(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په ښځو کښی د پیغمبرۍ د نیشتوالي

[20.Jul.2017 - 14:24]

په ښځو کښی د پیغمبرۍ د نیشتوالي د مفروضې تاریخی څیړنه!!

لیک:سمیع الدین ارمان داودزی

د سامی مذاهبو د تاریخ له رویه آدم علیه السلام او حوا علیها السلام اولني باشعوره انسانان دي. دغه رنګ د یونانی اسطورې مطابق د اولني انسان څلور لاسونه څلور پښې او څلور سترګې څلور غوږونه وو او په یو جسد کښی نر او ماده دواړه یو ځائی وو. بیا د دوې خالق دوې د ازمیښت لپاره بیل کړل او تر اوسه بیل دي او د یو بل نه چی جدا وي نو یو هم کامل نه وي. په مخلوقاتو کښی د جوړې تصورهم یو شان تاریخیت لري.

آدم علیه السلام ته د اولني پیغمبر مقام هم حاصل دی. دغه رنګ د یو حدیث مطابق دنیا ته یو لاکهه او څلیرشت زره پیغمبران راغلی دي چی پکښی څه د پاڅه درې سوه صاحبِ کتاب وو. په دغه مجموعی تفصیل کښی نَن مونږ سره په قران کښی محض د شپږویشت یا اوویشتو پیغمبرانو ذکر دی او په کتاب اقدس کښی کم نه کم درې اویا او زیات نه زیات قول مطابق دوه سوه پیغمبرانو ذکر دی. یاده دې وي چی د مسلمانانو عقیده رسالت او د عیسایانو او یهودیانو عقیده رسالت کښی فرق دی. غټې غټې خبرې پکښی د هغوی د عصمت انبیا، طرقِ وحی او د نبی د سماجی حیثیت نه انکار دی. 

د باقی صحیفو، کتابونو او انبیاو د تحفظ تفصیلات تاریخ ته حواله دي. نو بعضې مورخین د مشرق بعضې هستیانو ته هم د پیغمبرئ مقام په دې منطق ورکوي چی تاریخ ئی څومره نفی کوی نو دومره بلکه د دې نه زیات ئی اثبات هم کوي. او د سنتِ الاهیه او " ولکل قومِِ هاد" تفهیم هم په موخرالذکر موقف کښی دلالت کوي. 

عام طور زمونږ ټولنه کښی دا خبره مشهوره ده چی په ښځو کښی نبیه نه ده راغلې. د دې خبرې د حقیقت معلومولو په لړ کښی څو حوالې راوړم. 

۱.. په کتاب اقدس (بائبل) کښی د لسو داسې ښځو تذکره ده چی د نبوت مقام ورته حاصل وو. 

۱).. مریم.. دا هغه مریم نه ده کومې سره چی مونږ مسلمانان ډیر واقف یو چی د مسیح علیه السلام مور ده. بلکه دا مریم د هارون او موسی علیهما السلام خور ده. او د نبوت مقام ورته میلاو وو. د دې مریم ذکر په کتاب اقدس کښی بار بار شوې دی. په "خروج" نومې کتاب کښی د باب پینځلسم آیت نمبر ۱۹ نه تر آیت نمبر ۲۱ پورې د دې نبیئی ذکر دی.

۲)..دبوره.. "دغه وخت دبوره نبیه د لفیدوت بی بی، د بنی اسرائیلو قاضیه (Judge) وه.  (قضات ۴:۴)

د دې نبیئی بحث، کارنامې او تفصیلی قیصې په کتاب اقدس کښی رقم دي.

۳..خُلده.. د دې ذکر د کتاب اقدس په سلاطین ۲ نومې کتاب کښی په دویشتم باب کښی د آیت نمبر ۱۴ نه تر شلَم آیت پورې رقم دی. د دې آیتونو نه علاوه هم دا نبیه په کتاب اقدس او یهودی ادب کښی ډیره یاده ده. دا په فلسطین کښی په "مشنه" نومې محلې کښی اوسیده او د یرمیاه نبی معاصره وه. 

۴.. نوعیدیاه.. " ای زما خدایه طوبیاه او سنبلط د خپلو کارونو په لحاظ سره او نوعیدیاه نبیه هم او باقی انبیا هم چی زه به ئی یرولم، یاد اُساته" (نحمیاه ۶:۱۴) 

۵.. د یسعیاه پیغمبر بی بی.. دا پیغمبر د اتهمې پیړۍ قبل مسیح په آخری نیمئ کښی په فلسطین کښی تیر شوې دی. د ده د بی بی په حقله کتاب اقدس داسې ګواهی کوي چی " یسعیاه وائی چی زه نبیئی سره میلاو شوم، هغه حامله شوه، او زویې مو پیدا شو، او خدائ راته اوفرمائیل چی " مهیرشالال حاش بز" نامه پرې کیږده" (یسعیاه ۸:۳)

۶.. حناه.. "او د آشر نومې قبیلې نه حناه نبیه چی د فنوایل لور وه، د ډی عمر ښځه وه او د خپل پیغلتوب نه پس ئی اووه کاله خپل خاوند سره تیر کړې وو. (لوقا ۲:۳۶) په ورپسې آیتونو کښی هم د دې تفصیلی ذکر دی.

۷.. د فلیپس مبشر څلور لوڼه.. " په دوئمه ورځ مونږ روان شو او قیصریه ته راغلو، او د فیلپس مبشر چی هغه د هاغه اوو نه یو وو په کور کښی کوز شو او د ده څلورپیغلې لوڼه وې چی نبیانې وې" (اعمال ۲۱:۹)

د دې متفقه لسو ښځو نه علاوه هم د نبوت په متنوع تعریفاتو د نورو داسې ښځو چی نبیانې وې په یهودی او عیسائي مذهبی ادب کښی تذکرې راځی. 

په اسلام کښی د امهات المومنین او صحابیاتو برخه او کردار اګرچه د نبیانو نه دی، خو د نبی نه بعد چی ورته کوم مقام حاصل دی نو هغه هم څه کم نه دی. 

په هندوازم چی د دنیا د ټولو نه زوړ دین یادیږي، کښی د دیویانو تصور او عقیده چی ډیره عامه ده هم د ښځو د نبوت د تاریخیت اثبات کښی لاس کوي.

په بدهائي دین کښی د بُدها سره سره د دولسو ښځو چی د پیغمبرئ منصب ورته حاصل وو دا وې.

۱.. مهپاره جاپتی،۲..حیمه، ۳..بادره، ۴..ګوثوامی، ۵..سکیوله، ۶..دهرم دینه، ۷..اوپالوَنه، ۸.. بادره کنډلی. ۹..نَنده، ۱۰.. بادره کاپیله، ۱۱..سونیا، ۱۲.. سیګلکا متهرا..

د دغه ټولو حوالو نه دا ثابتیږي چی دا مفروضه څه پوخ تاریخی استناد نه لری چی ګنی په ښځو کښی د نبوت سلسله بیخی شتون هم نه لري. یاده دې وي چی راوړلې شوې حوالې نه صرف تاریخی دي بلکه مذهبی استناد او حیثیت هم لري. د کتاب اقدس د تدوین د ارتقا په سفر اګرچه اشکالات پخپل ځائی رسا دي خو موجوده بائبل علمی نړۍ کښی د تاریخ او ادب نه لوړه حواله ګڼلې کیږي. 

سمیع الدین ارمان داودزی/ ایډورډز کالج پیښور / پاڅون - مردان

-
بېرته شاته