(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

‌‌‌‌‌‌ډاکتر خان

[11.Mar.2017 - 21:49]

جرس د پښتو ژبې یواځېنۍ مجله ده چې د کراچۍ څخه د ښاغلی طاهر افریدی د نظارت لاندې تقریبا د دېرشو کالو راهیسې د خپلو مینه والو تنده ماتوی. 
طاهر اپریدی هغه شتمن او د ثروت خاوند و چې د کراچۍ په شان ښار کې به ېې تل حجره چلېده . کراچۍ ته نوی راغلی پښتانه که به افغانان و او که به د خیبر پښتونخواه عزیزان و تر هغې به د طاهر اپریدی په دېره کې پراته و تر څو به چې په روزګار نه و لګېدلی. د طاهر افریدی د پيټرول پمپونو او د تېلو د ټېنکرو کېریج کاروبار ښه په درز کې روان و چې نوموړی د کراچۍ د پښتنو لپاره د یوې پښتو مجلې تابیا وکړه تر څو د کراچۍ میشتو پښتنو تنده پرې ماته شی. طاهر افریدی د جرس په مجله باندې په کراچۍ کې خپله ټوله سرمایه ولګوله پمپونه ، ټېنکرې هر څه ېې د جرس څخه قربان کړل خو جرس ېې. د بندېدو څخه وساتله. جرس یواځېنۍ پښتو مجله یا رساله ده چې د ‌‌‌‌‌‌ډېرو ستونځو باوجود تر ننه د پښتو ژبې د مینه والو تنده په کراچۍ کې ماتوی . د طاهرافریدی ټول روزګار د داسې خلکو سره و چې هغوی ټول اردو ژبی و. نو طاهر افریدی څه شی دې ته اړ کړ چې د خپلو اولادونو د خولې رزق په یوه داسې اخبار مصرف کړی چې مینه وال ېې په وړو کې د مالګې برابر هم نه دي ؟. ښاغلی طاهر افریدی  د خپلې مورنۍ ژبې سره بېکچه مینه درلوده نو ځکه ېې ورباندې خپله ټوله سرمایه مصرف کړه . طاهراپرېدی  ته پښتو ‌‌‌‌‌‌ډېره ګرانه وه . کله چې د یوه چا د چا سره مینه پيدا شی په هغه عشق کې بیا سړی هرې قربانۍ ورکولو ته تیار وی.  پښتو ژبه د طاهر افریدی معشوقه ده. د عشق په خبرو هغه خلک ښه پواګی د چا چې ورسره واسطه پرېوتې وی . 
عزیزانو !  دا دومره اوږد تمهید مې د دې لپاره ستاسې مخ کې کېښود چې پښتو ژبه زمونږ څخه هم قربانی غواړی. 
عزیزانو او د پښتو ژبې درنو مینه والو!
د ښاغلی ‌‌‌‌‌‌ډاکټرخان تحریک ملګری لګیا دي شپه او ورځ نه ګوری خو کله په یوه ښار کې او کله په بل ښارکې کوڅه چوک جومات او حجرو کې د خپلې درنې پښتو ژبې د ودې دود دستور او په خپلو وسیلو د پښتنو واک او اختیار لپاره د پښتنو سره نه ستړی کېدونکې مشورې کوی . او دا کار د ‌‌‌‌‌‌ډاکټرخان تحریک ملګری د تېرو لسو کالو راهیسې کوی . عزیزانو د خپلې ژبې د ودې او جامې دود دستور په دې نه ستړېې کېدونکې مبارزه کې د دې تحریک ملګرو خپله ټوله انرژي او مال  مصرف کړو. عزیزانو دا د یوه کس یا تحریک د وس کار  نه دی راځۍ چې د خپلې ژبې جامې دود دستور او په خپلو وسیلو د خپل اختیار د خصول لپاره د ‌‌‌‌‌‌ډاکټرخان تحریک بدنی او مالی ملاتړ ته خپلې مټې راونغاړو تر څو خپلو موخو ته په رسېدو کې یو د بل مرستیال پاتې شو .
د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر خان د تحریک د ملګرو ملا په هر ‌‌‌‌‌‌ډګر کې مظبوطه کړۍ. 
پاک الله ج  دې د ټولو پښتنو مل شی.
یعقوت خان شینواری

 

-
بېرته شاته