(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډیورنډ کرښې حقوقی

[21.Feb.2017 - 23:50]

د ډیورنډ کرښې حقوقی مشروعیت څه دي؟
لیک:ذبیح الله وردګ
په ۱۸۹۳ کال د نومبر میاشتې په ۱۲ نیټه د امیر عبدالرحمن خان د واکمنې پر محال د ډیورنډ کرښه د انګریزانو له خوا د هندوستان په ګټه لاسلیک شوه خو پداسی حال کې چې افغانستان د یو لړ زیات جغرافیوی او سیاسی کور دننه او بهر ستونزو سره مخ وو، یادی ستونزی امیر عبدالرحمن خان ته د تیمورشاه له مرګ ( ۱۲۰۷ ه-ش ) وروسته په میراث پاتی وي. 
کله چې تیمورشاه خان مړ شو د هغه د ۲۴ زامنو په منځ کې زیات جنجالونه راولاړ شول، شاه زمان په کابل، شاه محمود په هرات او همایون خان په کندهار کې واک اعلان وکړ، شاه زمان خان خپل نور وروڼه ټول بندیان کړل، شاه زمان غوښتل چې لومړې په کور د ننه ستونزی حل کړي خو وخت او شته دښمن ددی فرصت ورنه کړ، انګریزانو چې هند یې خپله مستعمره ګرځولی وه په افغانستان کې زیاتو ستونزو جوړولو ته لمن وهله.
هغوی په هره سیمه د لوی افغانستان کې وسلې او پیسی ویشلی تر څو خلک دپیسو په زور په خپلو منځونو کې جګړو ته مجبور کړي او دوی وروسته پری د یوي دریمی زاویه د مصلحت کوونکی او خیرخواه په توګه ځانونه راښکاره کړي. 
کله چې امیر عبدالرحمن خان د انګریزان له خوا اړ ایستل شوو تر څو د ډیورنډ معاهده امضاء کړي دوی امیر عبدالرحمن خان ته یو لړ زیاتی ستونزی د راپورته کیدو ګواښ وکړ، چې وخت یوځل بیا دا تاریخ د حامد کرزی د واکمنۍ پر مهال له امریکایانو سره تجربه کړل خو حامدکرزی مقاومت وکړ اګر چې اولسونه یې راوغوښتل د لویی جرګې په تالار کې یې ورسره مشوره وکړه د لویی جرګې ګډونوالو کرزی ته د امنیتی تړون د لاسلیک مشوره ورکړه خو کرزی د امریکی په دوه مخی سیاست او د افغانستان پاشلۍ سیاست حالت ته په کتو انکار وکړ، خو ولسمشر اشرف غنی د خپل کار په دریمه ورځ یاد تړون لاسلیک کړ.  انګریزانو هم ورته امیرعبدالرحمن خان وننګولواو د خیبر له لاری د انګلیستان دبهرنیو چارو وزارت عمومی سکرتر هینري مورټایمر ډیورنډسره له خپلو شپږ ملګرو افغانستان ته راغی او د حاجی چمن په باغ کې یې له امیرعبدالرحمن خان سره ناسته وکړه، دوی پرته له دي چې امیرعبدالرحمن خان ته د ناستی کومه سریزه کیږدي په ډيره سپين سترګۍ یې هغه ته د ډیورنډ د معاهدي مواد وړاندې او د لاسلیک کولو یې ورته وویل. 
تاریخ امیر عبدالرحمن خان ته ځکه د ملامتی ګوته نیسئ چې هغه یاد مواد له اولسونو او خلکو سره شریک نه کړل او د ډيورنډ معاهده یې امضاء کړه پداسی حال کې  چې ممکن امیرعبدالرحمن خان بد نیت نه لرلو. تاریخ وړاندې لیکی انګریزانو د افغانستان مجبوریتو ته په کتو په امیر عبدالرحمن خان د زور له لارې یاده معاهده لاسلیک کړه او هیڅ دا پکی په نظر کې ونه نیول شول چې دا کرښه په کومه سیمه د کوم کلی او کوم قوم ترمنځ تیریږي ډیر داسې وشول چې حتی په ځینو سیمو کې یې یو کلی په دوه برخو وویشلو. 
  
