(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتو ژبې او د پښتو اکېډيمۍ الميه

[08.Aug.2017 - 11:49]

د پښتو ژبې او د پښتو اکېډيمۍ الميه

   لیک: پروفېسرمحمد نواز طائر

(د پاڅون  د دسمبر  په  ګڼه کښې  چې ګران  م  ر شفق   په   قلم   ستاسو  د  پرزور احتجاج   سره  مخ شوم ، نو اومې  غوښتل  چې  په  دې  حقله  خپله  عنديه  هم  بلا  کم  و کاست  تاسو  ته  رامخ  ته  کړم  او  هم ستاسو  په  ذريعه   د پاڅون   په  پاڼو  ګران  لوستونکى  په  دې  خبر  کړم   چې   اخر  د پښتو  ژبې  او پښتو اکيډيمۍ  سره   د ځينو   خلکو دا  ازلى   دشمنى   په   څۀ   سبب   ده   فکر  پکار  دی   چې  د دې  تدراک هم   کېدی  شى  او  کۀ  نه.؟)

ښاغلى  شفق  چې  د مولانا عبدالقادر مرحوم  د علمى  مقام  او  باکماله  شخصيت   سره  د  خپلې مينې  او اخلاص کوم  په   زړۀ   پورې  اظهار  کړی  دی   دا په  هر  لحاظ   د ستائنې  وړ  دی   ما  ته  په خپله  دا  سعادت  حاصل  دی  چې  د کال 1955ء  نه  راپه   دېخوا  اول   د خپلې  طالب علمۍ  په   ورځو کښې  چې  په  هاغه  ورځو  کښې  زۀ  د  اسلاميه   کالج   پېښور  د  اخرنى   کال  طالب   علم   وم   او  ورستو  بيا  په  پښتو  اکيډيمۍ کښې  کله  چې  ما ته   په  دغه  اداره  کښې  د مرحوم  د يو  ماتحت  کارکن  غړى  په  حېث  د کار کولو  موقع  تر لاسه  شوه، دا  ټوله  نېټه  پوره  دولس  کاله   وه، د  مرحوم   په  تربيت  او  نګرانۍ کښې  او د هغۀ  زېر  نظر د تحقيق  او تدقيق  په مېدان  کښې  د کار کولو  شرف  موندلی  وۀ  دا ما ته  خپله  خوش  بختى  او  نيک  مرغى  ليدې  کيږى  او د خپل  دغې  محترم   لارښود  استاد  په  احسان  مندۍ او  راهنمايۍ  چې هر څومره  وياړ او فخر  اوکړم   راسره  ښائى.

په  دې  تېرو  ورځو  کښې  کله   چې  د  ترک  قلمکار  اورهان پاموک  يوکتاب   چې  هغۀ  ته پر        ته  پرې  د ادب  نوبل  انعام   ورکړی  شوی  دی  مې  لوستو  نو  داسې  مې  محسوسوله  لکه

 چې  زۀ  پخپله  هم  بعېنه  پوره  څلور کم  څلوېښت  کاله  د  داسې  يوې  لوبې  عملى کردار  پاتی شوی  يم  د کومې  ابتدا  چې  مولانا  مرحوم  کړې  وه او سر ئې لکه   چې  دا  دی   په  2009ءکښې  په  سر لګېدلی دی  د  پاموک  د داستان  ټول کردارونه  د شپاړسمې  او اولسمې صدۍ  د  نقاشۍ اوکتابى صورتګرۍ  وو او  زۀ  او  زما  ملګرى  د شلمې صدۍ  د پښتو  ادب  د مېدان  لاروى مسافر وو.

