(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کلاله نۀ يم

[20.Jul.2017 - 14:07]

کلاله  نۀ  يم  چې  برغولى  جوړومه

لیک: پروفیسر محمد اسلام ارمانى

 خلق څۀ  څۀ  نۀ  وائى، زۀ  خو  څۀ  کلاله  نۀ  يم  چې  د هر چا  خلو له  به  برغولي  جوړوم  او وازې  خلې  به  ورله  بندوم ،پرون  چې  په  رڼا  ورځ  د هغې  پورې کلي  د مشر خان  لور د خپل نوکر  د ځوى  سره  اوتښتيده  نو  حرام  شه  که  چا  به  خلۀ  پرانستې  وى  بس  هر چا به  يو  بل  سره  په  اشارو اشارو کښې  خبرې کولې  او يو بل  ته  به  يې  وئيل  چې  شرم  خو  څۀ  ګډوری  نۀ دی  چې  په  چا ورپسې  شى  او خلق  به  يې  اووينى  خو  نن  چې  زما لور  پخپل  نکاح  کړې خاوند  پسې  په  توره  تياره  د حيا  په  پړونى کښې  په  پرده  کښې  لاړله  نو  د کلي  خوشاټارو  ښځو واړه  ګوتې  مونږ  ته  اونيولې  او په  خله  او سترګو  يې   په  مونږ  پسې خبرې  شورو کړلې . تۀ  به وائې  چې  ګنى  زما  لور  نيازبينې   عظيم  الشان  ګناه  اوکړله .يه  خلقه   ستاسو  دا خلې  به اخر په  څۀ  بنديږى.يه  تۀ  خلې  مو  په  خاورو  ډکې  شه  چې  بيا  په  چا پسې  خبرې  نۀ  کوئ .تاسو پرون  په  سترګو  ړاندۀ  وئ  کۀ  نه  چا  درله  سترګې  تړلې  وې  تاسو  دې  خدائی  په  سترګو  ړاندۀ او  په  غوږونو کاڼۀ  کړي  چې په  چا غريبانانو  خلقو  پسې   خبرې  نۀ  کوئ  لکه  څنګه  چې  دا  نن مو  خلې  وازې  کړى  دى . دا ټولې  خبرې  نن  روح تن  ترور  په  يوه  ساه  په  زوره  زوره  ښه  په  غصه  کښې اوکړلې  چې دهر چا سترګې   يې ښکته  کړلې  چې  په  دې  کښې  ورکره  ګل  جان ابۍ  راغله  .ګل  جان  ابۍ  چې  د روح  تن ترور د اوښکو  نه  ډکو  سترګو  ته  اوکتل  نو  پوښتنه يې  ترې  اوکړله  دا په  څۀ.؟ دا ولې   دا څۀ  چل  شوی  دی.؟  نو  روح تن ترور نه  يوه  کړله  او نۀ بله  او  بيا يې  په  واز کومي  د خپل  زړۀ  بړاس  داسې  اوويستو  چې  ګل جا ن ابۍ  يې حريانه دريانه  کړله. 