لومړی سوال آیا ډیورنډ حقوقی مشروعیت لری؟ 
لومړی خو یاده کرښه د زور له لاری لاسلیک شوي دوهم د ډيورنډ کرښه په هغه وخت کې لاسلیک شوه چې پاکستان هیڅ شتون نه لرلو که افغانستان د یادی موضوع حل وغواړی په نړیوالو محاکمو کې لومړی د یاده موضوع له هند سره بحث کړي ځکه دا کرښه له هند سره لاسلیک شوي البته د انګریزانو په شتون کې. موږ افغانان چې کله د یادی کرښې موضوع بحث ته وړاندې کوو نو لومړی موږ ته هندوستان مهم دي که هندوستان یاده موضوع پاکستان ته راجع کړه بیا موږ دوهم اړخ د یادي کرښې بحث کوو او که هندوستان د یادي کرښې څخه تیر شوو نړیوال محاکم باید یاده کرښه له منځه یوسئ او د افغانستان پوله  له اټک سره په نښه کړي. 
دوهم سوال: ددی کرښې دوهم اړخ څه دي؟ 
دا کرښه پداسی یوه سیمه را کش شوي چې د کرښې دواړو برخو ته یوه ژبه، یو قوم، یو مذهب، یو فرهنګ پراته دي داسی موضوعات له حکومتونو سره نه بحث کیږي له اولسونو سره باید مشوره وشې وای که پاکستان د موضوع په دوهم اړخ کې د ټول پوښتنی کوم اسناد وړاندې کولای شې افغانستان حاضر دي چې د اسنادو تر مشروعیت وروسته یاده کرښه ومنئ او که یې نه لرې پرته له شکه چې د افغانستان د وخت په واکمنې په زور دا کار شوي. 
دریم سوال: آیا افغانستان به دا کرښه وګټلی شې او کنه؟ 
د هغې ورځې چې کله پاکستان د نړۍ په نقشه کې زیات شوي افغانستان هروخت د دوی تر سختو دوه مخو شیطانی بریدونو لاندې دي او هیڅ کله یې افغانستان ته د رفاع پرمختګ، اقتصادي پياوړتیاء، حکومت جوړوني فرصت نه دی ورکړي او په ډيره سپین سترګې یې د هیواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړي ده. نو لومړي پاکستان د افغانستان په روانو چارو کې لاسوهنه بنده کړي، د نړیوال محکمی په حضور کې د افغانستان ته حد اقل ۱۵ کاله وخت ورکړل شې تر څو کرښې ته نیژدو سیمو کې افغانستان د پرمختګ پروژې پلې کړي. ښکاره خبر ده پاکستان تر کرښه لره پښټونخوا د تروریستانو په نوم نومولی ده او نړي ته یې داسی معرفی کوي چې داخلک یواځي باید ووژل شې د پرمختګ پروژي باید تل په سند، پنجاب لاهور د پاکستان په نورو سیمو بیا هم پرته له بلوچستان کې پلې شې. وخت ناوخت یې په جنوبی او شمالی وزیرستانونو سخت بریدونه کړي او یاده سیمه یې تل د ځان دګټو په پلمه کارولی ده. د پاکستان پخوانې صدر پرویز مشرف په خپله یوه تلویزونی مرکه کې وویل: ما بوش ته وویل چې په پاکستان کې به زه او افغانستان کې ته پښتانه ختم کړه چې دا پروژه تر ډيره بریده عملی هم شوه. پرویزمشرف په خپل کتاب کې ولیکل: موږ د طالبانو په هغو مشرانو چې په امریکی مو خرڅ کړل زیاتی پيسې تر لاسه کړي او امریکایانو هغوی ټول ګونتانامو ته یوړل ښه بیلګې یې ملا عبدالسلام ضعیف، ملابرادر او نور طالب مشران وو، پداسی حال کې چې په لره پښتونخوا کې یې هم ورته کار وکړ شمالی او جنوبی وزیریستان یې سخت بمبار کړل او سلګونو کورنۍ یې د ویر په ټغر کینولې او هغوی یې وحشت او جنګ جګړو ته اړ ایستل. 
پاکستان تل کوښښ کوي چې د کابل اداره ضعیفه وي او ددی توان ونه لری چې له پاکستان سره د ډیورنډ کرښې په اړه بحث وکړي، پاکستان تل د کرښې دواړو خواوو ته پوستې او نظامی حرکتونه کوي د جګړو او غلچکۍ بریدونو تیارۍ نیسئ د دوی یواځنی هدف پدی کې دا دي چې افغان حکومت له دوی سره په جګړه لاس پورې کړي تر څو نړيوالو مطبوعات د افغانستان جګړه له پاکستان سره په کرښه نه په پوله خپره کوي خو افغان حکومت تر اوسه دا کار نه دي کړي. 
اسپندیار ولی خان وایې چې پرویزمشرف ما ته وویل: ته کرزی ته ورشه او ورته ووایه که دي دا کرښه ومنله ټوله مسئله به ختمه شې. نو ښکاره خبر ده چې دپاکستان سرسخته دښمنې یواځي د همدې کرښې پر سر ده. 
پاکستان پوهیږي چې یاده کرښه حقوقی او قانونی مشروعیت نه لری نو ځکه وخت ناوخت د افغان حکومت اړ ایستل کوي، خو افغانستان وخت او نړیوالی عادلې محکمی ته انتظار دي. 
افغان حکومت باید ژر تر ژره په کور د ننه سیاسی ستونزې حل او د جیوپولیټیک حرکت له لارې د هندوستان او بلوچستان په دوستې پاکستان ته لوی سردرد پیدا کړي او په لره پښتونخوا کې خپل محبوبیت ته ذهن جوړونه وکړي چې افغان حکومت دا کار ډير په آسانۍ سره کولاي شې. 
په همدې هیله چې لوی افغانستان مو د آزادی او سمسورتیاء ستر سمبول وي. 

-
بېرته شاته