(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ددولت مخالفین په ترکیه کې

[28.Jun.2017 - 17:37]

ددولت مخالفین په ترکیه کې 

لیک:ایمل جلال

د اختر له دويمې راهيسې د حكومت څومره مخالف شخصيتونه چې دي ټول تركيې ته راغلي. كرزى، محقق، عطا، صلاح الدين، زلمى مجددي، په كابينه كې د جمعيت يو شمېر وزيران، په پارلمان كې د جنبش تقريباً ټول وكيلان، د جمعيت يو زيات شمېر وكيلان او لسګونه نورې سياسي څېرې په انقره كې دي چې ظاهراً د باتور دوستم د كوژدنې يا واده په مراسمو كې ګډون وكړي.

د اختر د دويمې ورځې راهيسې په انقره كې د دوستم په اقامتګاه كې سخت بيروبار دى. دا چې د پردې تر شا څه روان دي پدې اړه كره معلومات نه لرم. ځكه دلته ټولو خپلې خولې تړلي او د معلوماتو د وركولو نه جدي ډډه كوي. په هر صورت د پخوانۍ تجربې له مخې د راټولو شوو څېرو ماضي او مشتركاتو ته كه وكتل شي دا ډول غونډې نوې نه دي. اساس يې د اوسني حكومت سره د پخوانيو ټوپكمارو + هغو كسانو چې اوس يې برم او دبدبه له لاسه وركړې ده، د واك پر وېشلو ولاړه ده. د خبرو اترو پر محتوا د بحث لپاره لږ وختي دى خو د اختر په شپو كې كه د محقق او عطا څرګندونې مو اورېدلي وي، دا مسئله د باتور خان د كوژدنې نه ډېره ژوروه ده. يعنې له پخوا ورته پوره تيارى نيول شوى دى.

هغه څه چې ددې غونډې په اړه اهميت لري، هغه د تركيې كوربه توب دى. معمولاً د هېوادونو ترمېنځ اړيكې دوه ډوله ده. يوه يې غير رسمي او بله يې رسمي راشه درشه ده.

۱ - د افغانستان په چارو كې د تركيې غير رسمي رول ژور او مرموز دى. د ايران، روسيې او هند برخلاف تركان هڅه كوي چې د مېډيا له سترګو لرې د استخباراتو پر مټ دا ډول اړيكې ټينګې كړي. تركي استخبارات د افغاني سوداګرو نيولې، عادي دولتي مامورينو، سيمه ايزو ټوپكمارو، جهادي ډلو او تاليبانو سره دومره ژورې اړيكې لري چې په سيمه كې سارى نشته. دوى په كابل كې د تيكا ( د تركيې د همكارۍ او هغمږۍ اژانس) په نامه يوه اداره لري چې مخامخ د استخباراتو لخوا څارل كيږي. اوسنى مشر يې سليمان شاهين نوميږي. ظاهري قواره يې له تاليبه هېڅ توپير نه لري. دا سړى د زابل، ارزګان، غزني، لوګر، كندز، فارياب، بادغيس، تخار او د نورو ناامنو ولايتونو لرې پرتو ولسواليو ته دسفرونه كوي. كه د همدې سيمو وكيلانو ته د پيل زړه وركړې لاړ به نشي. يعنې دا حيرانوونكې نه ده چې په تېرو ۱۶ كلونو كې حتى يو تركي هېوادوال د مخالفينو لخوا نه دى وژل شوى. د تاليبانو لخوا د برمته شوو بهرنيانو د خوشې كولو پر سر د خبرو اترو منځګړيتوب معمولاً تركي استخبارات كوي. ګلبدين ۲ اونۍ مخكې له دې چې په لغمان كې ظهور وكړي، په استانبول كې وو. د مبالغې پرته د پارلمان د وكيلانو ۷۵ سلنه په تركيه كې كورونه لري. كورنۍ يې همدلته اوسيږي د دولت لخوا ورته خاصه پاملرنه كيږي.

