(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمجروح

[27.Apr.2017 - 17:10]

دلوې او بخښونکی خدای په نامه

ددې درنې پرانستغونډې پتمنو ګ‌ډونوالو سلامونه او نېکې هیلې.

کله چې دیوقام ځوان کول سره احساس پیدا شوی او رابیدار  شوی دي، نو هغه قام دپرمختګ پر لور ګامونه اخستلې  او دنړۍ دقامونو سره سیال شوی دی

دا دډېرې خوښۍ ځای دی، چې کونړ میشتي مبارز ملګري 

دشهید سید بهاوالدین مجروح فکري بهیر پرانیزي

ویښ قامونه خپل پوهان ، ټولنیز، قامي (ملي) او ادبي سړیتوبونه (شخصیتونه)  او د دوۍ هلې ځلې تل یاد اوتازه ساتي.

  ددوۍ دنظر او  فکر پلوشې خوروي،  غون‌ډې سیمینارونه، کنفرانسونه جوړي او او راتلونکې نسل ته ددوۍ  دهلو ځلو ، ژوند او اثارو په اړه څېړنې  وړاندې کوي، ددوۍ په نوم کولتوري، سیاسي، پوهنیز، ټولنیز مرکزونه او بنسټونه جوړي،چې ننۍ پرانست غون‌ډه چې دکونړ میشتو مبارزو ځوانانو په نوښت، مټ  او هلو ځلو جوړه شوې ده، مونږته  دا ‌ډا‌ډ‌ او زیری  راکوي، چې دپښتنو ځوان کول (نسل) رابیدارشوی.

شهید سید بهاوالدین مجروح نه یوازې داچې  پوهان (عالم) او فيلسوف و، بلکه ښه شاعر، اديب او ديپلومات  هم وه. مونږدشهید مجروح کوټلی تلپاتي او نه هیریدونکی چوپړ(خدمت)، چې خپل ولس، ژبې او هیوادته یې دهیواد دننه او دغه راز د ک‌ډوالۍ پرمهال کړی په درنه سترګه ګورو، ستاینه او قدردانی یې کوو او د کونړ میشتو مبارزو ملګرو ته ددغه نیک ګام (د شهید مجروح دفکري بهیر د پرانیستو) مبارکي وایو او په دې امید، چې دپوهې او ادب په دې ټاټوبي کې سیاسې ، کولتوري او ادبې هلې ځلې لا پراخې شي.

ستاسې دلا بریاوو په هیله

په پښتنه مینه او درناوی

علي خان محسود: دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشر

-
بېرته شاته