 هغه  ورځ  چې  د فلانکى  خان  لور د خپل  نوکر  د ځوي  سره  په  رڼا  ورځ   اوتښتېده  خو چا  هم دا اونۀ  وئيل  چې  دا څۀ  وو  او څۀ  اوشول؟ حرام  دې  وى  کۀ  چا  د خلې  نه  غږ  قدر له  هم ويستی  شو  او  دا  لا څۀ  کوې  چې  بيا  خپل  خاوند کور ته  هم  راوستله، نۀ  ډز نۀ  ډوز. نۀ  شر ،نۀ فساد  دا شرم  خو يې  غريبانانو خلقو  له  مقرر کړی  دی . د غريب  کۀ  هيله  هم  پښه  اوخوئېږى نو  د خلقو  پنځه  واړه  ګوتې  ورپسې  شى  او کۀ  د خان  خوانينو  د کوره  څۀ   توره  مټيزه  اوشى نو نۀ  يې په  شرم کار وي  او نۀ  يې  په  حيا  عزت. ګل  جان  ابۍ   ډېره  هوښياره  ښځه  وه  هغې  خپل تور سر  په  دې  کلى کښې  هسې  نۀ  وو  سپين  کړې  هغې  ټول  عمر  پخپل  چم  ګاونډ  کښې  په ښه  او  بد  ښۀ ژور نظر  ساتلی  وۀ  او د خپل  کور کلى  د خانانو  او غريبانانو  کړۀ  وړۀ  ته  يې هر وخت  پام  کړی  دی  هغې  روح   تن  ترور  ته  ښۀ  ډېره  تسلى  ورکړله  او  ورته  يې   اووئيل  چې ستا  لور خو نه  په  چا  پسې  مټيزه  تلې  ده  او  نۀ  چا  تښتولې  ده  او  نۀ  چا ستاسو  د غولى  شرم کړی دی. نيازبينه  کۀ  د ډولۍ  په  ځائی  د خپل  خاوند  کره   په  پړونى  کښې  پټه   لاړله   نو  څۀ اوشول ،د کلى  ملا صېب  هسې  هم  په  کوژدن  کښې  د نيازبينې  او اکبر  نکاح  تړلې  ده ،ګواهان  موجود دى  او  دواړه کورنۍ   يو  بل  سره  رضا  دى . نۀ  جنګ  شته  او  نۀ  جګړې نيازبينې  چې  د خپل  پلار غريبۍ  ته  اوکتل  نو  د خپل  مور  روح تن  ترور په  مشوره  د خپل خاوند کره  ښه  په  حيا  او  پړده  کښې  پخپله  لاړله  او  بيا  څۀ  وو  چې  د شمشى  بابا  په  کور  کښې  لکه   چې  د روژى  نه  پس  د اختر مياشت  راختلې  وى  اخر  په  دې  کښې  د چا  څۀ  کار  شرم  خو هغه  وى  چې  د چا  د کوره  توره  مټيزه  اوشى .نيازبينه  ځوانه  جانه  جينۍ  وه  د هغې  ته  خو  د هرچا سترګې  وې. د خاوند  يې  هم  د وادۀ  وس  دست  نۀ کېدو  خدائی  خبر  چې  په  دې  کښې  به  څومره کلونه  تېرېدل  په  ځائی  د دې  چې د نيازبينې  سپينه  جامه  داغ  لګيدلی  وی  د هغې  په  دې کښې  خپله  حيا ء  عزت  ګڼلو  چې  پخپله  د شمشى  بابا  کور  ته  په  پړدو  کښې  لاړه  شى  او د اکبر  د بې  وسۍ او خوارۍ  مزدورۍ  په  کور  د رڼا  پلوشې   راخورې  کړى.

 خو د دې  خلقو  به  څۀ  وی  د دوى  هسې  هم  په  چا  د خوشحالۍ  ورځې  شپې  نۀ  پېرزو  کېږى  کۀ   د اکبر  او د نيازبينې  په  ډنګ  ډونګ  او  ډزو  ډوزو کښې  وادۀ  اونۀ  شولو  نو کومه  دنيا ورانه  شوله. د دې  دپاره  بيا  هم  خلقو خلې  وازې  نيولى دى  او  دې  ته  يې  پام  نۀ  وو  کړی  چې پرون  د مشر خان لور د خپل  نوکر  د ځوي   سره  مټيزه  اوتښتېده   هيچا  هم  په   دوى  بد  اونۀ وئيل  ځکه  خو  روح  تن ترور په حقه  په  واز  کومي  دا  خبره  کوله. چې  زۀ   خو کلاله  نۀ  يم  چې  د خلقو  خلو له  به  برغولى  جوړوم  او  دا سپېرې  خلې   به   ورله پټوم  دا کۀ  شرم  دی   او  کۀ  حياء  دواړه  مې  قبول  دى. / پاڅون ـ مردان

-
بېرته شاته