(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د غزل بابا

[21.Feb.2017 - 23:32]

د غزل بابا او دتغزل بادشاه
لیک: شفیق شینواری
د حمزه بابا څواړخیزه شخصیت کله چې د پښتوادب په معاصره دوره خبرې کوو ؛ نوترټولو وړاندې مو د حمزه بابا نوم په ژبه را ګرځي،حمزه بابا د پښتو ادب د اوسنۍ دورې په لمنه هغه راټوکېدلی ګل او الهي ډالۍ ده ، چې په شا عرۍ کې یې د ژورو فکرونو او رنګینو خیالونو پرمټ په هر یوه نالیدلي مینه وال ځان ومانه، حمزه بابا د شاعرۍ ترڅنګ په نثرکې هم ځانته ځانګړی مقام لري او په دې فورم کې یې هم د شاعرۍ په څېرپه لوړه کچه خپل هنري زور ازمایلی. په حمزه بابا غږېدل بشپړ هنري توان او ډېر وخت ته اړتیا لري او بله داچې د ادب اوتصوف پر ډګر د نوموړي څوتوکیزه شخصیت راسپړل هم ماته ترخپل توانه پوره نه برېښي اوپه یوه کوچنۍ لیکنه کې د هغه په ادبي شخصیت غږېدل دنوموړي د حق د ادا کولو په مانا نه؛بلکې یوه یادونه یې بولم. کله چې د حمزه بابا په شاعرۍ کې دپښتو اوپښتونولۍ خبرې لولو ؛ نو خوشحال بابا مو ترسترګو کېږي او داسې فکر راسره پیدا کېږي،چې د پښتنو د یووالي او د پښتنو د ستونزو او دغه شان د ژوند د نورو خواو په اړه ، چې خوشحال بابا کوم تصویر وړاندې کړی، حمزه بابا په دې دور کې د خوشحال بابا په څېر د خپل قام ټولو کړو وړو ته ځیردی او وايي 
: دشېطان له څنګه مالرې کړه حوره
 دخودۍ جوهرمې بېل کړ له غروره
 د افغان په ننګ مې وتړله توره 
ننګیالی دزمانې خوشحال خټک یم
 حمزه بابا د خپل قام یو والي ته لېوال و او دایې ارزو وه،چې پښتانه دې هم د نړۍ د نورو قامونو په څېر د یووالي اوپېژندګلوۍ ځانګړی ادرس اویا مرکز ولري او دا موږ ته له خپلې آرې سټې سره د خپلې مینې يوښه تصویر وړاندې کوي : 
څوچې راغونډ په یو مرکز یې نه کړم 
هرې تپې ته دجرګوسره ځم
 وايي اغیارچې د دوزخ ژبه ده
 زه به جنت ته د پښتو سره ځم 
حمزه سفر که د حجازوي نوهم
 زه به په لار د پښتنو سره ځم 
حمزه بابا ځای پرځای په هنري ژبه د خپل ولس سره د مینې له امله ددوی د ژوند انځورونه کاږي او په دغه مینه کې په خپله خودۍ ویاړي او په پردي لوښي کې ورته څښل هم خوند نه ورکوي، په دې بیت کې دا تصویر ډېر ښه ځلېږي: 

