(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ماشوم مشر

[16.Aug.2017 - 13:49]

ماشوم مشر

 لیک: فېض الوهاب فېض

 زۀ چې کله دې خپل مشر ته ګورم يا مې په زړۀ راووريږى نو ماته د خپل کلى پلو ډېرۍ دوه بابا ګان (شهيدان) ماشوم بابا او ګنجے بابا رامخې ته شى او هغه ځکه چې د دې دواړو تلليو په شمار يوه يوه خوبى زمونږ په دې ماشوم مشر کښې څرګنده برېښى. يو خو دا کۀ دې بابا هم شى خو معصوميت به ئې د مخ په رغوڼه د مصور د فن داسې شاهکاره نمونه وى چې کۀ هر انداز ئې دلفرېب وي خو دا معصوم معصوم کتل به ئې هم د کتو وى او دوېمه داچې کۀ خدائے پاک ورله د نرۍ اوږدې نچې پوزې لاندې ګُورګُور برېت ورکړى دى نو د فراخه تندى د پاسه د سر د وېښتو نه ئې ورله ريکورى هم شروع کړې ده. غاړو پيڅکو ته ئې لا څۀ وېښتۀ پاتې دى خو څۀ موده پس به دغه وېښتۀ هم خپل سپين سبا ووينى بيا به لازمى په سر ټوپۍ ږدى ګنى د ډېرو خلقو به ورسره په دې خبره جنګ راځى چې سر پټ کړه سترګې دې راله وبرېښولې.

 

 دا د خاورې نه جوړ ساده باده مينه ناک انسان خپله سينه کښې د غوښې زړۀ لرى چې کله کله د پمپنګ په ځائے د يو ښکلى په ليدو تړتکې هم وهى نور خو لکه زما د بجلۍ د بټنې نه هم ويريږى او چې څومره ويريږى دومره بجلۍ راقابو کړے وى په خلۀ خو هېڅ هم نۀ وائى خو د هغۀ په غټو ارمان ژنو سترګو کښې دا سوال لکه د اوښکو صفا ځليږى چې "ملګريو دعا راته کوئ بجلۍ نيولے يم چې خدائے پاک راته خېر کړى، ګنى د سکول کتاب ځائے نه به رباب ځائے جوړ شوى وى بيا به نۀ سُومبه، څټک او کانټې وى، نۀ د ګڅ لاس ګوذارونه او نۀ زما د جېب خرچونه، هم دغه زوړ امام او زړې تراوې، د سکول ټيچرى به وى او ترڅو چې د سروس دوېم سائېکل زړيږى نو زما به ورسره د تُورۍ سره ټپه هم په ختمېدو وى، بويه چې سپرلے راځى او سپړى ګلونه "شناس او شاندار" مې په اخرى وخت د لاس د ګوتو نه ونيسى او د جومات لار راته سمه کړى چې "ابو" پرېوځه! د "بابا" مُوسله راټينګه کړه ماسخوتن به دې بيا کورته بوځو" خو د هغۀ زړۀ چرته صبريږى په کور کښې چې د لويې نه وړې پورې د خپل زېرِ کفالت دې اوږدې لړۍ ته وګورى نو وبوږنيږى، د ناکامه په دې کليه عمل کوى چې "زور لگاؤ، دوړ لگاؤ، جيت گيا اگلش، هار گئى مهنگائى" او هم دغه يو انګلش دے چې د ترقۍ ټولې لارې ئې ورله بندې کړې دى ګنى د اتلسم ګرېډ نخښې نخښانې ئې د شخصيت نه د راوتو د پاره بې چېنه او تږې ناستې دى.

 

 مشر يو ډېر شريف او خاکسار انسان دے او د خاکسارۍ پته ئې د دنګې ځوانۍ  د لږ راټيټو اوږو باندې پروت د هغۀ صفا استرى کړى څادر نه لګى چې کۀ خپله ئې داسې حال دے خو څادر ئې لکه د جانماز ټولې مرکې د پاره خپل خدمات ترسره کوى. خپله هم د هر قسمه خدمت نه ډډه نۀ کوى، مېلمه دوسته دے، ډېر په خوش مزاجۍ او خوش اسلوبۍ خو په ناراستۍ په سړه سينه کار سرته رسوى. هغه وائى کارونه د خدائے دى او بنده په ناراستۍ ښۀ ښکارى. کۀ چرته په لاره درسره ملګرے شو نو د پنځو منټو مزل به په ګېنټه کښې وهى. د سړى ترې د تښتېدو څۀ لاره هم نۀ راوځى او کۀ داسې وۀ هم شى نو بيا د هغۀ قانونى او اصولى خبرو ته به څوک ټينګيږى، پړ هم وى او وړ هم شى خو ګرمى پکښې بيا هم نۀ پېدا کيږى. هر څو کۀ په ګرمۍ کښې خوشحاله وى خو په ژمى کښې د پوزې نه ځوړند وى. هېڅ قسمه نشه نۀ کوى خو پوره شپږ مياشتې لکه د افيميانو اوبو ته نۀ نزدې کيږى. باران په چترال وريږى غاښونه به دلته د دۀ ګړبيږى. درجۀ حرارت به د نقطۀ انجماد نه په کوئټه کښې راپرېوځى شړۍ به دې دلته له ځانه تاؤ کړى او پکول به غوږونو ته راکوز کړى، د چايو ګرمه پيالۍ به په يو غړ خېټې ته ورواړوى، سړے پرې شکى شى چې خېټې ته ئې واړوله کۀ نالۍ ته.

