(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډاکټر بشری خاتون

[20.Jul.2017 - 14:14]

د ډاکټر بشری خاتون " د صوابۍ تاریخ " د اولنو نهو بابونو او سریزو تنقیدي جاج!!

لیک:سمیع الدین ارمان داودزی

۱..الیاډ  Homer"s Iliad د هومر رزمیه نظم چی د عسکری ادب د ټولو نه طویل فنپاره بللې کیږي، چی دا په څلورویشت بابونو مشتمل دی، د فردوسی شاه نامه  (۹۷۷ نه تر ۱۰۱۰) د دې نه درې چنده طویل دی، چی پکښی شپیته زره بیتونه دي، څه د پاڅه شپیته قیصئ او څو کم زر بابونه دي، دغه تمامی مواد په درېو ټکړو کښی ویشلې شوې دی، قبل ازتاریخی دور چی پکښی د دنیا د پیدائش نه ابتدا شوې ده، بیا دوئم پکښی هیروئک دور دی چی دا تر سکندر پورې رارسولې دی، او دریم پکښی تاریخی دور دی چی د سکندر نه تر د عربیانو د ایران فتح کولو پورې دی، په دې کښی د فرد او د قام په عروج و ذوال کوټلې بحثونه دي، مطلق جلال خلیقی (۱۹۹۳) مشهور ایرانی عالم لیکلي دي چی شاهنامه د تاریخی تحفظ سره سره د متنوع اخلاقی قدرونو، د وحدانیت، مذهبی بالادستۍ، وطنیت، قرابت دارۍ او خدمتِ خلق سبقونه ورکوي. 

شاه نامه د نړۍ د ټولو نه طویل د یو شاعر شاعری ده. د خپل نوم نه هم دا وضاحت کوي چی بنیادی مضمون ئی د باچایانو تاریخ دی، (دغه رویه تاریخ ته یو پیغور هم دی) 

د شاه نامې وقعت د دې د ادبی حیثیت او د لیکوال د اوریجنل ماخذو پکارونې سره سره د یو ویړیا بهیر احاطه کول دي.

د ایرانی ادب نه علاوه د دنیا په تمامی یاد ادبیاتو کښی د شاه نامې اکرام و انعام د هیچ چا نه پټ پناه نه دی، ګوئټی (۱۷۴۹ تا ۱۸۳۲) خو هم د دغه شاه نامې له وجې ایرانی ادب د عالمی ادب څلورمه برخه ګرځوي.

 نو زه نه پوهیږم چی ښاغلي طاهر بخاري په کومو مشترکاتو د " د صوابۍ تاریخ" د "شاه نامې " توارد ګڼي؟؟ بلکه د صوابۍ تاریخ ترې داسې مقدم هم ګڼی چی وائي " خو د فردوسي لاس لنډ وو تر انعامه او اکرامه او نه رسیده لیکن د سیالې یوسفزئ لاس اوږد وو او د پی.ایچ.ډې غندې معززه ډګری ئی تر لاسه کړه" 

د دې نه علاوه ئیهم پکښی د مبالغې حدونه بار بار سر کړي دي.

۲.. په کتاب سرېیزه لیکونکو ټولو دا خبره کړې ده چی ته ګوره ای یوې ښځې ذات دومره علمی کار کړې دی، زه دې ته مدح نه ذم وائم.

۳.. په کتاب علمی لیکنه ښاغلي فیصل فاران کړې ده. چونکه د مقالې عنوان تاریخ دی، نو ښاغلی د "هسټری" تورې د خپل ماخذ نه تر معاصره څیړلې دی، او د دې ارتقا ئی قدم په قدم په ګوته کړې ده، مخکښی بیا د تاریخ په علمی او استنادي حیثیت داسې رڼائي اچوی د مقالې نیمګړتیاوې ختموي. 

د خپل مضمون تمامی منهجِ تحقیق ئی لسانی او بین اللساني دی، دا روایت په پښتو کښی متعارف کول یو بل علمی کنټریبیوشن دی، 

د ذرتشت او ابراهیم په حقله دا مفکوره راوړي چی دا یو هستي وه، او د دې د اثبات لپاره هم د بین اللسانی ارتقا طرزِتحقیق  استدلال پکاروي، کوم چی د سنوي ټاکنو نه بهرحال مقدم دی. اختلاف ورسره کیدې شی خو دا مفکوره اود دې استدلال دومره سائنسی دی چی د اختلاف لپاره به د طرزِ استدلال بدلون خامخا مطلوب وي، نو دغه صورت کښی به فاران سره اختلاف بیا مبنی برحق نه وي. 

د فاران په لیکنه کښی ټولې خبرې نوې جهتونه راسپړي او دا ئی د علمیت ښکاره نخې دي.

