(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دردونکي لنډه کيسه

[17.Jun.2017 - 12:34]

ډېره_دردونکې_لنډه_کيسه 

لیک: خوستوال

هېندارې ته ولاړه وه، مخ یې راواړاوه ويي ويل:

هى! که آئېنه نه وای زه به څنګه پوهه شوې وم چې دومره ښکلې یم؟! بیا یې په کړس وخندل.

 ما ورته کړل: هېنداره دروغ وایي، تا کې هېڅ ځای د اخېستو نشته؛ په ځان مئینې.

 خوا کې مې کېناسته: که هېنداره دروغ وایي، ستا زړه خو به دروغ نه وایي،که آئېنه نه وای هم ستا په زړه او ستا په سترګو کې به مې خپل تصویر لیدلی و په ځان مئینه نه یم، غوښتل مې ودې غږوم خپه ښکارې.

ما وویل: پلار دې شپږ لکه روپۍ پوره غواړي،دا پیسې خو په کلي کې نه موندل کېږي، باید له ملکه پسې ورک شم.‌

هغې په لوړ آواز وخندل،‌ په بالښت یې کلک ووهلم: تا نو څه فکر کړی و؟ د جانان لور مُفته ده؟ سیف الملوک غوندې به د وسپنو بوټونه راپسې زاړه کړې. ما حیران وروکتل ومي ويل: ته رښتیا وایې؟ 

زما لرېتوب زغملی شې؟

هغې بالښت په غېږ کې نیولی و، زنه یې پرې لګولې وه د لږ اوږده سکوت نه وروسته مسکۍ شوه، په تبسم یې سر مثبت وخوزاوه او له خونې ووته.

 څو دقیقې وروسته راننوته ويي ويل: ستا د خوښې چای مې درته جوړ کړی….

 ودرېدم: زه باید لاړ شم، چای نه څښم.

 مخې ته مې ودرېده:

هی! ما د پخالې په لوګو درته چای جوړ کړ او ته داسې ځې؟

 هېڅ مې ونه ویل، له خوا یې تېر شوم، دروازه مې پسې کلکه ووهله.

 یوه اونۍ وروسته مې په کلي کې له ټولو خدای په اماني وکړه یوازې د خسر کور ته ورنغلم.‌

 شپږ کاله مې پردي ملک کې تېر شوي وو د کورنۍ له خوا مې کله یو نیم خط راته.

یو ځل مې مور یو کسټ رالېږلی وه په هغه کې یې په ژړا ویلي وو: کاشکې مې د جانان لور درته کړې نه وای له ملکه یې ورک کړې.

 زړه کې مې شک ولوېد،ښایي زه یې نه خوښېدم،د تره زوی یې ښکلې ځواني درلوده، هغه به یې خوښ وو.

 د وخت په تېرېدو سره مې مینه په عقيدې او کرکې بدلېده تر دې چې یو وخت مې احساس کړل، نوره مینه نه ورسره لرم او کرکه مې ترې کېږي.

 وروسته له اوه کاله مزدوزۍ، کلي ته راستون شوم ږیره کې مې یو نیم سپین پیدا شوی و.

 د خسر کور ته ورغلم؛ ډنګره شوې وه د سر وېښتان یې تر ما زیات سپین شوي وو،زړه مالومېده، همدا چې خونه کې یې یوازې وموندم، غېږ کې یې ټینګ ونیولم، سلګیو یې وجود رېږداوه خو زر غلې شوه او خپلې اوښکې یې په داسې انداز پاکې کړې چې زما پام نه شي او بیا یې په هماغه پخواني تبسم راته وویل:

هى! ته خو سم سپین ږیری شوی یې.

 ما هېڅ ونه ویل،د هغې په اړه مې کوم احساس نه درلود،پښتو وه،کنه له هغې سره واده کول راته ځانته سزا ورکول ښکارېدل.

 په یوه میاشت کې مو واده وشو،زما ساړه برخورد یې له شونډو تبسم نه اخېست،زما تېښتې یې خوا نه وربدوله،اکثر به له نورو سره وم، هغې به هېڅ نه ویل.

دې کار یې زما په زړه کې هغه زورونکی شک لا زیاتوه چې ګویا زړه یې له ما سره نه دی،‌ بل چا سره دی،زما نږدې والی یا لرې والی ورته مهم نه دی.

 یوه میاشت تېره شوه،‌ پوه شوم چې ناروغه ده. یوه ورځ‌ یې حالت ډېر خراب شو، ډاکټر ته یې بوتله،د ولسوالۍ ډاکټرانو ویلي وو چې دلته یې علاج نه کېږي، ولایت ته یې بوځئ.

