(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

يو باچا وۀ

[13.Jul.2017 - 17:49]

يو باچا وۀ

لیک: سيد محمد على [پاڅون مجله مردان]

يو باچا وۀ. هغۀ  ته  دا  خيال  راغے  چې  درې  سوالونه  دى  کۀ  د هغو  صحيح   جواب ما اومندۀ  نو بيا به  ما له  څوک  په  جنګ  کښې  ماتے  نۀ  شى  راکؤلے  او چې کوم  کار کول غواړم  هغه  به  زما  په  خوښه  کېږى. کومو  درېو سوالونو  چې هغه  پرېشانه  کړے  وۀ  هغه  دا وو اول  دا چې  د يو کار د شروع  کولو دپاره  کوم  وخت  موزون  دے؟ دوېم  دا  چې کوم  سړى  ته نزدے  کېدل  پکار دى  او د کوم  نه  ځان  بچ  کول  پکار  دى؟ درېم  دا  چې په  دنيا  کښې د ټولو  نه  اهم  او  ضرورى  څيز  څۀ  دے. بادشاه  به  هر وخت  په دې  سوالونو غور کولو او غوښتل  يې  چې  صحيح  جواب  يې  لاس  ته  راشى. درباريانو  له  يې  هم  جواب  نۀ  ورتللو اخر دا چې  په  ملک کښې  يې  ډنډوره  اوکړه  چې  څوک  هم  د دې  سوالونو  تسلى  بخش جواب  راکړى د هغۀ  خلۀ  به د ملغلرو  نه  ډکولې  شى. ډېر عالمان او فاضلان  راغلل  خو صحيح  جواب  يې  ورنۀ  کړے شو.

 

يوه  ورځ  بادشاه د معمولى  مزدورانو  جامې  واغوستلې  او د ښار نه  ډېر  لرې  د يو فقير  جونګړې  ته  ورغلو .دغه  فقير د خپل  رياضت او بزرګۍ  دپاره  مشهور  وۀ. فقير  چې بادشاه  اوليدۀ  نو سلام يې  ورته  اوکړو او د څۀ  وئيلو او اورېدو نه  بغېر  يې  خپل  کار  جارى  اوساتلو. فقير د ګلونو کرلو دپاره  زمکه  کنستله. بادشاه  دې  ټپ   ټيپ  فقير ته  نور ورنزدے  شو  وئيل  يې  اے  عقل  منده  فقيره! ما تا  لره  درې  سوالونه  راوړى  دى  تۀ   د دې دريو  واړو سوالونو جوابونه  راکولے  شے. فقير ورته هېڅ  غږ  اونۀ  کړو  او  په  خپل  کار  کښې  مشغول  شو او زمکه  يې  کنستله  .اخر  بادشاه  تنګ  شو او  فقير  ته  يې  اووې   چې  زۀ  خو  تا لره  د درې  سوالونو د جواب راکولو دپاره  راغلے  وم  کۀ  تۀ  يې  جواب  نۀ  شې راکولے  نو صفا اووايه  چې  زۀ  واپس  لاړ  شم. فقير  ورته  ووې  هغه  اوګوره  د ځنګل  نه څوک  په  منډه  را روان  دے. بادشاه  چې  مخ  ور  واړو نو  څۀ  ګورى  چې  يو  سړے  را په منډه  دے. ګېډه يې  په دواړو  لاسونو نيولې  ده، وينې  ترې  بهېږى . او چې د بادشاه  خوا له راورسېدۀ  نو راپريوت او بې خوده  شو. فقير او باچا دواړو د هغۀ  د ګېډې  نه  کپړې  لرې کړې  معلومه  شوه  چې د هغۀ  په  ګېډه  يو غټ  زخم  وۀ . باچا د هغۀ  په  زخم  بيا بيا  پټۍ بدلولې اخر دا چې د زخمى  وينه اودرېدله او په  هوش کښې  راغے  او  په  اشاره  يې  اوبۀ اوغوښتلې .باچا ورله  په منډه د کوهى  نه  اوبۀ  راوړې. هغه  سړے  اودۀ  شو. او چې راويښ شو نو بادشاه  ته  يې خواست  اوکړو  چې  ما  اوبخښه  بادشاه  ورته   اووې  چې  زه  تا نۀ پېژنم  نو دا د معافۍ  درخواست  څنګه.؟  هغۀ  ورته  اووې  چې  تۀ  ما نۀ  پېژنے  خو  زۀ  تا ښۀ پيژنم . زۀ  ستا دښمن  يم  هغه  دښمن  چې  د چا  ورور  تا  وژلے  دے او  د هغۀ  په  جائېداد دې قبضه  کړې  وه  ما ته  معلومه  وه  چې  تۀ  به  دې  فقير  له  راځے  ما  اراده  کړې  وه  چې  واپسۍ کښې  به  تا وژنم  خو  ستا محافظانو  زه  ګېر  کړم  او زخمى  يې  کړم. ما  ستا  وژل غوښتل  خو  تا ما ته  ژوند  راکړو. بادشاه  هغه  معاف  کړو  او  وعده  يې  اوکړه  چې  شاهى حکيم  به  ستا  علاج  کوى  او جائېداد  يې  هم  ورته  واپس  کړو.

