(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سېدو بدهائى کنډرې

[20.Jul.2017 - 14:17]

د سېدو بدهائى کنډرې

لیک: عثمان مردانوى (ارکيالوجسټ)

 د پاکستان  شمالى  قبليځه  برخه  سوات  د بيلو  بيلو  تهذيبونو او کلتورونو  ټاټوبې  پاتې شوی دی.  دلته  د انسان  هلې  ځلې  ډېره  اګاهو  نه  شروع  شوى  دى.  دې  سيمې  کښې  خوارۀ وارۀ  آثار  اوکنډرې  د دې  خبرې  ګواهى  ورکوى  چې  دلته  د انسان  هڅې  ډېرې  بام  ته رسيدلى  دى. سوات  يعنې   ادهيانه  "د باغونو  سيمه"   د بدهائى  مذهب  کلتور او تهذيب  يو لوئی  مرکز  پاتې  شوی  دی. سوات  په  بنيادى  توګه  غريزه  سيمه  ده، د دې  سيمې   په  لر  او  بر کښې  ګڼ  شمېر  آثار او کنډرې   بيا  موندلې  شوى  دى.په سوات  کښې  په  سېدو شريف  کښې  د غر په  لمنه  کښې  د بدهـ  دور  اثار  چې د سېدو هسپتال  په  شا پراتۀ  دى .د دې  آثارو  کنستې  په  1963ء  نه  تر 1989ء کالونو پورې  د ډاکټر  فاچينا  په  مشرۍ  کښې  د اتاليا  آرکيالوجيکل  مشن  شروع  کړې  وې  او  دا ټول  اثار او کنډرې  يې راښکاره  کړى دى. دا آثار  او کنډرې   په  دواؤ  لويو  لويو  دونکاچو  (درجه  به درجه  هواره  غونډۍ  يا هاغه  زمکه  چې  قدرتى  ډهلوان  وى)  د پاسه  موجود  دى.دا بدهايى  آثار  په  دواؤ  برخو  کښې   تقسيم  کړې  شوې  دى  يوه  برخه   کښې  بره دونکاچې  کښې  بدهائى  خانقاه  ده  چې  د لاندې  برخې  نه  لس  فټه  اوچته  ده  دا خانقاه مستطيل  شکل  کښې  ده.  د دې  يو اړخ  ته   لس  کوټې  دى،  ويجاړې  دى او چتونه  پرې  نشته  دلته  دننه  تلو  دپاره  په  منځ  کښ  قبلې  طرف  ته  د ګټو نه  پوڼۍ  جوړې  شوى  دى  دلته نه  هم  دننه  تلو  دپاره  نمرختيځ  اړخ  ته  هم  لاره  وه  خو  بيا  بند  کړې  شوې  وه.د دې  ځائی  نه   نمر ختيځ   او  قبليځ  اړخ  ته  دواؤ  قطعو کښې  څلور ګوټيزه  د مراقبې کوټې  دى  لس په  يو اړخ  او  لس  په  بل  اړخ  ته.  پخوا  به  بدهـ  راهبانو  او  عالمانو  مراقبې  کولې  دا مراقبه  خانې  په  پلنو  ګټو  فرش   کړې  شوى  دى . د دې  خانقاه  جنوب  اړخ  ته  دېوال سره  جوخت  جدا جدا  کوټې  دى   چې  ممکنه  ده  دا د لوئى  بدهـ  راهب  يا عالم  دپاره  وى.

 د خانقاه دننه  کوﻻؤ   انګڼ  دی   د دې  په  جنوب  ګوټ  کښې  غسل  خانه  وه  د دې  انګڼ  نه  دوه  جدا جدا  ويڼۍ  وتې  دى چې  ګنده  او د بارانى   اوبۀ  پکښې   بهر  وتې  او  خوړګى ته به پرېوتې .د جنوب  طرف  کوټو  سره   نزدی  يوه  لويه د غونډۍ  کوټه  ده  چې  ورته   اجتماعى کوټه  وئيلى  شى  چې  اوس  يې  صرف  بنيادونه ښکارى.د دې  خانقاه جنوب  اړخ  ته  دپشاکلۍ خوړ  دی  چې  د پشکال  په  موسم  کښې  پکښې  ډېرې  اوبۀ  بهېږى  او د دې  آثارو  جنوبى  اړخ  څۀ  دېوالونه  او  کوټې  يې تباه  کړې  وې.

