(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پاکستان، بنګالي اواتڼ

[11.Apr.2017 - 21:17]

اکستان، بنګالي او اتڼ

لیک: بوریوال کاکړ

د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري څانګه – یونیسکو – له ۲۰۰۰م کاله راهسې ۲۱مه فروري د مورنیو ژبو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځي. دا ورځ د ملګرو ملتونو د پرمختللو او ځواکمنو هیوادونو لکه امریکا ، روس ، چین ، فرانس او برتانیا له برکته نه لمانځل کېږي بلکې د دې ورځې لپاره د وروسته پاتې بنګله دېش شعور لرونکو ملتپالو بنګالیو ځوانانو قرباني ورکړې وه.

 

د ډهاکې پوهنتون ځوانانو د ۱۹۵۲م کال د فرورۍ پر ۲۱مه د یو شمېر نورو سیاسي فعالانو په ملتیا د دې پرضد پرامن احتجاج کړی وو چې پاکستان دې پردۍ اردو ژبه پر اکثریت لرونکو بنګالیانو د قومي ژبې په توګه نه ورتپي بلکې د هغوی خپلې مورنۍ ژبې بنګلا یا بنګالي ته دې د قامي ژبې حثیت ورکړي. خو پاکستانیو ځواکونو پر هغو مظاهره چیانو ډزې کړې وې او یو شمېر ځوانان یې وژلي وو.

ملتپالو بنګالیو د هغې پېښې پر ځای د – شهید مینار – په نامه یو یادګار جوړ کړ خو پاکستانیو پولیسو ونړاوی. هغوی بیرته جوړ کړ. پاکستانیو ځواکونو په ۱۹۷۱م کال کې د بنګله دېش د ازادۍ جګړې پر مهال یو ځل بیا شهید مینار له خاورو سره خاورې کړ خو پر خپله ژبه مینو بنګالیو بیرته جوړ کړ. اوس هر کال د فرورۍ پر ۲۱مه خلک ورځي او د هغه مینار په خوا کې د هغو ننګیالیو ځوانانو په یاد کې د عقیدت په توګه ګلونه ږدي چې د خپلې مورنۍ ژبې لپاره یې د سرونو قرباني ورکړې وه.

خپله ژبه او کلتور ژوندی او خوندي ساتل د هر قام بنیادي حق دی خو د هم دې حق غوښتل د دې سبب شو چې له پاکستان سره په هغه څه کم نهه میاشتنۍ جګړه کې شاوخوا څلور لکه بنګالیان وژل شوي او پر زرګونه بنګالۍ مېرمنو جنسي تېري شوي وو. د خپل حق غوښتونکو دې بنګالیو په ځپلو کې له پاکستاني پوځ سره جماعت اسلامي ګوند هم ملګری وو کوم چې د بنګله دېش د جوړېدو مخالف وو. بنګله دېش اوس د دې ګوند مشران یو په یوه د جنګي جرمونو په تور په دار ځړوي.

 

د جماعت اسلامي له خوا له ملتپالنې کرکه یوازې تر بنګله دېشه محدوده نده بلکې دوی هر ځای تر خپله وسه په زور د هغو خلکو د خاموشه کولو هڅه کوي څوک چې د خپل قامي شناخت خبره کوي او د خپلې ژبې او کلتور ژوندي او خوندي ساتلو لپاره هلي ځلې کوي.

تازه بېلګه یې دا ده چې د یاد ګوند د زده کوونکو تنظیم – اسلامی جمعیت طلباء – د روان  ۲۰۱۷م کال د مارچ پر ۲۱مه د لاهور په پنجاب پوهنتون کې د پښتنو ځوانانو پر هغه کلتوري غونډه برید وکړ په کوم کې چې هغوی د نوروز لمانځنې لپاره د اتڼ بندوبست کړی وو. سخت دریځي پر دې ګوند تور نه دی بلکې حقیقت دی. د یاد ګوند مشهور مخکښ لیاقت بلوڅ د پنجاب پوهنتون تر پېښه وروسته پاکستانیو رسنیو ته وویل ،  “چې په پوهنتون کې نڅاوې وي نو د تشدد پېښې به خامخا رامنځ ته کېږي”.

