(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دستړي ژوند ساندې او سندرې

[21.Jun.2017 - 23:12]

دښاغلي فیروزخان اپریدي پر شعري ټولګې ( دستړي ژوند ساندې او سندرې ) زما یو ه تبصره

لیک: ډاکټر لطیف یاد 

؛دستړي ژوند ساندې او سندرې ؛دهغې شعري ټولګې نوم دی چې دپښتونخوا دشاعر  او دقطر دهیواد په پلازمیینې دوحه کې دپښتو ادبي ټولنې دسرپرست ښاغلي فیروزخان اپریدي صیب له خوا لیکل شوی او د۲۰۱۶ زیږدیز کال داپریل په میاشت کې دپښتونخوا په مرکزپیښور کې دپنځه سوو ټوکو په شمیر چاپ شوی او ۱۲۹ مخه دی. ده خپله دغه شعري ټولګه دپښتو ادب یوه خدمتګار ښاغلي مراد علي مراد ته منسوب کړی ده.

ددې شعري ټولګې په پیل کې ښاغلي مراد علي مراد دشاپاڼې تر سرلیک لاندې ددې ټولګې یا شعرې مجموعې په اړوند داسې لیکي دي : ((د شاعرۍ دا مجموعه د ستړي ژونـد سـاندې اوسندرې د انقلا بي متحرکو اومخلصو شاعرانو د عقل او فکر ترجماني کوي او دا د فېروز آفريدي غوندې دبـې لوثـه خـدمت ګارو کمـال او مثـال دے.))

ورپسې ددې مجموعې په پیل کې په سریزه کې پخپله شاعر ښاغلي فیروزخان افریدي صیب لیکي : 

.((زما شاعري څنګه ده؟ زۀ د هـېڅ قسمه خوش فهمۍ ښکار نه يم. البته په یو څيـزمې پوخ ايمان دے چې د ژبې او ادب دپـاره ما هم لکه د مراد علي مراد بـې لوثـه او بې لالچه خدمت کړے دے. او پـه پـردي وطـن قطر کې مې درې دېرش کالـه د ادب د بـا غ مالياري کړې ده. د کومې صِله او مېوه چـې زۀ د خپلو کشرانو او همزولو هغه احتـرام او عزت ګڼم چې ماته یې وخت په وخت راکړےدے.))

دستړي ژوند ساندې اوسندرې شعري ټولګې ته په کتلو سره زه دې پایلې او نتیجې ته ورسیدلم چې ښاغلی افریدی په اوسنیو حالاتواو کشمکشونو کې د راګیر پښتون پرحال خپه او خواشیني دی نو ځکه په دغه شعري ټولګه کې دغسې ساندې ډیرې تر سترګو کیږي لکه داسندره :

لکه باز د غره په سر ګرځي بـې باکـه

داســې عــزم او انــداز لــرم خپلواکــه

تور او سپين پکې له ورايه ښـکاره کېـږي

د خــاطر شيشه مــې تــل ســاتلې پاکــه

انسـانانو خــو د اور جــامې اغوســتې

شــېطانان دي چــې زېږېــږي د دې خاکــه

فرښــتې د امــن تللــي لــه دې ځايــه

د عــذاب کــاڼي ورېــږي لــه افلاکه 

د ظــاهر پــه تهمتونــو هــم داغــداره

د باطن پـه چيغـو هم ګـرځم کاواکـه 

په بل یوه شعر کې د پښتنو دبدمرغیو ، ددوی زړه بوګنوونکو حالاتو او په کلي اووطن کې دیارانودمحفلونو دنشتوالي او پخوانیو وختونو ارمان کوي اووایی:

دلتــه چــې څه کــوې ګنــاه نشته ثــواب نشته 

څــومره ســرونه چــې وهلــے شــي حسـاب نشته 

خلــق رڼــا خوښــوي مــونږه د تيــارو ملګري

زمونږ د برخې پـه اسـمان بانـدې افتـاب نشته 

خلق خلاء تـه والوتـل يـاران غـارونو کښـې پټ

پښــتونه ځــار دې ســتا د دې کمــال جــواب نشته 

نۀ د جزانه څوک خبر نه دحساب او کتـاب

د خلقــو زړونــو کې څه يــره د عــذاب نشته

فېروزه تش کورونه پاتې شـو حجـرې ورانـې شـوې

اوس محفلونـــه د منګي ســـتار ربـــاب نشته 

اوبیا په بل شعر کې دپښتون ددرپه دریواو دپردیو دغلامۍ نه داسې سر ټکوي :

زما وطن بـه کلـه هـم چـرې سـوکاله نـۀ شـي

زما غريب بچے به هیڅکله هم خوشـحال نـۀ شـي

پ خپل وطـن کې سـرټيټي چـې د مغلـو کـوي

پښتون به کله هم خبر د خپـل کمالـه نـۀ شـي

مانـه بـدل زمـا غلام د تېـر وختونـو اخلـي

زما دپلار نيکۀ سيالي به نوره سياله نۀ شـي

زۀ چې څه وايمـه مـرۍ مـې پـه خنجـر غوڅوي

جانانه غږ به مې تر تا پورې رسـانه نـۀ شـي

لاسونه پورته ځان له خېر د نن آقا نه غـواړو

تشه جولۍ به غوړوو چې بې له سـواله نـۀ شـي

تر هغ وخت ب فېروزه پښـتون در پـه در وي

چې د ملت په لاره يو نوي هـم خيالـه نـۀ شـي

ماچې دښاغلي فیروزخان افریدی صیب دغه شعري ټولګه (د ستړې ژوند ساندې اوسندرې) ولوستله نو داراته جوته شوه چې شاعر دټول پښتون قام په دردونو کړیدلی او سوځیدلي دي . ده نه یوازې دپښتونخوا پر پښتنو اوښکې تویې کړي دي ،بلکې دافغانستان پر روانو پيښو او حالاتو هم ځوریدلی دي او افغانان اوپه تیره بیا دافغانستان پښتانه یې هم نه دي هیرکړي .

.دده شعرونه خواږه ، روان اوسلیس او دهرډول شعري تکلفاتو نه خالي دي او انسان یې دلوستلو نه خوند اخلي .

په هر حال زه ښاغلي فیرزوخان افریدی صیب ته دده ددغه شعري ټولګې دچاپ مبارکي وایم اوده ته دلویه خدایه دلازیاتو بریاوو هیله کوم ، خدای دې وکړي چې په راتلونکي کې هم دغسې ادبی هڅې او هلې ځلې جاري وساتي .

په درنښت 

ډاکټر لطیف یاد

https://www.facebook.com/sharon.osser/videos/10152717741989485/

 
-
بېرته شاته