۲ - رسمي يا ډيپلوماټيكي اړيكې يې بيا د سيمې د نورو هېوادونو سره لږ توپير لري. د ډيپلوماټيكي اړيكو شتمن ميراث ورته د اتاترك – غازي امان الله خان د دوستۍ را پاتى دى. د افغانستان په اړه د تركانو رسمي دريځ ددې رومانتيكې نوستالژۍ دوام دى. تركيه د افغانانو په نزد د داسې بدنامۍ نه شديده وېره لري چې د ايران، پاكستان، امريكا او روسيې په څېر هېوادونه ورسره لاس او ګرېوان دي. ځكه خو په رسمي برخورد كې تل احتياط كوي. د تركيې د اړيكو بل ډيناميك په افغانستان كې ترك توكمه لږه كي ( ازبكان او تركمنان) دي. تركيه د سړې جګړې د پاى ته رسېدلو راهيسې په ټوله نړۍ كې د خپلو توكمي خپلوانو د حقونو د خوندي كولو په بهانه د هېوادونو په كورنيو چارو كې لاسوهنه كوي. افغانستان او چين ترې استثنا دي. د اويغورانو په مسئله كې له چينه ډاريږي خو په افغانستان كې بيا نورې ستونزې لري. مهمه يې ددې لږه كيو سياسي رهبري ده. دوستم د اردوغان د بلا نه هم بد راځي. تركيه باور لري چې د دوستم په څېر دايم الخمر او بې ثباته جنګسالار د ترك توكمه لږه كيو د رهبرۍ وړتيا نه لري خو په داخل كې دده نه د پراخ ملاتړ له امله د دوستم پېټى ور تر غاړه دى. په ۲۰۱۲م كال كې يې د كرزي په مرسته هڅه وكړه چې د عالم ساعي لخوا پرې كودتا وكړي خو ناكامه شوه. حتى د ايشچي د بدنامۍ او بيا وروسته د جنبش نوين د نوي حزب تر شا هم تركيه ولاړه ده. د دوستم اوسنى تبعيد هم د تركيې په مشوره او همكارۍ عملي كيږي. خلاصه د ازبكانو فكتور لږ تر لږه د اوس لپاره كمرنګى دى.

را به شو اوسنۍ غونډې ته

ددې غونډې اهميت دوه اړخونه لري. يو د تركيې لپاره او بل يې د ګډونوالو لپاره. دا غونډه د افغانستان په ورځني سياست كې د تركيې د رول له پلوه طلايي فرصت دى. تركيه د هېڅ ډول سياسي يا اقتصادي ماليت يا لګښت پرته د افغانستان په چارو كې دخيله شوه. مثلاً پاكستان يا ايران دا چانس نه لري. دا هغه چانس دى چې يواځې امريكا درلود. ( د ملي وحدت د حكومت د رامنځته كېدلو بهيراو جان كيري را په زړه كړئ.) هېڅ امكان نه لري چې تركيې د امنيت شورا ته يا افغان حكومت ته ددې غونډې په اړه معلومات نه وي وركړي. يعنې دا غونډه د اتمر + غني + عبدالله په مشوره ترسره كيږي.(مهمه نه ده چې افغان دولت دې ورسره موافق وي يا مخالف وي.) پدې ډول فكر كوم چې تركيه له دې لارې په دوو ډګرونو كې پر افغان دولت د فشار راوړلو هڅه كوي.

لومړى يې د افغانستان – پاكستان د ترينګلو اړيكو په اړه ده. تركيه تل هڅه كړې چې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د منځګړيتوب رول ادا كړي خو دېر وروسته پوه شوه چې دا كړكېچ دومره پېچلى دى چې ددوى له وسې نه دى پوره. د ۲۰۰۷م كال نه تر ۲۰۱۴م كاله پورې يې د `` استانبول د بهير`` او `` د تركيې – افغانستان – پاكستان درې اړخيزې سرمشريزې`` تر نامه لاندې د منځګړيتوب هڅه وكړه. ستونزه دا وه پاكستان ته يې پر افغانستان ترجيح وركوله. د پاكستان – تركيې دوستي بې له قيده او شرطه ستراتيژيكه ده. تركيې ددې دوستۍ په پښو كې څو ځله افغانستان قرباني كړ. كرزى خداى وهلى به هرې سرمشريزې ته چې راغى، اسناد او شواهد به يې وړاندې كړل، غوښتنې به يې وكړلې خو بېرته به تش لاس او ځوړند سر كابل ته روان وو. ښه مې په ياد دي چې پر كونړ او نورستان باندې د پاكستان د توغنديو د بريدونو د مسئلې په اړه يې عبدالله ګل ته زاري وكړه چې مخه يې ونيسي خو بريالى نشو. د غني حكومت ددې سرمشريزو په بهير كې له ګډون ډډه وكړه. دې موضوع د ناټو په چوكاټ كې د تركيې پرستيج ته تاوان ورسولو. فكر كوم اوس بيا غواړي چې د پاكستان – افغانستان د اړيكو په برخه كې د رول په موخه پر افغانستان فشار راوړي.

