(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سپوږمۍ

[08.Aug.2017 - 12:54]

سپوږمۍ

 لیک:   تاج الدين فطرت

 سپوږمۍ دَ زمكې  واحده  سياره  ده. او د َنمر نه  پس  په  دوېم  نمبر په  اسمان  كښې  روښانه شی دی. دَ سپوږمۍ سره  انسانی  تړون  ډېر دَ  پخوا  نه  دی  دَ  دنيا  په  هر ګوټ كښې  په هر دور كښې انسان  دَ دې اسمانی  وجود  په  باره كښې  دَ  پته  لګولو  تجسُس  كړی  دی  ډېرې فرضی  قيصې  دَ دنيا په هر ادب كښې موجودې  دی . په سپوږمۍ موجود داغونو ته انسان دَسمندرو اؤ مېدانونو تشبيح وركړې ده كوم چې تور داغونه دی دَخلقوخيال وۀ چې دا سمندرې

 دی او دا نور هوار ميدانونه دی او دې له ئې په بيلوبيلو ژبوكښې نومونه هم وركړی وو دَ پخوانوخلقو دا خيال وۀ چې په سپوږمۍ هم  څه  مخلوق اۤباد دی.اصل معلومات دَ هله نه لاس كيدل شروع شو كله نه چه ګليليو دوربين ايجادكړو دې نه پس پوهانوتحقيق شروع كړو اؤ د َ سپوږمۍ باره كښې صحيح معلومات ترلاسه كيدل شروع شو.دَ روس لونر پروګرام په دې هلوځلوكښې وړومبی پروګرام وۀ چې په كال ١٩٥٩كښې ئې بغيرانسان خلائی جهاز دَ سپوږمۍ مدار ته استولی وۀ دې نه پس دَ امريكې اپالو ٨ پروګرام وۀ چې په ١٩٦٨ كښې سره دَانسان يې خلائی جهاز دَسپوږمۍ مدار ته استولی وۀ دې نه پس دَ١٩٦٩ نه تر ١٩٧٢ پورې شپږ نور مِشنونه سره دَ انسان دَ سپوږمۍ په سطح كوز شوی دی په سپوږمۍ اوسه پورې ١٢ كسانو قدم اېښیدی اؤ دا ټول امريكنيان دی دَ ټولو نه وړومبی انسان چې په سپوږمۍ يې قدم ايښی دی دَ هغۀ نوم نيل اۤرمسټرانګ دی چې په جولائی ١٩٦٩ كښې دَ اپالو ١١ جهاز نه په سپوږمۍ قدم كېښودو اؤ په انساني تاريخ كښې ئې د َسائنس اؤ علم نوی باب رقم كړو.دې اپالو مشن دَ سپوږمۍ نه ٣٨٠.٠٥ كلوګرام  خاوره او كاڼی دَتحقيق دَپاره راوړې دى.دَدې هلو ځلوپه نتيجه كښې سائنسدانانو دا پته ولګوله چې په سپوږمۍ څۀ قسمه دَ ژوند اثار نشته كوموداغونو ته چې خلقو دَ سمندرو نومونه وركول هغه په حقيقت كښې هاغه غټې كندې دی كومې چې دَشهاب ثاقب دَټكراؤ دَ وجې نه جوړې شوي دی اؤ يا دَ لاوې نه جوړې دي كومه چې دَسپوږمۍ دَ سطحې نه راوتې ده سپوږمۍ تقريباً4.8 بلين كا له مخكښې پېداشوې ده اؤ تقريباً٣٠ نه ٥٠ ملين كاله دَ نظام شمسی دَ پيدا وخت نه  وروستو جوړه شوې ده. دَ سپوږمۍ دَ پېدائش ډېرې نظريې دی خو كومه چې ډيره  مشهوره ده دَ هغې مطابق دَمريخ دَ سائيز يوه ګوله  زمكې سره هاغه وخت وجنګېده چې كوم وخت  زمكه دَ پېدائش  په  وړومبنی سټيج  كښې  وه  دَ دې جنګېدو  په  نتيجه كښې  د زمكې  يوه  غټه  حصه  په  شكل  دَ دوؤ وړو وريځو كاڼو په خلاء كښې خوره شوه  څۀ وخت پس دغه ماده يؤشوه او بيا يخه شوه اوتر ٥٠٠ كالوپورې پرې دَشهاب ثاقب باران ورېدو اؤ ډيروخت پس دَسپوږمۍ سطح كښې بدله شوه. دَدې قطر٣٤٧٥ كلوميټره دی اؤ دروندوالی ٧.٣٥×١٠^٢٢ كلوګرام دی.دَ مزكې نه ئې فاصله ٣٨٤٠٠٠ كلوميټره ده دا ډېره اوږده  فاصله  ده كۀ يؤ ګاډی په ١٠٠ كلوميټر فى ګېنټه  سره په بره روان شی نوپه پينځه مياشتو او لس ورځوكښې به ورسي.