(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دَ نمر تندر نيول

[25.Jul.2017 - 13:05]

دَ نمر تندر نيول  او توهمات

لیک:توقير احمد يوسپزی

دَ مارچ دَ مياشتې په نهمه نېټه نمر تندر نيولے وۀ . دا نظاره دَ دَ نړۍ په مختلفو سيمو او ملكونو كښې وليدې شوه . انډونېشيا كښې دَ دې تندر ترمخه زياترې علاقې په تيارۀ كښې ډوبې شوې او دَ دغه ځايونو خلق په ګڼ شمېر كښې دې نظارې كتو ته راجمع وو . 

 هر څو كۀ دَ نن پرمخ تللې نړۍ دَ سپوږمۍ يا نمر دَ تندر نيولو نه خوند اخلي او دَ مختلفو سيمو خلق هغه ځايونو ته ځان رسوي چرته چې په مكمله توګه نمر تندر نيولے وي  خو اوس هم دَ بعضو سيمو خلق په دې اړه دَ توهماتوښكار دي . دَ نمر او سپوږمۍ تندر نيول دَ پخوا راهسې دَ مختلفو علاقو او قومونو دپاره يو ناشونې نظاره ګرځېدلې ده او دَ دوي په ژوند اثرانداز شوې ده .  

په پخواني مصر كښې به دَ هغه ځائې باچايان چې ورته به فرعون وئيلي شو دَ نمر زامن او په زمكه دَ هغۀ نمائندګان تصور كېدل. كله به چې نمر تندر ونيولو نو باچا به په خپله عبادت خانه كښې تر هغې چكرې وهلې تر څو چې به دَ نمر دَ تندر نيولو عمل ختم شوے نۀ وۀ. 

په روم كښې دا يو عام رواج وۀ چې كله به نمر يا سپوږمۍ تندر نيولو نو خلقو به خپلې تورې او نېزې راواخستې او چغې سورې به ئې جوړې كړې  چې هغه بلا وويروي كومې چې نمر يا سپوږمۍ په ولقه كښې اخستې وي. دَ چين په خلقو كښې تر ډېرې مودې پورې دا تصور عام وۀ چې سپوږمۍ يا نمر هله تندر نيسي كله چې شېطاني قوتونه دَ سپي يا لېوۀ په شكل كښې راشي او دَ دوي دَ خوړلو كوشش وكړي. دې خلقو به دا يو بد شګون ګڼلو او په دغه ورځ به ئې خوراك څښاك نۀ كولو. جاپانيانو به دَ قيمتي كاڼو هارونه په ونو كښې ځوړندول چې مقصد به يې دَ نمر رڼا سېوا كول وو كله به چې هغه تندر نيولے وۀ. دغسې دوي به اورونه هم بلول چې دَ نمر دَ تتې رڼا كمے پوره كړي او نمر له قوت وركړي.

دَ روس او امريكې اوسېدونكو بعضو قبيلو به دا ګڼل چې دَ نمر يا سپوږمۍ دَ تندر نيولو په وخت ټوله دنيا دَ بدو اثراتو په ولقه كښې وي نو دوي به دَ خوراك څښاك څيزونه څرګند نۀ پرېښودل چې هسې نه دغه بد اثرات په خوراك پرېوځي او بيا په خوړلو ئې دَ ناروغتيا ښكار شي. دا رسمونه نن هم په دې قبيلو كښې شته. دَ دوي مطابق دغه وخت نمر يا سپوږمۍ دَ بيمارۍ په حالت كښې وي ځكه نو دَ خوراك څښاك په څيزونو دَ دوي رڼا لګېدو سره دغه بيمارۍ هغې ته منتقل كېږي. دَ هندوستان دَ بهار او آسام خلقو به ځانونه په كمرو كښې بند كړل او كړكۍ به ئې بندې كړې چې دَ تندر نيولي نمر رڼا پرې پرې نۀ وځي.

