(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د صاحبزاده حميد الله

[08.Aug.2017 - 14:00]

د خدائی بخښلى  صاحب زاده حميد الله  ژوند لیک     25 ستمبر 1937ء______ 13 دسمبر 2016 ء

صاحب  زاده حميد الله  مرحوم  د پشين  په  فېص  آباد  نومې  کلى  کښې  دکال 1937ء د ستمبر  په 25 تمه نېټه د صاحب زاده حميد الرحمان  کره پېدا شوی  وۀ.په  کال  1956ء کښې د لسم  جماعت  پاس کولو  نه  پس  يې  د ډګرى  کالج  کوئټه  څخه  ګريجويشن   اوکړو  او  هم  په دغه  کال  مدرس  اوټاکلی  شو. د ملازمت  په  دوران  کښې  يې  خپله  مطالعه  جارى  وساتله  او په  کال 1963ء کښې  يې  په  شخصى  توګه  د پنجاب  پوهنتون   نه  اردو  کښې   ايم  ای   اوکړه او د کوئټې  په  ډګرى کالج کښې لېکچرر مقرر شو. په  کال  1964ءکښې يې  په  عربۍ  او  په  کال 1965ء کښې  د فارسۍ ايم ای  امتحانونه  پاس  کړل. په  کال  1968ء کښې   په  اسلاميات  په 1970ءکښې  سياسيات  او 1971ء کښې  په تاريخ  کښې يې  ايم  ای  اوکړې. په  25 دسمبر 1995ء يې  د ملازمت  نه  ريټائرمنټ  واخست.

صاحب زاده مرحوم د کال 1956ء نه  شعر او نثر  ليکل  شروع  کړى  وو  او  د يو بسيار  نويس  ليکونکى  په  توګه  مشهور وۀ  خپله  وائى  چې 

ز تصنيف و تاليف  بهره مرا     

 بسی   بود  نو شتم  کتب  بستها

 قوم  شهير  در  افغانان        

 مرا نسبتی  هست  با  کاکران

د صاحبزاره  يو  نزدې  ملګری  عمر ګل عسکر صاحب  ليکى  چې “ پروفېسر صاحب زاده حميد الله  جنوبى پښتونخوا  کښې  د پښتو ادب  په  هغو  سرخېلانو  کښې  شمېرل  کېږى  چا چې  د پښتو  ادب  لمن  په  ډېرو  ملغلرو   ډکه  کړې  ده  نۀ  شم  وئيلی  چې  داسې  بل  څوک به  هم  په  راتلونکى  وختونو کښې  پېدا  شى   چې  د صاحب  زاده  صاحب  ريکارډ  ور مات کړى. خدائی  بخښلى  په  پښتو  او اردو کښې  (107)  کتابونه  ليکلى  دى  چې  71 په  کښې  چاپ  دى  او نور   وچاپ  ته  احتياج  لرى. خدائی  بخښلى  صاحب زاده  خپل  ځان  ته  يو  ادبى تنظيم  هم  جوړ  کړی  وۀ  چې  “د پشين   د ادب  د ودي  ټولنه “ نو ميدۀ .وروستو  بيا  دوى د محمد اکبر خان  اچکزۍ  پروفېسر  سيال کاکړ  او  حاجى مقدس خان معصوم  په  ملګرتيا  د “پښتو ادبى  بورډ“ په  نامه  جوړ  کړی  وۀ  چې  د دې  د  لاندې  هم  يو  شمېر  کتابونه  چاپ شوى  دى. د صاحب زاده  ګڼ  شمېر  مضمونونه  او  مقالې  په  مختلفو  اخبارونو  رسالو  کښې  چاپ  دى.  مرحوم  په  پښتو  او  اردو  کښې  کالم  نګارى  هم  کوله. د خپل  عصر د يارانو دوستانو  سره  يې  د خطونو  په  لار خپل  تعلق  قائم  ساتلو. مرحوم  کۀ  يو  پله  يو  ډېر  خوش طبع  انسان  وۀ  او  ټوقې  ټقالې  به  يې  د ملګرو  سره  کولې   خو  بل  پله  زود  رنج  هم  وۀ .مرحوم  د پښتو  نه  علاوه  په  اردو، فارسۍ، عربۍ  او  انګريزۍ  ژبو  کښې   هم  شاعرى  کړې ده . خدائی  بخښلى  صاحب زاده حميدالله  په  رښتيا  سره  يو  عالم  او  فاضل  شخصيت   وۀ د عمر  په  ورستو  دواؤ لسيزو کښې  د فالج  له  لاسه  معذوره  شوی  وۀ  خو  خپل  ليک  لوست يې   جاري  ساتلو . د پښتو ژبې او پښتون قوم دا محسن ، شاعر، اديب، محقق،او استاذ په 13 دسمبر 2016ء وفات  شو په ګور  يې  نور  شه.  د کلام  نمونې

پښتو:    دا  زما  د سرو  اوښکو  قطار  اوګوره   

 په  خپل  ځيګر  باندې  مې  هار  اوګوره

کۀ  مينه  نۀ  وې  حســــــن  چا  پېژندو    

د عاشقۍ دغــــه  طـــــومـــــار  اوګـــــــوره

فارسى:      

 سرو  دم  به  پشتـــــو  و اردو  کلام                 

همين  طور  فارسى  و تازى  مدام

      به  انګلسى  هم  شعر  ګفتم  چنان     

که  انگشت  به  دندان  شده  مردمان

اردو: 

کعبی سی مين نکلون جبل ثوربهى ديکهون     

 محبوب کا جو نقش هو باغور بهى ديکهون

          جو بات  تهى  دل مين وه زبان پرهى نه آئى       

هان تلخ نوائى ابهى  کچهـ  اور بهى ديکهون

عربى:  

 يو منا  يوم  الجبل  ____ و جبال  و قلل

ولبساتين   تفاح ____   و زروع  و حقل

و جبال  ومياه ______وعلى الماء هطل

انګريزى:

Thay say I am sad

 for an instance I am sad              

 Then suddenly  I recover 

 and my heart blooms like a flower

-
بېرته شاته