(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کړامار کې دارياؤ قبرستان

[28.Jul.2017 - 09:43]

کړا مار کې د ارياؤ  قبرستان

لیک: محمد عثمان  مردانوى  (آرکيالوجسټ)

کړامار غر د مردان او صوابۍ ضلع  په  مينځ  کښې  لکه  د هسکې  غړۍ  ولاړ  دے  دا غر څۀ  ځائے  کښې  اوچت  او څۀ  ځائے  ښکته  دے .دې  غر  له  دا نوم   چا  ورکړے  دے   د دې باره کښې  څۀ  خاص  معلومات  نشته.  خو  لفظى  معنى  يې  ولاړ مار  جوړيږى. ممکنه  ده  چې دا غر ارياؤ مقدس  هم  وۀ، دې  غر کښې  دَرې  دى  Passies يوه  دره  د بټ  سېرى کلى  نه  هوسۍ طرف  اوتې  ده  چې  ورته  کافرو  درۀه وئيلى  شى، دوېمه  دره  د ګړيالې  طرف  نه  تاجه  کلى  ته تلې  ده  چې  ورته  د ګړيالې  کنډاو  وئيلى  شى ،درېمه  دره   د سنګ  پټى  کلى  نه  اوچته  په  غر کښې  شرشکۍ  غونډۍ  ته  تلې  ده  دا نسبتاً  سخته  لار  ده  خو  په  زوړ  دور  کښې  د غر  ښکته  حصه  کټ  کړې  شوې  ده  او  پخوا دور کښې  به  خلق  سره  د اسونو  او  ځناورو  بره  ختې  شو ځکه  چې  سنګ  بټۍ کلى کښې  پخوانى  خلق  اباد  وو، چې  اثار  يې  موجود  دى  او د شرشکۍ  غونډۍ  د پاسه  د بدهانو  دهرم سال  او اسټوپې   وې  خو اوس  ويجاړې  شوې  دى. 

 

د کړامار غر د انسانى  تهذيب او کلتور  يو  لوئے  ټاټوبې  پاتې  شوے  دے  د دې  غر  په هر اړخ  او هر تنګى  کښې  د بيل  بيل  تهذيب  او کلتور نخښې  او اثار  موجود  دى   په  کړامار غر تر اوسه  پورې  په  سائنسى  توګه  څيړنې  نۀ  دى  شوى . دا غر  د بېش  بها  قدرتى  خزانو  نه ډک  دے. د دې  غر جنوب  اړخ  ته  د مردان  صوابۍ  جرنيلى سړک  دے  چې  په  زوړ   وخت کښې  د قافلو  د تګ  راتګ  يوه  لويه  ګذرګاه  وه. د دې  سړک  نه  ګس  اړخ  ته  په  صوابۍ  کښې  د ادينه  کلے  پروت  دے . د دې  کلى  نه  تقريباً  درې  کلوميټره  لرې  غر  اړخ  ته  يوه  اوږده  کږه  وږه  لار  سربابا  ته  تلې  ده. مقامى خلقو  د کړامار  هرې  څوکې  تنګى  او  غاښى  له د شناخت  دپاره  خپل  جدا جدا  نومونه  اېښودې  دى. په  جون  1987ء زۀ  څۀ  دکلاس  ملګرو  سره د يوسف  خان  د  قبر ليدو  له   تلے  ووم، مونږ  د شېره  غونډ کلى  نه  روان  شوى  وو، دغه  کال  زۀ د نهم  کلاس طالب  علم  ووم  مونږ  ډېره  په  سخته  لار  سر بابا يعنې  د يوسف  خان  زيارت  ته اورسېدو .سخته  ګرمى  وه  واپسۍ کښې  په  يوه  ورانه  لار  راکوزيدو او  په  يوه  ډېره  عجيبه طريقه  ښکته  راغلو  دلته  د اوږدو  ګټو  جوړه  شوى  لار  وه. مقامى  خلق  دې  ته  تخت  بند  وائى  دا سخته  لار ده  او انسان  عقل  ورته  خوزى  دا د پلنو ګټو جوړو شوې   لار  لکه  د پوڼو  پشان  اوږدې او  پلنې  ګټې  په  يو خاص  ترتيب   سره  اېښودې  شوى  دى. 

 

 دلته  بره  يوه  غونډۍ  ده  چې  ورته  مقامى  خلق  توره  غونډۍ  وائى ،په  1993ءصوبائى ډائريکټوريټ  آف  آرکيالوجى   د شاه نظر خان  او فريد خان  په  نګرانې  کښې  د دې   ځائے کنستې  کړې  وې. دلته  د کنستو  په  دوران   شل  قبرونه  موندلى  شوى  وو. تر اوسه  چې  څومره د ارياو قبرونه  موندلى  شو ى  دى  د کړامار قبرستان  د ټولو  زيات  په  اوچت  غرونو  کښې پروت  دے  د دې  قبرونو  ترتيب  جدا جدا  دے  د څۀ قبرونو اوچتوالے  د اوۀ  فټه  پورې  دے  څۀ څلور  فټه  او څۀ  د شپږو  فټو نه  زيات  دى. 

