(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ادب د تخليقي صنفونو خبره

[08.Aug.2017 - 11:54]

خدائی بخښلی پروفېسر رب نواز مائل   ( 10 دسمبر 1935ء.........5 مئ  2017 ء)

  لیک: طاهر بونېری  پير بابا بونېر

پروفېسر رب نواز مائل  د حاجى بهادر نواز په کور ( ترين محله لورا لا ئى )  کښې  په 10 دسمبر کال 1935ء کښې زيږېدلی  وۀ. د هغه  خپل  نوم  رب  نواز وۀ خو  په  اول  کښې به  يې  ځانته  ډاکټر  رب  نواز  اورکزی  ليکلو چې  د هوميو پېتهک او طب  معالج  هم  وۀ. دوي  په  قام  اورکزي  دى، مشران يې له تيراه  نه  لور الا ئى  ته  تلى  وو. د پښتو، اردو نامتو  اديبان  او  شاعران  ارواښاد  سعيد ګوهر، محمود اياز  او  شهزاد اورکزی  د مائل  صاحب  کشران   وروڼه  دي.

د ملازمت  په  سلسله  کښې  مائل  صاحب  په  اول  سر  کښې د کالج  لائبريرين  اولګېدۀ. وروستو  لېکچرار  شو  او  د ايسوسى  ايټ  پروفېسر  په  حېث ريټائرډ  شو. تر اولس  نيم  کالو  پورې  د انټر کالج  پرنسپل  پاتې  شوی  وۀ. هغۀ د خپل ملازمت  زيات  وخت  په  لورالا ئى  او  دکۍ  کښې  تېر کړی  وۀ. د ريټائرمنټ   نه  يو  کال  پس په  يکم  دسمبر 1996ء کوئټه  ته  په  مستقله  توګه  راغی  او  په  کوچه  قادر شهيد  سرکي  روډ ګوالمنډى چو ک  کښې   د ژوند  تر  اخرى  وختونو  پورې  مېشته  وۀ. په 5 مئ  2017ءيې  له  دې فانى  دنيا  نه  سترګې  پټې  کړې  او په  سيلز روډ  قبرستان  کښې  خاورو  ته  اوسپارلی  شۀ. په  ګور  يې  نور  شه.  په دې  قبرستان  کښې  د هغۀ  ورور  او  ورارۀ  د ارواښاد  سعيد ګوهر او دانيال  طرير  قبرونه  هم موجود  دي.

مائل  صاحب  د خپل  عصر  يو  نابغه  روزګار شخصيت  وۀ . زما په  خيال  د بلوچستان  په  پښتو  ادب  کښې  رب  نواز مائل او پروفېسر  راز محمد راز  دوه  داسې  د منفرد  اسلوب لرونکى  شخصيات  دي  چې  شعر  او  نثر  يې  په  خپله   نعرې  وهى  چې  زۀ  د چا  فن  پاره  يم.؟ 

د مائل  صاحب  په  حقله  محترم  سرور  سودائى  صاحب   ليکى  چې  “زۀ  کله  په 1966ءکښې د لکى  مروت  نه  لو الا ئى  ته  په  مستقله  توګه  لاړم  نو  دغه  وخت  به  د مائل صاحب  تخليقات  د پېښور  او کوئټې  په  ټولو  رسالو  او  اخبارونو کښې  چاپ  کېدل  او  مونږ به  ترېنه  استفاده  کوله. دا رنګه  د مائل  صاحب  او  سعيد ګوهر  په  ملګرتيا  کښې  زما  او  زما د نورو  ملګريو  روزنه  شوې  ده. “ د لور الائى  د مکتب  نامتو  ليکوال  لکه  خېر محمد عارف، عمر ګل عسکر، عبدالکريم  بريالی او سرور سودائى  رب  نواز  مائل  ته  د خپل  ادبى  او  روحانى   استاد  په  نظر  ګوري.

