(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

روغتونی بدها

[08.Aug.2017 - 12:45]

روغتونی  بدها

لیک: عثمان مردانوي

ګندهارا  ته  بدهـ  مذهب  د نيپال  نه  رارسېدلی  وۀ  او  دلته  داسې  خور  شو  چې  په دې  ټوله  سيمه  کښې   يې  ژورې  جرړې  اونيولې . په  ګندهارا  کښې   څۀ  ځايونو  اسټوپو او دهرم  سالونو  خپل  خاص  اهميت  او مقام   موندلی  وو. په  ګندهارا کښې   د بدهـ  مذهب د راتلو  سره  دلته  جدا جدا بدهائى  فرقې  هم  پېدا  شوې.

  

په  ګندهارا کښې  د بيلو  بيلو  برخو  غرونو، سيندونو  په  څۀ  نه  څه  نسبت  د بدها يا د بدهـ  مذهب  راهب، عالم  يا  طالب  علم يا لوئی  استاذ نوم  سره  تړون  جوړ  شوی  دی  او څه  ځايونه  د بدها د ژوند او د هغۀ  د وجود  په  وجه  مشهور  شوى  دى  او  دغه  شان  ځايونه د بدهانو دپاره د لوئى  زيارت  او رسمونو  پوره  کولو  دپاره  مقدس  ټاکلى  شوى  دى. د ګندهارا  زمکه  د بدهانو  دپاره د تبرکاتو  زمکه  ده  او  خاوره  يې  مقدسه  او  پاکه  ګڼلې  شى د دې  سيمې اوبۀ  د بدهانو  دپاره اب  حيات  او  آب  شفا  دى  لکه  د سوات  سيند  سواستو اوبۀ  بدهانو  دپاره  پاکې  او  متبرکې  دى.  دې   نه  علاوه  څۀ  غرونه  او  څوکې هم  مقدس ګڼلې  شى . هم  دغه  شان  ځايونو کښې  يو مقدس  ځائی  ټېکسلا  سره  نزدی  په  هرى  پور کښې د غر  د پاسه  په  چوليان  او  موهرا  مورادو  دوه  جدا جدا  بدهاىى  خانقا ګانې  او  دهرم سالې  دى  دا  دواړه  ځايونه  د دوېمى  صدۍ  عيسوى  نه  تر  پنځمې  صدۍ  عيسوى  پورې آبادې  کړې  شوې دى. 

په  دې  دواړو  دهرم  سالو کښې  لوئې  لوئې  اسټوپې  هم  دى  چې  ګنبدونه  يې  وران شوىدى. د دې  لويو  اسټوپو  ويخ  کښې  ګس  اړخ  ته   د ګوتم  بدهـ داسې  بتان  ترلاسه  شوى  دى  چې په  روغتونى  بدها  باندې  يادېږى  دا د  چونې  نه  جوړ  شوى  وو.

دا بتان  ناستى  حالت  کښې دى  او د مراقبې  حالت  کښې   دى  او  په  قد  کښې درې فټه  دى ،دواړه  لاسونه  يې  نامه  سره  نزدى  دى ،په  نوم  کښې  يې  سورى  دى  او دا روغتونى  بدها يعنې  روغ  او  صحت  ورکولو  بدها  ګڼلی  شى. د بدهانو دا نظريه  او  عقيده  هم  دلته  په  ټېکسلا  (ګندهارا ) کښې  جوړه  شوې  وه.

د بدهانو پخه  عقيده  ده  چې  کوم  انسان  بيمار وى  نو  هغه  چې  دې  بدها  ته مخامخ  او  دريږ ى  او  مسواکه  ګوته  د دې  بدهه  په  نوم  کښې  کېږدى  او  دعا  اوغواړى  نو هغۀ  باندې  به  د دې  بت  ښه  اثر  اوشى او  هغه  ته  به  روغ  صحت  نصيب  شى  او د دۀ  نه  به مرض  ختم  شى  او  يو روحانى  سکون  به  دۀ  ته  نصيب  شى  د دې  بدها سر  مات  شوی  دی ،خو  شاته  يې  يو  نورانى  غونډ  تاج  دی  د دې  بت  لاندې  په  خرو شتى  ليک  د هاغی  کس  نوم  ليکلی  شوی دی  چا چې د دې  بت  جوړولو  دپاره  سنګ  تراش  له  پېسې ورکړې  دى. د ګندهارا نه  دا  بدهائى  رسم  وړاندې   تبت ،چين، سرى لنکا  او نيپال  ته  خور شوی  وۀ  او هلته  اوس  داسې  قمسه  رسمونه  کوى.

ګندهارا ته  هر کال د بدهائى  نړۍ  نه  بدهان  زيارت  له راځى  او دلته  خپل  مذهبى  رسمونه  پوره  کوى. (پاڅون / مردان)

  Healer Buddha, by Usman Mardanawi

-
بېرته شاته