(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شربت ګله

[08.Aug.2017 - 12:56]

د پښتنو مونا ليزا _ شربت ګله 

لیک: اعجاز افغانى هوتى

 د نړۍ لوئې  هنرمندان  د خپل  فن  په  مېدان  کښې  د دې  نه  ناخبره  دى  چې  د  دوي  کومه هڅه  به  د دوي  د ژوند شاهکار جوړېږى او کله به  يې  فن  معراج  ته  رسى.

  دا د 1984ء  يوه  واقعه  ده  چې  هم  دغه  شان  د  لويدېزې  نړۍ  يو  صحافى  او فوټو ګرافر  مېک کيورى  خپله  کېمره  په  لاس  د  ښکلا  په  تلاش  سرګردانه  ګرځېدو  چې  ناڅاپى  يې  د پېښور په  ناصر باغ  کښې  د  افغان  کډه  والو  په  کېمپ کښې   يوه  ماشومه  دولس  کلنه  جينۍ  په  نظر  راغله . د دې  مور  او پلار د افغانستان  په  جنګ  کښې  شهيدان  شوى  وو.  او  دا  د خپلې  نيا  سره  دلته  کېمپ  ته  راغلې  وه.  شربت  ګله  د  ځانه  نا خبره  پښې  ابلې  پښې  لګيا  وه  د نورو ماشومانو سره يې  لوبې  کولې. خړې  پړې  جامې  يې  اغوستې  وې  سره  لوپټه  يې  په سر  وه. هغه  هم  ځائی  په  ځائی  شلېدلې  وه.  مېک کيورى  چې  شربت  ګله  اوليده  نو  حق  حېران  پاتی  شو. هغۀ  ته  داسې  ښکاره  شوه  چې  خدائی  پاک  د دنيا  ټوله  ښکلا  د  هغې  په سترګو کښې خوندى  کړې  وى.  هغۀ  خپلې  کېمرې  ته  لاس  کړۀ   او  بې  واره  يې  د دغې  جينۍ څو عکسونه  واخستل. مېک کيورى  د دې  نه  خبر  نۀ  وۀ  چې  د شربت  ګلې  عکس  به  د  هغۀ  د ژوند يو لوی  شاهکار جوړېږى .او د ټولې  نړۍ  سترګې  به  ځان  ته  را اړوى. 

 هغۀ د ډېرې خوشحالۍ نه د دې  تپوس  هم  اونۀ  کړۀ  چې  د دې  ماشومې  نوم څۀ  دی او د چا څۀ  ده.؟  دی  چې  واپس  لاړۀ نو  لږ  وخت  پس  يې  په  جون  1985ء  کښې  د  "نېشنل جيوګرافک"  مجلې  په  سر ورق  د شربت  ګلې  عکس  د  يو "افغانى جينۍ" په  نوم  شائع  کړۀ. کله  چې  دغه  مجله  د خلقو  لاسو  ته  ورغله  نو  د  شربت ګلې  د شنو سترګو ښکلا او انداز  په  خلقو  سر اوګرځوو. د هر طرف نه  تبصره کونکو د خپلو خيالاتو  اظهار  شورو  کړۀ.  خبره  دې  حد  ته اورسېده  چې  خلقو  اووې  چې  د  نن  نه  پېنځۀ  سوه  کاله  وړاندې  چې  د  اټلى  يو  مصور "ليونارډو ډاؤنچى"  د هغه  وخت د بادشاه   د  ملکې  "مونا ليزا" کوم  تصوير  په  لاسو  جوړ کړی  وۀ   او هغه  تصوير  بيا په  ټوله  نړۍ کښې د ښکلا  يو سمبل  (نښان)  جوړ  شو.  په  هغه تصوير پسې  دويم  د ښکلا  تصوير  د شربت ګلې  عکس  اوګرځېدۀ.  په 1990ء کښې  مېک کيورى  په  دې  نيت  راغلو  اوګرځېدۀ  چې  هغه  د  شنو  سترګو  ماشومه  جينۍ  راپېدا  کړى  هغه  له  د دې  جينۍ  نوم  نۀ  ورتلو  نۀ  يې  ورته  څۀ   پته   معلومه  وه  په  دې  وجه  ناکامه  واپس لاړۀ . په 2002ء  کښې  "نېشنل جيو ګرافک" خپل  يو  ټيم   په  دې  غرض  راولېږو  چې  هغه  جينۍ  هر چرته  چې  وى  راپېدا يې  کړئ.  د ډېر  لوئی  کړاو  نه  پس  هغه  ټيم  د  توره  بوره   د علاقې  په  يو کلى کښې  شربت  ګله  وموندله. اوس  هغه  ماشومه  جينۍ  د  دېرشو کالو  يوه کونډه  ښځه  وه. درې  يتيمان بچى  ورته  پاتې  شوى  وو  او دا پخپله  هم  د تور  زيړى (هېپا ټائټس سى)  په  مرض  اخته  شوې  وه. هلته مېک کيرى   يو  ځل  بيا  د  شربت  ګلې  د  سترګو عکسونه  واخستل. دغه  عکسونه  يې  د  سترګو  لوئی  ماهر جان ډوګ مېن  ته  واستول.  هغۀ  د کمپوټر په  ذريعه دا خبره تصديق   له  بوتله  چې  دا  شربت  ګله  هم  هاغه  ماشومه  ده.  د چا عکس  چې  په  اول  ځل  اخستی  شوی  وۀ.