 

د زخمى  نه  چې  اوزګار شو نو باچا فقير  ته  اووې  چې  هوښياره  فقيره  ما تا  لره درې  پوښتنې  راوړې  دى  فقير  ورته  اووې  چې  تا ته  خو د خپلو  پوښتنو  جواب  درکړے شو .نور څۀ  غواړے ؟ بادشاه  ورته  اووې   هغه  څنګه ؟ واوره  فقير  ورته  اووې  هغه  داسې کۀ  تۀ  پرون  ما سره  د زمکې  کنستلو  دپاره  حيصار شوے  نۀ  وے  نو ستا  دښمن  به  په تا ضرور حمله  کوله. دغه  وخت  ستا  دپاره  موزون  وۀ  چې  تۀ  په  زمکه  کنستلو   کښې  مشغول  وې  او ستا د همدردۍ  اظهار د هر څۀ  نه  ضرورى   او  اهم  کار  وۀ. بيا  کله  چې  هغه زخمى  سړے  زمونږ  لورى  ته  راروان  وۀ   نو  ستا دپاره  د يو  ښۀ  کار کولو  هم  دغه  مناسب وخت  وۀ چې تا د زخمى   مرهم  پټۍ  کوله. ياد ساته  چې  د يو  خاص  کار  دپاره  صرف  او صرف  يو وخت  موزون  وى  چې  کله  په  مونږ  کښې  دومره   قوت  وى  چې  هغه  مونږ  کولے شو . د ټولو نه  ضرورى  سړ ے هغه  وى  د چا  سره  چې  تۀ  موجود  ئې.  ځکه  چې  دا معلومول چې د دې  سړى نه  پس  به  زما چا سره  واسطه  راځى  دا د انسان  فهم  او  ادراک  نه  بهر  خبره ده  د ټولو نه  ضرورى کار د موجود  سړى  سره  نيکى  کول  دى  ځکه  چې   خدائے  انسان صرف  د دې  دپاره  دنيا ته  رالېږلے  دے.

 

( د ټالسټائى  ( چې ګاندهى  به  د عيسى  عليه السلام  اخرى  حوارى  ګڼلو او په جنوبى افريقه  کښې  يې  د خپل  آشرم   نوم ټالسټائى  کالونى  ايښے  وۀ )  مشهوره  افسانه “درې  سوالونه“  چې  تلخيص  يې  د 25 مارچ  “ايکسپريس اخبار“ کښې افتاب  احمد  خان  په خپل  کالم  “روشن  دان“ کښې  وړاندې  کړے  دے  څخه   پښتو کښې  ترجمه  کړې  شو.

 
-
بېرته شاته