که څه هم پښتنو تر دې وړاندې د ډېرو خونړیو ترهګرو بریدونو په غبرګون کې هم څه منظم او په یوه خوله احتجاج نه دی کړی خو د پنجاب پوهنتون دې پېښې ته یې له نیکه مرغه په بېلا بېلو ښارونو کې د احتجاج په توګه اتڼ کولو سره ډېر پراخ ، پرامن او مهذب غبرګون وښود کوم چې د ستایلو وړ دی.

 

د پاکستان خبري رسنیو د پښتنو د احتجاج پر دې ځانګړي انداز هم داسې سترګې پټې کړې لکه د وزیرستان پر نړولو چې پټې کړې دي. خو کور دې د امریکايي مارک زوکربرګ او د هغه د ملګرو ودان وي چې فېسبوک یې جوړ کړ. اوس ټولنیزو رسنیو او په ځانګړې توګه فېسبوک پښتانه دومره سره رانژدې کړي دي لکه ټول چې په یوه هجره کې ناست وي. هره خبره په څو منټه وخت کې دننه تر زرګونه پښتنو رسېږي. اوس پښتانه دې ته نه دي اړ چې د پاکستان پر رسنیو تکیه وکړي بلکې د فېسبوک او ټویټر له لارې خپل ږغ د خپل ټول وطن تر څنګ د نړۍ هر ګوټ ته رسولای شي.

بنګالیانو بې فېسبوک او ټویټره په ملګرو ملتونو دا خبره منلې وه چې د بنګالي ژبې لپاره د وژل شوو بنګاليو ځوانانو په درناوي کې د هغوی د مرګ ورځ یانې ۲۱مه فروري د مورنیو ژبو نړیواله ورځ وګرځوي. پښتانه هم کولای شي چې په اوسني پرمختللي دور کې د خپل قام او نړیوالو پام دې ته واړوي چې پښتون کلتور او پښتو ژبه هم د نړۍ د نورو کلتورنو او ژبو غوندې د ژوندي او خوندي پاتې کېدو حق لري.

 

پښتانه سیاسي او ټولنیز فعالان باید په پنجاب پوهتون کې د مارچ پر ۲۱مه د جماعت اسلامي له خوا په نښه شوي پښتانه ځوانان په کره توګه مالوم کړي او د هغوی دې قربانۍ ته په درناوي کې هر کال د مارچ ۲۱مه نېټه په هر ښار کې په اتڼونو ولمانځي. که چېري په دې پېښه کې په نښه شوي ځوانان مالوم او په ډاګه کړل شو نو دا به نور ځوانان دې ته وهڅوي چې په خپل کلتور او ژبه وویاړي او د هغه د ودې لپاره کار وکړي.

 

اتڼ یو داسې فعالیت دی چې پښتانه پر سیاسي اختلاف سربېره پکې برخه اخلي او دا په دې اوسني احتجاجي اتڼونو کې هم ولیدل شو. د پښتون سټوډنټس فیډرېشن او پښتونخوا سټوډنټس ارګنازېشن مخکښان کولای شي چې هر کال د دې ورځې په منظمه توګه د لمانځلو لپاره لږ تر لږه په ګډه د اتڼ مېلې جوړي کړي. دا به نه یوازې دوی او نور پښتانه سره رانژدي کړي بلکې سخت دریځو ته به هم په یوه خوله دا پېغام ورکړي چې سیاسي اختلاف پر خپل ځای خو کلتور او ژبه د ټولو شریک دي. چونګه په پنجاب پوهنتون کې پر پښتنو برید د مارچ پر ۲۱مه د نوروز لمانځلو له کبله شوی وو نو که چېرې دا ورځ هر کال ولمانځل شي نو د پورتنیو ګټو تر څنګ به یې یوه ډېره اساسي او ملي ګټه دا وي چې د پښتانه قام یو تاریخي دود یانې نوروز به په پښتونخوا وطن کې هم بیرته را ژوندی کړي.

خوشال بابا ویلي وو چې:

 

په راتلو درسره ډېرې خوښۍ راوړه

پر”خوشال خټک” دې قدر دی نوروزه

پراګ، چیک جمهوریت/ بوریوال کاکړ) )

 
-
بېرته شاته