(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تور توتان

[28.Jun.2017 - 15:20]

تور توتان

لیک: ډاکټر محمد زبېر حسرت

يو شاعر  چې  نوم   يې   برق  دے     :::   په  مزغو کښې  يې  لږ  فرق  دے

او واقعى  چې  زمونږ  د نننى  موصوف  سعدالله جان برق صاحب  په  مزغو  کښې  فرق  دے  کۀ  په  مزغو کښې  يې  فرق  نۀ  وے  نو  شاعر به  نۀ  وۀ، طنز  و مزاح  به  يې  نۀ ليکلو، ډرامه  نګارى  به  يې  نۀ  کوله، صحافت  به  يې  نۀ  کولو، کالم  نګارى  به  يې  نۀ کوله. په  کلى کښې   به  يې  خټې  لوټې  او زميدارى  نۀ  کوله  د دياړۍ  مزدورى  به  يې  نۀ  کوله. هوميو پېتهى  به  يې  نۀ  کوله، په  بنون کښې  به  يې  مصالحې  او سلطانى  نکرېزې  نۀ جوړولې، غالباً  چې  هم  د دغه  مصالحو او نکريزو  برکت  دے   چې  د هغوى  په  شاعرۍ او نثر کښې  ترسکون  والے ،جماليات او رومانيات  راپېدا  کړى  دى او  دا هر  څۀ  هغوى  د ژوند  ګاډى  له  د ديکې  ورکولو  په  غرض  کړى  دى  او  کۀ دا  لېونتوبونه  يې  نۀ  کول  نو شايد چې پخوا به  چا هېر  کړے  وے. خو  دا به  يې  په  نصيب  کښې  ليکلې  وو  چې  د “برېښنا“ نه  تر  “زرغونه“ پورې  ژوندے  پاتې  شى (خدائے  دې نور هم ژوندے لرى) او زمونږ تر څنګه په باچا خان مرکز ريسرچ سنټر کښې کښېنى او مونږ  ورسره  يو رنګين نمازيګرے  ونمانځو او د دې  هر څۀ  برکت  د هغوى  خپلې  مورنۍ  ژبې  پښتو، خپل  پښون قام او خپلې خاورې پښتونخوا سره مينه  ده. هسې  خو به  دوى   په  خپل  ژوند کښې  نورې  هم  ډېرې  مينې  کړى  وى  او  شايد  چې  وينې  به  يې  هم  ورکړ ى  وى  خو  په  سياسى  طور يې  پلار په نيکۀ تعلق او تړون د باچا خان د خدائى خدمتګار تحريک  نه تر خپل رهبر عبدالولى خان او د دغه   رهبر  نه  وروستو د ګران مشر  اسفنديار ولى  خان  سره  پاتې  شوے دے. ډېر اورونه  وورېدل، ډيرې  وينې  توې  شوې  او ډېر سېلابونه  راغلل  او  لاړل  خو  د خپل  مسلک  په  سر  يې  هېڅ  قسمه  سودا  بازى  يا  سمجوته  ونۀ  کړه. 

 

کشتۍ مې بدلولې شوه خو نۀ مې  بدلوله        

   ملګرى ډوبېدل  نو  زۀ به سر کښې ډوبېدم

 

ځينى ناقدان  وائى  چې  يو ليکونکے  دې  د ادب  يوې  شعبې  ته  ځان  وقف  کړى  يا دې  شاعرى کوى  يا  دې  نثر  ليکى  ځکه  چې  په  دوو  بېړو  پښې  اېښونکے  اکثر  ډوبېږى  خو د دې  نظريې د استرداد  دپاره  زمونږ  د ادب  مشران  کافى  دى .په  کلاسيکى  دور کښې کۀ  ستر خوشحال خان خټک  وۀ يا د شلمې  صدۍ  قلندر مومند او اجمل  خټک  مرحومين وو او کۀ  موجوده  دور کښې  سعد الله جان برق صاحب دے  د دوى  شعر  دے  او کۀ  نثر لا جواب ، بې مثال او باکمال  دے. برق  صاحب   لکه  د اجمل  خټک  او قلندر مومند صاحبانو په  اردو کښې  هم  داسې  ليکل  کوى  لکه  خپله  مورنۍ  پښتو ژبه  کښې ، البته  د  برق صاحب  رجحان  طنز و مزاح  طرف  ته  زيات  دے  ځکه  چې  طنز  و مزاح  د غمژنو  او پرېشان حاله خلقو دپاره د مناسبې  تفريح  مواقعې  پېدا  کوى .ګويا دا يو قسمه  خدائى  خدمتګارى ده او خدائى خدمتګارى  د ثواب  کار دے . اګر چې  برق  صاحب  ته  به  دا خبره  هوائى ښکارى  خو  په  ډېر طنز ترې  ځينې  خلق  خفه  هم  شى  لکه  چې  وائى

