(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جګړه په پښتون تحمیل ده

[23.Feb.2017 - 21:42]

جګړه په پښتون تحمیل ده 
لیک:‌‌‌‌‌‌ډاکترفیض محمد ځلاند
د سپتمبر له یولسم څخه چې نړۍ د امریکا په مشرۍ افغانستان ته را کوچیدلي، د پښتون ـ افغان له وژنې پرته یې د ترهګرۍ په ځانګړۍ توګه د نړیوالي ترهګرۍ په وړاندې کوم کوټلی پرمختګ نه دی کړی. نړۍ به ۲۰۱۷ کې له ۲۰۰۱ څخه زیاته نا امنه ده، د ترهګرو ډلو شمیر له هر بل وخت زیات شوی دی، د ترهګرو شمیر په نړۍ کې زیات شوی دی، د ترهګرۍ د پیښو پیچلتیا زیاته شوي ده، دارنګه د ترهګرۍ د پیښو د جلب او جذب ساحه پراخه شوي ده.استاد ځلاند

موږ وکتل چې په تیرو څو کلنو کې په امریکا، اروپا او ګڼو نورو سیمو کې د ترهګرۍ پیچلي پيښې را منځته شوي دي چې اکثره یې د همدې هیوادونو په داخل کې، د خپلو اتباعو له لورې د عامو وګړو د وژنو  سبب شوي دي. پوښتنه دا ده چې نړۍ ـ امریکا او ملاتړي یې ددې پیښو د مخنیوي د پاره څه کوي؟ ایا د ترهګرۍ اصلي ځالې، روزنځایونه، د تمویل کړۍ او پټنځایونه په نښه کیږي که نه؟

ددې پوښتنو ځوابول حتمي دي، ځکه دا پوښتنې د پښتون ـ افغان له ژوند سره تړلي دي. موږ ګورو د امریکا تر ټولو اوږده جګړه په داسې سیمو کې ترسره کیږي چیرته چې هیس انسان د امریکا ـ لویدیځ ګټې، اوسیدونکي او خاوره تر ګواښ لاندې نه ده راوستي. پښتون افغان په تیر ټول انساني تاریخ کې په چا یرغل نه دی کړی، د هغه د کور د ورانولو او وژلو تکل یې نه دی کړی، مګر نن په لوی لاس په پښتون افغان نړیواله جګړه تحمیل شوي ده.

له هوا او ځمکې پښتون افغان په بیرحمانه توګه په نښه کیږي، وژلی کیږي، کډوالۍ ته مجبوره کیږي او په لوی لاس دیته اړ کیږي چې د ځان د فاع د پاره وسلې ته لاس کړي.

ددې ټولو ناخوالو تر څنګ، حکومتونو، په ځانګړې توګه د کابل حکومت چې په وروستیو کې د ناقانانونه جوړښت له مخې د ملي وحدت د حکومت په نامه په کابل وتپل شو، له پښتون ـ افغان سره له تعصب ډک چلند کوي. ددې ناکردو ښه مثال د ۱۳۹۶ کال په بودیجه کې را برسیره کیږي. د افغانستان اساسي قانون حکم کوي چې متوازن انکشاف د حکومت دنده ده، متوازن انکشاف د تناسب په اساس رامنځته کیږي، په دې مانا چې د چا څومره نفوس وي، د کوم ولایت، ولسوالۍ چې څومره نفوس وي، په همغه کچه به حکومت ورته انکشافي بودیجه تخصیصوي، په هغه اندازه به ورته د پرمختګ چارې په لاره اچوي. مګر موږ ګورو چې د راتلونکي کال بودیجه زابل ته هیڅ ښوونځی په نظر کې نه دی نیولی، ولې تخار ته یې شپاړس ښوونځي ورکړي، سویلي ولایتونو ( کندهار، هلمند، اروزګان، زابل ) ته په بودیجه کې شا وخوا پنځه ښوونځي په نظر کې نیولی شوي، هیڅ لویه بودیجه ددې سیمې د خلکو د اساسي ستونزو د حل او د ژوند د ستونزو د کمولوو د پاره نه دی په نظر کې نیولی شوي،  دارنګه پکتیکا ته هیڅ ښوونځی په بودجه کې نه دی نیولی شوي، پکتیا، خوست، لوګر ته شاوخوا پنځه ښوونځي په پام کې نیولی شوي، ددې ولایتونو د روغتیاي ستونزو د ل د پاره هیڅ کومه نوي پروژه په لیست کې نه ښکاري. د ننګرهار، لغمان او کونړ له ولایتونو سره ورته چلند ته لار هواروه شوي ده. ولې د بدخشان، تخار، بامیان، دایکندي سیمو ته یې له ښونځیو نیولي تر روغتونونو، سرکونو او ګڼو نورو پروژو پورې پوره پام کړی دی.

دا په څه مانا؟
د پښتنو سیمو ته د نه پام دلیل دوی ددې سیمو نا امنۍ په ګوته کوي، خو موږ پوهیږي چې نا امني او پرمختګ یو له بل سره  تړلې چارې دي، چیرته چې اقتصادي ټیکاو نه وي، چیرته چې د پرمختګ چارې نه ترسره کیږي هلته به نا امني رامنځته کیږي، هلته به خلک د حکومت او چورواکو په خلاف غبرګون ته لار هواروي، هلته به د حکومت مشروعیت تت او کمرنګه وي، په  سویل کې، سویل ختیځ کې او ختیځ  د ګران وطن کې همدا زمینه په لوی لاس برابره شوي ده. په دې سیمو کې د ښوونځیو نه شتون، یا د خیالي ښوونځیو شتون، له ښوونځیو څخه د پولیسو او ارددو د پوستو کار اخیستنه په همدې مانا دي چې دا خلک جګړې ته وهڅولی شي، بمبار شي، کورونه یې تلاشي شي، ځوانان یې پلچرخي او باګرام ته ولیږدولی شي، کورنې یې کډوالۍ ته اړ شي. د ملي وحدت د حکومت ګڼې چارې تر پوښتنې لاندې دي، خو د راتلونکي کال د بودیجې د نا متوازن ویش، پایله به دا شي چې راتلونکی کال به جګړه لا زیاته شي، جګړه به لا پښتون ـ افغان وژني ته لار هواره کړي، پښتون افغان به لا زیات د راتلونکو نسلونو د پاره د قلم پر ځای ټوپک ته اسانه لاس رسی ولري چې دا چاره به سیمه او نړۍ لا زیاته نا امنه کړي.

موږ په ټولو رسنیو، مدني ټولن، ځوانانو، مشرانو، قومي سپین ږیرو غږ کوو چې د متوازن انکشاف د حق غوښتنې ناره راسره بدره ګه کړي، پرینږدي چې د ملي وحدت د حکومت ترنامه لاندې د افغانستان د قومو، پرګنو ترمنځ قومي ویش او جګړې ته لاره هواره کړي، د پښتون ــ افغان انسان لومړني، اساسي حقوق تر پښو لاندې کړي، جګړې ته لمن ووهي او افغان وژنه پراخه کړي.

-
بېرته شاته