 د  پښتو اکيډيمۍ  دغه   وړمبی  ډائرېکټر  د پېښور يونيورسټۍ د هاغې  وخت  مردم شناسه  او  علم  پروره مامورينو  او د صوبائى حکومت  د سترګورو  زمامدارانو  نظر انتخاب  د دغى  ادارې  دپاره  غوره کړې  وو. هغوى  ټول  د مولانا  مرحوم  د علميت  او اهليت  قائل   وو د هغۀ  په   ادبى مقام  او د زباندانۍ هم  ښۀ  خبردار  وۀ،  دا ځکه  چې څو کاله اګاهو ئې  هم  دغلته  د اسلاميه کالجېټ  سکول   د هېډماسټر  په حېث  خپله  ذمه دارى  سر ته  رسولې  وه  او دغه  د  پښتو اکيډمۍ  په  رنګې  د علمى  ادبى  او  تحقيقى  ادارې  په  کاميابۍ  سره  د چلولو دپاره  په  خپلو همعصرو  مشرانو کښې کوم  بل  شخصيت د  همسرۍ  نۀ  وۀ   هغۀ څو کاله  سفارتکارى  هم کړې  وه  او د دويم  عالمګير جنګ په  ورځو کښې ئې په  دهلى کښې د  وار پبلېسټى  په  اطلاعاتى اداره کښې  د ( نن پرون ) او (آج کل)  په  نوم  د  خپرېدونکو   دوو مجلو مديرت  هم  کړی  وۀ، د جنګى خبرنامو  سره  سره  مولانا  مرحوم  دغه  دواړه  رسالې  ډېر  اوچت  علمى او ادبى  مقام   ته  رسولې  وې  ځکه  نو هر کله چې  هغوى  ته  په  پېښور  يونيورسټۍ کښې د دغه  نوې  ادارې  کومه  چې  د يونيورسټۍ د قيام  په  دريو غټو  مقاصدو کښې  د يو مقصد د ترسره کولو  په خاطر قائمه کړې  شوې  وه، د مشرۍ ذمه دارى   ور په غاړه کړې  شوه  نو هغوى  خپل  ټول  علمى، ادبى  او انتظامى  صلاحيتونه  دغه  ادارې  ته  وقف  کړل.                                                                                          

کله   زۀ  لا  طالب علم  وم  نو  په يوه  موقع  ئې  راته  دا خبره  کړې  وه   چې   په   موجوده  حالاتو کښې  شک  نيشته  چې  د سفارتکارۍ  په  مېدان  کښې  خپل  دې  نوزائيده  مملکت  ته  زما  د خدماتو ضرورت  هم  شته  دی  ولې  د خپل  ژوند  په  دې  مرحله  کښې ما ته  دا  زياته  غوره او سود منده  بريښى  چې  زۀ  دې  د خپلى مورنۍ  ژبې، خپل  ملى  ثقافت،  تاريخ   او ادب  په  مېدان کښې  هم  څۀ  کار  اوکړم  او  د پښتو او پښتونخوا د خدمت حق  دې  تر سره کړم،  ويل  ئې  چې پښتو اکيډيمى به  يوه علمى او تحقيقى اداره  وى  او  د هيڅ   قسمه  ګوندى  سياست  سره  به  ئې  څۀ  سريکار نۀ  وى. زمونږ سياست  به  تش د  ژبى او  ادب  د خدمت   پورې  محدود  وى  دا علمى کار دی، تش  په  مشنرى  جذبه   به  کول  وى.  بيا  ئې  هغه  چاپ شوې کتابچه  د پښتو اکيډيمي د  اغراض  و مقاصد په  نوم  راته  راکړه،  ويل  ئې دا هم  ورسره  اوګوره،  هغه  تر اخره  په  خپله  دې نظريه  ټينګ  ولاړ وۀ  او  د کال( 1967ء)  پورې  ئې دغه  رنګ  د  ژبې  او ادب خدمت   ته  ملا تړلې وه  او  قدم  په  قدم  ئې زمونږ  راهنمائى کوله  په  دغه  ټوله  زمانه کښې  د مرحوم  سياسى  او نظرياتى  مخالفينو د خپلو خپلو کمين ګاهونو  څخه  په   هغۀ  او  په  پښتو  اکيډيمۍ   دواړو  باندې  خپل  غشى  راورول.  لا  به  مو  دا  بګتۍ  هم  پکښى  اورېدې  چې :هلک  دی  کۀ  جينۍ ده  د پښتو اکيډيمى    خو  بس  دی  مال  د خدائی  ده  د  پښتو اکيډيمى ـ 