ګويا په بلوچستان کښې رب نواز مائل وړومبی سړی  وۀ  چې  د جديد  ادب  رده يې کېښوده او د خېبر  پښتونخوا ليکوالو سره  يې  هم  رابطه  ساتله. طاهر کلاچوى، ايوب صابر حمزه خان شينوارى  د مائل  صاحب  ډېر  نزدی  دوستان  وو. د مائل  صاحب  د دغه  دور د متحرک ژوند انداز د ايوب  صابر د رپورتاژ  “د کوهاټ  نه  تر  لور الائى  پورې“ او  د هغۀ  د يو بل کتاب  “جديد پشتو  ادب “نه  اندازه  لګېدلی  شي چې  د مائل  صاحب  شخصيت  او تخليقاتو  ته   يې  احترام   ورکړی  دی.

مائل صاحب  د تصوف  د لارې  لاروی  هم  وۀ . د خپل  پير  او  مرشد  عبد الله  جان  آغا مريد  وۀ. د پامسټرۍ  په  فن  ورته  هم  ښۀ  عبور  حاصل  وۀ. سور سپين  او  خنده  رويه  انسان وۀ  خو  د داسې  ډېرو  اوصافو  سره  سره  يو  بې  رحمه  نقاد  هم  وۀ. نو  ځکه  به  ترې  ډېرو  خلقو ډډه  کوله . د هغۀ  درې  شعرى  مجموعې  “د زړه غوټۍ“ زۀ  سړی  لکه  د ستورو“ پتهر کى ميلى  آنکهـ“  (اردو  شاعرى )  او  “ادب ، تنقيد او فکر “ د مضامين  په  کتابى  صورت  کښې چاپ  دي .خو  د اردو  پښتو  بلها  شاعرى، افسانې، ډرامې، تحقيقى  او  تنقيدي  مضامين  يې په  مختلفو  مجلو کښې   خوارۀ  وارۀ  پراتۀ  دى. 

مائل  صاحب  دوه  ودونه  کړى  وو  په  اولاد  کښې  يې  دوه  لوڼه  او  څلور ځامن  مير واعظ،  ميرحافظ،   مير حارث  او  ميرحاقان  شامل  دى . 

الله پاک  دې  ورته  جنتونه  نصيب  کړى  آمين.

د  رب  نواز مائل   د کلام  نمونه

زۀ  د  حقيقت  نوې  نامه  يم

  دا  چې  په  هېڅ  دود  نۀ  تلوسه  يم

هسې  ما  ته  نشته  هېڅ  يو  بند  هم 

هو کۀ  ځان  ته  خپله  پېکړه  يم

ما نه  مقامات  د  زړۀ  پوښتنې  څۀ

 زۀ  چې  لکه  واړه  په  ځان  زړۀ  يم

فکر  مې  لا ويښ په هر يو خيال دی

 دا څنګه نشه، څنګه نشه يم

تا نه  مې  کۀ  ويښه  د کار نۀ  وى

 تا نه  د خوبو  خو  سلسله  يم

ستورى، ونې، خلق  راسره  ټول

 خو مائله  بل  ځائی  زۀ  مېشته  يم

........................................................

د ادب د تخليقي صنفونو خبره

لیک: پروفېسر رب نواز مائل

 د ادب د ټولو تخليقي صنفونو خبره کۀ په هسې ډول وکړم چې د دوي د قطعيت په مفهوم کښې نۀ ټول ټال تعريف کېدی شي او نۀ بيان نو بايد چې لوستونکي ئې ومني ولې چې د دغو صنفونو تعلق په اوله درجه کښې له ويړو بېخي ډېرو ويړو جذبو او حسي کېفيتونو سره وي او بيا په دوېمه درجه کښې له هسې تشکيلي صورتونو سره وي چې لکه د وجود په ځائی چې سېوری ښکاره کوي او لا د شي په ځائی لکه د شي څۀ نشان غوندې.

 بل خوا دا خبره هسې و مطلب ته ورسوم چې دوه او دوه دې دلته کله هم څلور وي هسې هم ګمان نۀ لري چې په خالص تعقل، چې په حواسو خپل ترتيب او د شيانو جوړښت لري او ګوا وي هم له مادي شيانو او وجودي منظرونو نه، نۀ د هغې ويړې فضا څۀ ګنډه خلاصېدې شي او نۀ ئې پوره محاکمه غوندې کېدې شي.

