(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

رحمت الله درد

[08.Aug.2017 - 12:52]

رحمت  الله  درد  (4 دسمبر 1934ء __ 31 اګست  2016ء) 

لیک:  شهاب الدين  داودخېل

سل دې  اومره  يو  دې  مۀ  مره

محبت  چې  پکښې  جرم   نۀ  وى  درده       زۀ  د هغې  زمانې  په  انتظار يم

 ښاغلی  رحمت الله درد  صېب  د لکى  مروت  نه  سهيلي  طرف  ته  دولس  ميله  لرې  مستى خېل  نومې  کلى  کښې  د نظام  خان  کره  په  کال  1934ءکښې  د دسمبر   په  څلورمه  نېټه  پېدا شوی  وۀ. د دوى  تربيت  مور او پلار ډېر  په  ښۀ  شان  او انداز  سره  کړی  وۀ  ځکه  خو  د مور او پلار  په  باره  کښې په  خپله  داسې  وائى  چې         

                      زما په کور کښې  دوه  وليان  اوسېدل       

ثبوت يې  زۀ  يم  چې  بې  لار نۀ  يمه

 رحمت الله درد صېب  د لسم  جماعت  سبق  د هائى  سکول  لکى  مروت  نه  حاصل  کړی  وۀ ، دولسم  جماعت  سبق  يې  د سرکارى  کالج  بنو  او د څوارلسم  جماعت   سبق  يې  د سرکارى کالج  ډېره  اسماعېل خان  نه  پاس  کړی  وۀ، د  شپاړسم  او بې ايډ  ډګرۍ   يې د پېښور  پوهنتون  نه  تر  لاسه  کړې  وې. د خپلې  نوکرۍ  اغاز يې  د استاذ  په  حېثت  کړی  وۀ  او ورستو د صوبې  په  کالجونو کښې د لېکچرار  او پروفېسر  په  عهدو  پاتې  شو  او اخر  په  کال  1995ء کښې  د سرکارى  کالج  لکى  مروت  نه  د پرنسپل  په  عهده  ريټائرډ  شو.  

 درد صېب   د شاعرۍ  دوه  کتابونه  د "غزل " او  "درد"  ليکلى  دى  او  د کلام  څۀ  نمونه يې  دا "منتخب  درد" په  نوم  او "د درد کليات"  هم  چاپ  شوى  دى. رحمت الله درد صېب  په  غزل  ډېر  زيات  مئين وۀ  او  غزل  يې  د خوښې  صنف  وۀ  ځکه  خو  يې  خپل  کتاب  له  نوم  هم  "غزل" کېښودو  دا  درد صېب  د غزل  اندازۀ  داسې  لګى  لکه  چې وائى

          نور به  دې  تعريف  د کړۀ  وړۀ  څۀ  کووم       زۀ دې  د غزل غوندې  موزون  ګڼم

يا د يو غزل  دا شعر  چې... بې  غرض  ملګرى  نشته         د غرض  ملګرى  ډېر  دى

درد صېب  دخپل  غزل  باره کښې وائى  چې  غزل  ليکل  د هر  چا  د وس  کار  نۀ  دی  او  وائى

 زۀ کـــۀ  غــزل  ليکم  د ژوند په  حواله  يې  ليکم        

 خدای مې ګواه دی ما ريښتونى شاعرى کړې ده 

        د درد صېب   د  عشق  دې  کمالى  شعر ته  وګورئ

         مونږ  د عقل  دعوى  نۀ  لرو  ناصحــــه      

شکرشکر چې په عشق کښې پخته کار يو

 هغه  د انسان  په غم  غمژن  دی  هغه  په  خپله  شاعرۍ  کښې  د دنيا  حقيقت  هم   رابرڅېره  کړی  دی  وائى  چې دنيا  فانى  ده  او دا ډېر  د دهوکې  او  فرېب  ځائی  دی.  د استوګنې  قابل  ځائی  نۀ  دی  د دنيا حقيقت  هغه  په دې  شعر کښې  داسې  بيا ن  کړی  دی  لکه  چې  وائى