د عقيدې  د مخه مولانا  په  دين مئين  د اهل  سنت  و الجماعت  سره  تعلق  لرلو ځکه  خو ئې  د  نظر  انتخاب مېلان  هم  د دينداره او  عاجز  طبع کسانو  په  لور  وۀ، د هغۀ   مېلان  په نظرياتى  جوړ له  د جديد  چپ  و راست  په  ځائې  خالص  اسلامى  وۀ  د  هغۀ  دغه  خوښ  کړى  ټول فاضلان  په  خپل  خپل  کار  کښې  په  خپل  وخت  کښې  يکتا  وو، ټول  ښۀ  دينداره ، عمر رسيده، تجربه  کار اهل قلم  وو. په  1958 ءکښې کله  چې  يوه  ورځ  ښا غلی  اشرف  مفتون  د  مولانا  ليدو له راغی  نو هسې  په  خندا خندا ئې   ورته  اوويل  چې  مولانا  دا څۀ   وهلى  ټټوان  دې   ځان  نه   راتاؤ کړى  دى،  په  دغه  وخت کښې  مرحوم  ډاکټر سيدانورالحق   د مولانا دفتر ته  رادننه  شۀ  نو مفتون  صېب  دغه  سپين  ږيرى  مشر  په ليدو  سمدستى   ورته  اوويل   چې   ډاکټر صېب   ته   ترې  ځان  اوباسه!  دا وې  د هغه  وخت  روئې. د هغۀ  روئې  سخن  ډاکټر  سيدالانورالحق، عظيم شاه خيال بخارى، قاضى هدايت الله، مولانا فضل ودود، مولوى محمد اسرائيل،ميان ثناء الدين اوحاجى عبدالقيوم بابا پلو  وۀ، د صالحه  مسکينانو د  دغې  قافلې  ملګرتيا  زما دپاره  يو  لوئی اعزاز  وۀ، څۀ  چې  به  په  مونږ تېرېدل  يا  مو  اورېدل  دا  هر  څۀ  به  مولانا  مرحوم  په  روڼ  تندى  او خنده پېشانۍ برداشت  کؤل، وئېل  به  ئې  چې  هر څۀ  چې  دى  زمونږه  منزل  مونږ ته  ښکاره دی. هم  په  دغې  ورځو کښې  د لويديز  پاکستان  يو  يونټ   د ملک  ټولې  وړې  صوبې   وخوړلې  او هضم  کړې، لوی لاهور  اباد  شو،  پېښور شاړ  شۀ، کله  چې   زما  مدارى  ئې د کالاباغ  هغې نواب  تر لاسه  کړه  نو  په  يوه  موقع   ورنه  دا  واورېدې  شول،  چې  په  پېښور کښې خو د  پښتو اکيډيمۍ  په  نوم  پښتونستان جوړ دی  او  مشرى ئې  يو  ملا عبدالقادر کوى، دا  د ايوب  خان  مارشل  لا ئى  دور  وۀ. مولانا او پښتو اکېډېمى  دواړه  زير عتاب  وو. په  دې  وجه  چې

زاهد تنگ نظر نی مجهی کافر جانا              اور کافر يه سمجهتا هی مسلمان هون مين

 په    يو  وخت کښې د مولانا مرحوم  د مخالفينو  لوې  ډلې  دا خبره هم  خوره کړې   وه   چې مولانا  چې  د پښتو  قلمى کتابونه،  مخطوطى  او نوادرات د  اکېډيمۍ  د  کتب خانې  په  نوم  ټولوى  نو مقصد ئې دا  دی  چې کله  چې  دا  راجمع  کړې  شى  نو چې  په  اور کښې  واچوى  او  اوئې  سوزوى،په  دې  حقله  هغۀ  يو  د ګيلې  نه  ډک  خط  عبدالولى خان  ته  هم  استولې  وۀ.

 بالاخر په  داسې  حالاتو کښې د خپلو په سازش  مولانا  اول  د پښتو  اکيډيمۍ  نه   او ورپسې   بيا پېښور يونيورسټۍ څخه  ډېر په  سپينو سترګو او په  مختصر  نوټس  بهر کړی  شۀ، دا يو ځان ته  جدا دلخراش داستان دی. نن هم  چې  ماته  کله  د مرحوم  دا خبره  راپه  زړۀ شى،  نو په  زړۀ کښې مې  د دړد  يوه سړيکه  راپورته  شى،  په  يوه  موقع  ئې   د خولې  نه   دا خبره  راته  ختلې  وه  چې  طائره  بچيه ! ما خپل  دوست او دشمن  نۀ  وو پېژندلى.