 د دې  نه  ښکته   دونکاچه  کښې  مقدس  ځايونه  دى  يعنې  لويه  اسټوپه  او  وړې اسټوپې  دى  لويه  اسټوپه  تقريباً  شپږ  شپېتۀ  فټه   اوږده  او  پلنه  ده  او د دې  شمالى  اړخ  ته  پوڼۍ  جوړې  کړى  شوى  دى ، دا  اسټوپې  د بدهانو  يو  مقدس  ځائی   دی. دې  ځای  کښې  د ډېرو لوئې لوئى  راهبانو  ،عالمانو، بادشاهانو  هډونه  ښخ  شوى  دى  او  بدهه  مذهب  پېروکار د دې ځائی  زيارتونه  او عبادت  کو ى. د لوئې  اسټوپې  شمالى  اړخ  ته  نور  واړۀ  يادګارى  عمارتونه  د منختى  اسټوپې  وړې اسټوپې  په  څو  قطو  کښې  جوړې  شوى  دى. دا ټولې  اسټوپې  څلور  ګوټيزه  دى  چې  پنځۀ   فټه څۀ څلور  فټه  او څۀ  ډېرى وړې  دى. دې  سره  خوا کښې  معابدخانې  هم  دى.د عمارت  لوئې  وړې  اسټوپې  د تراشلى   شوى  ګټو  نه  جوړې  کړې  شوى  دى  او  ټولو دېوالونو ګل کارۍ  شوى  دى  ګټې  د عمارت  د ښکلا  دپاره  لګولى  شوى  دى  او  دا ټول  دېوالونه   پلاستر  کړى  شوى  هم  وو. چې  اوس  يې   هم  څۀ  نخښې  ښکارى. 

 په  دې  لوئې  واړۀ  اسټوپو  د پاسه  د ګندهارا  ارټ  ښائسته  او  شاهکار  بتان  لګولې شوى  وو  په  ارټ  کښې  د ګوتم  بدهـ  د ژوند  قيصۍ ،د ژوند حالات  لوئى  واړۀ  د بدها  ناست ولاړ  بتان  چې  د تورو  او شنو ګټو نه  جوړ کړى  شوى  وو هم  لګولى  شوى  وو. دې  نه  علاوه  څو د چونې  بتان  او  سکې  هم  تر  لاسه  شوى  دى.دلته  نه  چې  کوم  څيزونه  نوادرات  تر  لاسه  شوى د هغې  د څيړنې په  بنياد دا نتيجه  اخستې  شوې  ده  چې  د دې  خانقاه  او  اسټوپې  بنياد  په وړومبۍ  صدۍ  عيسوى  کښې  ايښودې  شوى  وو  او  بيا  ورپسې  کلونو  کښې  د دې  نورو وړو وړو  اسټوپو د منختو  اسټوپو  اضافه  شوې  ده  او نورې  کوټې  معابد خانې  د خانقاه  سره  نورې  کوټې   آبادې  کړى  شوى  دى.دلته  نه  چې کوم  بتان  سکې  او نور څيزونه  راؤښکلې  شوى وو  هغه  د سوات  په عجائب  ګر کښې  نمائش   او تحقيق  دپاره  ايښودى   شوى  دى. 

 د سيدو  دا آثار   او کنډرې  د بدهائى  وخت  يو  اهم  او  تاريخى   ورثه  ده  د دې  ټولو کنډرو  په  سائنسى  توګه  کنستې  د اتاليا  پوهانو  کړې  وې   او د دې  ټولو  اثارو  او کنډرو دوباره  مرمت  د اتاليا  محقق  لوکا ماريا  په  نګرانۍ شروع  کړی  شوی  دی. پاڅون /مردان

 

-
بېرته شاته