                      دا دنيا  د اوسېدو  قابله  نۀ  ده              

هسې  پښه  مې  تماشې  ته  ونيوله

  رحمت الله درد صېب  د خوږو خوږو  او پستو  لفظونو  شاعر  دی  هغه  د مينې  محبت  د حسن  او  ښکلا شاعر  دی  هغۀ  غزل  په  روانى  انداز  کښې  ليکلی دی  د هغۀ  په  غزل  کښې د عشق  او  محبت  خواږۀ  تراخۀ  ډېر  راغلى  دى  لکه  چې  وائى 

 نۀ  دې  ګورى  ښکلو  ته  دې  نۀ  ګورى 

ځان  ته  کــۀ  په  خپله  بلا  نۀ  غــــواړى

درد صېب   په  خپل  غزل  کښې  د صنائع   بداېع  استعمال  هم  کړی  دی  د هغوى  په  غزل کښې  د استعارې   استعمال  داسې  شته  دی

حسن  وۀ   شـــوخى  وه  اداګانــــې  وې      

 زړۀ  مې ځکه  ورکړۀ  چې  جرګه  دې کړم

د حسن  تعليل  مثال  دپاره  يې  دا شعر  رانقل  کووم

چې  بدله  يې  پښتو  په  مصلحت  کړه  دا کـــردار مې  د افغان  ليدلې   نۀ  وۀ

د ايهام  مثال  دپاره يې  دا شعر  مناسب  ګڼم

په  ما به  ډېر  وکړى  احسان  ملګرو 

ما کـــــۀ  هم   وبولى  انسان   ملګرو

 درد صېب  يو کلک  مسلمان  دی  هغه  په  اسلامى  تعليماتو  او اقدارو  مئين  دی،  هغه يو ساده  مخلص  او ريښتونی  مسلمان  دی   هغه  وائى  چې  د اسلام   نه  علاوه  بل  دين  نۀ  منم

 چې   د اسلام  د قــــــدر  نفى  کوى 

داسې  دستور داسې  رواج  نۀ  منم

 درد يو  ريښتونی  پښتون  دی  او  د خپلې  پښتونولۍ  ذکر  داسې   پېش  کوى

 ساده  پښتون  يمه  خلوص  پېژنم  د چا  غرور  د چا  مزاج  نــــۀ  منم

د رحمت الله درد صېب  شاعرى  ډېره  په  اسانه  او  ساده  پښتو کښې  ده   لوستونکى  ته  دا موقع ورکوى  چې  بار بار  يې  ولولى او خوند ترې  واخلى  لکه  د مثال  په  توګه  دا شعرونه

 ناست  وى  په  محفل  کښې خو تنها لګى  

پتــــه  د عــــاشــــق  ســــړى  صــــفا  لګـــــى

ا و ياداشعر   

 زۀ يې د خوشحال  غوندې  په  جار  منم       

 شېخـــــه  ګنى   ښکلى د هــــر  چــــا  لګى

 مختصراً درد د ښکلا ،جمال ،جلال ، پت ،پښتو  او  ننګ ،غېرت  شاعر  دی  د هغه  په شاعرۍ  کښې  کۀ  يو  خوا ته  د درد  خواږۀ  تراخۀ  شته  نو  بل  اړخ  ته  پکښې   د وطن  مينه، پت او  پښتونولى  هم  شته  دی . د خپل  خوږ غزل  په  ژبه  د مينې  او د امن  پېغام  خورونکی  دا دروند او  خوږ مشر ، استاذ او د غزل په  حواله  منلی  شوی  پوهه  او  خوږ  شاعر  په  31  اګست 2016ء زمونږ نه جدا شو  په ګور يې نور  شه.   (پاڅون / مردان)

-
 بېرته شاته