مولانااخر پوره کړه د ژوند اوربشه  ئې تمامه شوه، د ايوب خان  دوران هم  تېر شو د يحيى خان زمانه  راغله  د مولانا نه پس  د پښتو اکيډيمۍ هغې  نوى  ډائرکټر  دا وغوښتل چې د اکيډيمۍ نه  د خپلې مرضۍ څۀ شی جوړ کړى ځکه  ئې دا  تجويز  وړاندې کړۀ  چې  دې  ادارې  ته  د کار کؤنکې عملې څۀ حاجت نيشته، بايد چې چا نټى  ئې اوکړې شى، بس يو  ډائرکټر ورله پوره دی کارونه به هغه په خپل صوابديد په خلقو کوى او مناسبه معاوضه به ورکوى، موصوف د تحقيقى ادارې نه  لکه  د اطلاعاتو محکمه  جوړول  او د مولانا د را ټولو کړو مسکينانو عالمانو د دغې ډلې نه غاړ غړول غوښتل، نظرياتى مېلان  ئې ښۀ سرګند وۀ هغه  د چپ  و راست  د ډولونوډنګونو ښۀ پوه وۀ،او د وخت د سازه سره ئې هم قدم پورته کؤلی شو. 

 د دې پس منظر د مخه د پښتو اکيډيمۍ وجود  په  دغه  ورځو کښې  ډېر  په خطره کښې وۀ، دې ادارې  ته  لکه  چې  هر چا پښې  اړامې کړې  وې  دا  يو داسې  وخت وۀ  چې  د پښتو اکيډيمۍ د وجود سالميت ضمانت لکه  چې  په  خپله  دپېښور يونيورسټۍ په  کتاب کښې هم  نۀ وۀ ځکه خو په کال( 1972) کښې د هاغى  وخت  وائس چانسلر په خپل صوابديد دا فېصله  اوکړه چې د پښتو د تدريسى  او د پښتو اکيډيمۍ انضمام دی  اوکړې شى، دواړه ادارې  ئې اخر سره يو کړې  او خپل  ځان  ئې  ورله  ډائرېکټر کړۀ.  هغه  د اکيډيمۍ  د نوم  مخالف  نۀ  وۀ، ولې ددې په  حق کښې  وو چې دلته  دې  تدريسى او تحقيقى  دواړه کارونه  په ګډه کولې شى. ويل ئې کوم کسان چې  دا  وخت تش د تدريس سره تړلى دى  هغوى  به د تحقيق ذمه دارى هم تر شره کؤى،او کوم غړى چې د تحقيق په کار کښې بوخت دى هغوى به د تدريس  په کار کښې هم  ورسره لاس کوى دغه شان  به  يوه ګډه تدريسى اوتحقيقى فضا جوړه شى او د ژبې او ادب  پرمخ تګ به  اسان  شى هغۀ  د پښتو اکيډيمۍ نوم په خپل ځائې  بحال اوساتو، ولې دا  تجربه  ئې ډېره زر د ناکاميابۍ سره  مخ شوه  په دې چې  د تحقيق  دکار دپاره د تحقيقى مزاج خاوندان پکار وو، ولې دغه انضمام  په دې کښې څۀ لاس نۀ شو کولې.

 حالاتو يوځل بيا پېر اوخوړنوى  وائس چانسلر د دغه  ادارې  د ډائريکټرۍ نه لاس په سر شۀپه دې چې دا تړون ورته بې جوړه شان ښکاره شوډائرېکټرى ئې ښاغلى پرېشان خټک ته ور  په غاړه کړه او اخر په خپل ثوابديد ئې يو ځل بيا  د اکيډيمۍ او د پښتو شعبې د سردوباره د بيلتون عنديه ښکاره کړه،او هم دغه عنديه  ئې  د بل وائس چانسلر  په ورځو کښې عملى کړې شوه، پښتو اکيډيمې او د پښتو شعبه  يوځل بيا دوه جداجدا  ادارې شوې  چې  تر تېرکاله ئې خپل خپل وجود قائم وۀ. 

