(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د دېوانو کور کښې

[08.Aug.2017 - 13:08]

د دېوانو کور کښې

لیک: محمد عثمان  مردانوي

 د پاکستان  شمالى سيمو کښې  کۀ  يو  خوا  پخوانى  تهذيبى  آثار  موجود  دى  نو  بل  خوا دا ځايونه  په  خپل  قدرتى  حسن ، ښکلا   معموره  دى  او  دا  بېش  بها  ښکلا  خپله  ثانى  نۀ لرى. دلته  کۀ  يو  طرف  ته  اوچت  اوچت  غرونه  دنګې  دنګې  څوکې   لوئې  لوئې   واوريځې Glacier سيندونه  او ډنډونه  دى  نو  بل  طرف  ته  داسې  لوئې  لوئې  تنګې (Vally)  سبزۀ زار(Meadows)  او مېدانونه  هم  شته  چې  چرته  په  ښائست  کښې  يې  مثال  نشته . داسې  يو ښائسته  ځائی  د يو سائى  لوئی  ژور  ډاګ (Deosai Plateau سطح مرتفع  مېدان  دی. 

 ديو سائى معنى  ده  د دېوانو کور  يا  چرته  چې  جنات   اوسېږى.  ديو سائى  مېدان  ته  دريو طرف  لارې  ځى . يوه  لار  ورته  په  قبله  کښې  د استور (Astore)  نه  د  چلم (Chilam په  لار  تلې  ده  يوه  لار  ورته   په  شمال کښې  د سکردو  نه  تلې  ده. يوه  لار  ورته  په  جنوب  نمر ختيځ   کښې د کهرمنګ  ګلترى  طرف  نه  راغلې  ده.ديوسائى  مېدان  چې  چرته  ډېر  ښکته  دی   او  چرته  لوړ دی  دا  ځائی د سمندر  نه 13500  فټه  اوچت  دی  د ديوسائى   دا مېدان  په  3000  مربع  کلوميټره  علاقه  باندې   خور  دی  او   دا د  دنيا  اوچت  مېدان  ګرځولی  شوی  دی_

 ديوسائى  په  1993ء باقاعده  قامى  ځنګلى  پارک  ګرځولی  شوی  دی   او  دلته  په  ښکار پابندى  ده. په  ديوسائى کښې  قدرت  ډېره  زياته  ښکلا   رابرڅېره  کړې  ده  دلته  د کتو  ځايونو کښې کالا پانى  ځائی  دی   چرته  چې  د اوبو  رنګ  تور  ښکارى  ا و د دې  نظاره ډېره  ښکلې ده. او  يو وړوکی  خوړ(Rivulet بهېږى  او  ورسره  شينکى  دى.  دلته  نه  وړاندې  يو  بل  ښکلی  ځائی  چې  ورته  بړا پانى  وائى  د دې  ځائی  نظاره  هم  ډېره  ښائسته  ده  او دلته  يو  لوئی  خوړ  بهېږى  او  د اوبو  رفتار ډېر  تېز  وى  دا  اوبۀ  د غر په  څوکو  کښې  چې  واوره  ويلې  شى  هغه  دلته  راځى  او څۀ  قدرتى  چينې  هم  دې  خوړ  ته  راځى  دې  اوبو  کښې   ټراؤټ  مهيان  موجود وى.  د ديوسائى  د ټولو  زياته  ښکلا  د شيو  سر   نوم  قدرتى   ډنډ  ده  دې  ډنډ  ته  جادوګرى  والا  ډنډ  هم  وئيلې  شى  ځکه  چې  د سحر  په  وخت  د دې  ډنډ  شکل  د پيالۍ  په  شان   وى  او څنګه  چې  د نمر  رڼا  تيزېږى   نو  بيا  د دې  شکل  د هګۍ  په  شان  شى  دا ډنډ 1.8  کلوميټره اوږد او 2.3  کلوميټره  پلن دی او  130 فټه   ژور دی  دا  معلومه  نۀ  ده  چې  دې   ډنډ  ته  اوبۀ د کوم  ځائی  نه  راځى   او  بيا  دغه  اوبۀ  چرته  غيبې  شى  د دې  ځائی  نه  د ننګا پربت  د څوکې  يوه  ډېره  ښائسته   ننداره کېدې  شى  خاص  توګه  باندې   کله  چې  د نمر  وړومبۍ  څريکې   يا پلوشې   په  څوکې  پريوځى  نو  ډېره  ښکلې   ښکارى_

 د ديوسائى  مېدان  د کال  اووۀ  مياشتې  بند  وى   ځکه  چې  دلته  دسمبر  په  اخرى  ورځو کښې  واؤرې  ورېدل  شروع  شى  او  دا ټوله  سيمه   په  واوره  کښې  پټه  شى  او  بيا  د مئ مياشتې  کښې  ازاده  شى.  په  ديو سائى کښې  ګڼ  شمېر  ځنګلى  ځناور  اوسېږى   چې  پکښې د هماليه  غرڅنۍ هوسۍ، سرې  لومبړې (Red Foxخړ  شرمخان (Grey Wolves) لداخى  غونډو ښکرو  واله  هوسۍ  د واورې  پړانګ  (Snow Leopard) غرڅنى  لوئې  زيړ  منږکان (Marmat) او  مېلوګان_ دغه  رنګ   ډېر  ګڼ  ځنګلى  بوټى   وړې  وړې  اونې  بې  شمېره  ګلونه  چې  د ديو سائى  ښکلا  ډېره  زياته  وى_

 د ديوسائى  لوئی  اهميت   دا دی  چې  دا د  دنيا  واحد  ځائی  دی  چرته  چې  مېلوګان  ډېر په  لوئې  تعداد  کښې  اوسېږى  او  نسل  يې   سېوا  کېږى. په  ژمى کښې  مېلوګان  په  څمستو کښې  پراتۀ  وى  او ګرمۍ کښې  دوئى  خوراک  دپاره  بهر  راوځى.

 په  دېوسائى کښې  پيرى  هم  موجود  دى، ښاپيرى  هم  ديوان  هم  او مېلوګان  هم  ټول  پکښې  په  ازادۍ  ژوند کوى  د دوى  په  وجه  دې  سيمې  معنى  ديو سائى  ته  هيڅ  قسمه  زيان او  نقصان  نشته  خو  ديوسائى  ته  د اشرف  المخلوقات  يعنې  انسان  د لاسه  ډېرو  ستونزو  ته مخامخ  ده  يعنې  ماحول  ګنده  کول  ځائی   په  ځائی  ګند ،خزلې  غورځول  او  خاص  توګه  باندې هاغه  خانه  بدوش  شپونکيان  کوم  چې  د خپلو  ګډو  بيزو  سره   ديو سائى  کښې  کډې  کوى  نو د دوى  ګډې  بيزې  دلته  ډېر  ناياب  قسمه  بوټى  خورى  او  دوى  د اور  بلولو  دپاره  په  ديو سائى  کښې  د لوئى  عمر  اونې  ماتوى  او  بيا يې  سوزوى   چې  دا  لوئی  زيان  دی. د دغو انسانى  عملياتو  په  وجه  ديو سائى  ښکلا  په  خرابېدو  ده  پکار  دى  چې  د دغو  قدرتى نعمتونو  قدر  اوکړې  شى  او دغه  صفا  ستهره  اوساتلې  شى.    (پاڅون / مردان)

-
بېرته شاته