(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دې کې څوک څۀ ووائى

[25.Jul.2017 - 13:28]

دې کښې به  څوک  څۀ  اووائى ؟

لیک: قمر صحرائى

 څوک  چې  ما ته  کاکا، ماما  يا  چاچا ووائى   نو  زړۀ  له  مې   راشى  چې  دا خلۀ  ورله  ماته کړم  او  بيا  چې  له  ما نه  مشر  سړے  راته  دغه  القابونه  را پېرزو  کړى  نو  بيا  خو وايم  چې راغلى  خوړ  ته  مې   اودانګلے   چې  په  ما  داسې  ولې  کېږى.   يو  ملګرى   راته   يوه   ورځ   ووئيل.  نو ما ورته  په  جواب  کښې  داسې  ووئيل  چې  د دې  درې  وجې  دى  اول  خو  دا چې   دا خلق   سړى له  په  دنيا  کښې  د ډېر  ژوند  تېرولو  د کاکا، ماما  او  چاچا  په  کلاسيکى  نومونو سره  ورکوى. دوېم  دغه  څوک  چې  تا ته   دا نومونه  اخلى  نو  هغه  پخپله  د خپل  ماشومتوب  تاثر  درکوى  چې  زۀ  له  تا نه  ډېر  کشر  يم.  درېم  چې  کوم  مشر  تا ته   په  دې  نومونو  مخاطبه کوى  نو  هغه  هم  دا  وئيل  غواړى  چې  زما  عمر  له  تا نه  کم  دے. يعنې  تا نه  کشر  يم  بلکې ماشوم  يم  ځکه  چې   د کم  عمرۍ  مرض  په  دې  دور کښې  د ماشوم  نه  واخله  تر  بوډا   پورې  او د بوډا  نه  واخله  تر  ښځو  پورې  په  هر  چا  لګېدلے  دے  بلکې  اوس  يې  خو  وبائى  شکل اخستے  دے ځکه  چې  دا د ګلېمر  زمانه  ده  او  خلق  خپل  شخصيت   کښې  څۀ  کمے  هم  نۀ زغمى  ځکه  خو هر  څوک  د کشر  جوړېدو  کوشش   کوى  او  څوک  هم  مشرۍ  ته  نۀ  دے  تيار. بل  د خلقو خُلې  او لهجې  دومره خرابې  شوې  دى  چې  د احترام  دغه  صيغې   چې  کله  چا ته د خلې  نه  وباسې  نو د دې  صيغو   ادا کولو  په وخت  دې  له  دومره  زور  ورکړى  چې  سړے  بارې  وائى  چې  د دې  نومونو  مهر  راباندې  لګوى

د کم  عمرۍ  مريض  صرف  سړى  نه  بلکې  ښځې  هم  په  دې  مرض  کښې  د سړو  نه  دوه  قدمه مخکښې  روانې  دى  او  د دې   مرض  داسې  ښکار دى  چې  سمې  لا  علاجه  دى  او  د نفسياتو داسې  څوک  معالج  نشته   چې  د دې   مرض  مخنيوے  وکړې  شى  او نۀ  تر اوسه  پورې   د دې مرض  څۀ  علاج  دريافت  شو ے  دے. 

 ما ورته  ووئيل  چې  وروره!  تۀ  يواځے   نه  زۀ  هم  د ځان  متعلق  په  دې  نومونو  ډېر  جز  بز کېږم  خو  خلق  د چا  بد ګڼلو  ته  کله  ګورى  او  په  مخه  په  سړى  باندې  د دې  نومونو  فتوې لګوى  چې  يو  نيم  پکښې  داسې  هم  وى  چې  د هغۀ  د خلې  دغه  سم  کنځل   ښکارى  ځکه  چې  د دې  وئيلو  وخت  کښې  هغه  ډېر  شدت  سره  دا کوشش  کوى  چې  تۀ  کاکا، ماما  او چاچا ئې  او  زۀ  هلک  يعنې  تۀ  اوس  د ځوانۍ سرحد نه  اوښتے  ئې  خو  سړے  نۀ  غواړى  چې  زۀ د ځوانۍ  د سرحد نه  واؤړمه  حالانکې  ما  پخپله  اقرار کړے  دے  چې 