په کومو ورځو کښې چې د مولانا مفتى محمود حکمرانى وه او ارباب سکندر خان خليل د صوبې ګورنر وۀ هم  په  هغه  ورځو کښې صوبائى حکومت د ژبې د ترقۍ  په  خيال  د پښتو  دپاره د يو ځان ته  بيل سيکرټريټ  د جوړولو اراده  اوکړه  د دغې  سيکريټرئټ  د روانولو  دپاره  ئې د مرکزى حکومت د اطلاعاتو د محکمې د يو ډائرکټر خدمات حاصل کړل، ښاغلی عبدالودود خان پېښور ته  رابدل کړی شۀ هم  په  دغه  ورځو کښې  د دغې  مجوزه سيکرټرئيټ  د قيام  په  لړ کښې  د پوهانو،دانشورانو، اديبانو او شاعرانو لويه جرګه د اباسين  آرټ کونسل پېښور هال کښې  راوبللې شوه. ښۀ تفصيلى بحث مباحثې پکښې اوشوې  دسيکرټرئيټ قيام  د صوبائى حکومت  يو خوش ائند اقدام  اوګرځولی شۀ  په دې موقع  هر چا  د خپل  زړۀ  بړاس  ويستوله موقع  اومونده، په داسې حال کښې  د يو مقرر  د خولې نه  دا خبره  هم را اوختله (( چې  اوس  به  رانه  نور د پښتو په نوم څوک چېکونه  نۀ  اخلى))  ولې  هيڅ  په  دې څوک  پوهه نۀ شو چې  دغه چېکونه  به  د کوم ځائى نه چاله راتلل، او چا به اخستل  زمونږ دا تسلى  وه  چې د دغه ‌ مجوزه سيکرټرئيټ قيام به  زمونږ  د دې  مورنۍ ژبې  د تعليمى او دفترى  جوړولو  دپاره  ډېر سود مند وى، اوس نو هر کله چې پښتو اکيډيمى د يونيورسټۍ سره تړلې وه ځکه  نو  په  دغه  اداره  د دې فېصلې  د څۀ  قسمه  بالواسطه  يا  بلاواسطه  اثر نۀ شوکېدې.  دا  په  ملک  کښې  د ذوالفقار على  بهټو  د دوران  زمانه  وه د سياسى غورزو پرزو مېدان  ښۀ  تود وۀ  هم  په  دغه  ورځو  کښې په  بيله  بيله  صوبه کښې  د مورنۍ ژبې  د ضرورت  او د دوى د دفترى،تعليمى اونصابى کولو قضيه  راولاړه شوې وه او مرکز له خوا صوبو ته دا اختېار  ورکړې شوې وۀ. په دې حقله دې فېصله د هرې صوبې حکومت په خپله اوکړى. 

د سندهـ  حکومت  په سندهـ کښې  خپله  مورنۍ ژبه  سندهى د دفتر او تدريس  دواړو  دپاره خپله کړه، پنجاب او بلوچستان ته چې کومه اسانه وه هغه ئې خوښه کړه  ولې کله چې سرحدى صوبې (پښتونخوا) ته  دا مئسله رامخې ته شوه نو هم په دغه  ورځو کښې چې مرحوم دوست محمد خان کامل  د خپل  څۀ تحقيقى کار دپاره پښتو اکېډيمۍ  ته  راپېښ شو نو په  خبرو کښې  ئې  دا هم د خولې  نه اوختل چې ګورنر ته  مې   وويل  چې (( نابالغه  اربابه  پام  کوئ  چې  پښتو  چرته  صوبائى ژبه  اونه منئ،) بالاخر څۀ فېصله چې کول وو هم  هغسې اوشوه پښتو  نۀ خو تعليمى او نصابى ژبه  شوه او نۀ سرکارى، دفترى نه هغه سيکرټريټ په وجود کښې راغی،او نۀ د صوبې حکومت د پښتو اکيډيمۍڅۀ حق منلو ته غاړه کېښودې شوه. ځکه خو د هغې  وخت  د ملک  صدر اعظم چې کله قوم ته خطاب کوو نو دائې  وويل  چې (مونږ خو صوبو له  د خپلې  خپلې سرکارى، دفترى  او تدريسى  ژبې د خوښولو اختيار ورکړې وۀ  ولې د کومو  ژبو  چې  خپل  رسم الحظ قدرې هم سم نۀ  وۀ  نو د هغوى  نه  بيا دا توقع  خو نۀ شوه کېدې  چې  درسى نصابونه  دې پکښې مرتب کړې شى  او د دفترونو کارګزارۍ دې پکښې ترسره کړې شى، ښکاره ده چې د پښتو حيثيت  داسې خو نۀ وۀ  ولې څۀ  چې  ورسره  کېده  هم  هغه  ورسره  اوشوـ

