(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کلپاڼۍ او اشنغر

[20.Jul.2017 - 13:54]

کلپاڼۍ او اشنغر

لیک: جميل يوسفزی

  نن سبا کلپاڼۍ  هر څوک  پېژنى  مختصراً  به  دا ووايو  چې  د کوه  نو لکها نه  کوم  رود راوتی  دی  د شګو  ناکې  نه  په  قبله  د مردان  په  ضلع  کښې  داخلېږى . د خان  محال  نه  مشرق ته  جلاله  سره  تاؤ  شى  بيا مخ  په  نيلاؤ  تخت  باهۍ  ته  ور داخل  شى  د جلاله  نه  بره   تر کوه نو لکها  ( هزارنو ) پورې  دی.  رود ته  بګياړه  وائى  يوسفزى د 1500ء  په  خواشا کښې  د بګياړې په غاړه  نولکها په لمن دېره وو،هم  دلته خان ګجو  او  بى بى مبارکه  پېدا شوى  وو.

وجه تسميه: د جلاله  نه  ښکته  سخاکوټ  خوړ هم  دی  رود سره  يو  ځائی  شى . د دې  ګډون  ځائی  نه  پس  دې  رود ته  کلپاڼۍ  وئيلی  شى .زما  په  خيال  دا  دوه  لفظونه  دى  کهال  (خوړ)  او پانى. کهال  خوړ  ته  وائى  خو هر خوړ  ته  لکه  کالدره ( کمال  دره )  بټ خېله  ( بټ کهال  کهاله ) دغه  شان  ليکها . زيم  يا کرښې  ته  وائى . په  کاټلنګ  کښې   لک پاڼۍ   لوئی  کلی  دی دا ګولپاڼۍ  بيا  وروستو  کلپاڼۍ  شوه.  د کلپاڼۍ  مطلب  دی  تورې  اوبۀ  خو کۀ  دا اوبۀ  تورې وې  نو د جلاله  ګودر به  ولې  دومره  شهرت  موندلو. بهر حال   دا يو  حقيقت  دی  چې  په   1519ء او بيا په  1525ء کښې  بابر باچا  د کلپاڼۍ  ذکر  په  سياه  آب   کوي. غالباً  هغه  کلپاڼۍ  په فارسۍ کښې  ترجمه  کړې  ده   او اصل  لفظ کملپانړى  ته  يې  فکر  نۀ  دی  کړی.

کلپاڼۍ  کلی: يوه  کلپاڼۍ کلی  په  بونير کښې  هم  شته  دی . کله  چې  دلازاک  په  دې  ملک را خوارۀ  شول  نو  مردان  وجود  نۀ   لرلو .د سوات  رياست  تر  دوابې  ( چارسده )  او کړاماره رارسېدلی  و، اشنغرکښې  د سوات  د سلطان  محصل  مير هند اوسېدۀ. په اشنغر د هغۀ  حصار چرته  وو؟ معلومه  نۀ  ده  خو  دومره وئيلې  شو چې  د تنګى خواوشا  وو.بله قلعه  يې حصار بهلول  وۀ  چې  د بُدانو  په  زَړه ابادۍ   ودان  وۀ. د کاټلنګ  سره  نزدی  يې  بل  حصار وۀ، چې د بيغم  په  نوم  مشهور وۀ.  دلازاک  چې  راغلل  نو  د کلپاڼۍ  د رود  په  دواړو  غاړه د اوسنى جنګۍ کلى  نه  مشرق  ته آباد شول   په  دغه  وخت  کښې  دا کلی  د اشنغر  په  حدودو کښـې د سوات  رعايا  وۀ. 

اشنغر او کلپاڼۍ:  اخوند دروېزه  ليکلى دى." له  دې  پسه  د اشنغر  حدود  ته  ورسيدو، هم د هغه  ګرم  باد له  زحمته  مړ  شو  او  اشنغر  کښې  يې  ښخ   کړو"   د مخزن  مقدمه  ص  يط.  تذکرة الابرار و الا شرار چې  د مخزن  نه  وروستو  ليکلی  شوی  دی  دا واقعه  داسې  بيانوى  " چون  درموضح  کالا پانى  آمد  رحلت  بالعنت  از دار الفنا به  دارالبقاء  نموده، در حدود اشنغر  او را دفن کرد. " د خېر البېان  تنقيدى  مطالعه 

 دا دواړه  بيانونه  قلندرمومند په  تنقيدى  مطالعه  کښې   راوړى  دى  او  بيا يې   دا سوالونه را پورته  کړى  دي  چې  بايزيد  په  اشنغر  کښې مړ  شو. نو  په کالا پانى  کښې  څنګه  ښخ  شو ،خو قلندر مومند د اشنغر  نه  مراد  اشنغر  خاص اخستی  دی  حالانکه  داسې  نۀ  ده  اشنغر  پرګنه ده.کالا پانى  ( کلپاڼۍ)  د اشنغر  په  توابعد کښې  وۀ.  د اخوند  دروېزه  په  بيانونو کښې   څۀ  تناقص  نشته. 

