(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سمندرخان نظم

[08.Aug.2017 - 12:59]

د نیوهسټورسزمNew Historicism په رڼا کښی د سمندرخان سمندرد نظم دتوحید ترنګ دیوبرخې تنقیدی جاج!!

لیک: سمیع الدین ارمان داودزی، ایډورډز کالج پیښور

۱.. د نَن دور کښی د متن د لوستلو متنوع طریقې دي. لکه د ماتن نه بغیر متن ته کلیت ورکول، قاری آساس لوست او د نیو هسټورسزم لوست، دا موخر الذکر تصور په آسانه ژبه کښی ادب د ادیب او د خپل دور تاریخی حقائقو په رڼا کښی لوست ته وائي.

۲.. د نیوهسټورسزم تصور له د یو نظریئی صورت د هاروډ یونیورسټئ د انګریزۍ ډیپارټمنټ پروفیسر سټیفن جې ګرینبلیټ (۱۹۴۳ پیدائش، امریکه) په (۱۹۸۰) نولس سوه او اتیا کښی ورکړې دی. 

۳.. "د توحید ترنګ" په دغه پورته درې مذکوره طریقو لوستل د یو بل نه جدا او متنوع نتائج رامخې ته کوي. زه د نیوهسټورسزم په رڼا کښی د دې نظم بعضې برخې د سپړدلو کوشش کوم. په دا قسمه جاج کښی بنیادی طور د لفظونو د ظاهری معنی شاته پروت مقصدی نکات رامخکښې کول وي. 

۴.. د دې نظم په دویم جلد کښی صاحب کتاب مقدمه کښی لیکلې دي چی " د مسلمان په سر دا کار دی چی  په دې زمکه به د الله حکومت داسې قائموی لکه چی پیغمبر قایم کړې وو. 

دا تناظر په اصل کښی یو بیانیه ده. د دې شاته یو اجتماعی ګوند هم وو. د دې په اثبات کښی شاعر پوره پوره ادبی زیار کړې دی، او د خپل فهم مطابق ئی د وحی بګار هم ورکړې دی.

۵.. د جلد اول د مقدمې مطابق د دې کتاب اولني دوه جلدونه د "لیفټینِنټ جرنیل شیرین دل نیازی" په کوششونو د هغه وخت د یونیورسټئ وائس چانسلر رشیداحمد خان طاهرخیلی چاپ کړو.

۶.. اګر که دا جلدونه په ۱۹۴۳، ۱۹۴۴ کښی لیکلې شوې وو، خو دې کښی دغه پورته بیانه وه، او په ۱۹۸۴ کښی چی د افغان جهاد لوبه ګرمه وه نو د دې اشاعت نور معنی خیز کوي.

۷.. د دغه بیانیئی شرعی او قانونی جواز نه پورته یو منطقی سوال دا هم دی چی آیا حکومت قایمول د مسلمان زمه واری ده هم که نه؟ او د صاحب کتاب د تصور دین مطابق د اول نه تر آخره پیغمبرانو چی د کوم دین تبلیغ کړې دی هغه اسلام وو. نو زه دا سوال کووم چی څومره پیغمبروانو حکومتونه قایم کړې دي؟؟ 

د پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم حکومت د هغه د کوششونو منطقی نتیجه وه که د هغه مقصود قیامِ حکومت وو؟؟

زما د سوالونو مقصد دا دی چی د دې نظم د اشاعت په وخت چی کوم نړیوال سیاست روان وو، د هغې په تناظر کښی صاحبِ کتاب یو فریق وو. که فریق وو نو خبره سپینه چی د چا وو او نَن ئی د دغه موقف له قبله پښتون قام څه ترلاسه کړل. او که فریق نه وو نو بیا لاعلمه وو. دې دوه خبرو نه خالی نه ده او بدبختانه دا دواړه خبرې د صاحب کتاب قدوقامت متاثر کوي. 

۸.. د فریق د اثبات بله ګواهی ئې دا هم ده چی دې د سیاسی ګوند مسلم لیګ کارکن هم وو. 