 

 د خاموش طبيعتۍ او کم ګويۍ ئې هر سړے قائل دے، بغېر پوښتنې چا له جواب نۀ ورکوى باوجود د دې  چې خبره به ئې مازغو ته پرېوتې وى او دا حق به هم لرى چې په دې خبره د څۀ وئيلو ګنجائش هم شته خو د هغۀ "رى اېکشن" د هغۀ په معصومه څهره نرۍ نرۍ مُسکا وى. د يوڅو کالو راهسې په هغۀ کښې يوه بله لطيفه راننوتې ده او هغه هم کۀ چا ترې پوښتنه وکړه نو بيا وخت نا وخت نۀ ګورى خو د سر د پاتې وېښتو نه واخلې د پښو تر نُوکه پورې به هم هغه سړى ته مخاطب وى او ډېر په عاشقانه انداز کښې به ئې ورسره ګوتې کُونجې کړې وى بيا نۀ اوازونه اورى او نۀ په چونګارو پوهيږى. مشره! يا هلکه مشره! تاته وايم مشره! دنيا په ډډه واوړى خو مشر بندے ړک هم نۀ وهى او کۀ چرته په اواز نيم په غوږ ولګى نو حالتِ تقرير کښې به درته وائى "غلے شه تۀ" "ودرېږه" "صبر وکړه مړه لا وختى دے" زۀ ورته وايم خانه دا د "پېښور قيصه خوانۍ" ده، څۀ د مردان ګجوخان بازار نۀ دے، مؤب (محب بانډه) ته به نۀ ځې څۀ؟ چې ګړۍ ته وګورى هلکه ساخِله! دا خو دولس بجې دى تا ماته څلور ګېنټې مخکښې ولې نۀ وې. زۀ ورته وېم مشره! کۀ په يو لحاظ ماشوم بابا يې، نو په بل لحاظ راته ستا غصه هم معلومه ده ځکه چې د سېدعلى شاه کاکا وارثان او ملنګان يو پله او د بايزيد کاکا دا ماشوم مشر مريد بل پله، خو په دې لوبه کښې نۀ څۀ مناظره وه او نۀ څۀ په معجزه د زمکې نه اوبۀ راوخکل وو، خو ښۀ شوه د زور خبره ئې زمونږ د منت په زور ختمه کړه.

 

 مشر په خندا کښې د يو نقاد په حېث د خبرې داسې نرمه فېصله وکړى چې نۀ سيخ وسوزى او نۀ کباب او کۀ چرته هسې په غوږ نيم د چا لمبه ممبه وګرځى نو دې ورته غلے غوندې ووائى، دا خو مې درنه لا يو غوږ راښکلے دے، د دې نه مخکښې چې بل غوږ درنه راښکم سم شه. د خېټې د ٫٫ډِک،، نه ئې د قلارې خبره هم لکه د مرچوغنې د ګوذار غوندې په بنګاري راوځى او اتلسم کندے خبروى. ګورې چې بغېر له ٫٫سلېنسره،، به په کور کښې د راز و نياز خبرې څنګه کوى.

 

 د عمر په لحاظ خپلو ملګريو عبدالروف عارف، روښان او حسرت نه کشر دے ولې قدرتى مشر دے. دا د دۀ خپل فېض دے چې مشر ښکارى ګنى اوس هم په سفر کښې د ماشومانو غوندې يا کړکۍ ته او يا د ګاډى په چت کښېنى، ولټۍ ورله ورځى. اوږد سفر ته ئې بيخى ملا ماته وى خو په شاعرۍ کښې نا،

 

فېضه! د ډېرو ارمانونو ارمانى زندګى

لکه د ژمى مازيګر دنيا کښې تېره شوله

 
-
بېرته شاته