 "نېشنل جيو ګرافک" په  شربت  ګلې  يو  ډاکومنټرى  فلم  هم  جوړ  کړو.  د هغې  په  نوم يې  د زنانو د تعليم  يوه  خېراتى اداره  هم  جوړه  کړه. او شربت ګلې  ته  يې  څۀ  امداد هم راوستولو کوم  چې  هغې  ته  او نۀ رسېدۀ.  شربت  ګله  به  کله  هلته  وه  او  کله  به  د  خپل  ټبر سره  پېښور کښې  وه.  لکه  څنګه  چې  نورو  افغانانو  کډه والو پاکستانى  شناختى  کارډونه جوړ کړى  وو.شربت ګلې  هم  ځان  ته  دلته شناختي  کارډ  جوړ کړی  وۀ   هغه  پښتنه  وه  هغې  ته د پښتنو دا زمکه خپله  زمکه ښکارېده. هغې  ته  دا پښتانۀ  خپل  وروڼه  خوېندې  ښکارېدل. هغې  د لر او بر يو افغان  نعره  اورېدلې وه.نو هغې  دا  نۀ  ګڼل  چې  زۀ  ګنى  پردى  وطن  کښې ژوند تېروم. هغه  د دې  نه  هم  خبر  وه  چې  د  ډيورنډ  کرښه  د  تاريخ  جبر  دی  او  پښتنو  چرې هم  جبر ته سر ټيټ کړی  نۀ  دی. خو هغه  د دې  نه  خبر  نۀ  وه  چې  زما  پښتانۀ  وروڼه  دلته  په خپله  زمکه  بې  اختياره  دى. کله  چې  د  قانون  واکدارانو، د ايف آئى ای څانګې  دا  بې  وسه کونډه  په  دې  تور ګرفتاره  کړه  چې  دې  پاکستانى شناختى کارډ ځان  ته  جوړ  کړی  دی.  نو دلته  هم  پښتانۀ  په  لړزان  شول  او  په  افغانستان کښې هم  پښتانۀ  را ولړزېدل. د پښتونخوا ستېر  وکيلان  لکه  لطيف لا لا  د  شربت ګلې په  شا ودرېدل. خو شربت  ګلې  ته  هېڅ  رعايت  ور نۀ  کړې  شو  او 15 ورځې  قېد  او  يو  لاک  روپۍ  يې  جرمانه  کړه. د افغانستان  حکومت  او  د هغوى  سفير د شربت ګلې  په  نيولو  ډېر  لوئی  غم  او خفکان  ښکاره  کړۀ. هغوى  داسې  اوګڼله چې دا د پښتنې خور لور بې عزتى  ده.  ځکه  چې  هغې  څۀ  اخلاقى  جرم  نۀ  دی  کړی. د دې  په واپسۍ تلو کښې  هم  لا  په  قانونى  طور  څلور  مياشتې  پاتې  وې  او بله  دا  چې  دا  بل  څوک  نۀ وه  دا هغه  شربت  ګله  وه  د چا د سترګو ښکلا چې  ټوله  نړۍ  رالړزولې  وه.  دا  هغه  شربت  ګله وه  څوک  چې  د "موناليزا" نه  پس  د  ښکلا  دويم  سمبل  جوړ  شوی  وۀ . دا  هغه  شربت  ګله  وه د جنګ په سرو  لمبو کښې  يې  د نړۍ زړونه  د افغانستان  په دړد خوږمن  کړى  وو.  خو څۀ  چې تېر  شو په  شربت ګلې  باندې  تېر شو. هغې   خپل قدر او عزت لوړ  مقام  هم  اوليدۀ  او  دلته کښې  د زندان تورې  تمبې  هم  اولېدې.  هغه  د چا خبره " خوشحال خټکه په درنو  درونده  په سپکو  سپکه " شربت  ګله  چې  د  زندان  نه  رابهر  شوه  نو  د خېبر پښتونخوا  د واکدارانو  عقل راغی. هغې ته  يې  د يوې  مياشتې  د پاتې کېدو او د علاج  وړانديز  ورکړۀ . خو  اوس  اوبۀ  د ورخه  تېرې  وې.  شربت ګلې  په  جواب  کښې  اووې  چې  دا  ملک  اوس  زما  د  اوسېدو  نۀ  دی زۀ  خپل  خوږ  افغانستان  ته  تلل  غواړم.  

 هلته  د افغانستان اولس  مشر او د هغۀ  مېرمنې  شربت ګلې  ته  ښۀ تود  هر کلی  اووې. هغوى  خپله  لور، خور  په  ډېر  عزت  او  درناوى  خپل  ملک  افغانستان  ته  رادننه  کړه. او يو کور يې  هم  د اوسېدو دپاره  ورکړۀ.  د هندوستان  حکومت  د  شربت  ګلې  د  مفت  علاج  ذمه وارى  واخستله  او هندوستان  ته  يې  د  علاج  دپاره  بوتلله. دا  د شربت  ګلې  په  غم  او  دړد لړلې  داستان  دی   چې په  بېن  الاقوامى سطح  يې  شهرت  موندلی  دی.   (پاڅون / مردان)

-
بېرته شاته