(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خر په مثالونو کې

[25.Jul.2017 - 13:26]

خر په مثالونو کښې

لیک: محمد سليم الله قريشى

 الله پاک  په  قران  کښې  فرمائيلى  دى.  ترجمه: "دا مثالونه  مونږ  د خلقو  دپاره  بيانه وو چې  دوى  پرې  فکر  او غور اوکړى. علامه اقبال  وئيلى دى  چې  

               آن  کتاب  زنده  قران  حکيم      حکمت  او  لا يزال  ست  قديم 

 د قران کريم  مثالونه  د حکمت  نه  ډک  دى   په  دې  سبب  زۀ  د کلام  پاک  څو  مثالونه د دې  سر خط  لاندې   ليکم  چې د عبرت  باعث  شى.(1)  حضرت  عزير علېه السلام  د الله  پاک مشهور پېغمبر وۀ  يو وار د سفر  په  دوران  کښې  د يو داسې  کلى  نه  تېر  شو  چې  د مودو  نه وران  ويجاړ  پروت  وۀ، چتونه  يې  په  زمکه  پراتۀ   وو  او  دېوالونه  يې  د کنډرات  په  شکل کښې  راغورزيدلى  وو دۀ  ته  خيال  ورغے  چې  دا  ورانه  ويجاړه  آبادى  به  بيا  څنګه   آباده  شى  نو خدائے پاک   پرې  خوب  راوستلو  د خوبه  بېدار شو، نمر  په  ډوبېدو وۀ  اودۀ کېدو  نو  غرمه  وه ،الله پاک  ترېنه  د وحى   په  ذريعه  تپوس  وکړۀ . "څومره  خوب  دې  وکړۀ. "  دۀ جواب   ورکړۀ نيمه  ورځ  اودۀ  وم"  الله پاک  ورته   اوفرمائيل  نه  تۀ خو  سل  کاله  اودۀ  وې  بيا مې  راويښ کړے. دې  خوراک  ته  دې  اوګوره  خوراک  څښاک  دې  بوئ  هم  نۀ  دے  خراب  شوے  هم  هغه رنګ  صفا  او  تازه  مې  ساتلى  دى .او دې  خر  ته  دې  اوګوره  د خاورو  ډېرې  دے  خو اوس  يې د ستا په  وړاندې  د هډوکو ډهانچه  جوړوم  بيا  پرې  غوښه  او  څرمن خېژوم  بيا  يې  ګوره  د ستا  په  وړاندې  يې  هغه  د ستا خر اودروم. دا هر څۀ  يې  وليدل  نو  اوې  وئيل  ربه !  تۀ  ډېر  پاک ذات  ئې  په  هر څۀ  قادر ئې  چې  څۀ  غواړې   هغه  کولے  شے. (سورة البقره پاره 3_ آيت 259) 

 (2)قران پاک  په  يو  بل  ځائے  کښې  الله پاک  فرمائيلى  دى  د اسونه  او خچرې  او  خرونه د ستاسو  ښائست  دے او د سورلۍ  دپاره  دى  او  د ستاسو  بوجونه  هغه  ځائے  ته  رسوى  چې  تاسو  يې   نۀ  شئ  رسولې.  او په  راتلونکى  زمانه  کښې   به  دې  مقصد له  زۀ  هغه  څۀ  پېدا  کړم چې  اوس  ورته  د ستاسو عقل  نۀ  رسى. (سورة نحل پاره 14 _ آيت 8) 

 (3) حافظ  ابن   عساکر رح  يوه  واقعه  ليکلې  ده  يو خر کار وۀ  په  خر  به  يې  مزدورى  کوله بوج  يا سورلى  به  يې  د يو ځائے  نه  بل  ځائے  ته  وړله  او کرايه  به  يې  اخسته ،يوه  ورځ   يو سړى  ورته  اووې  ما د سورلۍ  په  توګه  يو ځائے  ته  ورسوه  هغۀ  په  خر  سور  کړۀ  او  روان  شو، يو  داسې  ځائے  راغے  هلته  دوه  لارې  تلې  وې  خرکار  په  لنډه  لار تلو  خو  هغه  سړى   ورته  اووې  ما په  دې  بله  لار  بوځه  لږ  وړاندې  لاړل  نو  مخې  له  يوه  وادى  راغله  ډېر  انسانان  پکښې   مړۀ  پراتۀ  وو.دې   سړى  ورته  اووې   دا خر  او ټول  مال  اسباب  څۀ  درسره  وى  زما  په حواله  کړه  او مرګ  ته  تيار  شه. خرکار  ورته  اووې  دومره  موقع  راکړه  چې  په  اخر  وخت  کښې دوه  رکعته  مونځ  وکړم . هغه  ورته  اووې  ښه  ده  مونځ  اوکړه  خو زر  زر يې  کوه  نا وخته  نۀ کړے.  دې  په  مانځۀ  ودرېدو  او  دا آيت  يې  پکښې  اولوستو  مفهوم  يې  دا رنګ  دے  "څوک دے  د مجبورو  دعا  قبولوى  هغه  وخت  چې  دعا  ورته  وکړى  او  بده  ورح  يې  په  شا  کوى.(الايه)  (الايه )  په  دې  کښې  يو  تېز رفتار   کس  په  اس  سور  وو او  نېزه  يې  په  لاس  کښې وه  د تندر  په  شان  راغے  او  دا بل  سړے  يې  په  نېزه   سورے  کړۀ  او  مړ يې  کړۀ. خرکار  ترېنه خلاص  شو  نو دې  سوارۀ  ته  په  پښو  پريوتو  او تپوس  يې  ترې  اوکړو  تۀ  چا رالېږلے  يې.؟  هغۀ ورته  اووې  چا ته  چې  تا  سوال  کړے  وۀ. خرکار  ورته  اووې  ما  دلته  مۀ  پرېږده  د دې  ځايه  مې  اوباسه  نو د ځان  سره  يې  اووېستلو. (پاره 20 سورة نحل  آيت 62)