 کور ته چې راغله، لږه ښه شوې وه. بله ورځ مې مور راته وویل:

زویه مېرمن دې ولایت ته بوځه، چې هلته یې سمه معاینه کړي.

ما وویل: مورې! د مسافرۍ ملګري مې لیدو ته راځي، ته او پلار مې ورسره لاړ شئ.

هغوی چې ولایت ته وخوزېدل، زه ورغلم،‌ د هغې هغه صندوق مې خلاص کړ چې د پلار له کوره یې راوړی وو.‌

 د جامو منځ کې مې یو دُسمال وموند چې غوټه و.‌ هغه غوټه مې خلاصه کړه،‌ لیکونه مې په کې وموندل.

 د زړه درزا مې زیاته شوه؛‌ که زما شک سم وي نو باید مړه یې کړم.‌

 هغې تر نهم ټولګي ښوونځی ویلی و، ډېر ښکلی خط یې درلود.

 لیکونه په ترتیب قاټ شوي وو،لاسونه مې له ډار او غوسې رېږدېدل،لومړنی لیک مې خلاص کړ.

 پیل کې یې زما نوم لیکلي وو:

زما ….! زما د زړه سکونه!

هغه ورځ چې تلې، له دې ملکه دې ټولې خوشالۍ ځان سره یوړې،زما روح دې هم لکه سیورې ملګری وو زه دې هسې تش کالبوت دلته پرېښودم،پوهېږې هغه ورځ مې ولې درته هسې خبر وکړه؟

د دې لپاره مې درته هسې وویل،چې غوښتل مې همت دې د سیف الملوک شي.

زه به تقدیر داسې کور کې پیدا کړې وم چې خپل لور پلوري.‌

 ما مې لپې، لپې اوښکې خپل زړه ته تېرې کړې، ستا مخکې مې تویې نه کړې،نه مې غوښتل چې کمزوری دې کړم.

د تلو په ورځ مې دې لار څارله چې راشې، خو ډارېدم چې هلته مې له خولې چیغه ونه وځي،کله چې خدای په امانۍ ته رانغلې، ناهیلې شوم،‌ مګر خوشاله وم چې ته په واقعیت پوه نه شوې.‌

 دا دی یو کال دې تېر شو،نوره نو کمزورې شوې یم، خپل زړه درنه نه شم پټولی.

 مینه درسره لرم،‌ بې تا ژوند نه تېرېږي.

 

دویم لیک مې خلاص کړ:

 زما له تنه وتلی روحه!

 راشه! ته د دې لپاره لاړې چې ما لاس ته راوړې،نه شي چې راشې او زه مړه یم.

 مرم درپسې…

 درېیم لیک؛

 نن مې تر نورو ورځو ولې ډېر یادېږې؟

 یو عکس خو دې راولېږه،څو ورځې کېږي درته یو دُسمال ګنډم،هسې دې تلو کې زما د لاس نښه ځان سره وانه خېسته..

څلورم لیک؛

 په هغه ورځ چې تلې، زړه کې مې یوه څړیکه پیدا شوه؛ اوس هغه درد په ټول وجود کې احساسوم. ولې داسې فکر کوم چې دا درد مې وژني؟

نه غواړم داسې زنکدن ولرم چې ته نه یې،هغومره چې بې له تا ژوند سخت دی، هغسې راته بې له تا مرګ سخت ښکاري.

 راشه، نور نو بس ده.

 اورېدلي مې و، د هغې دنیا یوه ورځ، د دې دنیا زر کاله کېږي،زه دې چې جدایي وینم؛ هره ورځ یې، د هغې دنیا زر ورځې دي او هره شپه د هغې دنیا تیاره کلونه...

 فکر کوم حریصه شوې یم،‌ لږه بد ګومانه شوې یم، داسې نه شي چې کومه بله یوه دې موندلې وي؟

 نه،‌ ته داسې کولای نه شې. زما مینه دې د زړه په تَلو کې ده...

پنځم لیک:

 ډېره ناروغه یم،‌ خو چاته غږ نه کوم،زه وایم چې په دې نورو دردونو کې که ستا د بېلتانه درد لږ ورک شي،خو ولې احساسوم چې نور دردونه، ستا د بېلتانه په دردونو کې ورکېږي؟

شپږم لیک:

 په غټ خط یې لیکلي : راشه! که نه راځې، آدرس دې راکړه چې زه درشم.

 نه شم ویده کېدای؛‌ چې ویده شم، تا سره یم، کاشکې ټول عمر ویده وای…

 اووم لیک:

 لیک درته لیکم، خو نه یې در استوم،‌ فکر کوم چې تاته به مسافري سخته شي،مګر بیا یې هم لیکم، پوهېږې ولې؟

تاته د لیک لیکلو په وخت داسې احساسوم، لکه تا سره چې خبرې کوم…

 لیکونه چې خلاص شول،‌ په دُسمال کې لیکلې جمله چې خامک یې ګنډلې وه، ښکاره شوه:

 خولې دې پاکې کړه، هېره مې نه کړې.