 د د لا زاکو  عمرخېل  په  کلپاڼۍ کلى  کښې  وو. د دوى  مالونه  به  تر  ګنبد  او  شهباز ګړې پورې  تلل. د سوات  د يوسفزو لار  د کلپاڼۍ  په  خوا  لنډي  ته  تلې  وه. شهباز ګړه  هم  د  دلا زاکو په  قبضه  وه. دوى  به  يو سفزو  قافلې  لوټلې، تواريخ   حافظ  رحمت خانى  اردو  ليکى. 

" اس  زمانی مين کلپانړى  کا سارا  علاقه   دلزاک  کی  قبضی  مين  تها  اس  زمانی  مين  جب   يوسفزيون اور گگيانيون  کی  جو  سوداگر  هندوستان   آتی  جاتی  تهی  وه  سرغ  وړى  کی  مقام  پر  دريائی لنډا  کو  پار  کرکی  کلپانړى  کی  راستی  آتی  دلزاک   ان  پر  ډاکی   ډالتی.ص 179 ص180  

تاريخ  مرصع  ليکى.  نقل  دی   له  اخوند دروېزه  چې  دله  زاک  په  هغه   آوان  په  مېره  د لنګر کوټ  استوګه  وه  يوسفزى  په  اشنغر........ 

 زما د دې  ليکنې  مطلب  دا دی  چې  ولايت  اشنغر  کښې  کلپاڼۍ  شامله  وه  او  کلپاڼۍ  کۀ يو طرف   د کلى   نوم  وۀ  نو  بل  طرف  ته  دا خوره  وره  علاقه  ټوله   د کلپاڼۍ  په  نوم   يادېده  تر دې  چې  غله  ډېر  او  باره  بانډه  هم  په  کلپاڼۍ کښې  شامل   وو. بابر  د کلپاڼۍ  په  خوا ( کاگان )  کښې  د ګېنډا  ښکار کړی  وۀ، خوشحال  هم   د کلپاڼۍ  د ښکار صفت  کوى.

                       په  هر لورى  يې  ښکار شته  د  شاهين  د  باز  د هر څۀ 

                        واه   واه   کالا  پاڼۍ چې  يې  ښکار  دی   دلربائى 

                 ارمغان خوشحال ص612  

دخوشحال خان ددې کلپاڼۍ  نه مراد کلپاڼۍ کلی نۀ  دی  بلکه  د کاګانو  نه  تر  مراهټى  پورې دا ټوله  مېره  غېر آباده  او بهترين  شکارګاه  وه، ګېنډا  د دې  ځائی  خصوصى  ځناور وۀ. بابر د ګېنډا  ښکار ته  په  بابرتا ( خانه ډېرۍ ) ډېرې  ورځې  تېرې  کړې  وې.

د ملک  بارا خان  په  حقله   تواريخ  حافظ  رحمت  خانى  ليکى.  "يه  کلپانړى  مين  سکونت  پذير تها او غله ډهير کی  قريب  اس کا  بهت  بړا  بازار  تها. " دا هر چا ته  معلومه  ده  چې  باره  بانډه د ملک باره  خان  کلی  وۀ  نو  مزار يې  هم  هلته  دی. ص 224

بل ځائی  ليکى " اس  زمانی   مين  ساری  کلپانړى  او اس  کی  مضافات   مين  دريائی  لنډا کی کناری " ص 182  _ خبره راغونډ شوه  بايزيد په  کلپاڼۍ کښې   مړ  او  ښخ   او کلپاڼۍ   په  اشنغر  ولايت کښې وه  په  خپله  کلپاڼۍ د  رود او کلى  نه  پرته  خوره  وره  علاقه  وه. 

کله ډېر:  البته  دا خبره  تحقيق  طلب  ده  چې  کله ډېر او کلپاڼۍ  د يو ځائی  نومونه  وو  د کله ډهېر  په  حقله   هم  اخوند دروېزه  وايى " کله ډهېر" (در حدود اشنغر )  متوطن  شده....ص 153

 په "روښانيان  د مغلو تاريکيان"  نومې  کتاب  کښې  کله ډېر  ( کالا ډير ) د اتمانزو خوا کښې ښودلی  شوی دی . دا وخت  دغه  کتاب  نۀ  لرم  نو  حواله  نۀ  شم  ورکولی. امکان  لرى  چې  کله ډېر  کلپاڼۍ  وي  او کۀ  کله ډېر  واقعى  کلپاڼۍ کلی  وي  نو  دا به  د هندو شاهيه  د  وخت  ابادى  وه  ورستو  به  پرې  دلا زاک  اباد  شوى  وو.

 د اخوند درېرزه  په  بېان  کښې  د مهمندزى (محمدزو) ذکر دی  په  دغه  وخت   محمدزى کۀ  په  اتمانزو  وغېره کښې  اباد وو  نو ټيک  ده  کله ډېر به  هم  د اشنغر خاص  کلی  وۀ  (پاڅون / مردان)

-
بېرته شاته