من از بيگا نه گان  هرگز نه  نالم               که  بامن  هر چه کرد خود آشنا کرد

پښتو او پښتو اکيډيمۍ  دواړه په  دې  غورو پرزو راتېردى، هيڅ چا ئې هم  په  سر لاس نه دې  راکښلې  بس خو چې د چا ورباندې  کله  هم  وار سم شوی دی صرفه ئې   ورباندى  نۀ  ده کړې  خو ګذارئې  ورکړی دی  په تېره  بيا هغى نوميالى شاعر څوک چې د مولانا مرحوم  چوکۍ ته  غل  وۀ او په خپل سازشى کردار او د ځينو ابن الوقتو په مرسته  ئې  هغه  د مخې  نه  بيرته کړو دغه شکست خورده  موصوف  بيا په يو  وخت  کښې  د ((امن )) په  نوم  د شائع  کېدونکى  اخبار  په دفتر کښې  مورچه زن  شو او  د پښتو اکيډيمۍ  په خلاف  ئې  مسلسل جوړله کومى  زهر افشانۍ چې کولې هغه څۀ  پټې پناه خبرې نۀ دى، دغه ټولې د(( امن))  په  ريکارډ  کښې  محفوظې دى  بيا کله  چې  دغه  سازشى  ذهن  په  يو  بل مهم  په پښتو اکيډيمۍ کښې  وارد کړی  شو نو د اکيډيمۍ د ټول عمر  دکارګزارۍ  په احتساب ئې ځان مشغول کړۀ، د دې  باقاعده  مشاهره به ئې وصولوله ـ  پوره يو کال ئې  دې  ته  بډې  راکښلې  وې  چې  داسې  څۀ  ورله  په لاس  ورشى  چې اکيډيمى  او د هغې کارکنان  ورباندې  مختورن کړى، ولې داسې هيڅ  خبره  چې  ئې  اونه  مونده نو خپل  رپورټ  ئې  په  غلط بيانو او بهتانونو مرتب کول شروع کړل  په  اخر  کښې کۀ چرې  د پېښور يونيورسټۍ سنډيکيټ  دغه  لوبه ختم کړې نۀ وې  هم  دغسې  به  روانه وه، دا منم  چې څۀ  رنګ  امتحانونه  په  خپل  ژوند کښې  په يو  انسان  راځى  هم  دغه  شان  ادارې، قومونه او ملکونه هم په دې  راتېريږى، ولې شيخ سعدى عليه رحمته چې ويلى دى چې 

چراغی  را که  ايزد برفروزد     کسی  کوتف  زند ريشش  بسوزد

د پروفېسر محمد  نواز  طائر مرحوم د  ژوند لنډه خاکه ۱ جولائى 1934ء- 4 مئ 2017ء 

د ورکېدو دپاره  نۀ  دى   دا  به  تل  ژوندى  وى  د پښتونخوا پښتنو زړونو کښې  زما  يادونه 

“پروفېسر  محمد نواز طائر د جولائۍ  د مياشتې  په  اوله  نېټه 1934ء کښې  په  تاڼه (ملاکنډ) کښې د ښاغلى  عبدالاکبر خان کره د خان  خېلو  په  يوه  درنه کورنۍ کښې زيږيدلی وۀ. پروفېسر صاحب د بازيد خېلو د لوئې کورنۍ  سره  تعلق  لرى  چې  سلسله  نسب  يې  په دولسم پُشت  کښې  د يوسفزو  د نوميالى مشر حمزه خان بائيزى ته  رسى. “(پروفېسر  محمد نواز طائر يوه  مطالعه  چاپ  کال 2016ء مرتب ډاکټر شېر زمان سيماب)  

ابتدائى  زده کړه  يې  په  خپل  کلى  کښې  اوکړه  او د تاڼې  هائى  سکول نه يې لسم  پاس  کړۀ. په  کال  1951ءکښې  په  اسلاميه  کالج  پېښور  کښې  داخله  واخسته او د هلته  نه يې  د بى .ای  سند  تر  لاسه  کړو. د پېښور يونيورسټۍ  نه  يې  پښتو  انرز  او د فارسۍ سندونه  تر لاسه کړل او د پنجاب  نه  يې  په  جغرافيه  کښې  ايم . ای  او کړه . 

د پښتو ژبې دا مشهور محقق،دانشور او شاعر  په کال  1957ء کښې  په  پښتو اکيډيمۍ کښې د جونئير  ريسرچ  افيسر  په  حېث  اولګېدۀ. بيا  د کال  1979ء  نه  1995ء پورې  د پښتو اکيډيمۍ  د ډائريکټر  په  منصب تر  ريټائر کېدو پاتې  شو.