 نور مې نو چیغه له ستوني ووته،لیکونه او دُسمال مې په اوښکو لانده شول.

 تر مازیګره مې وژړل،د کلا د دروازې د خلاصېدو غږ راغی،کړکۍ نه مې وکتل،‌ هغه وه،مور او پلار مې له مټو نیولې وه،په سختۍ یې قدم اخېست.

ما پړمخې ځان واچاوه؛‌ سلګو نیولی وم،د خونې دروازه خلاصه شوه دوی راننوتل.

 پلار مې غږ وکړ:هلکه پاڅه…

 هغې په ناروغ آواز وویل: ستړی به وو، ویده دی،مه یې راویښوئ.

 مور او پلار مې چې له خونې ووتل،‌ زه مې ځای کې کېناستم، هغه بیا د تل په څېر مسکۍ شوه، راویښ شوې؟

 سترګو ته مې ځیر شوه: څه شوي دي؟ سترګې دې درد کوي؟

 غوښتل یې له ځایه پورته شي، دومره زور په کې نه وو پاتې.

 ورغلم، مخ ته یې کېناستم، وروسته له کلونو یې سترګو ته ځیر شوم: ولې دې داسې وکړل؟

 وارخطا شوه: څه مې کړي دي؟

 ورغلم،‌ له صندوقه مې هغه د لیکونو ډک دُسمال راواخېست، په مخکې مې یې کېښود.‌

 هغې چَت کې سترګې وګڼډلې، بیا یې ماته راوکتل: نو ته په دې هر څه پوه شوې؟

 په ژړغوني انداز یې رو وویل: کاشکې نه وای پوه شوی.

 ما چیغه کړه او هغه مې غېږ کې ونیوله، هغې هم غېږ کې ټینګ ونیولم او له ژړا ټوله رېږدېده.

 په مخ او سترګو مې ښکل کړه: ولې دې داسې وکړل؟

 هغې خپلې اوښکې پاکې کړې،تریخ تبسم یې په شونډو راغی:

هى! همدا به نصیب و او هغه هر څه ضرورت…

 دا دی،‌ هماغه صبر وو چې ته مې لاس ته راوړې. اوس نو دا ژوند ډېر ښکلی دی، سم لکه ستا د سترګو په شان.

 زما ژړا نه درېده، په سلګو کې مې ورته وویل:

بښنه غواړم، ما وبښه، هغې وغوښتل چې پرې ومې وهي، خو د بالښت د جګولو وس یې نه وو.‌

 وروسته چې مې اوښکې ودرېدلې، ترې ومې پوښتل:

دا هر څه دې څنګه تېر کړل؟ زما سوړ حالت او هغه تېښته دې څنګه زغمله؟

 هغې اسوېلی واېست: بېلتون دې سخت و، د دې ورځ په هیله مې وزغمه، بیا یې زما مخ په لاسونو کې ونیوه، سترګو ته مې ځیر شوه: ته نه پوهېږې چې ستا په څنګ کې اوسېدل ما ته څه مانا لري،ما د دې ورځې لپاره ډېرې شپې په ویښه رڼې کړې دي. نو تا سره په یو انګړ کې اوسېدل،‌ ما ته په جنت کې د اوسېدو مانا لري.

 شپه شوه، مور او پلار مې وروغوښتم، مور مې په ژړا شوه: زویه! په څومره خواریو دې وکړله،‌ هغه ده دا یې حال شو.

 پلار مې راته وویل: د خدای ج فیصله به داسې وه، مېرمن دې د سرطان ناروغي لري، ډاکټرانو ویل چې وخت یې ډېر تېر شوی او علاج یې نه کېږي. یوه میاشت نوره به ژوندۍ نه وي.

 پلار مې لګیا وو، خو نور یې ما خبرې وانه ورېدې، بې هوښه شوی وم.

 

ډاکټرانو رښتیا ویلي وو هغه پنځه ویشت ورځې زمونږ مېلمنه وه خو،تر مرګه یې هغه تبسم په شونډو وساته،‌ هغې په ناروغۍ کې هم ماته ډاډ راکاوه.

 د زنکدن په وخت کې یې رانه وغوښتل چې غېږ کې یې ټینګه ونیسم.

 هغه مې ژوند ته راغله او بېرته لاړه خو،په تلو کې یې له مانه هر 

څه یوړل، زه یې ټول عمر د خپل تصویر سره یوازې پرېښودم.

#مامامسکین_شباب_خوستوال

 
-
بېرته شاته