(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دبابړې دشهیدانو قاتل

[04.Aug.2017 - 10:12]

دبابړې دشهیدانو قاتل او دخدایی خدمتګارانو دغورځنګ ( تحریک ) ځپونکی قیوم خان

لیک: ډاکټر لطیف یاد

عبدالقیوم خان چې له آره کشمیری و د۱۹۰۱ زیږدیز کال دجولای دمیاشتې په ۱۶ نیټه زیږیدلی و. دده پلار عبدالحکیم خان دانګریزانو دراج په وخت کې په صوبه سرحد ( اوسني پښتونخوا ) کې دتحصیلدار دنده درلودله .دده یو ورور عبد الحکیم خان دکشمیر دصوبی وزیر اعلی ( لومړی وزیر ) هم پاتې شوی و.دده بل ورور عبدا لروف خان نو میده چې قانونپوه و.

قیوم خان دهند او پاکستان تر خپلواکۍ ۱۹۴۷ زیږدیز کال دمخه د دآل انډیا دکانګرس ګوند غړیتوب هم درلود.نوموړی د۱۹۳۰ زیږدیز کال نه تر ۱۹۳۷ زیږدیز کاله پورې دسینټرل لیجیسلیټیواسمبلې غړی و.هغه وروسته دآل انډیا کانکرس پارټۍ پریښوده او په ۱۹۴۰ زیږدیز کال کې دمسلم لیګ دګوند غړیتوب ومانه چې ددغه ګوند لارښود محمد علی جناح و.ده یو وخت ویلي و چې دی دباچاخان دنظریو ملاتړکوونکی و ، خو وروسته یې جناح دده پر خلاف ولمساوه چې ګواکې باچاخان ستا دمرګ منصوبې او پلانونه جوړوي .

نوموړی په ۱۹۴۸ زیږدیز کال کې دصوبه سرحد( پښتونخوا ) کې ددغې صوبې وزیر اعلی( مشر وزیر ) هم واو وروسته په ۱۹۵۳ زیږدیز کال دپاکستان په وفاقي ( مرکزي ) کابینه کې دصنایعو ، خوراکی موادو او دکرنې وزیر هم .

کله چې ایوب خان دپاکستان صدر وټاکل شو نو قیوم خان یې دوه کاله زندانی کړ.،خو وروسته بیا دبپیپلز پارټۍ د واک په وخت کې چې مشري یې ذوالفقار علي بهټو کوله نو موړی دپاکستان دکورنیو چارو وزیر وټاکل شو . نوموړید ۱۹۸۱ زیږدیز کال د اکتوبر دمیاشتې په ۲۲ نیټه مړشو.

قیوم خام چې د پښتونخوا دپښتنو سره کوم ظلمونه کړي دي نو قلم ترې عاجز ه دی. ده دخدایی خدمتګارانو غورځنګ( تحریک ) په ډیر ې بیرحمۍ سره وځاپه او مشران یې پاچاخان ، خان عبدالولی خان، قاضی عطاءالله خان ، داکټر خان صیب او ددغه غورځنګ په زرګونو نور غړي یې بندیان او جیلونو ته ولیږل .همداراز دده دوخت یو کرغیړن کار داو چې دده په امر او غوښتنه د۱۹۴۸ زیږدیز کال داګست دمیاشتې په دولسمه نیټه یې دپښتونخوا په چارسده کې دخدایی خد متګارانو پر غورځنګ یې ګولۍ وچلولې ددغې خونړۍ پیښې په پایله کې تر شپږ سوو زیا ت خدایی خدمتګاران یې شهیدان او په زرګونوتنه یې ټپیان کړل.ده په جیلونو کې هم پر دغو خدایی خدمتګارانو ډول ډول ظلمونه کول چې ډیر شمیر یې په جیلونو کې دظلمونو او وهلو ټکولو په وجه مړه شول.

لنډه داچې قیوم خان دپښتنو او خدایی خدمتګارانو یو ستر دښمن تیر شوی دی او دپښتنو ددښمنانو په لست کې به دده تور نوم او دده کرغیړنې کارنامې دتل لپاره ثبتې وي.

اروادی یې تل ناښاده وي !

 
-
بېرته شاته