خدائی  بخښلى  محمد  نواز طائر د پښتو په  نظم  و نثر  کښې څۀ  کم  و زيات  شپږ  شلې (120) کتابونه  ليکلى  دى  د پښتو  ژبې  ادب  په  تاريخ کښې يې  د تحقيق  تنقيد او  تخليق   په  حواله  بې  مثله  کار او زيار  يې  د پښتو  ژبې  او  ادب  د طالب علمانو دپاره  د لار ښودنې او رهنمائۍ   ګټوره  اثاثه  او سرمايه  ده. 

خدائی  بخښلى د قران  پاک  په  پښتو ژبه کښې ترجمې  نه  علاوه  ګڼ  شمېر  کتابونه  له  نورو ژبو څخه هم  ترجمه  کړى  دى  د هغوى  د مشهورو کتابونو  نامې دا دى په  عرفان  د محمد ﷺ _خوبونه په خپل کلى کښې_ناليدلی سوات_په پښتو  ادب کښې د ماشومانو  سندرې او صوتونه_پرواز_ روهى ادب_ روهى متلونه_د ژوند سندره_لرغونی خوب_ د شعور ډالۍ_ پشتو زبان و ادب مطالعه_ ټپه او ژوند_سباؤن_  اولسى قيصۍ_ د سمندر عجائبات _ادب تراش  (2 جلده) متلونه_ ابدى سندرې_ سلګۍ_لرغونى فکرونه_ لنډى ګامونه_ وروستی ديدن_ دبوډۍ ټال- دا قيصۍ  د افسانې_کلى والې سندرې_

ترجمه  شوى کتابونه: د حاتم طائى سفرنامه_بنګالۍ سندرې_پېغام رسول ﷺ_ويښ شئ ويښ شئ_مقدمه شعر و شاعرى_مسدس حالى_کلام صوفياء_ د دوستۍ سفر_ګيتا نجلى_نجيب الدوله  او  داسې  نور 

پروفېسر محمد نواز طائر  صاحب  د خپل  کار و زيار  په  حواله  په  علمى  او  ادبى  تاريخ  کښې  يو نۀ  هېرېدونکی  نوم  دی  او  هم  د  دغه  تاريخى، ادبى کار او زيار په اعتراف کښې  ورته  صدارتى  ايوارډ نه  علاوه  وخت  په  وخت  د بيلو بيلو ادارو او ټولنو له  اړخه  يو  شمېر ايوارډونه  او سندونه   تر  لاسه  شوى  دى.  ادبى  هلو ځلو کښې  به  يې هم  برخه  اخستله  او د تاڼې  ادبى  ټولنې  ملاکنډ   سرپرست   اعلى    وۀ.

فرزانه   غنى   د  خدائی   بخښلى   په   ژوند  د هغوى   په   ادبى  او  علمى  زيار د پى _ايچ _ ډى  تهيسس  ليکلى  دى.      

د هغوى  چاپ او ناچاپه کتابونه ،مقالې  او نور تحقيقى  او تخليقى ليکونه  نۀ صرف  د پښتو ژبې او ادب  په  تاريخ  کښې  نۀ  ورکېدونې  اثاثه  ده. بلکه  د راتلونکو  نسلونو او محقيقنو دپاره  به  د څيړنې   نوې  نوې  لارې  پرانيزي.

د پښتو او اردو ژبو  دا عالم و فاضل  شاعر،اديب  او محقق  په  4 مئ  2017ء  زمونږ نه  د همېشه  دپاره جدا شو په ګور يې نور شه. امين  .  د هغوى  نه  په  پسماندګانو کښې  دوه  ځامن  او  پنځۀ  لوڼه  پاتې  شوې . 