ماحمزه ته یثربي باده خاونده 
په ښاغلې پیمانه کې د افغان را 
دغه شان حمزه بابا د خوشحال بابا په څېر د پښتنو بي اتفاقۍ ته ځیردی اوپه دې هم پوهېږي ،چې پښتانه سره نه یوځای کېږي ؛نو په ډېر مهارت په عارفانه تجاهل کې وايي :
 وريځې لېمه سترګې باڼه پښتانه
 څنګه یوځای شول پښتانه پښتانه
 د حمزه باباپه شاعرۍ کې دغه ډول بېلګې ډېرې لیدل کېږي ؛اوس به په همدې به بسنه وکړو او د یوبل هنري اړخ پاڼه به را واړوو، په دې پاڼه کې د مانا اولفظونو د ښکلا و له مخې د حمزه بابا په ځینو شعر ونو دحمید مومند تنده ماتېږي،حمزه خان شینواري عاشقانه خیالات د داسې ښکلو لفظونو په جامو کې وړاندې کړي، چې پر یووار لوستو د تل لپاره د سړي په ذهن کې ځای نیسي دبېلګې په ډول : 
حمزه ډک یې دی ولول وربل له رازه 
بې له عشقه وایه چا په هنر پرانیست
 یاداچې :
 په سباسبا دې زه دومره میېن کړم 
چې په هرسبامې ستا پرون په کار دی 
شبګیرې د خپل ځنګون دپاسه خوند کا
 خو د خوب دپاره ستا ځنګون په کار دی
 ايېنه د ننني تهذیب دې ښه ده 
خو جوهر پرې د ساده پرون په کار دی
 حمزه په ډېرو غزلو کې دمینې خبره په نوي انداز اونوې بڼه وړاندې کوي ، دغه هنرې ځواک نوموړی په شاعرۍ کې د یوځانګړې لارې یا سبک خاوند کړ او دا سبک د نورو شاعرانو له خوا دومره وپالل شو اوپوخ شو ، چې پر یوه ادبي ښوونځي بدل شو او دادی له لسیزو راهیسې دغه دود ورځ تربلې خپل اصالت لاپسې لوړوي، حمزه باباچې کله هم د مینې خبرو ته زړه تخنېدلی؛ نو د شعر په مضمون کې یې له هرپلوه ښکلاو ته پوره پام ور اوښتی او تر ډېره یې بې توله خبرې نه دي کړي، په دې بیتونو کې د نوموړي د خیال دغه الوت ښه جوت دی :
 لایې دسپین خالونه شمېرم وزګار نه یم
 پرېږده الوته به دسپوږمۍ به لورې بیا کړم
 ستا داطوفاني نظر به څه وي لنډه ګنډه
 داسې نوي نوي اوسیلي به راپیداکړم 
حمزه بابا رښتیا هم نوي اوسیلي راپیداکړل ؛خو تر خولې یې په دومره قوت را و وتل چې اوس دکاغذ په پاڼو کې نه ځایېږي ، په لوستونکو پخپله ځان لولي په ذهن کې یې ځای نیسې او په اسمانونو یې ګرځوي. حمزه بابا که څه هم چې تر ډېره د شاعرۍ ژبه ساده کارولې؛خو بیاهم په ځینو نظمونو کې یې دپيچلو لفظونو اوخیالونو د لوستو پروخت سړي ته کاظم خان شیدا ورپه یادېږي او کله کله دنوموړي یو نیم بیت یا نظم (محل دتأمل) شي اوپه پوهېدو کې شیبې تم کېدو ته سړی اړباسي لکه په دې نظم کې :
 د ایهام مرغه دفکرپه جال نیسم
 حال دخپلې روانۍ نه په قال نیسم 
د الفاظو روایت په کمال نیسم 
اور د شوق مې دی په واک کې مرڅینک یم
 یاداچې :
 ای دیار د تورو زلفو پرېشانه غوندې فکره
 ژوند دعشق به لا فاني کړې سلسله دې شه درازه
 د حمزه بابا د شاعرۍ یو بل تر ټولو لوی او مهم اړه تصوف دی او دا هغه روح دی ،چې د نوموړي شاعرۍ ته یې تل پاتې ژوند ورکړی، نوموړي په دې لار کې کلونه خواري کړې او ډېر پټ لیدلي او اوریدلي یې د شعر په ژبه په ډېره مینه بیان کړي،کله چې مو د حمزه په شاعرۍ کې د تصوف په اړخ سترګې ولګېږي ؛نوپه دې اړه د پښتو ادب د کلاسیکې دورې او تر کلاسیکې دورې وړاندې د ځینو سرلارو شاعرانو شعرونه راپه یاد شي او دا هغه اړیکه ده، چې تر هرچا زیاته په معاصره پښتو شاعرۍ کې حمزه خان شینواري ډېره پاللې،که څه هم چې په لرغوني او کلاسیکه دوره کې د تصوف په اړه ډېروشاعرانو شاعري کړې؛ خو زه یې د یو څو سرلارو یوڅوبیتونه په یوه اړخ کې دحمزه شینواري د فکر سره د اړیکي د ثبوت په توګه را اخلم: میرزاخان انصاري : 
که مقصودیې دخپل مخ ننداره نه وی
 د انسان جامه یې څه لره پیداکړه
 خوشحال بابا:
 په هرڅه کې ننداره د هغه مخ کړم
 چې له ډېرې پیدايۍ ناپدیدشه

-
بېرته شاته