۹.. د دویم جلد په صفحه نمبر ۲۱۵ د مسلمانئ لپاره چی کوم آیت را اخلی هغې ته لږ تنقیدی نظر پکار دی وائي چی مسلمانۍ لپاره اته (۸) شروط دي، په غیب ایمان، عملِ عیان، د الله د مالکیت اقرار، د رسول اقرار، اقامتِ صلوات، اقامتِ زکوات، اطاعتِ رسول او اطاعتِ اولوالامر. 

یو صوفی چی ځان ته په فردوسی باندې ترجیح په دې ورکوی چی ما لیک د الله د رضا لپاره کړې دی، د اقتدار او ایوان لپاره مې نه دی کړې لکه فردوسی چی کړې دی. نو هغه ته د مسلمان د تعریف لپاره دا یو آیت معلوم وو چی راوړو ئې؟؟ دې کښی د اخری شرط تشریح متفق علیه نه ده. او د اشاعت وخت ئی هم د یو مقتدر طبقې په حق کښی اشاراتِ صریح کوي. نو دې نه خو دا ثابتیږی چی فردوسی مذهب نه دی استعمال کړې، قامی پالنه ئې کړې ده او په جار او صراحت ئې ورته نامه هم هغه ورکړې ده. جبکه "د توحید ترنګ" خالق د وحی د لفظونو په شا د سیاسی مقاصدو لپاره زیار کړې دی، نو دعوی ئې نه ثابتیږي بلکه د فردوسی ترفع پرې زیاتیږي.

۱۰.. د دویم جلد په صفحه نمبر ۲۱۶ دا شعرونه دي چی 

د کوم قام چی سازسامان وي

په بل قام به حکمران وي

ښه وسله چی د کوم قام وي

بې وسلې قام به ئې غلام وي. 

 

دا شعرونه په خپل سیاسی او مذهبی تدبر کښی بلها صراحتونه لري.

۱۱.. هم په دغه صفحه مخکښې خپل تصورِ قام داسې بیانوي چی

قام ریښتیا که یو ملت شی

پاکستان به پاک جنت شی. 

د دې نه ثابتیږي چی د ښاغلی تصورِ قام د حضرت مدنی او جدید منقح موقف خلاف وو، او د علامه محمد اقبال د خوب نه متاثر وو. 

۱۲.. په دویم جلد کی په صفحه نمبر ۲۱۸ د نظم د یو برخې عنوان تړلې دی. "د ملک د حفاظت د پاره د مدافعت سامان رحمت دی" دا د وطنیت تصور خو په شرع کښی هم متنازعه دی او حاجی سمندر خان سمندر ئې په طریقت کښی هم په اوچ زور ځائی کوي. طریقت او آفاقییت څه نسبت لری او ښاغلې سره د دې چی ځان صوفی او عارف هم ګڼی او د دې نسبت خیال هم نه ساتي. د دفاع په نوم باندې د ټول قام اجتماعی وسائل یو مخصوص ټولي او یو مخصوص ضرورت ته لوګې کول محلِ نظر دي. دا عمل په اصل کښی د یو طبقاتی نظام د بقا لپاره یو "مذهبی بلیک میلنګ" دی.

۱۳.. هم دغه نظم کښی اختِتامی شعرونه داسې دي

په زمین که په الوت دی

د جنګ سازسامان رحمت دی

دا زه نه وایم له ځانه

ده وینا مې له قرانه

په کتاب کی حکایت دی

چی سامان د جنګ رحمت دی.

دې حصې سره د قران د کوم آیت نه استدلال شوې دی؟؟ دا حواله نیشته. اګرچه دې نظم کښی عام طور دا روش دی چی د کوم ایت نه استدلال کوی نو د هغې حواله نمبر ورکوي.

۱۴.. دغه د شعرونو نمونې د اولې بیانیئی سره هم سمون خوري. 

۱۵.. د نظریاتی اثبات نه اخوا دې اشاعت په عملی طور څه محرکات او اثرات پرې باسلې وو هغه ځانه له یو بله تاریخی موضوع ده     (پاڅون / مردان)

 

 

-
بېرته شاته