 

ما  د  سفر  موزې  په  پښو  کړې  نور  د  پاتې  نۀ   يم   

 دغه  دی  ځمه  يم  روان  ورځې  مې  ولې  شمېرئ

        زما عـــــمل   بــــــه  راسره  زمــــــا   د  لارې   مــــــــل   وى 

وړمه  به  خپل  دغه  سامان  ورځې مې ولې شمېرئ

   پاتې  دنيا  د  زرغون  شاه  ده  زرغون  شاه  پوهه شه 

کنجى  پرېږدم  د خپل مکان ورځې مې ولې شمېرئ

     د دنيا  دوه  ورځې  ژوندون  دی  نن  سبا  کښې يون دی 

پرون   راغلی   نن   روان   ورځې   مې   ولې  شمېرئ

   د   زړۀ   خبرې   مې   د   زړۀ   په   کور  کښې   نۀ    ساتمه 

پرېږدمه   دغه    دبستان    ورځې  مې  ولې    شمېرئ

                       نو د پښتو اکيډيمۍ مثال هم  د داسې  يو چراغ  وۀ، شيطانى قوتونو  په  يو وخت  کښې  هم دا بلېدو ته  نۀ  پرېښودۀ  دا قوتونه  په  خپل کار  اخته  وو. د خېر نه په  شر او  د ودانۍ  نه  په  ورانى زيات  خوشحاله  وو او هغه چا چې خپل غرض ئې  په  موټى کښې نيولی  وۀ  هغوى  به  ورسره  لاس کوؤ. په  خپله  مورنۍ  ژبه  ئې څۀ کار نۀ   وۀ  نۀ  ئې د قام  د خېر او فائدې  څۀ خيال  په  زړۀ  وۀ.

  د تېرى صدۍ په  نهمه  لسيزه کښې کله چې ما په پښتونخوا کښې د هر اړخيزه تحقيق  دپاره د تخصيص نه  بغېر د روهالوجى انسټيچيوټ د قيام  تجوير  رامخ  ته  کړۀ او پېښور يونيورسټۍ د هاغې  وخت  وائس چانسلر راسره اصولاً  دغه  تجويز اوهم منلو نو ځينى سازشى ذهنونو ته  دا د خپلو مفادو سره لکه  چې متصادم  اوليدی  شو  او په  متفقه  جوړله  ئې د دې د مخالفت  ناره پورته کړه  او وائس چانسلر ئې مجبوره کړۀ چې  ماته  اووائى  چې  وخت  لا سازګار نۀ  دی کۀ  څۀ هم  لکه  د ايجيپټالوجى، کردالوجى او سندهالوجى د نوم  داسې ادارې اوس هم  په  دنيا کښې موجودې  دى. ولې دلته  دغه  قسم  يوه  اداره  دځينى  ناعاقبت  انديشئ قائېمدوله  نۀ  ورکوله، کۀ  څۀ  هم  په  دې سيمه  د تحقيق  او څېړنې  دپاره ښۀ  ډېر مېدانونه  موجود وو او دادی اوس کله چې  دې  ته  د موافق  حالاتو سمون  په  جوړېدو او د يو شاندار عمارت   ودانى هم  سر ته  په  رسېدو وه او د پښتو اکيډيمۍ  د  محترمى  ډائرکټرۍ  فکر  ونظر هم  د روهالوجې انسټيچيوټ په قيام مرکوز کيدونکې وۀ. نو دغې سازشى عناصرو نه  يواځې  دا چې  دغه  ارزو تر سره کېدو له ورنۀ کړه  بلکه  د پښتو شعبه  او دپښتو اکيډيمۍ ځان ځان  ته  وجودونه  ئې  هم د مينځه  يوړل او په نومونو ئې هم ورله پښې راکښلې دا  زمونږه بدبختى،بد مرغى،او کم نصيبى نۀ  ده نو نور څۀ دى. 

  

      په  لنډه  دا چې  خوشبختى بس د هغو  اولسونو  وى  څوک  چې  د علم  او تحقيق  ادارو له  وده  ورکوى  مېدان ئې  ارتوى  او  د هر اړخيزې  استفادې  موقعې  پکښې  پېدا کوى کۀ  په  سندهـ  کښې سندهى ادبى بورډ، سندهى ډيپارټمنټ او سندهولوجى انسټيچيوټ  په  يو ځائى  په  جام شورو کښې  په  سندهـ  يونيورسټۍ کښې  څنګ  په  څنګ  کار کولی شى  نو  په  پېښور يونيورسټۍ کښې د پښتو، پښتونولۍ او پښتونخوا د ښېګړۍ  دپاره  د تدريس  او تحقيق مېدانونه  ولې  راتنګولې کيږى  زما  په  خيال خو د علم او تحقيق  د مېدان  وده  د داسې ګلخانو  ډېرولو او  دې له  په تر قۍ ورکولو کښې  ده  نه  چې  د دې  په  ختمولو يا ضم  کولو کښې (پاڅون / مردان)

-
بېرته شاته