 (4) حضرت لقمان  علېه السلام  خپل  ځوى  ته   ډېر  نصيحتونه  کړي  دى  يو پکښې  دا دے "خبرې  کوه  خو اواز د خر  په  شان  مۀ  اوچتوه د ټولونه بد اواز د خر دے.(پاره 21 سورة لقمان آيت 19)

 (5) ديهوديانو  په  حقله  الله  پاک  فرمائيلى  دى  دوى   له  مې  د موسى  علېه السلام  په ذريعه  خپل  کتاب  تورات  ورکړو  دوى  دا بوج  اوچت  خو کړو   او  عمل  يې  ورباندې   ونۀ  کړو نو مثال يې  داسې  شو  لکه  په  خر چې  بوج  واچول  شى  خو  دا ورته  نۀ  وى  معلومه  په  دې بوج کښې  څۀ  دى.( پاره 28 سورة الجمعه  آيت 5) 

 دا خو  وو د  الله پاک  د حکمت  ډک  مثالونه  د پاک  کلام  قران  حکيم  له  مخه  بيان  شوى اوس  يو څو خبرې  د شېخ  سعدى د اړخه  دۀ  به  اکثر  خر  د سورلۍ  دپاره  د ځان  سره  ساتلو وائى  "يو ځل  په  يو  کلى   ورغلم  په  خر  سور  وم  او  يو  چرګ  راسره  وۀ  په  دې  کلى  کښې د ټولو  نه  اول  يو  ماشوم  مخې  له  راغے   ما ترې  تپوس   اوکړو  چې  په  دې  کلى   کښې  به  څۀ  شے  داسې  ارزان   وى  زۀ  يوه  انه  د ځان  سره  لرم  په  دغې  يې  واخلم  او مونږ  درې  واړه   پرې ماړۀ  شو.  هغۀ  راته  اووې  خټکى  خربوزې   واخله  تۀ  په  خپله  هم   اوخورې  پوستکى   به  يې  په  خر  اوخورئ  او زړى  (تخم) به يې  چرګ  له ورکړے. شيخ سعدى وائى ددې کلى ماشوم  دومره هوښيار دے نو مشران به  يې  څنګه وى نو لاړم  ويسار پکښې  نۀ  شوم. ما  وئيل  زما ځائے نشته.

 يو بل وار په  يوه  لاره  تللم  ډېر  ساړۀ   وو  د شپې  ځائے  مې  هم  نۀ  وۀ  او اوږے  هم  وم  اومې کتل  يو دهقان  د جونګړې  مخې  ته  ډېر خفه  ناست   وۀ  ماترې  تپوس   وکړو   ولې  خفه ناست   ئې. وې  ښځه  مې  يواځې  دننه  ناسته  ده  اولاد  يې  کېدو واله  دے  او  زۀ  يې  په  بند  نۀ پوهېږم. ما ورته  اووې  څۀ  وړه  اوګوره  کۀ  وى  نو  راوړه  نو  را يې وړل  ما ورته  حلوه  شانته جوړه  کړه ورته مې  اووې  دا پرې  اخوروه  او ګرمه  يې  اوساته. هغه  ډېر  په  حوصله  کښې  شو ما له  يې  په  جونګړه کښې  يو خوا ته  ځائے  راکړو  زۀ  سره  د خپل  خر  وردننه  شوم. د سختې  يخنۍ نه  بچ  شوم  او  شپه  مې   په  ارام  تېره  کړه.  ورسره  يې   په  فارسۍ   کښې  دا شعر   اووې 

       مرا جاشد خرم  را نيز جاشده  زن  دهقان       زايد يا  نه  زايد  

يعنې زما ځائے  اوشو  او  د خر  مې  هم  ما سره  اوشو اوس  د دهقان  ښځه   زاو زاد راوړى  او که نۀ  يې  راوړى. خو بيا  هم  فېصله  په  دې  ده  خر  اخر  خر دے  شېخ  سعدى  وائى  

                 خر عيسى  گر  به مکه  رود    بيايد هنوز خر باشد

پاڅون/مردان

-
بېرته شاته