دويم ډګر يې بيا په هېواد كې د افغان – ترك د ښوونځيو د تړلو هڅې دي. په ټوله نړۍ كې د فتح الله ګولن اړوند د تعليمي موسسو د تړلو مسئله د تركيې د بهرني سياست لپاره حيثيتي بڼه غوره كړې ده. له يو كال راهيسې كوښښ كوي چې دا ښوونځي وتړي خو نه يې كابينه ورسره مني، نه يې ستره محكمه او نه هم پارلمان ورته غاړه ږدي. ځكه د همدوى بچي په كې درسونه وايي. مثلاً په پاكستان كې د اردوغان له سفره ۲ ورځې وړاندې حكومت د پاك – ترك د ښوونځيو تركي استادانو ته ۴۸ ساعتونه وخت وركړ چې هېواد پرېږدي. دلته په افغانستان كې د تركيې سفير همدا چيغې وهي چې دا څنګه دوستي ده چې زموږ يوه كوچنۍ غوښتنه چې زموږ لپاره حيثيتي مسئله ده، نه منل كيږي؟

ددې غونډې د اهميت دويم اړخ بيا ددې د ګډونوالو پورې اړه لري. په كابل كې تقريباً هره مياشت دوى غونډې كوي خو ځكه نتيجه نه وركوي چې د بين المللي ټولنې ملاتړ ورسره نشته دى. دا لومړى ځل دى چې د حكومت مخالفين له هېواده بهر سره راټوليږي. له دې كاره يواځې يوه موخه لري چې هغه په رسمي كچه د بين المللي ټولنې د ملاتړ جلبول دي. تركيه د غير رسمي كوربه هېواد په توګه له دې بهيره ملاتړ كوي. بله دا چې پدې غونډه كې به د امريكا په ګډون د نورو ښكېلو هېوادونو غير رسمي استازي هم ګډون وكړي. دا هغه څه دي چې په كابل كې د ډيپلوماټيكي نزاكتونو له امله ناشوني ول. د غونډې لپاره د تركيې انتخاب بيا بل مهم اړخ دى. دا ټوپكمار ددې لپاره انقرې ته نه دي راغلي چې جنرال دوستم دلته دى. يعنې دوى د دوستم له غمه مړه نه دي. اساسي علت يې دا دى چې د مشروع دولت د مخالفت لپاره داسې يو هېواد وموندل شي چې په افغاني ټولنه كې بدنام نه وي. پدې ډول به د هغو نيوكو او غندنو مخنيوى هم وشي چې ټوپكمار پرې په پردي پالنې تورن شي. خلاصه فكر وكړئ كه چېرې دا غونډه په پاكستان، يا ايران، يا امريكا يا بل هېواد كې شوې واى څه به مو ويلي واى؟ ټوپكمارو ستاسې د همدې غبرګون د مخنيوي په موخه تركيه انتخاب كړې ده. 

په پاى كې د فېـسبوك فعالو ملګرو ته زما مشوره دا ده چې كه چېرې غواړي چې پدې بهير نيوكه وكړي نو له هېواده بهر په دايرېدلو دې تمركز وكړي. يعنى داسې ويلاى شئ چې په هېواد كې دننه د لنډه غرو زور پر حكومت ونه رسېدلو، اوس يې له هېواده بهر مغرضو دوستانو ته لاس اوږد كړ. شرم دى! 

ايمل جلال

 
-
بېرته شاته