(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دوه کتابونو مخکتنه

[13.May.2017 - 21:15]

لواغر:د دو کتابونو مخ کتنه اؤ د ډاکټراقبال نسیم خټک ته په ژوندونی پیرزوئینه

روداد :اعجازخټک لاچئ کوهاټ 

د ډاکټروزیرشادان صیب دا خیال ووچې زه په لواغرکښې دخپلو کتابونو داسې مخ کتنه اوکړم چې ترډیرې مودې راسې ئې خلق یاد لری ، نن ۲۰۱۷/۵/۱۳.ء د خالی په ورځ هم داسې وشو، خو د دې ترشا د دوی اؤ د دوی د کوهاټ، کرک، هنګو، ټل اؤ پيښور ملګرو بې کچه مرسته وه چې ډیرپه لنډتنګ وخت کښې داسې کوټلې اؤ تللې پروګرام وشو، د ډاکټروزیرشادان چې کوم مینه وال مقامی اؤ بهرنی څومره راغلی وو، ترآخره پورې ډیرشوق اؤ ذوق سره ناست وو، اؤ کوم پروګرام کښې چې ډاکټراقبال نسیم خټک، اؤ ډاکټراباسین یوسفزې موجود وی نو بیا خو د خلقو مینه د لیدو وی، 

د دې غونډې صدارت ډاکټراقبال نسیم خټک کولو، خصوصی میلمانه پکښې دپښتواکیډیمئ پيښور ډاکټرنصرالله خان وزیر، د افغانستان دعلومواکیډیمئ کابل رئیس ډاکټرمحی الدین هاشمی،اؤ دپښتوڅانګې چیئرمین ډاکټر اباسین یوسفزې وو، نظامت ډاکټروزیرشادان پخپله کولو چې ترآخیره پورې ئې ډير په خوند خوند پروګرام پائې ته اورسولو، ټولو نه وړمبې د ډاکټروزیر شادان د شعری مجموعې (زخمونه تصویرونه ) اؤ بل د ډاکټروزیرشادان اؤ ډاکټربنارس خان خټک په شریکه لیکلېی  کتاب ( ډاکټراقبا ل نسیم خټک -- کار اؤ زیار) مخ کتنه وشوه ،بیا ورپسې پروفیسر آسیرمنګل په دواړو کتابونوخپلې مقالې واؤرولې ، الیاس ټلوال ډاکټراقبال نسیم خټک اؤ ډاکټروزیرشادان دواړو ته د عقیدت منظومې پیرزوئینې وړاندې کړې ، بیا ورپسې مشاعره پیل شوه ، تالارکښې ناست مینه وال چې خبریدو نو وخت د غرمې دوې بجې شوی وې، د ماسپخین نمانځه وخت شوې وو اؤبیا ورپسې د ټنګ ټکورپروګرام شروع شو ، د لواغرتکړه شاعر عمرعلی خټک د ډاکټروزیرشادان یوڅو منتخب غزلونه ډیرپه خواږه آواز کښې مینه والوته واؤرول اؤ ډیر دادئې واخستو ، 

ډاکټرمحی الدین هاشمی صیب پخپلو خبرو کښې اووې چې زه دلته دیرش کاله پاتې شوې یم، زه تاسو میلمه نه یم، زه خپلې پختونخواه ته راغلې یم، ما دلته پيښور نه پی ایچ ډی کړی ده، زه د دلته استاذانو هغه مینه اؤ احسانات هیڅکله نشم هیرولې چې په مائې کړی دی اؤ ما ترې زده کړی ده، هغوی اووې چې ما د افغانستان د علومو اکیډیمئ اؤ لیکوالانو نه تاسو ته دا پیغام راوړې دې چې یا پښتونه راویښ شئ، خپل ځان اؤ قامی ذمه دارئ اوپیژنئ، شعر ډير پرمخ سفر کړې دې، اوس ضرورت د دې خبرې دې چې نثرکښې مونږ خپل قام ته هغه څه وړاندې کړو د کوم چې ضرورت دې، 