            برقه  د  تا  نه   به   لا  کوم   بنده  خوشحال  پاتې  شى                

  چې   په   قلم   کښې   دې   مرهم  سره   نشتر   هم   وى

 

د برق  صاحب  قلمى  سفر په  نيمه  صدۍ  محيط  دے  خو  په  دې  کښې  يې  فلمى سفر نۀ  دے  شامل. په  هلکوانۍ کښې  يې  مونږ  ته  خپل  ځان  د کشمير غازى  په  حېث وړاندې  کړے دے ځکه چې  په  هغه  دور کښې  به  د سکول  ماحول  لکه  د  اوسنى  ټېلى ويژن  د پروګرامونو  د دا قسمه  کشميرى  تشهير  نه  ډک  وۀ او  دې  نه  پس  د برق  صاحب قيام  په بنون کښې  د ګرانو  ليکونکيو  حکيم طاهر کلاچوى، ډاکټر اسلم، عبدالرحيم مجذوب، رحمت الله درد،  غازى  سيال، مطيع الله قريشى، مجبور سورانى، نوابزده صبح صادق  او عقاب خټک  سره  يې  قلمى  او  ادبى  فعاليتونه  تند او تېز  شو.

 

د بنون  نه  پس د هغوى د پېښور  دور  دے  چې  زياته  ملګرتيا  يې  د محترمو  اجمل خټک، قلندر مومند او عاصى اشنغرى  مرحومينو  سره  د صحافت  په  کوڅه  ګردۍ  قيصه خانۍ  کښې  تېره  شوې  ده. 

انجام ،بانګ حرم، مشرق، ايکسپريس يې  د صحافتى  سفر  مختلف  مراحل  دى. د برق  صاحب  اردو کالم  ته  د اردو  سکه  بند  ليکونکى  هم  په  ژور  نظر ګورى  لکه  د ناصر زيدى ،امجد اسلام امجد  په کالم کښې  د پښتنى  ماحول  کلتور  د مختلفو  اړخونو د عکاسۍ سره  برق  صاحب  د خپل  سياسى  فکر  نه  چرې  سر  غړونه  نۀ  ده  کړې  اګرچې  په ډېرو واضحو ټکو کښې يې اظهار خيال هم  نۀ  دے  کړے  لکه  چې  د شاعرۍ  د تازه مجموعې “زرغونه“ نه  هم  نۀ  واضحېږى  خو  بېن السطور کښې  پرې  سړے   پوهه  شى  د دې نه وړاندې يې د پښتون  په  تريخ  تاريخ  درې  جلده  کښې  د دنيا  د فلسفو   د حجرياتو اثار شناسى عالمى  تاريخ  يوه  زبردسته  نقشه  د زمکې  د پېدائش او د کائنات  په  اسرارو ډېر ليکل  کړى  دى  خو  د کتاب  د موضوع   په  لټون  کښې  لکه  د ميلې  د مداريانو الوتونکے  مار يې  په  پيټار  کښې  هم  داسې  بند  پرېښے  دے  چې  کله  يې  دارو  او کله تعويذونه، بندونه  په  تماش  بينو خرڅ  کړى  دى  او  دا د  برق  صاحب   کمال  دے   چې  سړے  د هغۀ په  دغه تماشه او “شو“ مشغول  پاتې  وى. دغې  کتاب  نه  پس  يې  اردو  کښې د سائنس او فلسفې د موجوده  زمانې  عمومى  نظر “بګ بينګ  تيورى  باندې   يو  زبردست کتاب  ليکلے  دے  چې د ډېرو  ښو  ښو  اردو دانو نه  يې  هم  داد وصول  کړے  دے، اردو ته توجه  د برق  صاحب  د “پريګ مېټک“ عملى عقيدې  ثبوت  دے  حالانکې  د پښتون  عام ليکونکى  د  بلې  ژبې  نه اباه کوونکى  ليدے  شى  خو شايد دا چل  هغۀ  د افغانى  پښتو ليکونکو  نه  زده  کړې  وى .دلته  بيا  معافى  غواړم  برق  صاحب  د چا  د استاذۍ  منلو  قائل نۀ  دے.  چې د سخت  پښتو او پښتون  پرستۍ  سره  د  درى  ژبې  ليک  هم  په  خلاص  مټ کوى  دغه  ټول  کتابونه  چې  مونږ  په  دقيق  او عميق  نظر  ګورو نو  حېران  شو  چې  دا ساده باده  شاړ شډل سړے  کۀ  ډېر  تعليم  يافته  نۀ  دے  ولې  د ډېرو  ډګرى  يافته و نه  ډېر  زيات او کثير المطالعه  سړے  ضرور  دے  چې  په  خپلو  موضوعاتو پسې  يې  د دنيا  جهان کتابونه  چاڼ  کړى  دى  او مونږ ته  يې  په  ډېره  خوږه  او  اسانه  ژبه  کښې  خپله  مطالعه  پېش کړې  ده

(پاڅون)

 
-
 بېرته شاته