 ممکنه  ده  چې  دلته  نور قبرونه  هم  وو  خو  د وخت  او  د موسمى  بدلون  په  وجه  ورک او تباه  شوى  دى، هر  يو قبر د څلور لوى  څلو  نه  جوړ  کړى  شوے  دے  يعنې  دوه  اړخو نه  لويې ګټې  او دوه  ګټې  وړې  دى. بيا د هر قبر د پاسه  لويه  اوږده  او  پلنه  ګټه  اېښودې   شوې  وه،  دې قبرونو  د کنستو  په  وخت  د خاورو  ټيکرو  لوښى ،کنډولى، مرۍ، ګلاسونه  او نور  داسې څيزونه  را وښکلې  شوى  دى  چې  انسان  ورته  حېران  شى، خو داسې  ښکارى   چې  د دغو خلقو  د مرګ  نه  پس  په بيا ژوندى  کېدو  عقيده  وه  نو د دوى  عقيده  وه  چې  بيا  به  دوى  ته  دا لوښى  او  دا سامان  دوباره  پکار راځى . يعنې  دوېم  جهان کښې . د دې  قبرونو  مخونه  نمر ختيځ  او  قبليځ  اړخ ته  دى. د دې  قبرونو  ممکنه  تاريخ  شپږمه  صدى  قبل  مسيح   دے. له  کومو  قبرونو  نه  چې مرۍ ،کالى تر لاسه  شوى  دى  دهغې   نه  اندازه  لګولې  شى  چې  دا  د ښځو  قبرونو  دى  واړۀ قبرونه  د ماشومانو دى  څۀ  قبرونه  د روستى  دور  سره  تعلق  لرى.

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

 

د جمال ګړهۍ  بدهائى  آثار

 په  ټوله پښتونخوا ( ګندهارا) کښې  مردان  يوه  داسې  خطه  ده  چې  نۀ  صرف  زرخېزه  ده بلکې  تاريخى  کلتورى  او تهذيبى  لمن  يې   هم  ډکه  ده  او  يو  شاندار او روښانه  ماضى  لرى ځکه  خو دې  سيمې  د اول  او  همېش  نه  خصوصى اهميت  حاصل  کړے  دے. مردان  يو ډېر زوړ او تاريخى ځائے  دے  دا ښار  کله  آباد  شوے  دے  دې  باره  کښې  صحيح  رائې  ورکول ګران  دى . د مردان  سيمې  په  ګڼ  شمېر ځايونو  کښې  د جدا جدا  دور  او  قامونو  تاريخى  او تهذيبى آثار او کنډرې  ښکاره  شوى دى.د جمال ګړهۍ  بدهائى آثار د مردان  ښار نه  تقريباً  پنځلس (15) کلوميټره  لرې  په  شمالى  نمر ختيځ کښې  د يو  وړوکى  غر  د پاسه  پرتې  دى، دا غر د جمال ګړهۍ کلى  نه تقريباً پنځۀ  سوه (500) فټه  اوچت  دے  دا ټول  بدهائى کنډرې  دى  چې ورته  د جمال  ګړهۍ  بازار  نه  يو  پوخ  سړک  بره  تلے  دے.

 ګندهارا ته  ګڼ  شمېر  چينى  بدهـ  راهبان، عالمان، تبليغيان، علم  پوهې او بدهـ   زيارتونو له  راغلى  خو  يو  هم  په  خپل  کتاب   کښې  د جمال  ګړهۍ  د بدهائى  آثارو ذکر نۀ  دے  کړے. 

د پېښور ضلعې  ګزيټئير  مطابق  د جمال  ګړهۍ  د غر  د سر  د پاسه  بدهائى کنډرې  په وړومبى  ځل  د کان  کنستو  سپاهيانو  موندلې  وې ،دا غر  د مچى  Paja  د غر  قبليځ  شاخ دے . مقامى  خلق  دې  غر  ته  رام ګړهـ  وائى .د ګزيټير  مطابق   يو  انګرېز  کرنېل  د دې  کنډرو نه  بتان  په  دولس  اوښانو  بار کړى  وړى  وو. د دې  ځائے  وړومے  کنستې  په   1848ء کښې  شوى  وې  او  بيا  نورې  کنستې  په 1871ء کښې  کرنېل کروم  ټن  کړې  وې  او دلته  نه  د ګندهارا  آرټ بتان  راوښکلى  وو. بيا  څۀ  موده  پس 8. 1907ء کښې  آرکيالوجيکل  سروۍ  آف  انډيا  کنستې کړې  وې  دلته  نه  يو د ګټې  کتبه  هم  تر  لاسه کړې  شوې  وه  چې  پرې  د خروشتۍ  ليک  دے. چې  په  هغې  کښې  د کال  389 سماوت  ليک  دے،  چې  د کال 275ء  سره  سمون  خورى  دغه وخت  کښې  ګندهارا کښې  بدهـ مذهب  کلتور  او  تهذيب  ډېر  بام  ته  رسيدلى  وو.

