(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خط مې راغلے د جانان دے

[26.Jul.2017 - 23:01]

خط مې  راغلے د جانان  دے

لیک: ثناء الله  شميم ګنډه پور

 د امامانو په  مياشت  کښې  نن  صبا  سړے  هسې  هم  له  ويرې  نه  د کوره  نه  اوځى   او  بيا په  اتمه  ورځ   هغه  هم  له  ډېره  اسماعيل خان  نه  تر پېښور  پورې  په  يو نۀ  ختميدونکى  اوږد سفر  تل  د سړى  اينه  رژوى .خو  د کوز  دير  يو  ډېر  ګران  او  خوږ  ملګرى  داسې  په  مينه  او اخلاص  بلنه  د مشاعرې  راکړې  وه  چې  انکار ته  مې  خلۀ  نۀ  جوړېده  او  بيا  ورسره  د ګران مشر سليم  راز  صېب   تاکيدى  حکم  هم  وۀ   چې  ارو مرو  ځان  رارسوه  بس  بيا  خو  د معافۍ ورونه  بيخى  بند  شو کنه. سحر  مې  زړۀ  کښې   وې  يا  الله  خېر  راپېښ  کړے  او  ورسره د پېښور  په  لور  روان  شوم ،ځائے  په  ځائے  د پوليس  او  د فوځيانو  په  چوکيو  د سر نه  پښو  پورې  تلاشى  او  د هغوى  د ګاډي  لاندې  باندې  کتنې  سره  درې  نيمې  بجې  ماسپښين ډبګرۍ  ګيټ  ته  ورسېدم  او  د هغه  ځائے  نه  سليم  راز  صېب  او  غزوال  صېب  او  فريدون  خان په  ملګرتيا  کښې  د کوز  دير  په  لور  مو  سفر  پيل  کړو ،سليم راز صېب  پروفېسر محمد اسلام ارمانى  صېب  ته  په   لاره  ټيلى  فون  وکړو  چې  مونږ  اله  ډهنډ  ډېرۍ  ته  درروان  يو  او  شپه  به مو  له تا سره  وى  چې  کله   ملاکنډ  نه  ماښام  تيارۀ  اله  ډهنډ  ډېرۍ  ته  د پروفېسر ارمانى صېب  حجرې  ته  لاړو،  پروفېسر ارمانى صېب  د مخکښې  نه  زمونږ  په  انتظار  ناست  وۀ  ډېر  زيات خوشحاله  شو ،د ارمانى صېب  د حجرې  په  يوه  لويه   کوټه  کښې  د ټول  ژوند  سرمايه  ښۀ  ډېر کتابونه  او  بيخى  زيات  ايوارډونه  چې  وخت  په  وخت  ورته  د خدماتو په  بدل  کښې  ورکړى  شوى  دى  پراتۀ  وو. ارمانى  صېب  زمونږ  ډېر  زيا ت  خدمت  وکړۀ  الله  دې  اجر ورکړى  امين. خدائے دې  هر چا ته  دغسې  مشران  ورکړى  چې  پروفېسر  ارمانى صېب  غوندې  قدرمن  هم وى  او مينه ناک  هم .کۀ  څوک  پښتو+ پښتون  او  مينه  يو  ځائے  ليدل  غواړ ى  نو  هغه  دې راشى  او  پروفېسر محمد اسلام ارمانى  صېب  دې وګورى  په  هغۀ  کښې  دغه  درې  واړه  خوبۍ موجودې  دى. لنډه  دا  چې  ارمانى  صېب   ټول  مينه  مينه  دے.  ډېر بختور انسان  دے  ما چې  په  کتابونو کښې  د کومو  پخوانو  پښتنو مشرانو  په  حقله  د هغوى  د قدر اخلاص د کشرانو سره  د مينې  د پښتو  غېرت  په  حقله  چې  څۀ  هم  لوستى  وو  هغه  مې  د پروفېسر محمد  اسلام ارمانى  صېب  په  شکل  کښې  په  خپلو  سترګو  وليدل  او  وکتل . نن  سبا  په  هر يو  کلى  کښې  د ارمانى صېب   غوندې  د دروند  پښتون  اوسېدل  د وخت  تقاضا ده. ارمانى صېب  سره  ټوله  شپه  پښتو  ادب  او  په  شاعرۍ  خبرې  کېدې  هغۀ  خپل  زاړۀ  يادونه  تازه  کړل ډېرې  خوندورې خبرې   او تبصرې  وشوې.  ډېر څۀ  مو  ترې  زده  کړل ،ارمانى  صېب   ټول  ژوند د پښتو  ژبې  او ادب  خدمت  کړے  دے  او د دوى  نوم  په  هر  هغه  ځائے کښې  چې  چرته  پښتو ژبه  وئيلې   کېږى  لوستې  او  ليکلې  کيږى، معرفى  دے  او  کۀ  زۀ  دا ووايم  چې  د  پروفېسر محمد اسلام ارمانى  صېب  په  نوم  د پښتو  شعر  و ادب   په  تاج  کښې  لکه  د  کوه  نور ځلېږى  نو  غلط  به  نۀ  وى. سحر چې  کله  مونږ  کوز  دير  ته  تلو نو  ارمانى صېب  د خپلو  کتابونو  يو سيټ  راته  ډالۍ  کړو  نور کتابونه  خو  ټول  شعرى  زيار  وو او  رښتيا  خبره  دا ده  چې د پروفېسر  ارمانى صېب   په  شعر  زما  غوندې  کم  علمه  انسان  ته  ډېر  ګرانه  ده  چې  څۀ  تبصره به  اوکړم  خو  يو کتاب  "خط  مې  راغلے  د جانان  دے "يادګار خطونه  او بلنې  زما  په  نوم"  يو ځانګړے  حيثيت  لري. د شاعرۍ  نه  يې  ما ډېر  خوند واخستو  خو  دې  کتاب  په  ليدو  او لوستو  زۀ  د فکر  په  اس   کښېناستم   او  ښۀ  مې  ګړندې  وزغلولو  او  بيا  په  نتيجه   ورسېدم چې  خطونه  خو  يو  روايت  دے  چې  د پخوا  راسې   خوندى  کولې  او چاپ  کېږى   هم  خو  دا بلنې  نن  پورې  نۀ  چا خوندي  کړي  او نۀ  چاپ  کړى  دى  او کۀ  چرته  داسې  شوى  دى   نو بيا  زۀ  نۀ  يم  خبر. پروفېسر ارمانى  صېب  کتاب   ته  نوم  هم  ډېر خوندور ټاکلے . دا  د يوې  اولسى سندرې  مصرعه  ده  او  ډېره  په زړۀ  پورې  او ښائسته  مصرعه  ده ، کتاب  144 پاڼې لرى  خو  پاڼه  254 نه  پکښې  څۀ  تکرار  راغلے  دے او  بيا  پاڼه 239  پيل  شى  خو  دا  د کتاب  په  پاڼو  کښې  بې ترتيبى  ده  دا کتاب  چې  څوک  به  هم  لولى  نو  د فکر  په  سمندر کښې   به  ډوب   شى  ځکه چې  دا  د نيمې  پېړۍ  ادبى  تاريخ  او يو  مستند  دستاويز  دے   او  دومره  حده  دا ښکلې  او ادبى  ملغلرې  سنبال  ساتل  څۀ  ټوقې  خو نۀ  دي. دا کار د ارمانى  صېب   مشر او  مستقل  مزاج انسان  هم  کولے  شى  دا دومره  ښکلې  او په  زړۀ  پورې  بلنې  دي  چې  د سړى   زړۀ  ورته   په ټوپونو  شي  ځکه  چې  دغو  بلنو کښې  د داسې  مشرانو  شاعرانو  اديبانو  نومونه  د مشر مېلمه او د صدارت  په  چوکۍ  ليکلى  دى  چې  مونږ يې  محض  نومونه  اوريدلى  او کتابونه  مو لوستلى  دي. په  ځانګړو  موضوعاتو  پروګرامونه  شوى  او د هغو  پروګرامونو  موضوعات  د عقل  ورونه  خلاصوى. چې کله  سړے  دا بلنې  لولى  نو  نېغ  هغه  وخت  ته  لاړ  شى  او د هغو مشرانو  سره  په  محفل  کښې  ځان  ناست  شماري  او  دغه  د  دې  بلنو برکت  او خوند دے_