دا په ٢٧.٣ ورځوكښې دَ زمكې نه  ګېرچاپېره خپل چكر پوره كوی. سائنسدانان وائی چې سپوږمۍ دَ زمكې  نه سالانه ٣.٨سنټي ميټره  لرې  ووځي اودا عمل به تر ٥٠ بلين كالوپورې جاری  وی  اؤ  دغه  وخت  به  سپوږمۍ خپل  چكر په ٤٧  ورځو كښې پوره كوی. دَ حرارت  درجې يې -٢٣٣ نه١٢٣ سنټی ګرېډ ده.تاسو اندازۀ  لګولی  شئ  چې اوبه  په ١٠٠ درجه سنټي ګرېډ باندې خوټكېږې. مونږ  دَ زمكې  نه  دَ سپوږمۍ صرف يو اړخ  وينو ځكه چې  سپوږمۍ خپل مركز  نه  ګېرچاپېره  په  ګردش  هاغه  هومره  وخت  اخلی  څومره  چې  دَ  زمكې  نه ګېر چاپېره  په  ګردش  اخلی. په  سپوږمۍ څۀ  قسمه  هوا يا فضاء نشته .په دې وجه  دَ سپوږمۍ  په  سطح  اواز نه  اورېدل كېږي  او دَ زمكې  په  مقابله  كښې  اسمان  تك  تور ښكاری. دَ كائناتی  شعاګانو،شهابيو او دَ شمسی  هواګانو نه  دَ سپوږمۍ دَ سطح دَ بچاؤ څۀ  ذريعه  نشته.ځكه دَ دې څيزونو  بمباری دَ سپوږمۍ په سطح  مستقل جاري  وي. او دَ دغه ش هابيو دَ ټكراو  له  وجې  جوړې  شوې  غټې  غټې  كندې  دَ  زمكې نه  هم  ليدی  شی. مستقل دَ  دوړې  وريځ  كومه  چې دَ دغه  كائناتی شهابيودَ وړو وړو ذراتو نه جوړه ده دَ سپوږمۍ نه ګېرچاپېره  هر وخت  موجود وی سائنسدانانو اندازۀ  لګولې ده  چې  تقريباً پينځه  ټنه ذرات  په  هر څلېريشتو ګېنټوكښې دَ سپوږمۍ دَسطح  سره ډغره  وهى  .دا ذرات  چې  په  اصل كښې دَ بجلۍ طاقتور ذرات دی  دَ سپوږمۍ دَ سطح  نه  دوړه  پاڅوی كومه  چې  تر١٠٠كلوميټره  پورې  اوچته  ځی. دَسپوږمۍ په سطح  د َكشش  طاقت  دَ  زمكې  په  مقابله كښې ١/٦ يعنې  په  شپږمه  حصه  دی. مطلب  دا  چې كۀ دَ  چا  وزن په زمكه ١٢٠پونډ وي نو په سپوږمۍ به شل پونډه وي.دَ سپوږمۍ په سطح  زلزلې  هم راځی  او دَ  زمكې  دَ كشش  له  وجې  نه  وی  اګرچې  دا  ډېرې  كمزورې  او كمې  وی  خو تقريباً يوه  ګنټه پورې  وی. دَ دې وجې نه دَ سپوږمۍ په  سطح چاودونه  راشی. دَ سپوږمۍ دَ كشش  اثر  په  زمكه  هم غورځېږي كوم چې دَ مدوجذر په  صورت كښې مونږ  په  سمندرو  كښې  ليدې  شو.د  فلسفيانو دا خيال  وۀ چې كله سپوږمۍ پوره وی نو دَ دې رڼا دَ اثر لۀ كبله په بعضو انسانانو كښې دماغی بيمارۍ پېدا كېږي كۀ  دَ  هسپتال په  نفسياتی  وارډونو كښې دَ ذهني مريضانو داخلې  زياتې  شی  روډ  ايكسډېنټونه  او  دَ خودكشۍ رجحان  زيات  شي ځكه  چې  څنګه دَ سپوږمۍ  دَ رڼا د كشش  له  وجې  په  سمندرو كښې مد و جزر پېدا كېږي  دغه شان په انسانی دماغ  چې زياته حصه  يې  په  اوبو مشتمله  ده  هم  دَ دغې  رڼا  اثر پرېوځی  خو سائنسدانانودا خبره غلطه  ثابته  كړه  وې  دَسپوږمۍ دَ كشش طاقت  ډېر كم  دی  او دَ دې كم  طاقت  له  كبله  دا په  هيڅ  توګه  څۀ  اثر نۀ  غورځوي

 حوالې: همارى کائنات سيد قاسم محمود_ قران بائى  ډاکټر غلام جېلانى  برق. او  وکى پيډيا ويب سائټ.  په   مننه  

-
بېرته شاته