دې نه علاوه چونکه په دې مقاله محققې ته د پښتو پې ایچ ډی ډګړی ورکړې شوې ده او دا موضوع سوچه تاریخ دی، نو فاران ورله دا پرتوګ جوړ کړې دی چی د پښتو اسلوب ئی دومره ادبی دی ګویا چی دلته تاریخ او ادب د یو کیدو هڅه کوي، په دې کښی ورسره بیخی ملګرې نه ئم. پښتو او پښتونولي بحیثیت یو اکیډمیک سبجیکټ خپل حدود او احاطه لري، 

مثال ئی دا دی چی یو طبیب د طب تحقیق په پښتو کی اکړی (په ادبی اسلوب کښی) نو آیا مونږ په به دغه تحقیق دا محقق د پښتو ډاکټر بَلو؟؟؟؟ 

۴.. د صوابۍ د زوړ نوم په حقله په دې په پوه نه شومه چی " سمه " دی. ایا دا د محقق رائی ده که د راوړلې شوې حوالې؟؟ که د محقق رائی وه نو د حوالې ضرورت نه وو نو پس ثابتیږي چی محقق د راوړلې شوې حوالې له قبله د صوابۍ زوړ نوم "سمه " ګڼی. حواله کښی وجه ترجیه شته دی خو د محقق د دغه حوالې لپاره وجهِ ترجیح نیشته. 

۵.. د صوابۍ د وجه تسمیه په باب له آغلې د شپږو کسانو(قاری جاوید اقبال، ګوپال داس، نعیم کاکاجی، جمیل یوسفزی، خیرالحکیم حکیمزی او فیصل فاران) آرا راوړي دي، او پخپله چپ پاتې ده، پکار وه چی څنګه دغه شپږ وګړو خپل نظر لرلو نو دې محققې هم درلود. او که خپل نظر ئی نه وو نو کم ازکم په دې شپږو کښی به ئی یو د نوورو د څیړنې سره په څه مرجح کړې وو ، خو دا ئی هم نه دي کړي.

مخکښی د ګندهارا د وجه تسمیه په ذکر کښی هم د محققې دغه رویه هم دغه شان قائمه ده. 

۶.. د "سمې" په حقله چی کومه حواله راوړلې شوې ده. چی د ابراهیم علیه السلام په وخت کښی د بابل مقتدر خاندان (سمه) ته نمرود شکست ورکړو نو دوي د بابل نه موجوده صوابۍ ته راغله. او دې علاقې ته ئی "سمه" نامه ورکړه. 

زما طالبعلمانه سوال دا دی چی دغه هجرت خو ډیر ارت بیَرت دی، دوی څه په هوائي جهاز کښی خو نه وو راغلي کنه، د دې هجرت علت و معلول ، احوال و آثار او مقاصد و اهداف څه وو چی په تمامی نړۍ کښی دې ټکړې ته راتله؟؟ د دې نه خاموشی ده.

۷.. محققې یو حواله راوړې ده چی د تورات مطابق د حضرت اسماعیل دولس زامن وو چی د یو نوم پکښی دوما یا ډوم هم وو، او د ډوم اولاد په ډوماخیل یاديږي، 

زه اول خو دا وایئم چی دلته د تورات حواله د جدید منهج تحقیق مطابق درسته نه ده، هغه دا چی د اسمانی کتابونو حواله به په باب نمبر او آیت نمبر لیکلې کیږي. لکه د مثال په توګه د آیت الکرسی حواله ده (۲:۲۵۵) دغه رنګ د انجیل د عیسی علیه السلام د تورې د ایت حواله ده (متی ۱۰:۳۴) نو محققی له اصلی ماخذ ته تګ پکار وو چی خبره محکم وی. خو نه دې دا تکلیف کړې دی او نه ئی راوړلې شوې حوالې والا، دا موجوده نقل صورت اصل کښی تاریخی دی، لکه ابن خلدون (ج۱، ص ۶۵، نفیس اکیډمی کراچی اردو بازار ) کښی د دې دولسو زامنو ذکر چی دی، خو هلته هم دغه نوم "دوما یا ډوم" نه بلکه "ذوما" دی، که د مفهرس نه د تورات حواله بلاواسطه راوړلې شوی وی نو د دومره خبرو حاجت به نه وو..  

۸.. د "دال" په "ډال" باندې د بدلیدو څه امثله هم پکار وو چی وولرو که نه بس هڅی "دال" په "ډال" بدلیږي؟؟

۹.. مخکښی باب دی آریائي دور، (۲۰۰۰ق م نه تر ۵۵۰ ق م)، زما په خیال خو اول د آریائي دور د دغه موجوده دورانیې د تعیین سبب څرګندول پکار وو ځکه چی په لاندې حواله کښی د دې خلقو د هجرت دورانیه (۲۰۰۰ ق م نه تر ۱۰۰۰ ق م ) رقم ده. 

۱۰.. بل دا چی دا "آریا" څه لغوي مختصر تحقیق هم ورکول پکار وو، او په تاریخی توګه چی د یورپ، هند او ایران خلق په ګرده ځان آریائي ګڼی، او محققې پکښی شیوه نومی کلې ، بهالو کلې، او آریان کوم چی په صوابۍ کښی دي، د آریاوو سره د تړون حوالی راووړې دي، نو دا اما او کما اخر څنګه یو ثابت کیږي؟؟ صرف د نوم په مماثلت؟؟ په دې مد کښی د انتهراپولوجی، اتهنوګرافی، اینډو یورپیین لسانیاتو نه هم څه نه څه استدلال پکار وو.

۱۱.. په دې باب کښی هم آغلې شپږ حوالی راوړې دي او د دې د رد و قبول، مرجح او غیرِمرجح کولو نه بیا خاموشی ده.

سمیع الدین ارمان داودزی/ رائس یونیورسټی هیوسټن ټیکساس /پاڅون ـ مردان

 

-
بېرته شاته