 زۀ وايم د ادب د تخليقي صنفونو لکه افسانه نګارۍ، ناول نويسۍ او شاعرۍ خپله جلا دنيا ده. د ادراک په لاره ئې د هرې موضوع په اړه لکه خپل يو نرم عقل چې وي چې کۀ څۀ دا هم له انسان نه ئې وي خو لکه انسان چې له سختو کلکو مجردو شيانو نه وتی وي او د هغو په منشا د هغو څرګندونه کوي. د ادب دغه اختصاص له ټولو علمونو، له ټولو فلسفو له ټولو عقلي او ادراکي تجربو او مشاهدو نه هسې جدا دی چې زۀ وايم د نور بيان ئې په دغه پېره کښې سره حاجت هم نشته.

 نو د پورته څۀ بيانونو په رڼا کښې کۀ دا ووايم چې کۀ څوک له ادب نه ټول ټال سياست لا معاشرت جوړوي او لا دغسې څۀ بل شی نو غلطي کوي او ځکه ئې کوي چې په دې لا دغسې کار ادب له خپل کالبوت نه وځي. د لاطيني امريکې يو لوئی نامتو او ځلاند ليکوال ګبريل ګارسپا مارکينز چرته په نزدې وخت کښې وئيلي وو چې د سياست کار باندې دې د سياست واله پوه شي. د ادب له سياست سره څۀ کار دی. ګوا دا معنا به ئې په يقين سره نۀ وه چې ادب دې په خپل حد کښې هم د خپلو اصولو مطابق د سياست خبره نۀ کوي. يقيناً کوي دې. زۀ وايم چې فېض احمد فېض هم دغه خبره کوله خو د حبيب جالب غوندې ئې نۀ کوله چې د فيلډ مارشل ايوب خان په وخت کښې چې يو نظم بيس روپۍ من آټا ئې ليکلی وۀ چې بيا د جنرل يحييٰ خان په وخت کښې ايوب خان هسې تبصره پرې کړې وه چې هغه شاعر څۀ شو چې بيس روپی من آټا نومی نظم ئې ليکلی وۀ اوس خو د اوړو د من قيمت نۀ دېرش روپۍ شوی دی. ګوا مطلب ئې دا وۀ چې اوس بۀ ئې بل نظم ليکلو نو.

 خبرې ته به بل طرح هسې راشم چې فېض احمد فېض په برصغير کښې د کميونزم د تحريک په سرخېلانو کښې وۀ. خو ښکاره ئې يو شعر د کميونزم په نامه لا د دغه تحريک په اړه نۀ دی وئيلی لاکن د مزاحمت د شاعرۍ شعرونه ئې اوس لا ډېر په موجوده حالاتو کښې په اخبارونو کښې راځي. په بل اړخ چا د اردو شاعر د حبيب جالب په باره کښې ليکلي وو چې هغه ډېر د کمال واله شاعر وۀ خو د هنګام شاعر وۀ  ولې چې افاقي شاعري ورنه پاتې شوه.

 

 مطلب مې دا دی چې ادب به ادب ساتو بيا به ورنه د مزاحمت کار هم اخلو. بل يو کار لا ډېر نور کارونه هم چې فضا وې هغه د ويړو ويړو جذبې او حسي کېفيتونو خو ئې هم دغسې له ژوند نۀ دي کله د مادي اشيا او حقيقتونو هغه چې وي. فرق به د دغه شي البته ساتو چې د هغو اصلي کار چې د حسن د ډېرښت د عشق د ډېرښت دی هغه شاته نۀ شي. په دې اړه تخيل له عقل سره د خوبونو (چې ډېر نوي شيان پکښې سړی ويني) د کتون  قسم شی يادېدی شي او بيان د واقعې په دغسې دود چې اثر به زړۀ ئې مني ذهن لکه نۀ چې هغه مادي حسي زيات دی تخيلي، روحاني ډېر کم بلکې د نۀ برابر.   (پاڅون / مردان)

-
بېرته شاته