڼي. د هندوستان، ناټو او لوېديځ ناولتياوې بربنډول د ناولي پاکستان او د هغه د غلامانو ملګرتيا نده.
(لیوال) 

-
بېرته شاته