پښتنو كښې هم دَ قدرت دَ دې عجيبه مظهر په اړه مختلف رسمونه او توهمات شته. په كور كښې مشرانې ښځې امېدوارو ښځو ته په دې موقع دَ كوټې دننه دَ څملاستو وېنا كوي او په دغه وخت دَ څۀ كار كولو او په لاس كښې دَ څۀ تېرۀ څيز لكه چاړۀ يا قېنچۍ وغېره دَ اخستلو نه ئې په سختۍ سره منع كوي. دوي دا ګڼي چې كۀ په دغه وخت امېدواره ښځه په لاس كښې څۀ تېرۀ څيز واخلي يا څۀ دَ لاسو خپو كار كوي نو دَ دې اثر په ماشوم پرېوځي او دَ هغۀ دَ بدن څۀ حصه كټ شوې يا نيمګړې پېدا كېږي. دغه شان په دغه وخت ئې دَ خوراك څښاك دَ كولو نه هم منع كوي. پښتنو ته چونكه زياتر رسمونه دَ هندوانو نه راغلي دي نو دا هم دَ هندوانه توهماتو يوه لړۍ ښكاري چې نۀ خو دَ دين او نۀ دَ سائنس له رويه څۀ اهميت لري. دَ نمر يا سپوږمۍ تندر نيول يو قدرتي عمل دے. سپوږمۍ زمكه او نورې سيارې دَ نمر نه ګېرچاپېره چورلي. لكه چې خداے پاك په قران كريم كښې فرمائي: (الله) هغه ذات دے چا چې ورځ او شپه پېدا كړي دي او نمر او سپوږمۍ ئې پېدا كړي دي. هر يو په يوه دائره كښې په خپل رفتار حركت كوي.

 چونكه  په دوي كښې دَ هر يو رفتار جدا جدا وي نو كله كله داسې وشي چې سپوږمۍ، زمكه او نمر درې واړه په يو قطار كښې راشي. كله چې سپوږمۍ دَ نمر او زمكې ترمنځ راشي نو دَ نمر دَ رڼا مخه ونيسي او دغه شان په زمكه اوسېدونكو ته دَ نمر څۀ حصه يا ټول نمر تور ښكاره شي. دې عمل ته دَ نمر تندر نيول وائي. كۀ احتياطي تدابير ونۀ كړې شي نو دَ دې عمل نه يواځې نومولود او امېدوارې ښځې نه بلكې نور انسانان هم متاثره كېدې شي. دَ سائنس دَ پوهانو مطابق دَ زمكې په مخ دَ انسانانو نه په څو چنده زيات خطرناك جراثيم موجود دي كوم چې دَ نمر دَ شعلو او رڼا په وجه مړۀ كېږي او وده نۀ شي كولې. خو كله چې دَ تندر نيولو په وخت دَ نمر رڼا زمكې ته نۀ رارسي نو په درجه حرارت كښې كمے راشي او دغه خطرناك جراثيم وده بيا مومي ځكه نو دَ خوراك څښاك څيزونه پټول پكار وي. دغه شان په دغه وخت نمر ته نۀ دي كتل پكار ځكه چې دَ سترګو دَ نازكو پړدو  يا نظر خرابېدو خطره وي. په سوره فصلت آيت نمبر اووۀ دېرشم كښې الله تعالي فرمائي: 

ترجمه: او دَ هغه ذات دَ نخښو نه ورځ او شپه هم دي او نمر او سپوږمۍ هم. پس نمر او سپوږمۍ ته مۀ ټيټېږئ مګر صرف خدائے ته (ټيټ شئ) چې تاسو ئې پېدا كړي يئ كۀ چرې تاسو په رښتيا دَ هغۀ بندګي كول غواړئ.

دَ نمر يا سپوږمۍ تندر نيول دَ خداے پاك دَ لوئے والي يوه نخښه ده. دَ دې كائنات دَ ټولو روښانه، اهم او هر وخت په نظر راتلونكي دوه ؤ او عظيم الشانو نخښو نمر او سپوږمۍ تتول او دَ دوي په شان او رڼا كښې كمے راوستول يقيناً چې دَ الله دَ عظمت يوه نمونه ده. هغه خپلو بندګانو ته دا ښودل غواړي چې دا هر څۀ هغۀ پېدا كړي دي او لكه دَدې كائناتو دَ نورو څيزونو، نمراوسپوږمۍ هم دَهغۀ  تابع دي /پاڅون مردان

-
بېرته شاته