(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کونړ:د باچاخان ملګرو

[31.Jul.2017 - 19:53]

کونړ کې د باچاخان ملګرو له لوري جوړ شوي لومړني سټډي سرکل ګزارش 

لیک: امید دیدار

که څه هم د سټډي سرکل کره وخت د ورځې درې بجې ټاکل شوی و؛ خو د ځینو ګډونوالو او ځانګړي ډول د غونډې د راپورلیکونکي امید دیدار ناوخته راتګ لامل شو، چې یاده غونډه درې نیمې بجې پیل شي.

کونړ کې باچاخان ملګرو (باچاخان فیلوز) او د ځینو مدني ټولنو استازو د لومړي ځل له پاره د روان زېږديز کال د جولای پر ۲۹ نېټه د قیام خیام په ویاندوی د مطالعې کلتور پیاوړتیا په موخه  سټډي سرکل جوړ کړ.

د مطالعې له پاره د جوړې شوې دغه غونډې له پاره د برې پښتونخوا د لیکوال او ژورنالېست احمد الله ارچیوال( ولسي مبارزه) کتاب ټاکل شوی و. دغه کتاب ټول ۱۸۵ مخونه او  پنځه څپرکي لري. پر کتاب ښه لیکوال اسدالله غضنفر هم سریزه کښلې ده.

د کتاب لومړی څپرکی قضافي مل لوستی و، چې په دغه فصل کې د عدم تشدد یا ولسي مبارزې  بشپړه پېژندګلوي ، د ولسي او وسله والې مبارزې توپیرونه، په نړۍ او ځانګړي ډول پښتنو سیمو کې د ولسي مبارزو بېلګې ، شخړه، عدل او مساوات تشریح شوي او ښاغلي مل هم په لنډ ډول  په سټډي سرکل کې پرې بحث وکړ.

د کتاب دویم څپرکی، چې ۱۹ لوی او واړه سرلیکونه لري،  د ولسي مبارزې په لارو چارو ، د مبارزې په ټولنیز ، اقتصادي او سیاسي حالت ، د بریالیو او ناکامو مبارزو په لاملونو، د مبارزو په ښه مدیریت کولو  او نورو موضوعاتو راڅرخي، چې د ښاغلي سفر ساپي له لوري د سټډي سرکل ګډونوالو ته وړاندې شو.

سفر ساپي، په دغه فصل کې د مبارزې له پاره د منظم پلان په جوړولو ، د مبارزې له پاره د موخو په ټاکلو او د نویو مبارزینو په زیاتولو او روزلو هم د غونډې ګډونوالو ته مالومات وړاندې کړل.

د استاد احمد الله ارچیوال د ولسي مبارزې کتاب دریم فصل پر واک راڅرخي، دغه موضوع بیا هم د قضافي مل له لوري د بېلابېلو لویو او کوچنیو عنوانونو په تشریح کولو سره د غونډې ګډونوالو ته وړاندې شوه.

باچاخان ملګري، قضافي مل په دغه څپرکي کې، د واک په سرچینو، مهارتونو او پوهې، مادي وسایلو او غاړو ایښودلو په تړاو مالومات وړاندې کړل.

د دغې کتاب څلورم فصل د ولسي مبارزې په تاکتیکونو راڅرخي، چې د باچاخان ملګري ، موسی خان ساپي له لوري پرې لنډې خو قانع کوونکې خبرې وشوې. افغانستان کې د ولسي مبارزې تاکتیکونه هغه لوی عنوان و، چې پکې  مذهبي حالات په نظر کې نیول ، جرګه، تقریرونه، موازي ادارې جوړول ، شعارونه، دېوالونو باندې لیکل کول، بینرونه جوړول ، رادیو ، ټولنیزې رسنۍ، ځانګړې جامې، بت جوړول، ترانې، مارش کول، ناستې کول، خېمې وهل، لاریون، خاموشې کول، د دندو پرېښودل ... په لنډ ډول وڅېړل شول.

په دغه فصل کې د ځینو ولسي مبارزو بېلګې هم ګډونوالو ته وروپېژندل شوې.

د ولسي مبارزې کتاب پنځم څپرکی په اسلامي نړۍ کې ولسي مبارزې تر لوی سرلیک لاندې په نورو  وړو عنوانونو کې شنل شوی، چې په دغه غونډه کې پرې اجمل رسولي د غونډې ګډونوالو ته مالومات وړاندې کړل.

ښاغلي اجمل رسولي په دغه فصل کې د ترکانو ولسي مبارزې، فسلطینیانو انتفاضه ،  عربو پسرلي او  خدايي خدمتګارانو تحریک باندې رڼا واچوله او زیاته یې کړه، د خدايي خدمتګارانو تحریک په دې موخه پیل شو، چې پښتانه راویښ او خپل حقه حقوق تر لاسه کړي.

په دغه برخه کې زیاته شوه، د خدايي خدمتګارانو له تحریک وړاندې پښتنو سیمو کې دوکانداري، صنعتکاري، اقتصاد او نور شرم ګڼل کېده، چې خدايي خدمتګارانو د همدې څه خلاف خپله مبارزه جاري وساتله.

په دغه تحریک کې د لومړي ځل له پاره پښتو کې لومړنی خپرنی ارګان ، پښتون مجله پیل او پښتنو ته منسوب پارلمان جوړ شو.

ښاغلي اجمل رسولي زیاته کړه، د باچاخان په مشرۍ د دغه تحریک له لوري د انجونو او هلکانو ۸۷ ګډ ښوونځي رامنځته شول او د ګډ کار ‎( ټيم ورک) سیستم هم رامنځته کړای شو.

د کلیو ، ولسوالیو او ولایاتو تر منځ د کمېټو جوړول، نظامي ټولي او کنډکونه رامنځته کول   د دغه تحریک بل لوی ګام و. دغه تحریک کې له  ۵۱۳  کلیو شاوخوا  ۳ سوه زره کسان شامل وو.

رسولي زیاته کړه، په پښتني سیمه کې له روښاني غورځنګ راوروسته دویم ستر تحریک  د خدايي خدمتګارانو  هغه و، چې د دغه قوم د ویښتابه له پاره یې کار کاوه.

کونړ کې د باچاخان ملګرو له لوري د لومړي سټډي سرکل ارزونې ته ویاند قیام خیام ، د کونړ د راډیو ټلوېزیون آمر خان ولي سالارزی راوغوښت. نوموړي د دغه ډول پروګرامونو د دوام پر ټینګار سربېره غونډې ته د مهالویش جوړول، د کتابونو حجم ته په کتو د ناستو د شمېر ټاکل  او دغه ډول غونډو له پاره تر ډېره د ښو او ګټورو کتابونو انتخابول وړاندیز کړل.

ښاغلي سالارزي ، د مرکز سربېره کلیو او ولسوالیو ته د دغه ډول پروګرامونو غځول د مطالعې فرهنګ په دودېدا کې مهم وګڼل او پر باچاخان ملګرو یې غږ وکړ، چې د ملګرو د زیاتېدا له پاره دې هڅې ګړندۍ ساتي.

د کونړ په مرکز اسداباد کې د باچاخان ملګرو له لوري د مطالعې د ودې او پراختیا له پاره د لومړني ستډي سرکل غونډه د مازیګر په شل کم پنځو بجو پای شوه، چې د راتلونکي غونډې له پاره موضوع ، د ختیځ نابغه سید جمال الدین افغان ژوند لیک وټاکل شو، چې د دریځ چارې به  سفر ساپی او ریپورټ به د لایق سمون له لوري لیکل کېږي.

-
بېرته شاته