 د جمال ګړهۍ  دا ټول  عمارتونه  په  يو  خاص  ترتيب   سره  جوړ  کړى  شوى  دى   د دې ځائے  په  يو شان  فاصلې  سره  قبلې  اړخ  ته د تخت بهائى  بدهائى  کنډرې  دى  نو  شمالى  اړخ ته  ترې  د کوهى  برمول  بدهائى آثار  په  نمر  ختيځ  اړخ  ته  ترې  د تريلۍ Tharele  بدهائى  خانقاه او نور وړاندې  ترې  د شهباز  ګړهې  ګټ  چنکو  ډېرۍ  او مېخا سنډا  بدهائى  کنډرې  دى. 

 دلته  چې  وړومبے  انسان  داخل  شى  نو  وړومبے  يو  لوئے  مستطيل  هال  يا د غونډې  لويه کوټه  ده، د دې  د پاسه  چت  نيشته _ دې  سره  دوېم  لوئے  هال  دے  چې  څلور  ګوټيزه  شکل کښې  دے،  د دې  د پاسه  چتونه  ويجاړ  شوى  دى  دې  سره  خوا کښې  يو بل  مستطيل   ځائے دے  دې ځائے  ته  د وړو  اسټوپو  انګڼ  دے  دلته  په  يو  ترتيب  سره  وړې  اسټوپې  په څلور ګوټيزه  شکل  کښې  جوړې  کړى  شوى  دى.  دلته  نه  څو  پوڼۍ  بره  ختلې  دى، د دې  بدهائى خانقاه  او دهرم  سال  لويه  اسټوپه  چې  په  غونډ  شکل  کښې  ده  او  تقريباً  درې  فټه  اوچته  ده د لوئے  اسټوپې  نه  ګېرچاپېره   د طواف  لاره  ده   او  بيا  په  يو  ترتيب  شپاړس  ګوټيزه  جدا  جدا خانې  دى  يو  وخت  کښې   د دې  د پاسه  ښکلى  چتونه  وو  او  د باران  د اوبو  دپاره  خاص پرنالې  وې  دا  ټول  عمارتونه  د فن  تعمير يو  ښکلے  او عالى  شانه  نمونه  ده، يعنې  دا عمارتونه د زلزلې  زور  برداشت  کولے  شى . د وړو  اسټوپو  سره  خوا کښې  عبادت خانې وې  د لوئے اسټوپې  نه  لږ  وړاندې  نورې  کوټې  دى .د دې  په  باره  کښې  وئيلې کېږى  چې  دا د لوئى  بدهـ  راهب  کور  وۀ او  هغه  به  پکښې  اوسېدۀ، د دې  نه  نور  وړاندې  قبلې  اړخ  ته  نورې  ويجاړې کنډرې  دى  دا  دوه  چتى  وې  او  دغلته  بدهـ  طالب  علمان  اوسېدل  او  شمالى نمر ختيځ  اړخ ته  څۀ  جدا جدا  لوئې  وړې  کوټې  او  کورونه  دى، د دې  نه  پته  لګى  چې  دې  ځائے  کښې  بدهـ عالمان   پاتې  کېدل. د وړو  اسټوپو  نه  جنوب   اړخ  ته  ښکته  په  يو  قط کښې  د مراقبې   وړې کوټې  دى، يعنې  مراقبه  خانې  دى  د دې چتونه  محرابى  شکل  کښې  دى  او خپل  اصلى  حالت کښې  دى.  د دې  ځائے  نه  وړاندې  ښکته  برخه  کښې  څۀ  نورې  کنډرې  دى  چې  څۀ  دوه  چتيزه  هم  دى  خو  اوس   ورانې  شوى  دى. دې  ټوله  آبادۍ کښې  د جمال ګړهۍ د غر ګټې استعمال  کړې  شوى  دى  چې  په  ډېر  ښکلى  ترتيب  او  مهارت  سره  لګولې  شوى  دى.

 د جمال ګړهۍ د کنډرو نه  چې  کوم  بتان  راوښکلى  شوى  وو  هغه  د برطانيه  قامى ميوزيم   کښې  نمائش  له  ايښودى  شوى   دى  او  څۀ  د ګندهارا  ارټ  بتان  د هند انډيا  کلکتې  په  عجائب  ګر  کښې  پراتۀ  دى. په  2012ء د هزارې  يونيورسټۍ  په  يوه  جدا  برخه  کښې  کنستې  کړى وې  دغو نوې  کنستو  د هوېشکا  بادشاه  سيکې  د ګوتم  بدهـ   د بت  يو  سر او  څۀ ټکړې  موندلى  شوى  دى.  د جمال  ګړهۍ  کنډرې  هم  په  پوره   توګه  تحقيق   غواړى  ځکه  چې د دې  ځائے  نه  بغېر  د ګندهارا آثارو او د ګندهارا  د مقدس  بدهـ ځايونو  تاريخ  نيمګړے  دے

 
-
بېرته شاته