بیا ورپسې دپښتواکیډیمئ پيښور ډائریکټر ډاکټرنصرالله خان وزیر د ډاکټراقبال نسیم خټک اؤ د ډاکټروزیرشادان په خدماتو خبرې اترې اوکړې اؤ د هغوی خدمات ئې اوستائیل،

ډاکټراباسین یوسفزئ د ډاکټروزیر شادان  دواړو کتابونه ډیر اوستائیل اؤ دائې اووې چې خټک نامې کښې زما ډير لوئې لوئې استاذان تیرشوی دي لکه پریشان خټک، ډاکټراقبال نسیم خټک، یار محمد مغموم، اجمل خټک ، دا دوی نه د زده کړې اؤعلمی رهنمائئ برکت دې چې نن زه دلته ستاسو په مخکښې ولاړیم، اؤ بیا تیره په تیره خوشحال بابا چې زمونږ قامی لارښود دې، د هغوی خدمات مونږ کله هیرولې شو، ماته د خیبرآفریدی هغه خبره نن هم یاده ده چې د خوشحال بابا دکلام تلاوت کوې کنه ؟ - دا دخوشحال بابا سره د عقیدت اظهار دې، نن که ډاکټروزیرشادان خپل قومیت، مقامیت، پښتونیت ستائې نو داد خوشحال بابا د خاورې برکت دې، خو پښتون خپل اتلان ځکه نه پیژنی چې دا ئې په تعلیمی نصاب کښې نشته، 

ډاکټراقبال نسیم خټک پخپلو خبروکښې اووې چې یو د کال ۱۹۵۸.ء زمانه وه چې مونږ به د لواغرپه الګډو، خواړونوکښې اسکولونو ته پیدل مزلې کولې ، ډیره غریبانه وه خو مونږ خپل همت نه دې بائيللې ، تعلیمونه مو حاصل کړی اؤ یو مقام ته مو خپل ځانونه رسولی، سیدتقویم الحق کاکاخیل به وئیل چې د لواغر یو طالبعلم مې په دې خوښ دې چې یو لاس کښې به کتاب وی اؤ بل به پنځه وخته جمات ته نمانځه له ځی، د نن طالبعلم ته خو ډیر آسانتیاګانې حاصلې دی، خو بیا هم دوی محنت نه کوی، کار هغه چې بل ته ترې فائده اورسی ، هغوی اووئیل چې زما په رګ رګ کښې اوس هم د لواغروینه ده، زما د وسه چې څه کیږی ، لا خو ډیرکار پاتې دې، 

د مقامی شاعرانو نه علاوه د کوهاټ، لاچئ، ټل، هنګو، دوآبې، پیښور، اؤ اسلام آباد نه دومره ډيره شاعران راغلی وو چي د ټولو آورول ډیر ګران وو نو ډیرو مقامی اؤ ځنو بهرنی شاعرانونه ډاکټروزیرشادان خصوصی بخښنه اوغوسته اؤ هغوی په ډیره مینه د هغوی خواست قبول کړو  نوډاکټروزیرشادان ئې په خصوصی توګه مننه اوکړه خوکومو شاعرانو چې کلامونه واؤرول هغه په داډول دي،

سلطان عزیز، احساس خټک، ملک مقبول محمد، محموددانش، عبدالکریم بیتاب، اعجازخټک، شاهد خټک، سلیم بنګش، صادق سرګردان، پروفیسر ظفرتنها، قیوم مروت، وهمی آورکزئی، سعادت سحر، شیرولی خان آورکزئی، فریداعزاز بنو، طاهرخان طاهر بنو، انګار خټک، پروفیسر محبت خان خټک، پروفیسرآسیرمنګل، صابروزیر، شمس کاکړ، رئیس کوثر، شاکرآورکزئی، انوارآفریدی، فاضل دانش لوغر، سکندرخان سکندر بنو، ممتاز بنو، عبدالرحیم عاصی، یوسف آفریدې، ظاهرشاه بنو، زاهد نازهنګو، اشرف خان اشرف لتمبر، سخی زمان بنو، یوسف آشنا افغانستان، قاسم محمود بنو، رحم زمان خټک اسلام آباد،

 
-
بېرته شاته