 په  مينه  پښې مې  ښکلو  څۀ  له  نيسئ 

زۀ  د ځوانۍ  سرحد نه  واؤښتېدمه 

 خو  بيا هم  سړے  نۀ  غواړى  چې  په  ما  دې  د کاکا، ماما  يا  چاچا  سائن  بورډ  زوړند  شى  هغه  کاکا، ماما  يا  چاچا  خو  يو  خوا  کړه  اوس  د دې  نه  ويرېږم  چې  چرته  بابا  راته  ونۀ وائى  ځکه  چې  د خلقو  څۀ  ضمانت  يا  ګارنټى  نشته  ولې  څو  به  نۀ  وائى  ځکه  چې  د باباتوب  وطن  ته  ښه  ګړندى  روان  يو. دې  حالت  ته  چې  وګورو  نو  د هغه  يو  مشر د خلې  وتلې  دا يوه جمله راته  راياده  شى.  د چا کاکا د چا ماما د چا لالا شومه      هائے هائے موبا شومه 

 حالانکې  مونږ په  دومره خرچې کوو  هره  ورځې  حجامتونه  کوو  په  وېښتو  د اوچتې کوالټۍ  رنګونه  تپو.  کريم  پوډر  او د هلکوالۍ نورو مټېرلو  باندې  د خپل  مياشتنۍ  بجټ کثيره  سرمايه  خرچ  کوو  او  ځان   لش  پش  ساتو  خو  زمونږ  دا ټول  زيارونه  ناکام  دى   ځکه چې  په  مخ  د پوخ  عمرۍ  نخښو  پټولو  کښې  بيا  هم  فيل  يو. ځکه  خو  بختيار انجم  وائى

پټوې  څۀ  له  د وجود  د زړېدلو  نخښې 

داسې د ډېرو زيړې  کړى  دى  وختونو  پاڼې

 دا رښتيا  دى  چې د وجود  نخښې  زړې  شى  نو  دا بيا  په  کچه  رنګونو  نۀ  پټېږى  کۀ سړے  ډېرې  چارې  وکړى  خو  نتيجه  يې  صفر  وى  ځکه  خو  عبدالرحيم  روغانے   وائى 

څوک په ځان مږى رنګونه،څوک په ځان تپى نکريزې     

 ځوانى کله واپس کېږى په لړلوپه تپلو

 خو زمونږ  ذهن  او زړۀ   مشر والۍ ته  نۀ  تيارېږى  ځکه  چې  د هلکوالۍ  او ځوانۍ زيات وختونو  او  يادونو نه  دستبردار  کېدل  څۀ  اسان  کار  نۀ  دے.

   خو په هلکو الۍ اوځوانۍ کښې  سړى  ته له بدبختۍ نه قطعاً احساس نۀ  کېږى چې صبا به ما ته  خلق کاکا،ماما يا چاچا وائى حالانکې په ځوانۍکښې به چې چا لالا راته ووې نو د غصې نه  به  وريت شوم خو اوس وايم چې کاش  ما ته چا  لالا ووئيلې خو خلق دا اعزاز اوس کله راکوى.د يو  سړى نه يو بل سړى تپوس وکړو چې ستا څۀ عمر دے نو هغۀ ورله جواب  ورکړو چې دېرش  کلونه  لس کالونه  وروستو  هغې  سړى  ترې  بيا  تپوس وکړو  چې  اوس  ستا څۀ  عمر دے ؟ نو هغه  ورته  په  بيا هغه  جواب  ورکړو  چې  دېرش کلونه نو اولنى سړى ورته ووئيل چې  لس کلونه  اګاهو  هم  ستا  عمر  دېرش  کلونه  وۀ  او لس کلونه تېريدو نه  وروستو هم  هغه  دېرش کلونه  دى  نو  هغۀ  په  جواب  کښې  ووئيل  چې  د پښتون  سړى  يوه  خبره  وى_په   هلکوالۍاو ځوانۍ کښې  سړے  يو  ځل  هم  دا سوچ  نۀ  کوى  چې  له سيره  څو  پخېږى  خو  چې  نيمه  سينچرى  ووهى  نو  بيا  يې  ورو ورو سترګې رڼا شى  چې  له سيره خو دومره  پخېږى  خو  بيا دې تاروجبې ته  رسېدلے  وى  او  چې  تاروجبې ته څوک رسېدلے  دے  نو بيا يې  چپه  له  سره  اووښتې  ده.

-
بېرته شاته