 په  کتاب  سريزه  نوموړي  ليکوال  رحيم شاه  رحيم  صېب  د "يادګار  خطونه"  په  سر خط ليکلې  ده  او  زۀ  يقين  لرم  چې  چا  هم  دا  لوستې  دى  نو  په  کتاب  د صاحب  کتاب د خطونو  او  د بلنو  پر موضوعاتو  به  يې   سترګې  خلاصې  شوې  وي. د خطونو  ليکلو  يو  تاريخ  دے  خط  ليکل  يو  فن  دے  او  خطونه  ليکل  اوس  د ادب  برخه  ګرځېد لې  ده  خو  د بلنو  يو ځائے  کول  او  بيا  په  دومره  ښکلى  انداز  چاپ  کول  ځان  ته  يو  ځانګړے  قدم  دے.  او  د بلنو چاپ  کۀ  نن  نۀ  وي  نو  صبا  ته  به  کۀ  خېر  وى  د ادب  برخه  ګرځولې  کېږى  او  د دې  سرخېل به  پروفېسر  ارمانى صېب  وي. په  کتاب  کښې  چاپ  شوى  ټول  خطونه  ادبى  دى او ځنو خطونو کښې  خو  داسې  ادبى  مسئلې  چيړلې  شوي  دى  چې  انسان  ورته  حريان  دريان پاتے شى  او د هغو  مسئلو  نن  هم  ضرورت  دے   چې  خبرې  ورباندې   وشى .ما په  ذاتى  طور  باندې  له  دې  کتاب  ځنې  د رڼا  اخستلو  هڅه  کړې  او  دا کتاب  لوستلو  سره  زما  غوندې  کم علمه  سړي  ته  رڼا  بخښى .لنډه  دا  چې   هر يو  شاعر اديب  ته  دا کتاب  لوستل  پکار دى  او دغسې  د  پروفېسر  ارمانى صېب  غوندې  ادبى  بلنې  يو  ځائے  کول  او چاپ  کول  د دوى وظيفه  ګرځېدل  پکار دى.  چې  د نن  زيار د سبا  تاريخ   خوندې  کړے  شى  زۀ  پروفېسر  ارمانى  صېب  ته  په  دومره  ښکلى  کتاب  چاپ  کولو  امبارکى  ورکوم (پاڅون۰۰ مردان)

 
-
بېرته شاته